سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهایران کې مېشت افغانان په یوه بله جګړه کې بند پاتي

ایران کې مېشت افغانان په یوه بله جګړه کې بند پاتي

تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۹مه」د ‏فرانسې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې ایران ته کډوال شوي افغانان اوس په یوه بله جګړه کې بند پاتي دي.

یادو رسنیو زیاته کړې چې دغه افغانان نه د تېښتې لار لري او نه هم خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولای شي.

ځینو دغو کډوالو رسنیو ته ویلي، چې د ځان ژغورلو لپاره هېڅ لار نه لري.

د ایران – اسراییل په روانه جګړه کې اسراییل او امریکا تهران کې مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه ښاره و وځي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران کې په لویه کچه افغان کډوال اوسیږي.

ایران کې مېشت یوه افغان کډوال چې په ستونزمنو حالاتو کې له تهرانه په پټه وتلی تاند ته وویل، چې ایران کې خلک له رواني اړخه هم خلک لوی زیان سره مخ دي.

دی زیاتوي لومړنیو خوراکي توکو ته د نه لاسرسي ترڅنګ آن خلک خپله درملنه هم د وېرې له امله نشي کولی او په کورونو کې بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه نن اوومې ورځ ته وغځېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...