پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپـــــــراګـــــراف | ګل رحمن رحماني

پـــــــراګـــــراف | ګل رحمن رحماني

 په لیکوالۍ کې مناسبه نه ښکاري چې لیکنه دې له پیل نه تر پایه پورې یو سری متن وی، د لیکوالي اصول ایجابوی چې هره لیکنه د مانا رسولو او د لوستونکي د اسانۍ له پاره د بند یا پراګراف په نوم کوچنیو ټوټو سره یو له بل متمایزه یا جلا شي.

   پاراګراف د څو جملو ټولګه ده چې یوه ځانګړې موضوع رانغاړي.

    دغه توپیرول یا تمایز معمولا له دوو لارو تر سره کېږي. یو دا چې نوې ټوټې یا قطعې ته د کرښې له سره (indentation) یو څه واټن ورکړل شي، بله داسې لکه دې لیکنه کې چې ترې ګټه اخیستل شوې، د قطعاتو تر منځ واټن دی چې دې کار ته پراګراف بندي وايي.

     دا روش په لیکنه کې د یوه له کاره لوېدلي روش په توګه کارېږي. هغه لیکنه چې حتی مخ یا پاڼه يې په داسې قطعاتو چې مخکې يې یادونه وشوه، نه وي وېشل شوې، تر هر څه وړاندې نا عادي ښکاري او شخص یې له لوستنې سره لېوالتیا نه پیدا کوي.

پراګراف بندي د یو لړ قواعدو تابع ده چې رعایت يې د لیکوال د منظور درک اسانه کوي، د پراګراف بندي له موازینو سره اشنا لیکوال پوهېږي چې له یوه پراګراف باید څه تمه ولري، له دې امله خپله پاملرنه د یوې یوې کلمې پر ځای د پراګراف پیغام ته اړوي او دا چاره د چټکې لوستنې سبب ګرځي.

پراګراف ذهن ته د موضوعاتو په سپارلو کې هم اساني رامنځته کوي، دلیل یې دا دی چې ذهن طبقه بندي شوي مطالب چې هر پراګراف د جلا او خپلواک پیغام لرونکی وي، اسانه کوي، خو که چېرته دا ډول مطالب په ګډوډ ډول بیان شي، یو له بل څخه یې تفکیک ګران دی، کله چې یوه موضوع د یوه مستقل پراګراف په توګه انشاء کېږي، نو موږ په اسانۍ سره ویلای شو چې پراګراف څه وايي.

 انسان هسې هم د پراګراف بندي شوي متن لوستنې ته د ډېر تمایل احساس کوي، ځکه چې شخص طبیعتا هم دا خوښوي چې د یوه متن لوستل په ځانګړي ځای کې ودروي، د هر پراګراف پای د توقف او استراحت دغه فرصت ایجادوي. لوستونکی دا وايي چې لږ تر لږه یو دوه پراګرافه ووایم او وګورم چې خوښ شوی مې دی که نه؟

  خو ددې برعکس له پر له پسې او تړلو کرښو نه جوړه پاڼه په انسان کې د مطالعې لپاره دغه رواني خنډ په داسې توګه جوړوي چې د متن لوستنې په پیل کې یوه ناپایه تعهد ته ځان ورکوي. له دې امله انسان دې ته تمایل پیدا کوي، څو تر خپل توانه هڅه وکړي چې د دا ډول لیکنې مطالعه وځنډوي.

پراګراف بندي درې قاعدې لري. یو دا چې هر پراګراف باید د یوې موضوع لرونکی وی. دویم دا چې د پراګرافونو تر منځ دې اړیکه او پیوستون موجود وي، یاني کله چې ورپسې پراګراف ته رسېږو، نو موږ ته په بشپړ ډول مستقل او له انتظاره لرې نه وي. درېیم دا چې پراګرافونه له استثنايي مواردو پرته ډېر اوچت نه وي.

 یو پراګراف یوه موضوع

د اوسنيو اعتقاداتو له مخې د یوه متن پراګراف بندي کې مهم اصل دا دی چې یو پراګراف دې یوې موضوع ته ځانګړی شوی وی. دا قاعده چې یوه موضوع دې الزاما تر یوې مسئلې پورې منحصره شي، سمه نه ښکاري، ځکه چې کولای شو د اقتضا له مخې څو مسايل په یوه پراګراف کې بیان کړو.

پراګراف هغه مسئلې یا مسائل را اخلي چې په محور جمله (topic sentence) کي تعرفه یا معرفي کېږي. دا جمله الزاما نه، بلکې معمولا د پراګراف په پیل کې راځي، دا جمله ددې ټاکونکې وي چې د یوه پراګراف موضوع باید څو مسايل را ونغاړي

  که یو متن داسې پیل شي چې ((د متن د قرائت اسانتیا د پراګراف بندي تر ټولو مهم اصل دی.)) نو انتظار مو دا وي چې پاتې پراګراف د همدې یوې موضوع په اړه خبرې کوي، خو که چېرته ( او درک) هم د (قرائت) له کلمې وروسته په همدې محوري جمله کې ور زیات شي، نو پراګراف باید دواړه مسایل (د قرائت  او درک اسانتیا) را ونغاړي.

هغه څه چې د( یو پراګراف یوه موضوع) قاعدې تر پښو لاندې کولو لامل ګرځي، دا دی چې د پراګراف یوه برخه موضوع ته مخه کوي او وروسته ورڅخه یو په یو په ناڅاپي ډول د بلې مسئلې معترض شي. مثلا دا چې مطلوب پراګراف په مخکیني بند کې په (د متن د قرائت اسانتیا د پراګراف بندي تر ټولو مهم اصل دی) محور جمله سره پیل شي او له څو جملو وروسته یې په پای کې د (درک) له تسهیل یا اسانتیا په اړه خبرې راوړي.

ددې لپاره چې د (یو پراګراف یوه موضوع) قاعده رعایت کړو، مناسب ازمایښت دا دی، څو وګورو چې ایا کولای شو مطلوب پراګراف ته خپلو مندرجاتو ته په پام سره یو واحد عنوان ورکړو. دغه عنوان په واقعیت کې منطوقا یا مفهوما همغه محور جمله ده چې پاتې پراګراف يې باید د بیان لپاره راوړل شي.

دا پراګراف او پنځه پخواني پراګرافونه (په ټوله کې شپږ پراګرافونه) تر ((الف: یو  پراګراف یوه موضوع )) عنوان لاندې کېدای شي په ترتیب سره له پاسه تر پایه پورې په دې ډول وي:

  1. د (یو پراګراف او یوه موضوع قاعده) او شرط یې؛
  2. محور جمله؛
  3. د هغه محور جملې بېلګه چې پر یوه یا څو موضوعاتو مشتمله وي؛
  4. د (یو پراګراف یوه موضوع) قاعدې د نقض یوه بېلګه؛
  5. د (یو پراګراف یوه موضوع) قاعدې د رعایت ازمایښت او بالاخره
  6. اوسنی پراګراف، د شپږو پراګرافونو لپاره د عنوان ټاکل.

۲-۱) تړاو یا پیوستون

 پراګرافونه باید یو له بل سره تړاو یا پیوستون ولري، داسې چې کله ورپسې پراګراف لولو، که یې موضوع متفاوته هم وي، داسې احساس ونه کړو چې په بشپړ ډول یوې مجزا(تجزیه شوې) مقولې ته تللي  یوو، دغه پیوستون کولای شو چې د مفهوم نښلونې د رسۍ په وسیله او یا هم د موضوع د کلیدي کلمو په تکرار سره په پراګرافونو کې رامنځته کړو.

ددې بېلګه مخکې ذکر شوي یا ترتیب شوي شپږ پراګرافونه دی. د دوی تر منځ نښلونه د مضمون د یو والي یا په پراګراف کې د موضوع د کلیدي کلمو د تکرار له لارې شوې ده.

د پراګرافونو پیوستون د یوې لیکنې لنډون د مضمون له وحدت او د دوی تر منځ د محسوس ارتباط څخه یو له بل سره نښلوي. د کلیدي کلماتو تکرار هم د ارتباط په ټینګښت کې مرسته کوی. د پراګرافونو اتصال په ذهن کې د مضمون د روانۍ له لارې رامنځته کېږي.

د پراګرافونو پیوستون غالبا د هغو کلمو او عباراتو له لارې چې نښلوونکی نقش لري، حاصلېږي. ددې کلماتو یا عباراتو بېلګې چې د پراګرافونو په ابتدا کې کارېږي، عبارت دي له: لکه چې، په دې توګه، سره ددې، په داسې حال کې، پر دې سربېره، [مخکیني پراګراف ته اشاره]، ددې موضوع د تایید بل دلیل دا چې…، له دې امله، لا هم، هېره دې نه وي، باید وویل شي، په همدې ډول د اصلي او ترتیبي اعدادو کارونه…

که چېرته پراګرافونو باندې شمارې ولګول شي، نو د پراګرافونو د پیوستون لپاره هڅو ته کمه اړتیا پیدا کېږي. لوستونکی د شمارو په لیدلو سره د پراګرافونو د نامحسوس تسلسل انتظار نه لري.

په انګریزي ژبه کې د پراګراف هره شماره کولای شي یوازې د یوه پراګراف مُعَرف وي، نیم پراګراف (تر ټولو کوچني پراګرافونه د تر ټولو سترو پراګرافونو منځ کې) مجاز نه دی. خو په ورته وخت کې د هالنډي ژبې په لیکنه کې کولای شو چې یو یا څو نیم پراګرافونه په اصلي پراګرافونو کې راوړو. د نیم پراګراف لیکنې دغه امکان د هغه مطلب د بیان لپاره ګټوره وسیله ده چې له مخکیني پراګراف سره نه بشپړ اتصال (پیوستون) لري او نه هم بشپړ انفصال(جلاوالی)

د پراګرافونو اندازه

 د پراګراف بندي حکمت چې مخکې يې شرحه تېره شوه، ایجابوي چې پراګراف باید اوږد نه وي، مثلا که محور جمله کې راشي چې ((دغه موضوع باید له لسو لیدلورو نه وڅېړل شي.)) او وروسته باید په همغه پراګراف کې ددې لیدلورو نوم واخلو، یو په یو بحث وکړو. د پراګراف له حده زیات لوی والي اندازه او لوستل یې د بېزاري او ستړیا سبب ګرځي.

  له دې امله غوره ده چې په دې پراګراف کې ۱۰ موارد ذکر کړو او په پای کې ووایو چې اوس به دغه ۱۰ واړه مواردو ته مخه کړو. دلته بیا پر دې مسایلو په وروستیو پراګرافونو کې په متناسبو اندازو بحث کوو.

  د بېلګې په ډول که چېرته له لسو مسایلو څخه لس وکولای شي چې د یوه پراګراف په قالب کې په یوه متناسبه اندازه طرحه شي، کولای شو چې یو له بل سره یې متصل کړو. مثلا کولای شو چې ووایو چې (( د درېیو مواردو په اړه … زیاته توضیح اړینه نه ده، د لومړۍ مسئلې په اړه کافي ده چې پوهېږو… د دویمې مسئلې په اړه هم له دې یادونې سره چې … بسنه کېږي. د درېیمې مسئلې په اړه هم یوازې اړینه ده څو وویل شي چې ‎…))

  ممکن څلورمه مسئله د درېیو لومړیو مسئلو خلاف په یوه کامل پراګراف کې په مناسبه اندازې سره د بحث اقتضا ولري، په دې صورت کې یاده شوې موضوع په یوازې توګه په محور جمله کې راوړو او وروسته بیا ټول پراګراف دغه مسئلې ته ځانګړی کوو.

 پنځمه مسئله ممکن تر دې حده مفصله وي چې له یوه پراګراف نه زیاتو ته اړتیا ولري، په دې فرضیه کې کولای شو چې له لومړي پراګراف نه د محور جملې په توګه استفاده وکړو. مثال: په پنځمه مسئله کې خپله څو مطلبه شامل دي، یو دا… بله دا… او بالاخره دا چې…او بیا وروسته کولای شو چې تعرفه شوي مطالب په کې د مرتب لف و نشر ادبي صنعت په طریقه په ورپسې پراګرافونو کې تر بحث لاندې ونیسو.

 د پنځمې مسئلې په اړه د بحث تر پای ته رسېدو وروسته باید شپږمه مسئله له دې یادونې سره چې دغه شپږمه مسئله له لسګونو مسائلو څخه ده، پیل شي. د بېلګې په ډول باید ووایو چې((له لسو مسئلو څخه شپږمه مسئله اختصار ده)) او وروسته په تفصیل سره دغه محور جملې ته مخه کوو. دغه یادونه له دې جهته اړینه ده چې لوستونکی په دې سبب چې څو پراګرافونه پنځمې مسئلې ته ځانګړي شوي، له مطلبه لرې شوی دی او امکان لري چې د کلام ترتیب یې له یاده وېستلی وي.

  د پراګراف انداز د متن په موضوع او طبیعت سره تړاو لري، حتمی به مو دې ته پاملرنه کړې وي چې د ورځپاڼو پراګرافونه ډېر لنډ وي، دلیل يې دا دی چې ورځپاڼه هغه علمي متن نه دی چې له لوستونکي څخه یې د فهم لپاره د زیات فکري تمرکز، غور او پر له پسې فکر کولو تمه ولرو، موخه دا ده چې لوستونکی وکولای شي ورځپاڼې ته په یوه اجمالي نظر سره د پراګراف پیغام تر لاسه کړي، د پراګرافونو متعارفه اندازه په دې کتاب کې د مطلوبې لایحې له مخې همغه د سریزې د پراګرافونو اندازه ده.

که مو پاملرنه کړې وي، د سریزې یا غورچاڼ د پراګرافونو اندازه ددغه کتاب له پاتې پراګرافونو سره توپیر لري. سریزه(دیباچه) لکه د لایحو متن یوه استدلالي (argumentative) لیکنه ده. په دې ځای کې لیکونکی له د قضايي مسلکونو د نورو صاحبانو څخه د دعواوو د یوه وکیل مهارت د بنسټیز توپیر په باره کې خپل نظر ته د قبولیت ورکولو په هڅه کې دی، هغه مسئله چې په وضاحت کې هم تل له پامه غورځېدلې او هېره شوې ده.

ددې برعکس د کتاب د طبیعت متن عمدتا توصیفي(descriptive)، تشریحي(expositive) او نقلي(narrative) دی. د خپل  نظر قبولیت په برخه کې اصرار نشته، د نیولو شوو او وړاندې شوو نظراتو داوري عمومي اطلاعاتو او د لوستونکي سلیم عقل ته پرېښودل شوې ده.

په اوسنیو اثارو کې تر ټولو زیاته پاملرنه د پاګرافونو لنډون ته کېږي، له دې کار نه موخه په تر ټولو ټیټ او ممکن تمرکز سره د مطلب درک ته د لوستونکي پیاوړي کول دي. لوړ پراګرافونه استثنايي جنبه لري او په هغه مواردو کې موندل کېږي چې له دې ډلې څخه:

  1. مطلب استدلالي جنبه لري؛
  2. مسئله تر دې کچې پورې یو ځايي یا تړلي بیان ته اړتیا ولري چې د مطالبو جلا کول د موضوع پر انسجام یا د هغو اغېز ته زیان رسولی دی، یا دا چې
  3. موضوع ورته له یوه پراګراف نه د زیات اختصاص اقتضا نه وي درلودلې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب