شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد پښتو غزل تنقيدي جاج سپړنه/ فريداحمد تسکين

د پښتو غزل تنقيدي جاج سپړنه/ فريداحمد تسکين

وايي،چې پښتو ادب وده نکوي او د پرمختګ مزی يې نه غځيږي لکه يو فلج شوی ماشوم چې د ګوزڼ حملې ځپلی وي او ياهغه ماشوم ته ورته دی چې خوار ځواکي ولري. دا خبره مې په دې خاطر ونه کړه چې ګني پښتو ادب وده نه ده کړې او يا د پرمختګ خواته روان نه دی. په دې خبره کې زما د خبرې موخه داده،چې پښتو ادب تر يوې کچې رسيدلی دی خو دومره هم نه دی رسيدلی څومره چې ورته تمه ده لکه د نورو ژبو ادبياتو په شان چې د نويو تخليقاتو خواته روان وي او د پرمختګ زیری له ځانه سره ولري.

په دې خاطرمې د خوارځواکي ماشوم سره ځکه پرتله کړ،چې کوم داسې نوی او تخليقي ګام يې نه دی اخيستی ادب پال او مخته وړونکي يې د يوه او بل پېښې کوې په ژوول شويوخبرو شخوند وهي.

 که نوي موضوعات يې هم تخليق کړي وي هغه به هم د ګوتو په شمېر کسان وي. د دې خبرو اثبات په دې کوم،چې د پښتو ادب پرمختګ په کلاسيکه دوره کې هم شوی او په اوسنۍ معاصره دوره کې هم. که په کلاسيکه دوره کې د ادب بنسټ ايښودل شوی؛خو په معاصره دوره کې يې د خوند او رنګ جامې ور په تن کړې.پخوانۍ دوره خو د پخوا زمانې خبرې وې تخليق يې هم پخوانی و او دا دهغه عصر يو نوی او په ځای ګام و،چې ادب یې د بېلابېلو صنفونو سره ايجاد کړو او ترموږ يې را ورساوه. داچې وخت تغيرکوي زمانه د بدلون وزرې غوړوي بايد چې بيلابيل تخليقي مضامين په بيلا بيلوبڼو سره ايجاد شي. له نيکه مرغه د کلاسيکې دورې را وروسته پښتو ادب کې د خوند او رنګ داسې انقلاب راغی،چې د ذوق خاوندانو د اختراغ ګانو سربيره پکې داسې مسايل،چې د ژوند سره نور تړلي مسايل هم لکه مور چې د خپلو زامنو پالنه په ښه شان سره کوي ځای کړل.

داچې پښتو ادب هم په بېلابېلو صنفونو کې ښه وپالل شو او ښه ونازول شو يو پکې هم غزل دی،غزل هغه صنف دی،چې د پښتو ادب په ډګر کې د خوند او رنګ سر سره د شرنګ په خوږو هم غني دی،د تصوف چينې هم ښې پکې روانې دي او د ژوند او خوند لپاره هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

داچې غزل له دغو خوبيو برخمن شو يولوی علت يې هم د تنقيدي ادب راتګ و تنقيد له پخوا هم ادب کې شامل و؛خو لکه د پښتون قوم غوندې هرچا رټلی او رد کړی دی،چې وروسته تنقيدي ادب نه يوازې د ذوق او پرمختګ اوښتون راوست بلکې ورسره يې د بې ذوقۍ لمنه هم ټوله کړه. تخليق مخ پر ودې روان شو او ترڅنګ يې انسان هم د بې ذوقۍ او ذهني کشمکش څخه راووت.

 رابه شو دې ته،چې تنقيد څه ته وايي؟

تنقيد جاج اخيستل،تشريح کول،تجربه کول،د قدر وقيمت اندازه کول،څېړنه کول يامحاکمې ته وايي او نقاد هغه چاته وايي،چې د ځانګړي اسلوب او تمرين له لارې ادبي تخليقي مسايل څيړي او د همدغو ادبي تخليقي مسايلو دښکلا او بدګڼو اندازه کوي. تنقيد يې بللی شو،چې په تنقيدي محکمه کې نقاد د قاضي حيثيت لري او د حقې او ناحقې فيصلې حکم له ده سره وي.نقاد هرڅوک کيدای نه شي د يوځانګړې تنقيدي ژبې څښتن او ورسره د يوې سړې سينې خاوندهم وي.

پياوړی نقاد ډاکټرحنيف خليل وايي:((تخليقي ادب او تنقيدي ادب کې د يو مطالعه کوونکي د نقطه نظرنه څه دومره لوی فرق نشته موږ د ادب دا تعريف کوو،چې ادب دهغو څيزونو بيان وي،چې ژوند پکې موږ په ډيره دلچسپي اخلو اوس په ژوند کې د ټولونه زيات دلچسپ څيز انفرادي شخصيت دی او نقاد،چې په يو ادبي تخليق تنقيد کوي؛نو د اديب د هغه شخصيت مطالعه او تجزيه هم کوي،چې ده يې په خپل تخليق کې اظهار کړی وي؛ نو په دې دليل تنقيد هم د ژوند سره هغه علاقه لري کومه،چې شاعري او د ادب نور اصناف يې لري او داسې تنقيدي ادب هم يو قسم وګرځي)). ۴۹ مخ تنقيدي ادب

موږ په پښتو ادب کې داسې نقادان هم لرو،چې له يوې خوا د تنقيد له اصولو سره بلد نه دي او له بلې خوا د کم علمۍ له کبله د احساساتي غبرګون ښکار کيږي.

له نيکه مرغه ځوان ليکوال طايرځلاند  ټول هغه اصول او ځانګړنې،چې د تنقيد ارونه يې ایجابوي له ځانه سره لري او د پښتو غزل تنقيدي جاج يې په سړه سينه او سړو احساساتو اخيستی دی.

دی که له يوې خوا پراخه کلاسيکه مطالعه لري؛نو د معاصرو ادبياتو په دوران کې هم له مطالعې بې برخې نه دی. د شعر سره هم د يارانې پوخ تار لري د نثر په لاره هم ښه مزل کولای شي او د تنقيد خواږه يې په خټه کې اغږل شوي دي،چې د دې خبرې اثبات له ده سره د ادبي بحث له لارې څرګندیږي.د پښتو((غزل تنقيدي جاج)) د ده د تنقيدي بحثونو هغه غورچاڼ دی،چې د اکبر زمينداور نه يې پيل او تر معاصرې دوره يې پرې ښه نقد،څيړنه او سپړنه کړې ده.

 د کتاب په لومړي مضمون کې (تخليقي کمښت او نړيوال رجحانات) تر عنوان لاندې يې ښه په زړه پورې بحث کړی دی اګرچې د ليکوال په خبره دا مضمون د کتاب د موضوع سره سمون نه خوري او يوه مجموعي څېړنه ده اود لوستونکي فکرلا غوړوي خود کتاب په اصلي موضوع اثر غورځوي.

 په دې بحث کې په دې غږيدلی دی،چې د وخت تور زن د خپلو موخو د رسيدو لپاره د کلتورونو د ورکيدو هڅې کوي او د خپلو ټوپکو شپېلۍ د انسانانو پر تندي يخوي او د باروتو تور لوګي د ژوند پر ښکلاوو خوروي ترڅو د انسانانو فطري ښکلا او احساس له خاورو سره خاورې کړي،چې د نړۍ زور واکان د خپلو موخو لپاره د عقيدوي جنګ د اور لمبې د دوئ پر زړونو پورې کړي ترڅو د ټولنې د ويښتيا فکرمنده هسته،چې شاعران او ليکوالان دي د غلامۍ په لومه کې ښکېل کړي او دوی ته يو ډول ذهني پريشاني پيداکړي.

په ريښتياهم د نړی هر زور واک تل په دې کې لټه او هڅه کوي،چې علمبرداره طبقه له يو ډول ذهني پريشانۍ سره مخ کړي،طب هم وايي موږ او تاسوته هم جوته ده،چې چېرته،چې ذهن جوړ نه وي هلته د ټولنې د سمون او رغون اوهمدا ډول د فکري تخليق غاښ پر تيارو او بې ذوقۍ خوله نه شي لګولای،چې ښه بېلګه يې پخپله د پښتون قوم بربادي او شاته تګ دی . نه تر اوسه پښتون قوم ښه ورځ وليده او نه يې د ژوند له خوږو خوند واخيست. ذهن او فکر يې تل له ټوپک او جکړې سره وي هره ورځ د پښتون له کورڅخه جنازې وځي. ټوله پښتونخوا هديره ـ هدیره شوه.

 داچې پښتون قوم له داسې بدبختۍ سره مخ وي نه به يې تخليق او ذهن جوړونې ته موقع پيدا شي او نه به يې د نړۍ زور واکي پر دوی د ترحم لاس را کش کړي.

په بل ځای کې ډيرې ښې خبرې ته نغوته کوي. دی وايي: په ادب کې د تخليق پرځای واقعيت،نعره بازۍ،شور،چيغو،هنګامو او د زنده باد او مرده باد نارو دود موندلی او دا لړۍ لاهم دوام لري.

 په ريښتياهم دې دود او دستور موږ د زوال کندې ته ګذار کړي يو دهنر پرځای داسې بې ذوقي مخې ته راغله،چې نه يوازې ليکواله طبقه يې له ذهني اظطراب سره مخ کړه بلکې عام ولس ته يې د خپل فکر د سمې لارې يو مظبوت والی هم ورکړ،او دا يې ورته ثابته کړه چې موږ په حقه يو اګر،چې دوی په ناحقه دي دقومونو ژبني توپيرونه هم دوی رامنځته کړل او دعقيدوي جنګ اورته هم دوی تيلی ورته کړ او د کرکې،بدبينۍ اوبدبختۍ يوه ډيره لويه لاره يې ورته خلاصه کړه.

دا چې نه مو فکر وده کوي او نه مو ذوق د مخته تګ پوړۍ ته خيږي تخليق هم د تقليد بڼه نيولې ده که څه هم دې شعوري او لا شعوري ادب زموږ تقليد د زوال لورته نه دی بيولی؛خو د مفت خورۍ او تکراري شخوند همسفره يې ګرځولي يو.

او دليکوالو ترمينځ د اسلوب جدا والی هم يو شان راغلی دی؛نو دې لپاره غور پکار دی او دا کوم علت دی،چې موږ د يوه داسې لوی زوال ښکار شوي يو؟

ښاغلي ځلاند د مطالعې کمښت ته هم ښه اشاره کړې،چې دا هم د رجحاناتو يوه بېلګه ده.

ليکوال بل ځای د ليکوال نظرياتي فکر هم يادوي او وايي،چې د سياسي تحريک په يوه وړه دايره کې ګېر پاتې کيږي او په ادب کې واقعیاتي انداز ته هم ګوتنيونه کوي،چې د تخيل مخه يې ډب کړې ده.

اجمل خټک په خپله يوه مقاله کې “ژوند او فن” کې ليکي:

شعر او ادب بېل شی دی او وعظ او نعرې بېل شی دي. زه،چې شعر او ادب د ژوند د ترقۍ او ښکلا د پاره يو اهم عامل ګڼم؛نو هغه شعراو ادب ګڼم،چې د شاعرۍ ادب فن او حسن اظهار په معيار اوچت او اعلی وي هغه کې دې جاذبيت،ساحري او فنکاري وي دومره ښکلا او دومره اثر وي پکې،چې د لوستونکو يا اوريدونکو ذوق تېزولی شي زړه او روح ته يې رسيدی شي او اوريدونکو کې تحريک پيداکولای شي……… د شعور تهخانو ته رسيدای شي. او د ادب د تنقيد په معيار پوره تللی وي.   ۴۱مخ تنقيدي ادب

اکثره خلک واقعيات دتخيل نه ښه بولي دوی وايي،چې تخيل دروغ دي هسې د يوې خيالي دنيا جوړول دي اګر،چې تخيل د واقعاتو لپاره د لارې خلاصول دي. په ادبياتو کې له تخيل ځکه کار اخيستل کيږي،چې د خيالي دنيا اغېزه د انسان په ذهن خورا ارزښت مند رول اچوای شي.هنر همدا دی،چې د لوستونکي ساړه احساسات را وپاروي.

همدا ادب د ادبي صنعتونو ترڅنګ په هنري او فني اړخونو هم ولاړ دی. که موږله دې لارې مخې ته لاړ نه شو ؛نوبيا د عادي محاورې او خبرو اترو توپير په څه کې شو؟

په دې بحث کې نقاد د ليکوالو اقتصادي ستونزې هم يادې کړې دي. ځکه اقتصاد هغه ستن ده،چې يو هيواد پرې په پښو ولاړيدای شي. او يو انسان لپاره خو اړين په دې دی ،چې د خپل کور او ژوند ديوالونه يې پرې ولاړ دي کنه نو ژوند به یې خوار او زاروي،چې داهم د ليکوالو لپاره يو ذهني اظطراب ګڼلی شو.

ځلاند په دې مضمون کې بحث بريالی روان کړی دی او بله داچې ځلاند نه يوازې نيوکه او نقد کوي بلکې خپله هم ښه وړانديزونه لري او په ښيګڼو یې ښه ژور  او په پراخه فکرغږيدلی دی.

(تصوف او پښتو نوی غزل) د ا يو جدا بحث دی،چې ښاغلي ځلاند پرې کار کړی دی.

راځئ،چې تصوف څه دی او څه ته وايي؟

تصوف د نفس پاکوالي يا د نفس کابو کولو ته وايي.

تصوف ته ډېر تعريفونه ورکول شوي دي خو کوم داسې په يوه خوله ولاړ تعريف نلري،چې لوستونکي پرې بسنه وکړي او خپل فکر پرې خړوب کړي.

استاد پوهيالی اجمل ښکلی په خپل کتاب تصوف او ادب کې ليکي:

امام ابوالقاسم د حضرت جنید له خولې لیکي:

“تصوف د زړه له کومې ذکر کولو،په وجدکې راتللو او خپل کړه وړه له سنتو سره همرنګه کولوته وايي”.

په بل ځای کې حضرت جنید پخپله وايي:

“تصوف دې ته وايي،چې څښتن تا له تانه بېل(فنا)کړي او له خپل ځان (ذات)سره دې ژوندی وساتي”.

د ابومحمد جریري وینا ده ،چې

“دا د لویو (درنو)خویونوخپلونه او له ناوړو کړنو لاس پرسر کیدنه ده”.

آر ای نکلسن د ایډورډ پينشر له خولې لیکي.

“هغه حالته ته وايي،چې ټول ښکلي پکې د يوې ښکلا ترچتر لاندې وي”.

حضرت امام محمد باقرعلي بن حسین بن علي کرم الله وجهه فرمايي.

تصوف ښې رويې ته وايي او څوک،چې څومره غوره اخلاق ولري،هغومره لوی صوفي دی.  تصوف او ادب ۴ـ ۵ـ ۶ مخ

پر تصوف ډير بحث ته اړتيا ده ولې نقاد د موضوع سره سم بحث پرې کړی دلته ده يوازې په غزل کې دتصوف پرموضوع نقد کړی دی.

که له يوې خوا يې د پښتو غزل د تصوف د ناوې د ښکلا پر تاريخي بهير غږيدلی ورسره ورسره يې هغو مسلو ته هم سر ورښکاره کړی.چې په تېرو وختونو کې په پښتنو کې  د پيرۍ او مريدۍ رجحان عام شوی و.

لیکوال دپښتنو صوفيانوهغه کردار او عمل هم ښه بيان کړی دی،چې د روحاني کارونو ترڅنګ يې د ټولنيز ژوند رغون ته هم پام کاوه او دخپلې سيمې د دفاع په خاطر يې له کفارو سره جهاد ته دانګل او د تاريخ په حوالې سره یې د هماغه وخت مشهور روحانيان اوجهادي څېرې لکه د هډې ملا اودترنګزو ملاصيبان ياد کړي دي.

لیکوال تصوف په دوو ډلو ویشلی دی،چې يو يې عملي تصوف او بل يې نظریاتي تصوف بللی دی.

عملي تصوف يې هغې ډلې سره تړلی دی کوم،چې د طرېقې ديوې ډلې سره يې تعلق وي لکه چشتیه ،نقشبندیه اوداسې نور،چې د کوم پير يا صوفي مريدي يې په غاړه اخیستې وي.

او نظرياتي تصوف يې هغه تصوف ته ویلي دي،چې د کوم پير مريد نه وي پاتې شوی خو د تصوف په رمزونو او اصطلاحاتواګاه وي.

ښاغلي نقاد د تصوف پر دوو مشهورو نظریو وحد ت الوجود او وحدت الشهود ښه خوندور او جالب بحث کړی دی.

ښاغلی لیکوال د غزل لوړتیا هم د تصوف له رنګونو بولي او د تاريخ په ژبه د روحاني مکتب د شاعرانودفارسي ادب شاعرانو نه د تقلید خبره کوي او وایي،چې د صوفیانه موضوعاتو لپاره يې غزل صنف غوره کړچې ارزاني خويشکي،میرزاخان انصاري او دولت لواڼی د پښتو غزل بڼ پرې زرغون کړ.

همدارنګه نقاد په هغه وخت کې په غزل کې د تصوف خاميو ته هم سر ورښکاره کړی دی اود بيلګې په توګه يې  د ملا ارزاني د غزل فني اړخ کمزورتيا په ګوته کړې ده ولې له بده مرغه بيلګه يې نه ده راوړې يا ليکوال راوړې نه ده او يا يې پيدا کړې نه ده.

که نقاد زما مني دکتاب د بيا چاپ لپاره دې د ملا ارزاني د غزل يو بيت د نمونې په توګه پيداکړي،چې لوستونکو ته دهغه وخت خامۍ هم مالومې شي اوفکريې پرې روښانه شي.

 همدارنګه د غزل خوبۍ يې بيا ښې روښانه کړې دي او د هغه وخت د وحدت الوجود نظريه چې د روحاني تحريک شعار ګڼل کيدو د ميرزا خان انصاري په غزل کې څيړلې ده او د نمونې په توګه يې دا بيتونه راوړي دي:

د کثرت لباس يې واغوست

راڅرګند په څو انواع دی

کثرت نه دی بې وحدته

په وهميو طلسمات شو

د وحدت ونه يوه ده تل ترتله

او کثرت یې په ښاخونو تار په تارشي

د وحدت په يګانګۍ کې حساب چېرې

د کثرت په حساب تېر ترلک کروړشي

مېرزا خان انصاري

ځلاند ورور د ميرزا خان انصاري دلارې لاروی او د ده شاګرد دولت لواڼی هم ياد کړی او د ده په غزل کې د وحدت الوجود نظريه په داسې رنګ کې څيړلې ده او د دولت لواڼي د اسلوب ځانګړنه ښيي،چې د مجازي مينې په لاره حقيقي مينې ته لاره پرانيزي.

په دوه کونه باور وکړه

موجود هيڅ نشته بې خدايه

دولت لواڼی

يالکه دا

زه اول هم ديوانه وم ديوانه يم لا تر اوسه

له دلداره هم خانه وم،هم خانه يم لا تر اوسه

دولت لواڼی

همدارنګه د نورو  شاعرانو نومونه يې هم ياد کړي دي،چې د هغه وخت مشهورې سټې وې لکه واصل او علي محمد مخلص،چې غزل ته به يې صوفيانه رنګ ورکاوه.

همدا ډول ده يوه ډيره اهمه او اړينه خبره راخيستې ده،چې د ناپوهۍ له وجې خپره شوې ده هغه دا ده،چې خوشال بابا صوفي شاعر دی ولې خوشال بابا فلسفي رنګ درلود او د فلسفې په ميدان کې يې غزل ته ډيرڅه ورکړي دي،چې خوشال بابا يې د يوه ځانګړي اسلوب څښتن کړی دی او دا دی په نني دور کې د ځانګړي مکتب په توګه تدريس کيږي.

د نقاد په خبره خوشال بابا ته موږ نظرياتي صوفي ويلای شو خو عملي نه دا ځکه،چې خوشال بابا کوم پير يا مشر نه درلود چې د ده لاس نيوی يې کړی وي اودهغه د يوې لارې مريد پاتې شوی وي ښه بيلګه یې لاندې بيت دی،چې حمزه بابا ورباندې يو کتا ب خبرې کړې دي.

په هرڅه کې ننداره دهغه مخ کړم

چې د ډيرې پيدايۍ نه نا پديد شه

خوشال بابا

رحمان بابا،چې يو ملنګ او فقير د خدای ج و او د خوشال بابا غوندې د تورې او زور خاوند نه و؛نو د وعظ او نصيحت خبرې به يې په غزل کې د تصوف په رنګ کې ځايولې، که موږ له دې سترګې پټې کړو،چې رحمان بابا صوفي نه و يايې د شعر خواږه د تصوف په رنګونو نه وو رنګ شوي دابه ناحقه خبره ځکه وي چې د شعر ژبه يې د وحدت الوجود نظریه پخپله بیانوي:

هرچې دی سېوا له خدای ج

واړه وګڼه نابود

رحمان بابا

نقاد له هغه وروسته معاصر ادب ته سر ورښکاره کړی او په غزل کې د تصوف شيره راټولوي او دا شيره د تصوف انقلابي حمزه شينواري په غزل کې لټوي د پښتني رنګ سربېره يې په کې د وحدت الوجود نظريه هم تجزيه کړې ده.

ما حمزه ته یثربي باده خاونده

په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

حمزه شينواری

ياخو هيڅ نشته دا دواړه وهم وخيال دي

او که وي نو بس د ياربه وي وجود

حمزه شينواری

 نقاد وايي : حمزه شينواري نه يوازې،چې په غزل کې يې د وحدت الوجود نظريه پلې کړه بللکې د کثرت وجود ورسره لکه نوک او ورۍ ګڼي.

که هرڅو ګوره کثرت زما خوښ نه دی

ولې بې له دې وحدت زما خوښ نه دی

حمزه شينواری

د تصوف له مسلې وروسته د غزل په کړو وړو غږيدلی او د غزل په دروني ځانګړتيا او رواياتو يې بحث کړی دی،چې د غزل ښه والي لپاره اهم او ضرور دي.

نقاد په دې بحث کې د غزل په تخنيکي جوړښت هم غږيدلی دی او د غزل اروا (تغزل) باندې يې ژوره رڼا اچولې ده،چې د غزل د ارتقا اوښکلا بام پرې ولاړ دی.

د غزل د جوړښتي رواياتو په برخه کې ډير پرځای تنقيد کوي او وايي که د غزل د بيتونو شمير په کلاسيک ادب کې وي او که په معاصر ادب کې خو د تقليد بڼه يې نيولې ده،چې ښاغلی ځلاند يې د بيلګې په توګه د حنان بارکزي په خپله اقرار کووونکی غزل را اخلي او په دې سره ثابت کيږي،چې د غزل د جوړښت روايتي انداز د فارسي ادب د شعر له قالب څخه تقليد شوی دی.

په پښتو ژبه مې ووايه کتاب

هر غزل يې اووه بيته انتخاب

دا په داچې مولانا مولوي جام

د ديوان غزل او وه بيته تمام

چې الحمد د قران ده اووه  آيته

زياته نه ده ابتدا تر نهايته

ده نور خپل ديوان په دا بحر تيار کړو

ماهم خوښ په ډيررغبت د ده رفتار کړو

همدا ډول نقاد د حسن تعليل صفت يادونه هم کړې ده،حسن تعليل صفت هغه صفت ته وايي،چې د مطلع په دواړو مصرو کې يوه موضوع په بيا بيا سره د تاکيد لپاره بيان شوې وي.

چې د موضوع د لا روښانتيا لپاره يې خپل دوه بيتونه راوړي دي.

عجب سړی يمه ګلاب له بيابانه راوړم

راڼه فکرونه ستا له زلفو شبستانه راوړم

طايرځلاند

دا بيت يې د موضوع بياځلې د تاکيد تکرار دی،چې د شعر د موضوع مضبوتوالي ښيي.

په وړو سترګو باندې څه عجب خوبونه وينم

وړو لاسونو باندې ستوري له اسمانه راوړم

طايرځلاند

د موضوع سره سم یې د غزل په نورو صفتونو لکه ادبي صنعتونو،تخيل،منظر کشۍ، داخلي موسيقيت،پيغام،شعري ژبې او داسې نورو روايتونو هم رڼا اچولې.چې په وينا يې غزل د نازکتيا او ښکلا په جامو پټيږي.

په پښتو غزل کې رواني اړخونه (د پښتو غزل نفسياتي مطالعه) دا بيا بيل بحث دی،چې ليکوال پرې ښه ژور او نظرياتي انداز غږيدلی دی.

په دې مضمون کې ښاغلي ځلاند د غزل رواني اړخونو او نفسیاتي رنګ ته د خپل نظر له عينکو ليدلي او غزل یې د اروا پوهنې د علم پر بنا د بيلا بيلو اروا پوهانو(اروا پيژندونکو) له فکري زاويې څيړلی دی او د معاصرو اروا پېژندونکو په نويونظريو پسې لکه شاهين الوتی او لټه يې پسې کړې ده.

په دې مضمون کې يې د کلاسيکې دورې څو نمونې موږته ږدي او دا راته ښکاره کوي ،چې په غزل کې رواني اړخونه کوم دي او د لويو شاعرانو د بيتونو نمونې يې هم ښې روښانه راوړې دي.

داچې ستایي نرخوران دجنت خلک

له هغونه يو زما په یقين ته يې

حميد بابا

« « «

په ديدن د زيبا مخ سترګې مړيږي

د افتاب په چشمه خوا دچاسړيږي

شيدا

د کتاب يوه بله موضوع(غزلګو شاعر یعنې څوک؟) دا مسله يې هم ښه څيړلې ده.

موږ،چې په ادبياتو کې غزل او نظم په بيلا بيلو لارو روانوو نو د تخليق اسلوب هم ورسره داسې بيايولکه ناوې،چې سينګار د خاوند کورته ځي هغه کورته،چې لرغونتوب پيداکوي همداسې ښه غزل او ښه نظم په هنري سينګار هم د ا دبياتو د تاريخ په پاڼه ـ پاڼه کې پاتې کيږي.

ښاغلي ليکوال هغو بې ځايه فکري تيندکونو ته هم ښه نغوته کوي کوم،چې د يوې پروپاګندې له وجې ښه ته خراب ويلای شوي دي؛نوځکه ليکوال هم په تنقيدي ژبه لکه مار ټک ورکوي. نوځکه يې د حقيقي مانا نه يې په بله مانا له خپله ځانه جوړه شوې اوازه رد کړې ده او د همدې حقيقي مانا پوره سپړنه يې کړې ده په تخليق يې هم غږيدلی دی په اسلوب يې هم غږيدلی او د تغزل دخوږو کيف يې هم بيان کړی دی.

د کتاب بل بحث (پښتو غزل او علامت نګاري) دی دا هم ښه موضوع ده،چې ښاغلي ځلاند پرې له هرې زاويې غږيدلی دی. په دې بحث کې د علامت په ارزښت او د غزل په ظاهري ښکلاوو هم ښه غږيدلی دی او د علامت شتون د غزل د هنري ښکلا يوه ښکلې ارزښتمنه سيکه ګڼي او وايي،چې علامت د غزل د ظاهري ښکلا ترڅنګ د غزل په جمالياتي خوند او کيف کې هم مهمه ونډه اخیستی شي. ليکوال د علامتونو په نورو اهمو ګټورو خبرو هم غږيدلی دی او ورسره يې د علامتونو نمونې هم راوړې دي،چې په کومو کومو وختونو کې منځ ته راغلې په څه ډول راغی او څنګه يې دا هنري ښکلا له ځانه سره خپله کړه. زما په خيال يوه خبره که په دې بحث کې اضافه شوې وای ښه به وه هغه داچې  په کتاب کې رفيع صیب هم په خبرو کې ورته نغوته کړې ده،چې د شلمې پيړۍ په ادبياتو د شعري علامتونو رامنځته راتلل و لکه حمزه بابا،چې د پښتون کلمې ترڅنګ نور علامتونه هم راوړي دي. ښاغلي ځلاند د يو ويشتمې پيړۍ د ځوانو شاعرانو شعرته هم غوږ ايښی په لره او بره پښتونخوا کې لکه ستړی مسافر د فکري يون په لټون پسې وتی او د دوئ په شعري چينه کې يې خپله ادبي تنده ماته کړې او د دوئ د غزل ښکلاوو ته ځير شوی او د علامتونو نمونې يې ترې راخیستې دي.

له دې مضمون سره سره يې پر(پښتون غزل او انځورګري) ارزښتناکې خبرې کړې دي.

 ښاغلي ځلاند په پښتو غزل کې د انځورګرۍ ښې نمونې راخيستې دي او د انځورګرۍ (منظرکشۍ) په مهمو موضوعاتو غږيدلی دی او د انځورګرۍ د تخليق په اړه يې هم خبرې کړې دي د کلاسيکې دورې نه را په ديخوا يې د بيلا بيلو شاعرانو نمونې راخيستې دي،چې د انځور څرکونه پکې ښکاري.په دې مضمون کې يې خورا ښکلي روايات راخيستې دي او د بيلابيلو غربي نقادانو له فکري زاويې يې د پښتنو شاعرانود انځور يا تصوير جوړونې مهم مهارتونه راخيستي دي.

ښاغلی ځلاند بيا وايي:((يو ډول هغه شاعران دي،چې هغوی تقليد کوي. د نورو شاعرانوپه شعري تصويرونود خپل شعر  د ارزښت زياتولو کوښښ کوي.

۲ـ دويم ډول هغه شاعران دي،چې په تصويرجوړونې کې د نورو له تجربو هم استفاده کوي او هڅه کوي د نورو شاعرانو له تخليقي تجربو استفاده وکړي او د خپلو شخصي تجربو سره په امتزاج يوه بيله لاره پيداکړي، د نورو شاعرانو تصويري تصورات د خپلو تصوراتو سره ګډ کړي او يو نوی رنګ تصوير ته ورکړي.

۳ـ او دريم هغه شاعران دي چې هغوی په دې برخه کې نه خود نورو تقليد کوي نه هم په خپل تخليقي عمل کې د نورو شاعرانو له شعري تجربو استفاده کوي،بلکې هغوی ځانګړي او نوي تصويرونه رامنځته کوي.

دا درې ډلې شاعران د پښتو غزل په نوي والي او تخلیقي مخته تګ کې ښه روان شوي دي او د پښتو غزل د مخته تګ لوی عوامل هم دهمدې لارې تګ دی.

ليکوال په پښتو غزل کې د انځورګرۍ له مسايلو تيريږي او د موسيقۍ پر ودې اوهنري ارزښت خبرې کوي.دپښتو پر موسيقي پوره موړ بحث کوي له نويو پرمختګونو،دتاريخ په حواله مودغزل له ودې،دجمود او زوال له دايرې د راوتو، په راتلونکي کې د پرتو خنډونو او ننګونو د ذوقي او مهارت لرونکو هنرمندانو له نومونو او هنري وړتيا مو خبروي.

له هغه وروسته يې د پښتو غزل په نويو پړاوونو رڼا اچولې او د پښتو غزل د پرمختګ علتونه را په ګوته کوي.

ليکوال په شلمه پيړۍ کې د پښتو غزل پرمختګ په دريو ستنو ولاړ راپيژني .

۱ـ لومړی حقيقي مينه۲ـ مجازي مينه۳ـ قامي مينه

ليکوال په دې کتاب کې د پښتو غزل پرمختګ لوی علت داهم ګڼي،چې د روښانيانو ترمنځ د مذهبي شخړو سلسلې پيل شوې او د اخوند درويزه او بايزيد روښان د فکري او نظرياتي جنګ سنګرونه تاوده شول،چې د پښتو ادب نورو صنفونو سربيره غزل هم ښه وده وکړه په دې سره په لومړي ځل د پښتو صاحب ديوان ارزاني خويشکي صوفيانه موضوعات د يوه سماجي تحريک په بڼه دپښتو غزل چم ته را دننه کړل او د خوشال بابا پر نوښتونو،بدلونو فني اصولو، رواياتواوتخليق هم غږيدلی دی.

ريښتياهم،چې کله موږ د خوشال بابا پرشاعرۍ غږيږو؛نو په لومړي سرکې مو د ده د فني اصولو او رواياتو پر ذوقي کيف سترګې او زړه خوږيږي.

خوشال بابا د پښتو غزل هغه انقلابي مشر و،چې پښتو غزل يې د فارسي ژبې سيال وګرځاوه.

او د فلسفي رنګ، پښتني نفسياتو او د پښتونولۍ خوند او رنګ سره يو ځای یې د پښتو ادب په ګل بڼ کې د هنر ماڼۍ ودانه کړه.

له هغه وروسته رحمان بابا،حميد مومند،علي خان بابا،حنان بارکزی.کاظم خان شيدا اونورو را وروسته ترننه یې غزل دهنريت په خوږو موړ روان کړی دی.

رابه شم د کتاب بل مضمون (( د پښتو غزل تنقيدي جاج)) ته،چې ليکوال پرې خورا اوږد تجزياتي او تنقيدي بحث کړی دی.

په دې بحث کې ښاغلي طايرځلاند د غزل د اوسنۍ دورې پر تغزل،جمالياتو.فني اړخونو،رواياتو،عصري بدلونونو،اسلوبونو او نورو هغو مهمو ضرورتونو غږيدلی،چې د غزل په معيارکې يې ارزښتمند رول لوبولی دی.

د حمزه شينواري نه پيل د غزل له اسلوب،پښتني او ولسي چذباتو،دغزل نازکتيا،تخيل ،تصوفي او فلسفي رنګ له پولي خپل فکري قدم پيلوي له نوښتونو،بدلونونو،د غزل روايات او جديت او د دغو دواړو ترمينځ تړون په عصري رجحاناتو د غزل داخلي اوخارجي امتزاجي رنګ،دتخيل تازګي او تجزياتي انداز،د قامولۍ جذبه،د ظلم پر وړاندې قلمي مبارزه،د غزل دسادګۍ فکري اړخ،تخليق،کلاسيکيت،د معاصرادب شعري روايت،خوند،رنګ،اثرات،روماني اومزاحمتي رنګ،غنايت،دزړه درزا،د فکري زاویې نوي کول،دبيدارۍ جرس،دفطري ښايست نظارې،نادره تشبيحات،تاريخي تلمیح ګانې،موزونه ترکيبونه،ژوندي علامتونه،سندريز شور دشعر عمق،دفکر معنوي پراختيا،سوز وګداز،دپښتني تهذيب اقدار،ساینسي فکر،پښتني نفسيات،مزاحيه اړخ،نړيوال فکر، ښځينه احساسات،رمز،کنايه،د هندي سبک بيا را ژوندي کيدل او داسې نور مسايل هغه څه دي،چې د غزل په پرمختګ او وده کې ترې کار اخیستل شوی او د نورو ژبو سره اوس د سيالۍ ډګرته راوتلی شي.

ځلاند د تنقيد په اصولو دومره پوی او ماهر دی،چې د يوه شاعر لفظيات،ترکيبونه انځورونه يا ورته نور شعري توکي ورته د تنقيد له عينکو ښه مالوميږي او ورته ډير جوت ښکاري،چې دا شعري توکي يې د کوم شاعر نه ځانته خپل کړي او ځانته يې د شعري اسلوب ودانۍ اباده کړې ده او زه یې په همدې کتاب کې بيلګه د ښاغلي رحمت شاه سايل درکوم،چې ښاغلي ځلاند پرې تنقيدي او تجزياتي بحث کړی دی،کيدای شی نور شاعران به هم وي چې له دې لارې ځانته خپله لاره پيداکړې او يایې پيداکوي.

په دې کتاب کې يوه ډيره ضروري او اړينه مسله،چې ښاغلي نقاد راخیستې ده هغه دا ده،چې د غزل راتلونکي ته د ډاډ په سترګه ګوري او دا روان شعري بهير د نيک فال په سترګه ګوري او ځوانو غزل خوانو ته ښې مشورې ورکوي او ورته وايي که غواړئ غزل نور هم د پرمختګ او تغزل خواږه له ځانه سره ولري؛نو له هغو لارو او ګودرو کار واخلئ کوم ،چې ما وړاندې د غزل شعري توکي بيان کړل.

د پښتو غزل تنقيدي جاج کې،چې د کومو شاعرانو بيلګې راوړل شوي او يا د دوی پر شعري سرمايې تنقيدشوی دا له يوې خوا د دوی د شعري ذوق وړاندې کول دي او له بلې خوا د کوزې او برې پښتونخوا او همدا ډول د سهيلي پښتونخوا دشاعرانو معرفت دی ،چې د دوی ترمينخ د اړيکو ټينګول لا قايموي.

زما په نظر دا کتاب د پښتو ادب لپاره يوه نوې ډالۍ ده او د نوې فکري زاویې له مخې ليکل شوی دی د نوي فکر پر بنسټ ځکه ليکل شوی چې زموږ په تعليمي ادارو او پوهنتونونو کې زړې خبرې بيانيږي. بايد،چې د وخت د تقاضو، نويو بدلونونو او تخليقاتو پر بنا نوې خبرې وشي او د ژوول شويو بې خوندو موضوعاتو له دايرې خپل فکري حرکت راوباسو.

په دې کتاب کې ډيرې خوبيانې دي،چې بايد را وسپړل شي له ځوانو ليکوالو اونقادانو هيله کوم،چې د دې کتاب خوبيانې او ګټور مالومات راوسپړي پرې ښه ژور تنقيدي اوڅيړنيز بحثونه وکړي،چې په فکري خزانه کې د لوستونکو لپاره د مالوماتو زياتوالی راشي.

غواړم خپل بحث راټول کړم؛خو يوڅو مشورې ښاغلي ليکوال ته ورکول غواړم هيله ده،چې راسره وبه يې مني.

۱ـ کوشښ بايد وشي،چې په کتاب کې د نورو ځوانو ښځينه او نارينه وو شاعرانو شعري بيلګې هم را واخيستل شي.

۲ـ د کتاب د بياځلې چاپ لپاره نور مهم توکي،چې غزل يې د پرمختګ تر پولې رسولی ځای کړي.

۳ـ هغه شعري بيلګې،چې د بل شاعرشتمني ده په سهوه سره راوړل شوي دي بايد ،چې سمونه يې وکړي.

اميد لرم،چې دا کتاب به د ځوانو زده کړيالانو په درد وخوړل شي او د ادب د بڼ ګلانو لپاره به د فکري سرمایې نوې اضافه وکړي.

له ټولو تعليمي ادارو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت له مسولينو هيله او غوښتنه کوم،چې دا کتاب د پوهنتونونو په درسي نصاب کې شامل کړي ترڅو د ادبياتو پوهنځي زده کړيالان ترې ګټه واخلي.

د ودان افغانستان په هيله

—————————————————————————————————

اخځليکونه:

۱ـ ډاکترخليل حنيف،تنقيدي ادب،مرادعلي کتوزئ چيف ايډيټر يونيورسيټي پبلشرز پېښور2011  اپريل.

۲ـ ښکلی اجمل،تصوف او ادب،چاپ چارې،د ميدان وردګ ولايت مقام،خپرنيز لړ۱۸،چاپ چارې صميم ادبي ټولنه کابل.

۳ـ ځلاند،طاير.پښتو غزل تنقيدي جاج،لومړی چاپ،دانش مطبعه پېښور۱۳۹۰ ل ل.

فريد احمد تسکين

وږی۱۳۹۲/۶/۱ نېټه

پکتيا ـ ګرديز نوی ښار

1 COMMENT

  1. dera kha jayeza da kitab taskeen sb wrande kare daa albata za yaw guzarish kom che da pukhto ghazal darja bandi aw mayarona la tar usa na de qayim shwe likunko aw serronko ta khwast kom che pa de and likona oki aw pukhto ghazal ta dawam obakhi

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب