سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد اسراییل- ایران جګړه، اتمه ورځ، شېبه په شېبه

د اسراییل- ایران جګړه، اتمه ورځ، شېبه په شېبه

جمعه (د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه)

د م.م. سرمنشي د اسرائیل او ایران د جګړې د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه ممکن له کنتروله ووځي، او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې سولې ته چانس ورکړي.

د فرانس پریس خبري آژانس د راپور له مخې، ګوتریش په څرګندو ټکو د امریکا متحدو ایالتونو ته اشاره وکړه، چې د اسرائیل د ملاتړ لپاره د پوځي مداخلې ارزونه کوي. هغه وویل:

«زما پیغام ښکېلو خواوو، په شخړه کې نورو احتمالي ښکېلېدونکو خواوو، او د امنیت شورا ته چې د نړیوالې ټولنې استازیتوب کوي، ساده او واضح دی: سولې ته فرصت ورکړئ.»

ګوتریش د تل‌ابیب او تهران ترمنځ روانې جګړې ته په اشاره زیاته کړه:

«موږ یوازې د یوه بحران پر لور روان نه یوو، بلکې موږ له یو بل سره سیالي کوو چې بحران ته ورسیږو.»

هغه وویل:

«دا جلا جلا پېښې نه دي؛ موږ یوه داسې لوري ته روان یوو چې پای یې ممکن بشپړه ګډوډي وي.»

سرمنشي ټینګار وکړ:

«د دې شخړې پراخېدا ممکن یو اور بل کړي چې بیا یې هیڅوک نه شي کنټرولولای. موږ باید اجازه ورنه کړو چې دا ډول وضعیت رامنځته شي.»

د اسرائیل پوځ: ایران یو ځل بیا توغندی توغولي دي

د اسرائیل پوځ د جمعې په ماسپښین په یوه خبرپانه کې وویل چې ایران یو ځل بیا پر اسرائیل توغندي توغولي دي.

په خبرپاڼة کې ویل شوي چې پوځ د دغو توغندو د مخنیوي او ویجاړولو هڅې کوي.

د اسرائیل پوځ زیاتوي چې د هېواد په ګوټ‌ګوټ کې د خطر زنګونه غږېدلي دي.

د رویټرز راپورونه وايي چې د اورشلیم او تل‌ابیب پر فضا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران د سره میاشت رئیس: د اسرائیل په بریدونو کې پنځه روغتونونه زیانمن شوي

د ایران د سره میاشت رئیس د جمعې په ورځ د خپل هیواد له دولتي راډیوتلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې د هېواد پنځه روغتونونه زیانمن شوي دي.

بل‌خوا، اسرائیل هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایران د توغندويي برید له امله د اسراییل یو روغتون زیانمن شوی دی.

خامنه‌يي: اسراییل د سزا وړ دی

د ایران مشر، علي خامنه‌يي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې “اسرائیل د مجازات کېدو په حال کې دی”.

د ایران د مشر اشاره هغه توغندويي او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو ته ده چې ایران له تېرې جمعې راهیسې د اسرائیل د یرغل په غبرګون کې پیل کړي دي.

عراقچي: تر هغو چې د اسرائیل بریدونه روان وي، له هېڅ اړخ سره خبرو ته چمتو نه یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي تر هغو چې د اسرائیل بریدونه دوام لري، تهران له هېڅ اړخ سره خبرو اترو ته چمتو نه دی.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې ټاکل شوې ده ښاغلی عراقچي د جمعې په ورځ د درې اروپايي هېوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره په جینیوا کې وویني. عراقچي وویل: «له موږ څخه د امریکا له خوا د خبرو غوښتنه شوې، خو زموږ ځواب منفي دی.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز په خپل “ایکس” کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې د اسرائیل له خوا د اراک د درنو اوبو مرکز بمبارۍ ته باید غبرګون وښيي.

ډ ایران پر وړاندې، د اسراییل دفاعي سیستم هره ورځ ۲۰۰ میلیون ډالر لګښت لري

د وال سټریټ د راپور له مخې، ایران سره روانه جګړه کې هره ورځ اسراییل سلګونه ملیونه ډالر لګوي، چې دا اقتصادي فشار د دغه هېواد جنګي وړتیاوې محدودوي.

راپور زیاتوي چې تر ټولو لوی لګښتونه د ایران د توغندیو د دفاع لپاره کارېدونکي پرمختللي ډال سیستمونه دي، چې هره ورځ یې لګښت تر ۲۰۰ ملیونو ډالرو پورې رسېږي.

راپور زیاتوي، چې د جنګي الوتکو عملیات، د جګړې نور مهمات او د ملکي ودانیو بیا ترمیم د جګړې اقتصادي تاوان لا لوړ کړی دی.

یو شمېر پخوانیو اسراییلي چارواکو ویلي، که جګړه اوږده شي، نو دا به د اقتصاد پر ثبات ژور اغېز ولري،چې باور ښيي د یوې میاشتې جګړې لګښت به ۱۲ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې دوی کولای شي په ځانته ځان او د اوږد مهال لپاره ایران سره وجنګېږي او اټومي پروګرام یې له منځه یوسي.

رشت ښار ته نږدې په صنعتي ښارګوټي کې د چاودنو غږ

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په رشت ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. څو ساعته وروسته د ګیلان ولایت سیاسي مرستیال تایید کړه چې اسرائیل سفیدرود صنعتي ښارګوټی په نښه کړی دی.

تر دې وړاندې، د اسرائیل پوځ اعلان کړی و چې غواړي پر دې صنعتي ښارګوټي، چې د رشت ښار په جنوب لوېدیځ کې موقعیت لري، برید وکړي او له اوسېدونکو یې غوښتنه کړې وه چې له سیمې څخه ووځي.

اسراییل تېره شپه په تهران ښار کې هم څو سیمې وویشتې.

یو ایراني توغندی د اسرائیل پر جنوب لګېدلی دی

ایران د توغندويي بریدونو په تازه لړۍ کې د اسراییل په جنوب کې بئر شبع او شاوخوا سیمې ویشتي دي.

 د دې بریدونو له کبله د مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی.

خپاره شوی تصویرونه ښيي چې د ایران له‌خوا توغول شوی یو توغندی د اپارتمانونو د بلاکونو په بهرني انګړ کې لګېدلی او څو موټرو ته یې اور اچولی دی.

د اسراییل – ایران د جګړې اتمه ورځ پیل شوه

د هغې جګړې چې د تېرې جمعې په ورځ اسراییل د ایران خلاف پیل کړه، نن (جمعه) یوه اوونۍ پوره شوه. اسراییل په پیل کې اعلان وکړ چې د ایران له لوري د اتومي وسلې د جوړولو مخه نیسي. د اسراییل د لومړۍ ورځې عملیات، چې د ایرانیانو لپاره خورا ناببره وو، ډېر بریالي وو ځکه چې د لوی درستیز په ګډون یې د ایران مهم قوماندانان ووژل. له همدې کبله د اسراییل توقع لوړه شوه او د ایران د حکومت د پرزولو خبرې یې پیل کړې خو له څو ورځو جګړې وروسته ورته څرګنده شوه چې دا کار د امریکا له مستقیم ملاتړ پرته ممکن نه دی. له همدې امله اسراییل ډېره هڅه کوي چې د ایران پر ضد په خپله جګړه کې امریکا ښکېله کړي. سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېواله دی چې د ایران د حګومت پرزول په خپله کارنامه کې ولري، خو په عین حال کې زړه نازړه دی. د ترمپ تردید ښايي له دې کبله وي چې جګړه به اوږده شي او د امریکا لګښتونه به ډېر شي.

له همدې کبله ښاغلي ټرمپ پرون وویل چې په راتلونکو ورځو کې به پرېکړه وکړی.

سپینه ماڼۍ: ترمپ په ۲ اوونیو کې پرېکړه کوي چې د ایران پر ضد په جګړه کې ګډون کوي یا نه کوي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، به د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې پرېکړه وکړي چې آیا امریکا باید په مستقیم ډول د ایران او اسرائیل په جګړه کې ګډون وکړي که نه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د پنج‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

«د دې حقیقت پر اساس چې ایا په نژدې راتلونکې کې له ایران سره د خبرواترو د پام وړ احتمال شته ښاغلي ټرمپ ویلي چې زه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د یوځای کېدو یا نه یوځای کېدو په اړه خپله پرېکړه څرګنده کړم.»

کله چې له هغې وپوښتل شول چې د هغو امریکایانو لپاره چې په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه اندېښمن دي، څه پیغام لري، ویې ویل:

«په ولسمشر ټرمپ باور وکړئ.»

هغې ټرمپ وستایه او ویې ویل چې د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د “قوت له لارې په سولې” نړۍ خوندي وساتله.

لیویت دا هم تایید کړه چې د ایران پر وړاندې د مذاکراتو هڅې لا هم روانې دي، خو وضاحت یې ورنه کړ چې ولې ولسمشر ټرمپ لا هم باور لري چې «د خبرواترو جدي امکان» شته..

په پای کې، کله چې د ایران د رژیم د بدلون په اړه پوښتنه وشوه، ویاندې وویل:

«د ولسمشر ټرمپ اساسي لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ایران هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو توان پیدا نه کړي.»

روسیه وايي که د بوشهر پر اتومي برېښناکوټ برید وشي، د چرنوبیل ناورین به تکرار شي

د روسیې د اتومي انرژۍ د شرکت رئیس د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه، خبرداری ورکړ چې د اسرائیل له‌خوا د بوشهر پر اتومي برېښناکوټ برید کېدای شي د «چرنوبیل په شان د یوه ناورین» سبب شي.

بوشهر د ایران یوازینی فعال اتومي برېښناکوټ دی، چې د روسیې د “روس‌اتوم” شرکت له‌خوا جوړ شوی او د روسیې متخصصان پکې کار کوي.

د فرانسې خبري آژانس د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله راپور ورکړی چې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ روسي کارپوهان په دې برېښناکوټ کې کار کوي.

ولادیمیر پوتین همداراز ویلي چې د اسرائیل له مشرتابه سره یې پر دې هوکړه کړې چې د بوشهر په اتومي تأسیساتو کې به د روسي کارکوونکو امنیت تضمین شي.

خو د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي چې اسرائیل د خپلو بریدونو په ترڅ کې، د بوشهر تأسیسات هم په نښه کړي دي.

د سپاه د استخباراتو نوی رئیس وټاکل شو

د سپاه پاسداران د استخباراتو د پخواني رئیس تر وژل کېدو وروسته، د سپاه عمومي قوماندان مجید خادمي د دې ادارې د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، محمد پاکپور د پنجشنبې په ورځ د سپاه د ځمکنيو ځواکونو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې د مجید خادمي د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

محمد کاظمي، چې پخوا د سپاه د استخباراتو مشر و، له خپلو مرستیالانو سره یوځای د یکشنبې په ورځ د اسرائیل په یوه هوايي برید کې چې پر یوه ودانۍ په تهران کې وشو، ووژل شو. دا برید دوې ورځې وروسته له هغه وشو چې اسرائیل پر ایران هوايي حملې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې د ایران جګپوړي پوځي چارواکي، لکه د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز او د سپاه پاسداران عمومي قوماندان، هم ووژل شول.

اسرائیل ادعا کوي چې د خپلو روانو عملیاتو په ترڅ کې یې تر اوسه د ایران ۳۰ قوماندانان وژلي دي

د اسراییلي پوځ ویاند افی دفرین د پنج‌شنبې په ماښام په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دوی د پوځ پېلوټان —د فعال خدمت پېلوټان او هم د احتیاطي ځواکونو پېلوټان — «شپه‌ورځ بې دمې» د بریدونو پلانونه تطبیقوي.

هغه زیاته کړه چې:

«پېلوټان د ایران له مځکې څخه مځکه ویشتونکي او له مځکې هوا ویشتونکي توغندي په نښه کوي. او د هغوی هر برید پر ایران د اسرائیل هوایي برلاسي ثابتوي.»

دفرین ادعا وکړه چې په تېره یوه اوونۍ کې اسراییلي ځواکونو د ایران له لوري ۴۸۰ توغول شوې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) ویشتي یا یې مخه نیولې ده.

د اسرائیلي پوځ په وینا، د وژل شویو قوماندانانو په ډله کې یو هم علي شادماني و، چې د خاتم‌الانبیا د قوماندانۍ لپاره د غلامعلي رشید تر وژل کېدو وروسته ټاکل شوی و، خو یوازې څلور ورځې وروسته د یوې غونډې پر مهال چې د غره په زړه کې ترسره کېدله، وویشتل او ووژل شو.

د اسرائیل د پوځ د استخباراتو مشر خپلو ځواکونو ته ویلي:

«موږ باید دوی هر چیرې چې تښتي، تعقیب او له منځه یوسو.»

د اسراییل د پوځ ویندوی په دې اړه چې د پیل کړې جګړې په یوه اوونۍ کې یې خپل څومره پوځیان وژل شوي یا څومره الوتکې او ډرونونه یې بایللي، څه نه دي ویلي.

د اسراییل- ایران جګړه، اوومه ورځ، شېبه په شېبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...