چهارشنبه, نوومبر 20, 2024
Homeخبرونهجاپان په افغانستان کې یو ځل بیا د ناکامورا د نیمګړو پروژو...

جاپان په افغانستان کې یو ځل بیا د ناکامورا د نیمګړو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه

تاند (چهارشنبه د عقرب ۳۰مه) د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر کابل کې د جاپان سفیر سره په لیدنه کې د جاپان حکومت د کرنې او مالدارۍ برخه کې د همکاریو او ناکامورا د پروژو پر پلي کولو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ویلي، کلک هوډ لري چې د جاپان مرستې په اغېزناک ډول وکاروي څو بزګران او مالداران ترې ګټه پورته کړي.

نوموړي د نشه یي توکو د بدیل کښت لپاره د بزګرانو د ملاتړ او د هغو پر ځان بسیا کېدو سره د مرستې ترڅنګ د ډاکټر تیتسو ناکامورا د پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کړې ده.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان به په بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د ناکامورا پروژو تطبیق او د اوبو لګولو پروژو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

تیتسو ناکامورا چې د تېر جمهوریت پرمهال ی افغانستان کې په ځانګړي ډول ننګرهار کې زرګونه جریبه شاړه ځمکه اباده کړه، چې د همدې خدماتو له وجې د خدایي خدمتګار لقب خپل کړی وو.

نوموړی د تېر جمهوریت پرمهال د ننګرهار ولایت سره په څنګ کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو او پروژې یې نیمګړې پاتې شوې.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د ډاکټر او انجنیر!! تیتسو ناکامورا جاپانی+افغان( ډ.غني ورته افغان تابعیت ورکړی و!) د کامه والو او نڼګرهاریانو او د ټولو افغنانو کاکا مراد! ارواه دې ښاده یاده وي ؛
    ط ط او اَ اِ ا تر اوسه د هغه د قتل قضیه ؟وکړله: آیا سره له دومره شرعي فرمانونو یی د قاتل/-ینو څرک ولګوهء؟؟سزا!!!
    – آیا په جاپان کې تعلیم یافته وو کې یوهء کښی هم د ډ.مراد کاکا په شان احساس پیدا شو چې هغه غوندې شاهکارونه وکړي؟
    افسوس ،صد افسوس : آب در کوزه و ما تشنه لبان میګردیم!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب