تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۹مه」د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر، پير البرت الساس سره کتنه کې په سیمه ییزو او دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې مقتي نوموړي ته ویلي، چې له غربي هېوادونه سره یې ناروې په اړیکو جوړولو کې مهم او رغنده رول لري او هم یې دغه هېواد کې د طالب ډيپلوماټ منل ښه پرمختګ یاد کړی.
پیر البرت الساس یې په ځواب کې ویلي، چې نږدې وخت کې به یې حکومت یو استازی کابل ته واستوي او طالبانو سره به د دغه هېواد اړیکې او تعاملات و ارزوي.
په دغه لیدنه کې دغه راز په سیمه او منځني ختیځ کې د اسراییل – ایران جګړې په اړه هم خبرې شوې دي او دواړو لوریو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
متقي وايي د طالبانو حکومت په «اسلامي» او «انساني» بنسټ د ایران ولس سره همکارۍ ته چمتو دی، په داسې حال کې راپورونه ایران کې د جګړې له امله د بند پاتې افغانانو د سخت وضعیت خبره کوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې، د ناروې شارژدافیر هم د اسراییل – ایران جګړې له امله پر افغانستان د اغېزو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یادونې ده چې طالبانو پر ایران د اسراییل برید غندلی او هغه یې د دې هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د اسراییل له لوري تېری بللی دی.
ایران سره د جګړې له امله ۴ افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
nation of iran is our muslims brothers,and iran help with afghan jihad against russia.