سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد اسراییل- ایران جګړه، نهمه ورځ، شېبه په شېبه

د اسراییل- ایران جګړه، نهمه ورځ، شېبه په شېبه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۱)

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې د اسرائیل یرغل غندلی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو د شنبې په ورځ په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه کې یې خپور کړی، پر ایران د اسرائیل بریدونه سخت وغندل.

نوموړې همداراز د هغو لسګونو ملکي کسانو پر وژنه اعتراض کړی چې د روانو بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

مای ساتو لیکلي:
«زه د ملګرو ملتونو له نورو متخصصانو سره یوځای د ایران پر اسلامي جمهوریت د اسرائیل یرغل د نړیوالو قوانینو سرغړونه بولم. د اتومي تأسیساتو او ملکیانو پر ضد پوځي عملیاتو له امله تر دې دمه تر ۲۲۴ زیات کسان وژل شوي چې ۹۰ سلنه یې ملکي وګړي دي.»

د امریکا بي ۵۲ الوتکې ګوام ته روانې شوي دي

فاکس نیوز ټلوېزیوني چاینل د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا شپږ B-2 بمب‌ارد الوتکې، چې رادار یې نه شي کشف کولی، د ګوام هوايي اډې په لور خوځېدلې دي.

ګوام په ارام سمندر کې یو ټاپو دی چې د امریکا په متحدو ایالتونو پورې تړاو لري.

د غبرګولي له ۲۳ (جون ۱۳مه) څخه، له کله چې د اسرائیل له خوا پر ایران، په ځانګړي ډول د اسلامي جمهوریت پر اتومي مرکزونو بریدونه پیل شوي، د امریکا د دې سترو بمبارد الوتکو نوم د رسنیو سرټکی دی.

B-2 یوازینۍ جنګي الوتکه ده چې د امریکا د ډبرو ویجاړوونکو یا سنګر ماتوونکو بمونو (Bunker Buster – MOP) د انتقال او غورځولو وړتیا لري. دې ډول بمونو ته اسرائیل د فردو د اټومي مرکز د ویجاړولو لپاره اړتیا لري.

د فردو یورانیمو د غني کولو مرکز تر مځکې لږ تر لږه ۶۰ متره لاندې موقعیت لري، او یوازې همدغه امریکایي بمونه چې شاوخوا ۱۴ ټنه وزن لري، کولای شي له نظري پلوه دې ژورو ته ننوځي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې هېواد به یې «تر ډېره حده دوې اوونۍ وروسته» د اسرائیل د ملاتړ په اړه په جګړه کې د شاملېدو پرېکړه وکړي. ایران بیا خبرداری ورکړی چې په جګړه کې د امرثیکا مستقیمه ښکېلتیا به نه جبرانېدونکي عواقب ولري. که څه هم امریکا عملاً پر اسراییل د ایران د توغندويي بریدونو په مخنیوي کې مرسته کوي او دغه راز د دغه رژیم مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.

بی ۵۲ الوتکې په ۲۰۰۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په پرزولو کې وکارول شوې او دغه راز دې الوتکې د ننګرهار په توره بوړه کې د بمونو مور وغورځوله.

نیویارک ټایمز: خامنه‌يي د خپل ځای ناستي لپاره درې کسیزه نوملړ جوړ کړی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې په ورځ د څو ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران ستر مشر علي خامنه‌يي یو درې کسیز نوملړ برابر کړی دی، چې که هغه ووژل شي، د خبره گانو جرګه وکولای شي ژر تر ژره د همدغه نوملړ له منځه نوی مشر وټاکي.

په راپور کې ویل شوي چې د خامنه‌يي زوی، مجتبی خامنه‌يي، د دغو درې کسانو په منځ کې نه شته.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې علي خامنه‌يي د هر لوړپوړو پوځي چارواکي لپاره څو ځای ناستي ټاکلي دي.

راپور زیاتوي چې خامنه‌يي دا پرېکړې د اسرائیل له برید وروسته د اسلامي جمهوري نظام د بقا لپاره کړې دي.

اردوغان د جګړې د بس کېدو لپاره پر اسراییل د فشار غوښتنه وکړه

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د شنبې په ورځ وویل چې پر ایران د اسرائیل بریدونه  د دې لپاره ترسره شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د نویو اتومي خبرو د پیل مخه ونیسي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې دا بریدونه ښيي اسرائیل د ستونزو د حل لپاره دیپلوماسۍ ته لیوالتیا نه لري.

اردوغان

ښاغلي اردوغان چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په استانبول کې وینا کوله، له هغو هېوادونو وغوښتل چې پر اسرائیل اغېز لري، د اسرائیل «تبلیغاتو» ته غوږ و نه نیسي، او مخکې تر دې چې د ایران او اسراییل روانه لانجه په یوه ستره شخړه بدل شي، هڅه وکړي چې د خبرو له لارې یوه حللار ومومي.

هغه همداراز له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د اسرائیل پر ضد د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د سزا ورکولو هڅې لا زیاتې کړي.

د اسراییل پوځ د اصفهان د اتومي سایټ له بمباري کولو وروسته د هغه تصویرونه خپاره کړل.

د اسراییل پوځ پر خپله ایکسپاڼه کې دا تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي دا ځای یې نن (شنبې) سهار بمباري کړی دی.

اسراییل وايي چې د ایران ۵ سلنه توغندي لګېدلي

د اسراییل پوځ ادعا کوي چې د شنبې په سهار یې یوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) ویشتلې او ویجاړه کړې ده.

د اسراییلي پوځ یو پخواني جګپوړي افسر د کان راډیو ته ویلي، ایران ډرونونه د دې لپاره لېږي چې د اسرائیل د هوایي دفاع سیستمونه بوخت وساتي او له دې لارې د توغندیو ویشتلو ته لاره هواره کړي.

د اسراییل  د حکومت منشي، یوسي فوکس، د جمعې په شپه ناوخته وویل چې ایران په دې اته ورځنۍ جګړه کې پر اسراییل ۵۳۰ توغندي توغولي، چې یوازې ۲۵ یې د دفاعي سیستم نه دي راګرځولي او هدف ته رسېدلي دي. دا شمېر د ټولو توغندیو تر پنځه سلنې کم دی.

د اسرائیل پوځ وايي پر ایران د برید لپاره یې له کلونو راهیسي تیاري نیولې وه

د اسرائیلي پوځ لوی درستیز، ایال زمیر، وایي په وروستیو میاشتو کې په خورا محرمانه ډول یې تیاري نیوله.

ښاغلي زمیر پرته له دې چې جزئیات وړاندې کړي، ویلي چې دا عملیات «د عملیاتې او ستراتیژیکو شرایطو د یو ځای والي له کبله» ممکن شول، او که په هغه کې ځنډ پېښ شوی وای اسرائیل به له مناسبو شرایطو بې‌برخې شوی او په خراب وضعیت کې راغلی وای.

هغه زیاته کړه: «د یو پیاوړي او له تمې وتلي لومړني برید له لارې، موږ فوق‌العاده پایلو ته ورسېدو.»

د ایران د روغتیا وزیر: تر دې دمه د ایران پر ۳ روغتونونو او ۶ امبولانسونو بریدونه شوي

د ایران د روغتیا وزیر محمدرضا ظفرقندي ویلي، اسراییل تر دې دمه د ایران پر «۳ روغتونونو او ۶ امبولانسونو» بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې بریدونه کې د روغتیايي او درملنیزو چارو ۱۴ کارکوونکي ټپیان شوي او د د روغتیايي ټيم ۲ غړي چې یوه د ښځو متخصصه، بل د ماشومانو متخصص او زوی یې و» په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د اصفهان پر اتومي سایټ بیا برید شوی

د اصفهان ولایت مرستیال تایید کړه چې اسرائیل نن سهار وختي د اصفهان پر اتومي سایټ برید کړی دی.

دې دولتي چارواکي د برید له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې: «په سیمه کې هېڅ ډول خطرناک مواد نه دي خپاره شوي».

بوشهر

د اصفهان په دغه سایټ کې یورانیم پروسیس کېږي، او دا د ایران تر ټولو لوی اتومي څېړنیز کمپلکس ګڼل کېږي، او تر دې مخکې هم څو ځله اسرائیل پرې بریدونه کړي دي.

اسرائیل د «سعید ایزدي د قم ښار په زړه کې» د وژل کېدو خبر ورکړ

د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائل کاتس اعلان کړی چې نن سهار وختي یې په قم ښار کې هغه ودانۍ وویشته چې د قدس ځواک د فلسطین څانګې قوماندان او د ابوجهاد نومي بهرنيو عملیاتو د څانګې مشر سعید ایزدی پکې اوسیده.

کاتس، سعید ایزدی یو داسې قوماندان بللی چې د ده په وینا حماس ته یې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د برید لپاره روزنه او وسلې برابرې کړې وې. هغه زیاته کړې چې ایزدی «د قم ښار په زړه کې په یوه اپارتمان» کې وژل شوی دی.

سپاه پاسداران تر دې دمه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د دې برید په ترڅ کې دوهم وژل شوی کس یو ۱۶ کلن ځوان دی چې احسان قاسمي نومېږي.

اسرائیل هم تر دې دمه د دوهم وژل شوي کس په اړه څه نه دي ویلي.

ایران وایي، یرغل او خبرې یو ځای نه کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تر هغې به د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې ونه کړي څو چې ګواښ لاندې وي.

که څه هم عراقچي پرون جمعه په جنیوا کې له اروپايي مشرانو سره ناسته درلوده، خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ شک څرګند کړی و، چې که اروپا به اوربند ته لاره هواره کړای شي.

ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي، چې ښايي له اسراییل د هوايي بریدونو د بندولو غوښتنه ونه کړي، ځکه په وینا که څوک ګټونکی وي، دا سخته ده.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي هم ټینګار کړی، تر څو یې چې د ایران اټومي پروګرام له منځه نه وي وړی، تر هغې به جګړه ونه دروي.

اسراییل د ایران اټومي پروګرام د پراختیا مخنیوي او یا له منځه وړلو په موخه د جون په ۱۳ مه بریدونه پیل کړل، چې ګومان کېده امریکا به هم ورسره ګډه شي، خو وايي دا پرېکړه یې دوې اوونۍ وخت نیسي.

په داسې حال کې چې د دواړو لوریو جګړه دویمې اوونۍ ته داخله شوې ده، تر اوسه د جګړې درېدو، اوربند او یا خبرو لپاره هېڅ راز ښکاره څرک نه لیدل کېږي.

زرګونه امریکایانو له اسراییلو د وتلو فورمې ډکې کړې دي

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسرایيلو څخه د امریکايانو د احتمالي ایستلو لپاره تر دې دمه له ۶ زره ۴۰۰ ډېر امریکایان یې برېښنايي فورمې ډکې کړې دي.

د ‎الجزيرې د راپور له مخې، دغو امریکایي اتباعو د ایستلو پر ممکنه سفرونو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ځانونه ثبت کړي او دا شمېر په زیاتېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د اسرائيل د نا ارامه وضعیت له امله د امریکايي اتباعو د خوندیتوب لپاره د بیړني پلان چمتووالی نیولی؛ خو تر اوسه د ایستلو دقیق مهالویش نه‌ دی خپور شوی.

عراقچي نن شنبه د ترکیې استانبول ته تللی

‏د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ته رسېدلی.

عراقچي ویلي، یاده ناسته کې به پر ایران د اسراییلو برید د بحث اصلي موضوع وي.

عراقچي داسې مهال د اسلامي همکاریو سازمان کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونونه نهمې ورځې ته وغځېدل.

د راپورونو له مخې دغو بریدونو کې تر دې مهاله دواړو لوریو ته درانه زیانونه اوښتي او دواړو لوریو د یو بل خاوره کې مهمې او ستراتیژیکې سیمې په نښه کړې دي.

ایران وايي، پر اسراییل یې توغندويي بریدونه کړي

د ایران تسنیم خبري اژانس وايي، د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ماښام د توغندويي بریدونو په ۱۷ لړۍ کې اشغالي سیمې وویشتې.

د دې برید په نتیجه کې په حیفا او د اشغالي سیمو په پراخو برخو کې د خطر زنګونه وکړنګېدل.

د ایران د “وعده صادق ۳” عملیاتو په نوم پر اسراییل د ایران توغندويي بریدونه له اتو ورځو راهیسې پیل شوي دي، چې په دې بریدونو کې په تل‌ابیب، حیفا او نورو مهمو سیمو کې زیانونه اوښتي دي.

تسنیم وايي: «دغه عملیات د صهیونيستي رژیم د هوايي یرغل په غبرګون کې ترسره شوي، چې زموږ په هېواد باندې کېږي او د قوماندانانو، اتومي ساینسپوهانو او بېګناه خلکو د شهادت سبب شوي دي.»

عراقچي: ایران چمتو دی «که یرغل ودریږي، دیپلوماسي ته پام وکړي»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د سوېس په جینیوا کې د درې اروپايي هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره تر لیدنې وروسته په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ایران چمتو دی «که یرغل ودرول شي او یرغلګر ته ځواب ورکړل شي، نو دیپلوماسي ته پام وکړي.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر

هغه په خپل بیان کې دا هم واضحه کړه: «ما په څرګنده او روښانه توګه وویل چې د ایران وړتیاوې، په ځانګړي ډول د توغندیو ځواک، د مذاکرې وړ نه دي.»

عراقچي دا هم ویلي چې چمتو دی د نژدې راتلونکې وخت کې په یوه بله غونډه کې له اروپايي لوریو سره بیاکتنه ولري او د هغوی له ملاتړ څخه یې مننه کړې ده.

د تهران او مشهد په ښارونو کې د چاودنو او هوايي دفاع غږونه اورېدل شوي

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د تهران په لوېدیځ، کرج او د دغه هیواد په ختیځ مشهد ښارونو کې د چاودنو او هوايي دفاع غږونه اورېدل شوي دي.

تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې د اصفهان، تبریز او شیراز په ښارونو کې هوايي دفاع فعاله شوې ده.

ټرمپ وایي چې ایران ته ورکړل شوی مهلت، نهایتاً دوې اوونۍ دی

د امریکا ولسمشر وایي هغه مهلت چې د ایران پر ضد په جګړه کې د ګډون په اړه د پرېکړې لپاره ټاکل شوی، «ډېر تر ډېره» دوې اونۍ ده، او ښايي دی تر دې وړاندې پرېکړه وکړي.

ډونالډ ټرمپ په نیوجرسي ایالت کې خبریالانو ته وویل: «زه هغوی ته یوه موده [مهلت] ورکوم. ګورو چې دا به څومره وي… زما په اند دوې اونۍ به اعظمي وخت وي.»

اسرائیل د ایران په لوېدیځ کې د هوایي بریدونو خبر ورکړ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شنبې په لومړیو شیبو کې (یو ساعت وړاندې) یوه اسرائيلي پوځي چارواکي اعلان وکړ چې د دوی پوځ څو ساعته مخکې د ایران په لوېدیځ کې هوایي بریدونه کړي دي.

د دغه پوځي چارواکي په وینا، په دغو بریدونو کې د بالستیک توغندیو د توغولو ځایونه په نښه شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران مهر خبري آژانس راپور ورکړی و چې د اسراییل هوايي ځواک د جمعې په ورځ شاخوا ۳ بجې د اهواز د سپیدار سیمې، ماهشهر، او د اندیمشک ولسوالۍ د دوکوهې سیمه بمباري کړي دي.

د حیفا په دوو ستراتيژيکو برخو د ایران د توغندو برید

د اسرائيل په شمال کې د حیفا ښاروال يونا یاهاو د جمعې په ماښام تأييد کړه چې:
«په دې بندري ښار باندې د ايران په توغندويي برید کې دوې مهمې ستراتيژيکې نقطې په نښه شوې دي.»

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير ګيدعون سعار هم د يو جومات تصویر خپور کړی، چې وايي د جمعې په ماښام د ايران په توغندويي بريد کې زيانمن شوی دی، او زياته کړې يې ده چې يو شمېر مسلمان روحانيون هم ژوبل شوي دي.

په جیفا کې يهودان او عرب مسلمانان يو ځای اوسی.

د اسراییلي الوتکو ۱۶ سکواډرانه د ایران په فضا کې پرواز کوي

د اسراییل ۱۲م تلویزیوني چاینل د ایران پر ضد د جګړې د اتمې ورځې په ماښام راپور ورکړ چې د اسراییل د هوایي ځواکونو ۱۶ سکواډرنونه (squadrons) د ایران په فضا کې عملیات کوي.

په هر سکواډرن کې عموماً له ۱۲ څخه تر ۲۴ جنګي الوتکې وي. د اسراییل په سکواډرنونو کې  F-35 او F-35i جنګي الوتکې شاملې دي، او ډیری نور سکواډرانونه F-16 جنګي الوتکې لري.

د دې راپور له مخې، سلګونه کادر او ذخیره پېلوټان د اسراییلي پوځ له خوا د ایران په فضا کې په «خلاص لاس» په حملو کې برخه لري.

د اسراییلي هوایي ځواک پخوانیو قوماندانانو لکه ایتان بن‌الیاهو ویلي، اسراییل تر تمې ډېر ژر د ایران د فضا واک ترلاسه کړ، او دا کار لا د عملیاتو په لومړۍ ورځ تر سره شو، چې د پوځ له ارزونو مخکې یو ستر پرمختګ و.

اسراییل ادعا کوي چې د ایران هوايي مدافع سیستم یې تر ډېره په لومړۍ ورځ کمزوری کړی دی خو حقیقت دا دی چې د ایف ۳۵ الوتکو مخه هغه رادارونه او هوايي دفاعي سیستمونه نه شي راګرځولی چې ایران یې لري.

د اسراییل- ایران جګړه، اتمه ورځ، شېبه په شېبه

2 COMMENTS

  1. تاسي د صیهونیستانو لپاره ډیر تبلیغ کوۍ د ایران په پرتله! د ایران دولت زموږ د اشرارو غوندي نه ده سي هیواد خو څه کوې خپلې اورتې او لورانې هم سوغات کړې. افرین د ایران په اخوندانو. لعنت په هغه افغان اشرارو سي یوه ورځ یې هم ثوابي طغوتي جهاد کوی. ایران به بریالي صیهونیستي خنزیران به محوه سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...