الف زر آ
راځئ، ستانه شو شاته
خوب د کتاب او ښوونځی ووینو
لوړه تاخچه کې د دالان
د تیلو ډکه ډیوه
خوب د وریښمو د دسمال
په سیپاره کې زرغونه بڼکه
د زربلق نښان
الف زرآ الف زر اِ
خیال د فردوس
د کوثر غاړه، غاړه
خماره شپه پیاله په لاس کې
د سپوږمۍ ووینو
پر توره دړه د روڼا وو طراط
آهنګ پر ژبه د قلم او کړه کۍ * ووینو
راځئ ستانه شو شاته
هغه وږمې پیدا کړو
چې وزرونه یې په غرونو کې
مات شوي نه وي
هغه چمن چې ماښام ستوري چیښي
او سهار سپينې وړانګې
هغه چمن چې د ګلابو او شبۍ
پر رنګین واټ ولاړ وي
د نرګس سترګو کې خیالونه د جنت ښکلوي
د طلايي وږو کليزه نیسي
د ارغوان کالي د سبا باد ته سکڼي
بربنډې پښې د شنلیو یې، ځان ته پڼې
د سرو اغزیو ګنډې
هغه موسم چې د پیروتو قدمونه
پر دیوال کري
راځئ، وشاته ولاړ شو
انا ده لوړه برنډه کې ناسته
شپول د لمسیانو یې د پروین ډکه ټوکرۍ
اسمان په لپو، لپو ستوري پاشي
څو ټوټې وریځې لکه سیند کې هیلۍ
هغه، څه ښکلی روایت کوي
چې وايي،
زما د وطن لوڼې
سهار وختي جارو په لاس ویښېږي
اسمان ته ګوري
د سپېدو د مخ غبار پاکوي
زما د وطن لوڼې
چې کله هر سهار، د شیدو ډکي پیالې
پر دسترخوان ایږدي
د پلو څوکو کې یې غنم راشنه شي
د ګریوان ورونو ته یې د لطافت له دوو چېنو
د نګهت ورا، راشي
په زړه ویشتلي سپین ککۍ کوتره
وړي د حیات ترچېنو
بربنډې پښې پر اغزو ږدي سړې سايې ټولوي
لمن د وړانګو ډکوي
تورې تیارې په شړي
د تور خاټول کمیس په تن
د سپین ګلاب شالونه، ځان ته اوبدي
د مکتب لار لنډوي
خوب تر همدې ځایه وو
د حقیقت تر کوڅو تېرو شیبو
او افسانو ته ولاړې
د وطن هغه لوڼې
د لرغونو افسانو
د ډبرینو دیوالونو انځورونو کې
د پیړۍ پل لنډوي
د وطن هغه لوڼې اوس
اوس افسانو کې اوسي
په تللو، تللو زمانو اوسي
۲۰۲۵ / ۶ / ۲۱
*کړه کۍ په کندهار کې د باڼس یا نل لرګي ته وايي کندهارۍ مېرمنو یوه محاوره درلوده ما په کوچنیوالي کې ډیره اوریدلي وه چې مطلوب نومونه به یې اخیستل د بیلګي په ډول ویل به یې: احمد او محمود دې دواړه سره سر وکړه کۍ شي.
د ونو ساه
سهار د دوبي ډک دی
په پلوشو کې یې
د شنو او ګڼو ونو ساه غځیږې
لمر د ټول ښار پر دیوالونو باندې
سترګې ګنډې
د شپې راغلي مسافر
بیا د سفر په تکل
د کلي لویه او اوږده لار
خپلو لېمو کې نیسي
روڼا لاسونه تر کړکېو تیروي
د خونو زړونه څیړي
زما د بستر څخه
د ماتو ستړو، څو خوبونو
ذرې، ذرې ټولوي
شپه تیره شوې ورځ یې پلونه شماري
د ساه څپو مې لا اوس هم
زما، اوږو باندې لاسونه ایښي
راولاړیږم ځمه
د خپل بڼو د څڅېدولو اوښکو، څاڅکي
او زګیروي ټولوم
تیاره دردونه له خپل ځان څنډمه
کالي د ګل او د شبنم اغوندم
ته خو مې وینې، چې زه بیا پاڅېدم
یو وارې بیا ژوندۍ شوم
په نیلي سیند کې د اسمان
په سپېدو لپې ډکوم په سهار غسل کوم
شراب د ښکلو لاهوتي مرغېو
له وزرونو چیښم
اسمان په غیږ کې نیسم
ما ورکولای نه شئ
زه د تیارو شاته روڼا یمه
چې هره ورځ له خپله ځانه
پهخپل ځان کې پاڅم
چې هره ورځ پهخپل قلم
ځان ته تقدیر لیکمه
ښکلې تعبیر لیکمه
۲۰۲۵ / ۶ / ۱۶
غزل
ورځ مې غیږ کې وه د شپو پر پلونو راغلم
د سپوږمۍ او پلوشو پر پلونو راغلم
زمزمه یې د ښکالو وه، ږغیدله
چې د تیرو زمانو پر پلونو راغلم
یو ګڼ سیوری و خو ورک شو لویه لار کې
وغرمو ته د غرمو پر پلونو راغلم
د سبا لمن مې ډکه د نګهت کړه
د ګلونو او وږمو پر پلونو راغلم
یو مې درد و یو مې سوز څه تنهائې وه
سوزیدمه د لمبو پرپلونو راغلم
پاڼې، پاڼې رژیدمه، سیند نیولم
د اوبو، اوبو څپو پر پلونو راغلم
۲۰۲۵ / ۶ / ۱۳
سلامونه ،
آغلې درنې خورې ،لکه هر وخت ټول شعرونه دې ښکلي دي او په وزن پوره.
.دا د کړ کي لفظ زمونږ د لغمان یا ختیځې لهجه کې هم شته د :(کءړکی) په شکل ،حتی نَی ته هم کړ کی وايي : د کړکي قلم=قلمِ ې نی!”دري”
-په اجازه مو د دوه کلمو د مانا پوښتنه لرم:
.طراط؟
. او بل د ‘نګهت ‘ کلمه تاسو ډیره کاروۍ؛زه ېې په تمامه مانا نه پوهیږم؟؟
که وخت لرئ ،زحمت مووبخشئ.
برسلز/جون ۲۱=ذلحجه ۲۶=غبرږولی یا جوزا ۳۱
اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ
یاالله موږ ته مستقیمه لاره وښیۀ.!
ډیر دروند ډاکتر زړه ور صاحب زما ځوابیه سلامونه ومنئ ډیره بخښنه غواړم چې په ځنډ ځواب درکوم .
۱- صراط په عربې کې لار ته وائې دلته په یوه مسرۍ کې د سیپاري یادونه ده نو دهغې په ارتباط مې د طراط کلمه کارولي ده .
په ملي هنداره کې یوه مشهوره لنډۍ ده وائې ؛
پل طراط به ورته نیسم
پر مرور جانان به غیږ وګرزومه
په دیني روایتونو کې د پل طراط په نوم د یوه پل ذکر راغلي چې جنتیان او دوږخیان به د اخرت په ورځ باندې تیریږي دا پل د ستنې ترسپم نری او دتورې په څیر تیره دي .
والله علم
۲ ـ نګهت ته ستا سو د مشرقي په لهجه کې فکرکوم وږم وايې دعطرو ، ګلو، مڼو اوداسی نورو ښایسته اوروح خوښونکي بوی زما ځیني کلمې لکه نګهت ، ستوري ، سپوږمۍ اوداسي نورې … ډیري خوښیږي ځکه ئې ډیرې کاروم ښائې کوم اروائې تړون به ورسره لرم .
او ستاسو د ګړکي او زموږ د کړه کۍ په هکله باید ووایم چې مادغه محاوره په همدغه بڼه زموږ د کور او کاله ترټولو مشرې میرمنې څخه په وار، وار اوریدلي چې ویل به ئې ( پلانی او پلانی دې سره سرو کړه کۍ شي ) یانی ترمینځ دې بي اتفاقي راشي چې پخپلو کې سره په جنګ شي دیوه سر وی او دبل په لاس کې د کړه کۍ لرګی .
په ډیر درنښت
بیاهم سلامونه درندې خورې آغلې پروین ملال صاحبې
ډیره مڼنه، ما هم د نګهت همدا مانا فکر کاوه؛او کءړکی هم نی دی.
پاتې شوه د صراط او طراط خبره
ما فکر وکړ چې تراټ به وي ؟ یعنې په تراټ یا سرعت تیریدل لکه د اسپ؛ موټر یا …
او ستا بیت کې هم د رڼاوو طراط:په صراط المستقیم لکه رڼا په تراټ تیریدنه!؛که څنګه؟
پر توره دړه د روڼا وو طراط
آهنګ پر ژبه د قلم او کړه کۍ * ووینو
په درنښت ، خوشحاله او آباده اوسئ
وعليکم السلام ډېره مننه چې زما تيروتنه موراته روښانه کړه زه هروخت دشپې لخوا کارکوم دا چې په کومه تياره اوتراټ کې صراط راڅخه طراط شوي نه يم پوهه شوي اوستاسو دلومړی کمینټ وروسته مې هم خپل شعرتر نظر نه دی تيرکړي چې ځان سم باندې پوه کړم ماستاسودپوښتنې څخه دا اخذ کړه چې تاسو زما دشعر په مسرې کې دصراط دکارونې په موخه نه ياست پوه شوي ځکه مو پوښتلي يم . نېکمرغه يم چې د تاند په رنګينه پاڼه مې لولي اوزماشعرونه ددې وړګڼي چې خپل نظر باندې څرګند کړي
کورموودان ژوندی اوسئ