سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهجاپان د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل برخه کې ۷.۵ میلیونه ډالر...

جاپان د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل برخه کې ۷.۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۹مه」د طالبانو ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو او افغان کډوالو سره پر مرستو یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کتنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې دوی په روان زېږیز کال کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارو په همکارۍ ۷.۵ ملیونه ډالر لګوي.

هغه په نړیواله کچه د مرستو کمښت ته په اشارې ویلي، چې افغانانو سره به د جاپان مرستې د پخوا په څېر دوام ولري.

د نوموړي په خبره، افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له امله کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بدیل کښت نه لري.

د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست دغه کتنه کې د جاپان مرستې مهمې یادې کړي، خو د مرستو رسونې په برخه کې یې د “بې ځایه” اداري لګښتونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

مولوي عبدالکبیر دغه راز له جاپانه غوښتي چې کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.

جاپان داسې مهال د دغې مرستې اعلان کوي، چې افغانستان ته تازه راغلي کډوال له سختو ستونزو شکایت کوي او د مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...