تاند (پنجشبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۹ مه)
نتانیاهو وايي، پر روغتون د برید غچ به له ایرانه واخلي
د ایران له خوا پر اسراییل د توغندویي بریدونو او د یوه روغتون د ویشتل کېدو په غبرګون کې، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) کې ولیکل:
«د ایران اسلامي جمهوریت ترهګرو مزدورانو د بئرشبع په سوروکا روغتون او همداراز د اسراییل د مرکز په استوګنو سیمو توغندي ویشتلي دي.»
نتانیاهو د خپلې ادعا په دوام کې کښلي:
«موږ به د دې کار بشپړ قیمت په تهران کې له دیکتاتورانو واخلو.»
د اسراییل تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران له خوا توغول شوی یو توغندی د پنجشنبې په ورځ د بئرشبع ښار د سوروکا روغتون د جراحي څانګې د ودانۍ پر یوه برخه ولګېد. اسراییل وايي، دغه برخه تازه تخلیه شوې وه، نو انساني تلفات نه لري، خو ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.
خو ایران وايي چې د موساد مرکزي دفتر یې ویشتی او د دې لپاره چې روغتون د موساد مرکزي دفتر ته نژدې و، روغتون ته هم زیان اوښتی دی. (عکس د ویشتل شوي روغتون دی)
انزوا به ایران د افراطي اقداماتو لور ته ټېل وهي
د اسراییل د ملي څېړنو انکور (INSS) د اسراییل او ایران د جګړې په تړاو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې هر څومره چې ایران دا احساس وکړي چې د دار رسۍ یې لا تنگېږي، همغومره به یې د خطرناکو او افراطي اقداماتو د ترسره کولو اراده پیاوړې شي.
په اعلامیه کې راغلي، ایران ښایي سیمه بېثباته کړي، خپلې پاتې نیابتي ډلې – په ځانګړي ډول د فارس خلیج په سیمه کې – فعالې کړي، او د بېپیلوټه الوتکو، توغندیو یا سایبري بریدونو له لارې د خلیج هېوادونو ته زیان ورسوي. همداراز امکان شته چې بهرني یهودي او اسراییلي هدفونه لکه سفارتونه او فرهنګي مرکزونه په نښه کړي، حتی ممکن د بیولوژیکي یا کیمیاوي وسلو کارولو ته مخه کړي، یا هڅه وکړي چې اټومي تأسیسات هک کړي.
تینک ټانک یا اندکور د چهارشنبې په ورځ (د جګړې شپږمه ورځ) په خپل تحلیل کې لیکلي، چې ایران ممکن د ستراتیژیکو زیربناوو لکه د تېلو او ګازو تأسیسات، بندرونه او د اوبو پاکولو مرکزونه هم په نښه کړي.
د دې اندکور په وینا، که داسې شرایط رامنځته شي چې ایران ځان محاصره او بېلاري احساس کړي، دا به د دغه حکومت لپاره د افراطي اقداماتو زمینه لا پراخه کړي.
د دې مؤسسې اوسني څېړونکي هغه کسان دي چې مخکې د اسراییلي پوځ د نظامي استخباراتو د سازمان لوړپوړي مسوولان او د موساد د ایران د څانګې مشران پاتې شوي دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د رژیم بدلون زموږ هدف نه دی
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سعار د پنجشنبې په ورځ (۲۹ غبرګولی) وویل چې د اسراییل امنیتي کابینې د ایران د حکومت بدلون د روانو بریدونو هدف نه دی ټاکلی.
د نوموړي دا څرګندونې رویټرز خبري اژانس خپرې کړې دي.
د رویټرز پر اساس، د دې خبرې معنا دا ده، سره له دې چې اسراییل په وروستیو ورځو کې پر ایران پراخ بریدونه کړي، خو هدف یې د نظام ړنګول نه، بلکې د ځانګړو امنیتي ګواښونو له منځه وړل بلل کېږي.
خو ممکن اسراییل ته د تېرو ۷ ورځو په بریدونو کې ثابته شوې وي چې په دې ډول بریدونو د ایران حکومت نه شي پرزولی. له بلې خوا اسراییل نه دی بریالی شوی چې د ایران د توغندو ویشتنځایونه له منځه یوسي. اسراییل همداراز د ایران د ټولو رادارونو او هوايي مدافع سیستم په ویجاړولو هم نه دی بریالی شوی.
ولادیمیر پوتین او شي جینپینګ پر ایران د اسراییل برید سخت وغانده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) له یو بل سره په تلیفوني تماس کې پر ایران د اسراییلو برید «په کلکه» وغانده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو مشرانو د تاوتریخوالي د کمېدو پر اړتیا توافق درلود. د کرملین سلاکار، یوري اوشاکوف، په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د اسراییل برید د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه چې مسکو او پیکېنګ دواړه په دې باور دي چې د روان وضعیت او د ایران د اتومي موضوع لپاره پوځي حللاره نشته، او یوازینی حل باید سیاسي او دیپلوماتیک وي.
د کرملین په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې که دا بحران دوام ومومي، لویه فاجعه به رامنځته شي، او له امریکا یې غوښتي چې پر ایران د اسراییل له بمبارۍ سره یو ځای نه شي.
کرملین دا هم ویلي چې ښاغلي پوتین په دې اړه په وروستیو ورځو کې د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ، د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو، او همداراز د ایران له ولسمشر سره خبرې کړې دي.
په ایران کې د وضعیت د عادي کېدو ۳ خبرونه
د تهران د تېلو ټانکونو وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځېد
فارس خبري آژانس نن د تهران د تېلو د ټانکونو (پمپونو) تصویرونه خپاره کړي او راپور یې ورکړی چې د سوند توکو وېش بېرته عادي حالت ته ستون شوی او د تېلو د اخیستونکو اوږده کتارونه کم شوي دي.
د راپور له مخې، اوس د شخصي سونتوکو د ځانګړي کارت له لارې تر ۴۰ لیټرو پورې د پیټرول اخیستل ممکن شوي دي.
له هغې وروسته چې اسراییل پر ایران، په ځانګړي ډول پر تهران برید وکړ، له پلازمېنې او ګڼو نورو د تېلو ټانکونو ته د اوږدو کتارونو تصویرونه خپاره شوي وو.
د شنبې له ورځې د ایران هنري او سینمايي مرکزونه بېرته فعالېږي
د ایران د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزارت د عامه اړیکو مرکز اعلان کړی چې «د اړوندو مراجعو د پرېکړې او ترسره شویو همغږیو» پر بنسټ، د هېواد ټول هنري او سینمايي مرکزونه به د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۳۱مه، له «لازمو اصولو او اجرايي مقرراتو» سره سم خپل عادي فعالیتونه بېرته پیل کړي.
د ایران ګمرکونه شپهورځ فعال شول
د ایران د اقتصاد وزیر، علي مدنيزاده، امر کړی چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې د ګمرکونو فعالیت څلرویشت ساعته شي.
په دې توګه، د وارداتو، صادارتو او ترانزیت تشریفاتي بهیر به په سترو ګمرکونو لکه شهید رجايي، بوشهر، او امام خمیني (خوزستان) کې بې وقفې دوام لري.
د اسراییل دفاع وزیر وایي علي خامنهيي «نور د ژوند حق نه لري»
د اسراییل دفاع وزیر، ییسرايیل کاتس، د پنجشنبې په غرمه د اسراییل د خولون ښار له استوګنځایونو څخه د لیدنې پر مهال، چې سهار د ایران توغندي پرې ولګېدل، وویل چې علي خامنهيي «نور د ژوند حق نه لري».
کاتس زیاته کړه: «خامنهيي ښکاره ویلي چې غواړي اسراییل له منځه یوسي، او دی شخصاً پر روغتونونو د برید امر ورکوي.»
هغه وویل: «د اسراییل له منځه تګ د ده اصلي هدف دی. داسې انسان نور ژوندی پاتې کېدلای نه شي.»
کاتس تر دې وړاندې هم، د ایران د توغندويي برید له لومړیو شېبو وروسته، ویلي و چې خامنهيي به د خپل دې کار حساب ورکړي.
امریکا په منځني ختیځ کې خپل ځیني لوی پوځي تجهیزات وخوځول
امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو ځینو لویو پوځي وسایلو لکه الوتکېو او بېړیو ځایونه بدل رابدل کړي او هممهاله یې د قطر په العدید هوايي اډه کې خپل پرسونل ته لاسرسی موقتاً محدود کړی دی.
د امریکا دوو جګپوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه، رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې امریکا دا احتیاطي اقدامات د ایران د احتمالي برید پر وړاندې د خپلو پوځي شتمنیو د دفاع لپاره کړي دي.
دغو دوو چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، زیاته کړه چې د کښتیو او الوتکو د ځای بدلول رابدلول د هغو احتیاطي ګامونو برخه ده چې هدف یې د امریکايي سرتېرو ساتنه ده، ځکه د پوځیانو ژوند ته پام د امریکا لپاره لومړیتوب لري.
د دغو سرچینو له مخې، هغه الوتکې چې په کلکو پناهځایونو کې نه وې، له العدید هوايي اډې څخه انتقال شوي، او کښتۍ هم له بحرین څخه وتلې دي.
العدید د امریکا تر ټولو لویه هوايي پوځي اډه ده چې په منځني ختیځ کې موقعیت لري؛ دا اډه د دوحې په لمنو کې په دښتو کې پرته ده او نژدې ۱۲ کیلومتر مربع پراخوالی لري. په دې اډه کې شاوخوا ۱۱ زره امریکايي سرتېري مېشت دي. د امریکا د بیړیو پنځمه قطعه هم د بحرین په پلازمېنه منامې کې ځای پر ځای ده.
ایراني رسنۍ وايي، پر اسرايیل یې ۵۰ توغندي توغولي دي.
راپورونه وايي چې په دې توغول شویو توغندیو کابو ۵۰ کسان ټپيان شوي دي.
اسراییل بیا وايي، له ایران به یې غچ واخلي. دوی ادعا کړې، چې ایران دغلته د سورکا په نامه روغتون په نښه کړی دی.
ایران دا ادعا رد کړې او وايي چې د روغتون ترڅنګ د اسراییلي پوځ اطلاعاتي مرکز په نښه شوی دی.
اسراییل وایي چې بیا یې د نطنز پر اتومي تاسیساتو برید کړی
اسراییل یو ځل بیا د ایران د نطنز پر اتومي تاسیساتو برید کړی دی.
د اسراییل د پوځ په وینا، د دوی هوايي ځواک «په نطنز سیمه کې د وسلو د اتومي پراختیا پر یوه مرکز برید کړی دی.»
تر دې څو ساعته مخکې، اسراییل د اراک په سیمه کې یو «غیر فعال اتومي رېاکتور» هم په نښه کړی دی.
د اسراییل پوځ ویلي: «په ایران کې د اراک سیمې اتومي رېاکتور مو په نښه کړی، چې پکې د رېاکتور زړه هم شامل دی – هغه برخه چې د پلاټنیم د تولید یو مهم عنصر بلل کېږي.»
شمالي کوریا: منځنی ختیځ دې د ایران او اسراییل جګړه کې نوره لاسوهنه نه کوي.
د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د ایران پر ملکي، اټومي او د انرژۍ پر تاسیساتو د اسراییل بریدونه غندلي او د ایرانيانو وژنه یې «د بشریت پر ضد نهبښونکی جنایت» بللی دی.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه) په یوه اعلامیه کې، چې د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس (KCNA) له لوري خپره شوې، امریکا او اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې نور دې د ایران او اسراییل په جګړې کې لاسوهنه نه کوي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اوسني ګواښوونکي وضعیت دا ثابته کړې چې اسراییل د امریکا او لویدیځ په ملاتړ د منځني ختیځ د سولې لپاره یو “سرطاني” موجود دی. هغه زیاته کړې، چې د امریکا او لویدیځ پوځیان د جګړې اور ته نوره هم لمن وهي او د ایران مشروع حاکمیت او مشروع دفاع تر پوښتنې لاندې راولي.
پر ایران د اسراییل د حملو اوومه ورځ پیل شوه.
د جګړې اوومه ورځ په داسي حال کې پیل شوه چې د ایران د لرواټنه توغندو په اړه پوښتنې او د اسراییل پلوو لپاره اندېښنې پیدا شوې دي. که څه هم ایران په وروستیو څو ورځو کې پر اسراییل د توغندو ویشتل کم کړي خو لا هم داسي باور شته چې ایران ډیر توغندي لري او سخت وخت ته یې ساتلي دي.
پر تل ابیب د ایران شدید توغندويي برید
د تسنیم خبري آژانس وایي چې د ایران د نننۍ پنجشنبې د سهار د توغندويي برید اصلي هدف، د اسراییل د پوځ د قوماندې او استخباراتو لوی مرکز او د پوځ استخباراتي کمپ و، چې د ګاو-یام په ټکنالوژیک پارک کې موقعیت لري او د یوه روغتون ترڅنګ پروت دی.
تسنیم ادعا کوي: «دغه مرکزونه د زرګونو پوځي ځواکونو، ډیجیټلي قوماندې سیستمونو، سایبري عملیاتو، او د اسراییل د پوځ د C4ISR (یعنې قومانده، کنټرول، مخابرات، کمپیوټري استخبارات، څارنه او هدفموندنه) سیسټمونو کوربهتوب کوي.»
بلخوا اسراییلي چارواکي وایي چې د ایران له خوا د توغول شویو توغندیو څخه یو د جنوبي اسراییل په بئرشبع ښار کې د سوروکا زر بستري روغتون په نښه کړی، او ډېر زیات زیان یې اړولی دی.
د اسراییل ۱۲مې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، په دې برید کې شاوخوا ۲۰ توغندي کارول شوي، حال دا چې د ایران د تېرو دوو ورځو بریدونه لږ شمېر توغندي لرل او کوم جدي انساني یا مالي زیان یې نه و اړولی.
د ایران له باندنیو چارو وزیر سره د جرمني، فرانسې او بریتانیا د باندنیو چارو وزیرانو کتنه
رویټرز: د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران په جینیوا کې د ایران له بهرنيو چارو وزیر سره د اتومي موضوع په اړه خبرې کوي
رویټرز خبري آژانس د آجرمني د یوې دیپلوماتيکې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران په پام کې لري چې د جمعې په ورځ په جینیوا کې له خپل ایراني سیال سره د اتومي موضوع په اړه خبرې اترې کوي.
دې سرچینه ویلي چې یاد وزیران به لومړی د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مسوولې، کایا کالاس، سره د جرمني په قونسلګرۍ کې وګوري، او وروسته به د ایران له باندنیو چارو وزیر سره ګډه ناسته ولري.
رویټرز لیکلي چې دا غونډه د امریکا د متحدو ایالتونو په «موافقه» ترسره کېږي.
ایران د سویس او جرمني سفیران احضار کړل
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د جرمني او سویس سفیران د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوي دي.
د دولتي خبري آژانس ایرنا په راپور کې راغلي: «د جرمني د صدراعظم د شرموونکو او سپکو څرګندونو په غبرګون کې، چې د یرغل ملاتړ یې کړی، د دې هېواد سفیر احضار شوی دی.»
فارس خبري آژانس هم راپور ورکړی: «د امریکا د ولسمشر د غیرمسوولانه او ګواښوونکو څرګندونو په غبرګون کې، د سویس سفیر ـ چې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.»
د جرمني صدراعظم، فریدریش مرڅ، وړمه ورځ (سې شنبې) د اسراییل له خوا پر ایران د بریدونو ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې و چې اسراییل د ایران په بمباري کولو سره «د کار سخت او چټل پړاو»، چې نورو ته پاتې و، ترسره کړی دی.
نتانیاهو له ټرمپ سره پرله پسې په تماس کې دی
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د دې هېواد او ایران ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ، د اسراییل وګړو ته په وینا کې وویل: د ایران د اتومي ګواښ د له منځه وړلو عملیات روان دي، او اسراییل د تهران، د ایران د پلازمېنې، فضا تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
نتانیاهو وویل: «که څه هم ځینې دردناکې مرګ ژوبلې شوې دي، خو د اسراییل کورنۍ جبهه لا هم پیاوړې ده.»
د اسراییل صدراعظم ټینګار وکړ چې لا هم د حماس ډلې د ماتولو او د پاتې یرغملو ژغورلو ته ژمن دی.
هغه د خپلې وینا په پای کې د امریکا له ولسمشر، دونالډ ټرمپ، څخه د ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو مشران په دوامدار تماس کې دي.
ویل کېږي چې نتانیاهو ډېره هڅه کوي چې د ایران خلاف په پیل کړې جګړه کې امریکا ښکېله کړي.
امریکا له اسراییل څخه خپل وګړي باسي
په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا سفارت د هغو امریکايي وګړو د ایستلو لپاره د الوتنو او کښتیو د تنظیم په حال کې دی، چې غواړي له اسراییل څخه ووځي.
ښاغلي هاکبي په یوه ټویټ کې له امریکايي وګړو وغوښتل چې د امریکا د حکومت په ځیرک سفر پروګرام (Smart Traveler Enrollment Program) کې آنلاین نوملیکنه وکړي، تر څو له وروستیو خبرونو څخه خبر وي.
سره له دې، لا هم سفیر او یو شمېر امریکايي دیپلوماتان په اسراییل کې پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د اسراییل او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ په څلورمه ورځ، د امریکايي وګړو لپاره د سفر خبرداری تر تر ټولو لوړې کچې – څلورمې کچې ته لوړ کړ.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې امریکايي وګړو ته به د تخلیې لپاره الوتنې یا کښتۍ څه وخت برابرې شي.