جمعه, مې 3, 2024
Homeادبشعرپه وینو لژند ننګرهار ته!! خدایه، یو نجیب نشته؟

په وینو لژند ننګرهار ته!! خدایه، یو نجیب نشته؟

  وینې دي تویږي ، سر پرې شوی شهسوار ژاړي

خدایه یو نجیب نشته ؟ سرکښه ننګرهار ژاړي

سرې  سترګې په وینو مینځو، اوښکې مرورې دي

ښکلي ټول ورور مړي دي لاسونو کې مو هار ژاړي

څنګه بې پښتو شولو، عزت وژنو حیا  اخلو

څنګه شوو سرټیټي چې پردو ته مو سردار ژاړي

څه شودتورتم سالار، دیوال یې د برلین ړنګ کړ؟

ستا له لاسه ګوره چې  پښتون خوار او سنګسار ژاړي

څه شول هغه ستورې ، آه مخسوري مومندي ځوانان

څه شوه علایی ولي روښان ویاړ په زار زار ژاړي

وګورئ دمینې کور یې وسو دتورتم اشرار  

مه ځه ننګرهارته لوی ماتم لوی غفار ژاړي

 سوځي د ایمل بچې د تور ښامار په تور وحشت

عقل د انسان خوار شو سره اور ته یکه زار ژاړي

خدایه یو نجیب نشته بیا مل شي د تنکو هیلو

مور او خور بې ستره  شوې په ورور پسې په پلار ژاړي  

اور په ننګرهار بل دی، پاچا په  غلامۍ ویاړي

 شعر ژاړي، شاعرژاړي په سروسترګو انګار ژاړي

ای د دنیا ربــــــــــه! زموږ  د وینو ابشار وینې

ویاړ ژاړي ، پښتو ژاړي  د پیغلو شرنګهار ژاړي

خدایه یو نجیب نشته چې مل شي د ګلو دکور

وګورئ خادمه، څنګه ستا کور ننګرهار ژاړي   

ع . رشید

نوی ډیلی ،   د ۲۰۱۷ کال لسمه

1 COMMENT

  1. وژنئ وژنئ د پردو میندو زامن دي
    ګنهګار دي چې په خپل وطن مین دي
    د لته مینه جنایت دی ویې نه کړې
    رهبران مو د لالان د خپل وطن دي
    یو هیرا منډۍ کې ناست دی طلاوت کړي
    نور پراته بیا د غربیانو په لمن دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب