تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرېان لومړۍ) پر ایران د اسراییل د یرغل له پیله تراوسه پورې د جګړې په نتیجه کې د ایران د وضعیت په اړه ډېر راپورونه خپاره شول. په دغو راپورونو کې د تهران ښار په واټونو کې د خلکو او موټرو د بیروبار کمېدا، د خلکو پریشاني او ستونزې څرګندېږي خو د اسراییل د خلکو د وضعیت په اړه ډیر څه نه ویل کېږي. په دې راپور کې د اسراییل د خلکو وضعیت ته ځغلنده کتنه شوې ده:
په بتیام کې هغه ودانۍ چې د ایران د دوشنبې د ورځې د برید په ترڅ کې لس تنه ووژل شول، د ښاروالۍ په امر نړول شوې ده. شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ چې نژدې زر تنه کیږي، په دغو ودانیو کې اوسېدل.
د وایزمن علمي مرکز چې په رحووت ښار کې موقعیت لري او د ایران توغندی پرې لګېدلی دی، اټکل کوي چې د دغه مرکز بیارغونه لږ تر لږه ۲ میلیارده شکل (نژدې ۵۷۲ میلیون ډالر) لګښت ته اړتیا لري.
اروپایي ایزيجت هوایي شرکت اسراییل ته خپلې الوتنې د مني تر نیمایي پورې لغوه کړې. دې شرکت پخوا هم د غزې جګړې له امله د اوږدې مودې په مخه اسرائیل ته الوتنې بندې کړې وې.
یوې کښتۍ د قبرس له لارناکا څخه د جمعې په سهار ۲ زره تنه اسرائیليان هېواد ته راستانه کړل.
د امنیتي شورا له خبرداریو سره سره، د اسراییل ۱۳ تلویزیوني چاینل راپور ورکړی چې زرګونه اسرائیليان چې د سینا (مصر) او عقبه (اردن) له لارې بهر ته تللي وو، بېرته هېواد ته راګرځي.
له دوشنبې څخه یوازې هغه اسرائیلیان له هېواده وتلی شي، چې د یوې دولتي کمیټې له خوا یې د سفر دلیل ومنل شي. دا پالیسي د کوویډ-۱۹ د دورې له مقرراتو سره ورته دي.
په داسې حال کې چې د پسرلي وروستۍ ورځې دي او د هوا تودوخه په ځینو سیمو کې د سانتي ګراد تر ۴۲ درجو رسېدلې، یو شمېر خلکو د تلابیب مدیترانې ساحل ته تګ بیا پيل کړی، خو شمېر یې تر معمول کم دی. د جمعې په ماښام د ایران د بریدونو له کبله د خطر زنګونه ووهل شول، او ورسره سم خلک له ساحلونو څخه په منډه نژدې پناهځایونو ته وتښتېدل.
په مرکزي اسرائیل کې سلګونه تنه د جګړې د اتمې ورځې (جمعه) تر سهاره تر ځمکې لاندې د میټرو په تمځایونو کې ویده شول، ځکه چې پناهځایونه د دوی کورونو ته نژدې نشته او نه غواړي چې هر ځل د برید زنګ پر مهال هاخوا دې خوا منډې ووهي.
د اسرائیلي رسنیو لویه برخه لا هم خپلې خپرونې د جګړې پوښښ ته ځانګړې کړې، او لسګونه متقاعد افسران او استخباراتي چارواکي د بحثونو مېلمانه دي. په ډېرو دغو بحثونو کې یو ایرانيټبریهم ګډون لري، چې د ایران د خلکو لیدلوری بیانوي.
یو اسرائیلی نارینه یائیر یعکوب، چې دوه کاله وړاندې د حماس لهخوا تښتول شوی و، او جسد یې تازه په غزه کې وموندل شو، د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شو. د ۵۳ اسرائیلي برمته شویو کورنۍ وايي، چې له ایران سره روانه جګړه د دوی د عزیزانو د خلاصون هڅې هېرې کړې دي.
د اسرائیل د ونډو بازار لا هم د جګړې د اتمې ورځې په دوام د ودې په حال کې دی، او د شکل ارزښت د ډالر او نورو اسعارو په وړاندې د په پام وړ لوړ شوی. د کالکالیست ویبپاڼې ر اساس، پانګهوال باور لري چې د اسرائیل برلاسی به په اوږده موده کې د اقتصاد لپاره ګټه لري. د یو ډالر ارزښت ۳.۴۸ شکل ته راټیټ شوب چې دا د ۲۰۲۳ د جنورۍ له ۳۱مې راهیسې د شکل تر ټولو لوړ ارزښت دی.