پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د ګالیور سفرونو لیکوال په دې ورځ مړ شو

د ګالیور سفرونو لیکوال په دې ورځ مړ شو

سرچینه: بریتانیکا

تاند- له نن څخه ۲۷۷ کاله پخوا د ۱۷۴۵ م کال د اکتوبر په ۱۹ انګلیسي – آیرلنډی لیکوال او شاعر جاناتن سویفټ (Jonathan Swift) د ۷۷ کلونو په عمر د آیرلنډ په ډبلین کې په حق ورسید.

سویفټ، چې د ګالیور سفرونه (Gulliver’s Travels) ناول په خاطر ډیر مشهور دی، د ۱۶۶۷ د نوومبر په ۳۰ مه زېږېدلی.

د سویفټ پلار مشر جاناتن سویفټ له انګلیستان څخه په ۱۶۶۰ کال آیرلنډ ته لاړ او په ډبلین کې میشت شو. ده په ۱۶۶۴ کې له (Abigail Erick) سره واده وکړ چې د یوه انګلیسي ملا لور وه. د ۱۶۶۷ په پسرلي کې مشر سویفټ ناببره ومړ. جاناتن سویفټ د هغه یوه خور او یو نازېږېدلی ماشوم ترې مېرمنې ته پاتې شول. جاناتن سویفټ بې پلاره د خپلو ترونو په رحم و کرم لوی شو. خو بې تعلیمه پاتې نه شو. د ۱۶۸۶ په فبرورۍ کې یې په هنر کې بکلوریا واخیسته. د ۱۶۸۹ په فبرورۍ کې یې په هنر کې ماستري وکړه خو له ۱۶۸۸ څخه تر ۱۶۸۹ پورې په ډبلین کې د رومن کاتولیکانو بلوا په ډبلن کې چې په انګلیستان کې د پروتیستانانو (له۱۶۸۸ تر ۱۶۸۹ پورې) ګلوریوس انقلاب وروسته پیل شوه د دې سبب شوه چې سویفټ د امنیت لپاره انګلیستان ته لاړ شي. هلته یې د مور پارک په سیمه کې د خپلې مور د یوه لېرې خپل سر ویلیم ټیمپل (Sir William Temple) په کور کې واړول. ټاکل شوې چې سویفټ د ټیمپل تر مرګ هلته پاتې شي خو دی پهدې موده کې دوه ځلې آیرلنډ ته لاړ او په دوهم ځل یې په انګلیکن کلیسا کې کار وموند او د ۱۶۹۵ په جنورۍ کې پادري وټاکل شو.

ټیمپل، چې په مور پارک سیمه کې اوسېده، په دې موده کې خپلې خاطرې لیکلې او ځینې لیکنې یې چاپ ته چمتو کولې. سویفټ د سکرتر په توګه ورسره کار کاوه.

سویفټ له مور پاک کې د ټیمپل په کتابتون کې مطالعه کوله او همالته فکري بلوغ ته ورسید.

د ۱۶۹۱ او ۱۶۹۴ ترمنځ سویفټ یو شمېر شعرونه وویل خو تر هغو یې شهرت نه و په برخه شوی چې له شعر یې نثر په تېره طنز ته نه وه مخه کړې. په مور پارک کې یې (Tale of a Tub) ولیکه چې د ده یو مهم اثر ګڼل کېږي. دی د انګلیسي ژبې یو ډیر تکړه نثر لیکونکی ګڼل کېږي.

د جاناتن سویفټ د ګالیور سفرونه، لومړی پلا په ۱۷۲۶ کې چاپ شو او له هغه وروسته په ځلونو بیا چاپ شوی. په دې اثر کې د یوه سړي پېښې انځور شوي چې تل د دنیا د کشف په لټه کې دی. سویفټ هڅه کړې چې په دې اثر کې د انسان وحشي توب له پوښتنې سره مخامخ کړي. ده په دې کتاب کې د طنز له ژبې کار اخیستی دی.

له دې اثره په ځلونو فلمونه او دغه راز انیمېشن جوړ شوی دی. څو ځلې دا کتاب نورو په یو څه توپیر چاپ کړی.

ټېل اف ا ټب (A Tale of a Tub) یې په ۱۷۰۴ کې چاپ شوی. دي ماډیست پروپوزل (A Modest Proposal) یې بل مهم اثر دی چې په ۱۷۲۹ کې خپور شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب