تاند ( چهارشنبه د عقرب ۳۰مه) د افغانستان د بشري مرستو صندوق لیکلي،چې افغان ماشومان سولهییز ژوند، زده کړو او روښانه راتلونکي ته هیله لري.
یاد بنسټ نن د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.
دغه بنسټ ویلي، د افغان ماشومانو لپاره باید سره لاس یو کړل شي ځکه هر ماشوم د یوه ښه پیل او بري ته د رسېدو فرصت حق لري.
اروپایي اتحادیې هم له افغان ماشوماتو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې ده چې د ښوونیزو او روغتیایي برنامو له لارې به د افغان ماشومانو لاسنیوی کوي.
سږ کال د ماشومانو نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي، چې اوس هم زرګونه افغان ماشومان په بیلابیلو ولایتونو کې د بې وزلۍ، ناچارۍ او د کورنۍ د سرپرستۍ له امله په شاقه کارونو بوخت او له زده کړو محروم دي.
احمدهلال ۱۳ کلن دی او د ۱۰ کسیزې کورنۍ سرپرست دی. هغه له تاند ویب سایټ سره په خبرو کې وایي زده کړې د جګړو له امله یې د جمهوریت پرمهال د طالبانو سره په جګړه کې پلار شهید او تر هغه وروسته یې هیلې خاورې او زده یې ارمان پاتې شوې.
هلال وایي زده کړې ځکه ترې پاتي چې دی اړ دی د خپلو کوچنیو ورونو او خویندو او کونډې مور پالنه وکړي او شاقه کارونه ترسره کړي.
هغه د آهنګرۍ کسب زده کړی وایي همدومره کوي چې خپله کورنۍ پالي او بس.
هلال وایي: زه موقت مرسته نه غواړم چې څوک یوه یا دوه میاشتې زما لاسنیوی وکړي او بیا خوارو زار شم که مې څوک پرته له احسانه د ټولې کورنۍ د پاللو تضمین کړي نو لویه مهرباني به یې وي چې کورنۍ مې له سختو بچ او زده کړې وکړي.”