سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهطالبانو ایراني حاجیانو ته د وېزو معافیت اعلان کړ

طالبانو ایراني حاجیانو ته د وېزو معافیت اعلان کړ

تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۹مه」‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، د دوی د ریاست الوزرا د پرېکړې له مخې، افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د یوې میاشتې د ویزو معافیت په پام کې نیولی دی.

نوموړی زیاتوي دوی په هرات کې یې سیمه ییزو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې ایران ته د دغو حاجیانو د خوندي لیږد اسانتیاوې برابرې کړي.

متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په کتنه کې یو ځل بیا پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او هغه یې له نړیواله قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي چې، په دغه کتنه کې بېکدلي د ایراني حاجیانو د لېږد برخه کې د طالبانو د حکومت له اسانتیاو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړې چې دا بهیر په «بریا» سره ترسره شي.

د ایران پر فضایي حریم د الوتنو نه کېدو له امله ایراني حاجیان لا هم په سعودي عربستان کې پاتې دي.

تر دې وړاندې متقي کابل کې د ناروې له شارژدافیر، پير البرت الساس سره کتنه کې په سیمه ییزو او دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

‏متقي نوموړي ته ویلي، چې له غربي هېوادونه سره یې ناروې په اړیکو جوړولو کې مهم او رغنده رول لري او هم یې دغه هېواد کې د طالب ډيپلوماټ منل ښه پرمختګ یاد کړی.

پیر البرت الساس یې په ځواب کې ویلي، چې نږدې وخت کې به یې حکومت یو استازی کابل ته واستوي او طالبانو سره به د دغه هېواد اړیکې او تعاملات و ارزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...