چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبته د چا د زړه له درده را روان يې! / سعيد...

ته د چا د زړه له درده را روان يې! / سعيد زابلى

د شپون (شپه، شپانه) خيالونه مې له ماشومتوبه په ذهن كې غځونې كوي، ماښام به پر تونګانچه(چوتره)رڼو ستورو ته د كوترې توړۍ يا بختورې اګو(اګو: زموږ كليواله اصطلاح  د زړې په مانا ده او مذكر يې اګا زوړ دى)، نكلونو به هره شپه په رنګينو خيالونو كې د خوب د ښاپيرۍ غېږې ته سپارلم، ډېرې كيسې به د شپنو په اړه وې، په اسمان كې به هم  د هغه ستوري د نندارې په لټه وم، چې كوترې توړۍ به ويل، هااااغه غټ ستورى شپون دى، دا نور ستوري يې اوبو ته روان كړي دي، خو بې له شكه چې په ماشومتوب كې خيالونه او واقيعتونه نه سره بېليږي، د خونې په غولي كې د كولك(د بام د كوچني سوري)څخه را لوېدلې د لمر وړانګې ته ماشوم څومره لاسونه وهي، ګوندي ويې نيسي مچو ځينې واخلي او بيا چې لږ غټوكى شي، نږدې غرونه يې په ذهن كې عجيب تصوير جوړوي ، ارمان يې وي چې د غره پر نرۍ څنډه ور پورته شوى واى، داسمان پر شنه هېنداره به يې لاس را تېر كړى واى او د شپې خو به يې لمن له ستورو ډكه مورجانې ته راوړې واى. خو كله چې را لوى شو، نو بيا ورو ورو ځانونه د حقيقت په پاموولو او ورباندې د پوهېدولو سره اشنا كوو، ښايي له همدغه ځايه به د فلسفې ورا پرانيستل كېږي؟ ځكه  ارسطو وايي(( فلسفه داسې علم دى چې  د نړۍ پر مخ د موجوداتو له حالت او څرنګوالي  بحث كوي)) او  فيثاغورث چې په لومړي ځل د فلسفې كلمه کارولې ده، وايي (( دا علم  د دوستۍ او خپلوۍ ريښې لټوي))، موږ هم په ټوليزو ډول د لويېدو پر مهال  د ماشومتوب د خيالونو په حقيقي نړۍ كې د لټولو او له يو او بل سره د دوستۍ او اړيكو موندلو هڅې كوو. زه كه د فلسفې له نړۍ ناخبره وم، خو د ماشومتوب په ايډيال پسې خپه وم،  د بخت ستورى مې هله وځلېدى چې د هغو خيالونو له كبله مې  شاعرۍ او ليكوالۍ ته مخ واوښتى، مګر زما د ماشومتوب ايډال څه شو؟ هغه په ليكوالو او شاعرانو كې را څرګند شو.

 د ماشومتوب  ايډيال كه مې خيالي و، خو د تورو ماټو( ماټ د بريتونو راتلو توره ليكه: له ماشومتوبه د وتلو وخت) پر مهال له يو ه ليكوال او شاعر شپون له نامه سره اشنا شوم،  ورو ورو د هغه د هوا په څپو كې له ږغ (هاغه مهال د امريكا ږغ راډيو سره همكار و)، وروسته يې بيا له ليكنو، ناولونو، خاطرو، شعرونو او د نظمونو له ژباړې سره مخ شوم، دا اوس مې هم د كمپيوټر پر سكرين د شپون صيب ليكنې خورې ورې ويړې دي.

د ليكوال او شاعر استاد سعدالدين شپون په قلم كې يو عجيب كيفيت دى، خوږې او ترخې خاطرې چې  د كلي او ښار ګڼ انځورونه لري او  دغه دوه قطبونه كله كله يو خوندور ټكر هم رامنځ ته كوي، كه تاريخونه ولوستل شي، نو ټولې ښې او بدې خاطرې له همدې دوو رامنځ ته شوې دي، مګر هنر خو غواړي، د استاد شپون هنر په دې كې دى چې  د نثر په خوږه شپيلۍ كې د زمانې بادونو وړې دا خبرې، د پخوانيو مينو د ټپو غوندي په نوي انداز او عجيب كيف اوروي،  تر ډېره وخته سړى ورسره نغمه زاره وي، اورېدونكى كله موسكى كوي او كله يې بيا په سترګو كې رڼې اوښكې  ځلوي.

د استاد شپون صاحب كمال په دې كې دى  چې هغه په ټولنه كې هر څه ته  د يو څېړونكي په سترګه كتلي دي نه د يو عادي ليدونكي په صفت، ډاكټر محب الله زغم د افغان ادبي بهير په يوه غونډه كې د يوې كره كتنې پر مهال وويل چې ((ليدل غيري اختياري وي))دا خبره مې ځكه زړه واخيسته موږ چې پر لار روان يو، ډېر څه كه غواړو كه نه غواړو د سترګو د ليد په ساحه كې مو راځي، يا مجبوره يو سترګې وغړو، مګر كتل په اختياري ډول كيږي، رحمت الله درد وايي:

په ډك محفل كې چې ما تاته كتل

خطا منم نو ما به چا ته كتل

 په محفل كې يوې او بلې خواته سترګې اړول د ټولو مجلس عادت دى، مګر يو  تن فوكس كول مانا دا چې يوه ته  په جدي انداز كتل، به ضرور  بېل انداز  لري، خو په دغه محفل كې چې درد په وړاندې يې ګيله پيدا كړې ده، مانداره كتل و، شپون صاحب د ټولنې هرڅه ته په مانداره ډول كتلي دي.ځكه يې د قلم لپاره ډېر څه ځنې تر لاسه كړي دي، زما موخه دا ده چې د هر چا ژوند له خاطرو ډك دى، روسى ليكوال ايلمار وايي چې هغه د رومان ليكولو لپاره تر ډېره خپلې خاطرې كارولې دي، په تېره بيا هغه خاطرې چې په يوه فابريكه كې يې كار كړى و او د كارګرو ستونزې يې له نيږدې څارلې وې، شپيون صاحب هم لومړۍ د ټولنې نبض ته ځان رسولى او بيا  يې نو قلم ته لاس كړى دى او د ليكلو د انداز  شيريني بيا لوستونكي نور هم  ځان ته رامات كړي دي، هغه ډېر لوى بيان په ډېرو كمو جملو كې وړاندې كوي، په دې باور دى چې څومره ژر كولى شي، لوستونكي ته پيغام  چې پيغام په اصل كې د ليكوال او شاعر ارمان وي په ډېر ساده بې تكلفه  جملو او تورو له يو بل سره غاړه غړۍ ورسوي، ډاكټر لطيف بهاند په وينا، (هره وينا يو ارمان دى)، خو بې له شكه كه له ارمانه سره مينه او عاطفه نه وي، ښايي اورېدونكى او لوستونكى تر اغېز لاندې را نه ولي، د شپون صاحب، نيكمرغي داده چې په هره ليكنه كې سره له دې چې ارمان لري تر څنګ يې عاطفي اړخ هم  پالي. له لوستونكي سره غم ژړوي، يا يې له ځان سره غمشريك كوي، كه يې ليكنې ولوستلې شي، نو د ولس ژور دردونه، ارمانونه، مينه، خندا او ژړا چې د سيمې له غرو رغو، درو او چينو سرا را جيګوي له ورايه په كې څركونه وهي .

استاد شپون صاحب تر دغو شېبو پورې د پښتو ادب د غنې كېدلو او ولس لپاره ګڼې خورې ورې هڅې كړې دي، خو تر ټولو ډېر كار يې د ناول په برخه كې كړى دى، چې زموږ ژبه له دې څاكه (هماغه پلو، اړخ دريادوم) لږ خواره ده، خو د شپون صيب ناولونو د دې لړۍ په حاشيو كې خورا طلايي مرۍ وراضافه كړې دي.

دا چې د دې وخت ښه ليكوال او د هغه وخت د خان اباد د شنې سيمې جانانه ځوان څنګه د ځوانۍ په لومړيو شپو او ورځو كې د پښتو د ادب په ګلبڼ كې د نوي بلبل غوندې نغمې پيل كړې؟ له صديق الله بدر سره يې د زړه خواله كړې ده: (( زه د ادب دنيا ته د شعر له وره راننوتى يم او پرخه په ترخه په نامه يوه شعري ټولګه مې چاپ شوې ده. زما ورور، چې منهاج الدين نومېده او تخلص يې ګهيځ كاوه، د هغه له شعر و شاعرۍ سره شوق و. د هغه يوه كتابچه وه او درسته ورځ به ما لوسته. يو وخت ځير شوم، هغه څه چې زه غواړم خپلو وطنوالو ته يې ووايم په شعر كې نه ځاييږي، همدا و، چې داستان ته مې مخه كړه. شين ټاغى، ګټيالى او د سمڅې ياران زما هغه ناولونه دي، چې چاپ شوي دي. د بنګي غاړه، چې ده زما د لنډو كيسو ټولګه ده. و نه و يو شپون و، د دغه شپون، چې اوس تا سره خبرې كوي، د ژوند كيسې او خاطرې دي. رښتيا د همينګوې څو كيسې مې هم پښتو كړې دي، چې د بوډا او سين په نامه يو كتابګوټي كې چاپ شوې دي. ما چې څه ليكلي هغه ټول چاپ شوي دي. یو نيم نورې نيمګړې هم لرم.))كټ مټ

خو ښاغلى سعدالدين شپون  د خپل وس برابر ټولنې ته خپل خدمت وكړ او له دې مركې وروسته يې د ښايستو ناول هم چاپ شو، خو(( زه يې چا لره وهم قدر يې چازده)) موږ هم عجيبه مينه وال يو، كه مو د چا كوم شعر يا كتاب خوښ شو، بيا نو له هغه تل د داسې كار غوښتنه كوو، مګر دې ته نه ګورو، چې بلا زمانې تيرې شوې دي، اوس دا سړى په ستايلو او لمانځولو ارزي، هغه اوس د ځوانى پژى(وس) نه لري، خو شپون صاحب دې كور ودان وي اوس هم  خورا خوندورې  ليكنې كوي، د هغه د ځينو نظمونو ژباړې يا خاطرې ډېر څه راكولى شي، مولانا ابوالكلام اذاد كه په نظم د خپل سياسي ژوند خاطرې خوندې كړې، نو پښتون شپون بيا د خپل ځانګړي سبك او طنز له مخې چې د نظم غوندي خوږ لګيږي، د خپل ژوند ډول ډول خاطرې ليكي، بلكې ډېرو جدي موضوعاتو ته  د قلم څوكه رسوي او ستر نوښت يې په دې كې دى چې هغه د روان ژوند انځورونه له تېرو خاطرو سره مل روان كړي وي او ستر پيغامونه په كې لېږدوي.

نن مې د تېر په څېر د هغه يوه وړه ليكنه د دويم ځل لپاره كليك كړه، په ليكنه كې يې د يوه كليوال  له خولې عجيبه خبرې را اخستې وي: ((  که خان آباديان نران دي، همدا اوس مې دې پالي، قيماق چای دې راکوي، لاندی دې راکوي، کلوښې دې را ته سموي، لږ تر لږه دې يوه ښايسته نجلۍ را واده کړي. چې مړ شم بيا مې دې ايسته بې شناختې قبر کې واچوي، هېر مې دې کړي، له تجربې وايم چې زما تش کالبوت به رای پرې ونه وهي.))

د كليوال د دې خبرو په لوستو ډېر په ژورو سوچونو كې ولاړم، خو  زما په ذهن كې بيا هم شپون صاحب را څرګند شو:

دا سړى له ډېره وخته

وينم، اورمه او لولم

د يو چا د زړه له درده را روان دى

را روان دى، را روان دى

لا لګيا دى وهي كوكي

را  اخستى د چا غم دى

خو افسوس پردغو خلكو

لار ترې وركه په اغزو كې

ترېنه هيره سپينه لاره

لا تراوسه هم پوه نه شول

چرته مينه چرته لاره

مهين كېږي ژوندون څنګه

ستوري ولې ځلوي راڼه مخونه

سپوږمۍ څنګه رڼوي د تيارو لارې

هاى له بده توره بخته

وينم، اورمه او لولم

دا سړى له ډېره وخته

چا يې وا نه ورېدې چيغې

اخ ګامونه يې اوچت كړو مخ ته درومي

زمانې بلا وهلې يې زړه مات كړ

مايوسي يې په څېره كې له ورا ښكاري

ګوندې زما سوې نارې يې تر غوږو شي

يه سړيه وه سړيه وه سړيه

 وخت بدل دى لږ خو تم شه

لږ خو تم شه، لږ خو تم شه، لږ خو تم شه

ګوندي څوك خو را پيدا شي

له بلا كلونو وروسته

ستا اوواز در بدرګه كړي

يا قربان په جګه غاړه

 ستا سندرې زمزمه كړي

يا څهره كې په كې جوړه

   ستا خبرې ايينه كړي

           يه سړيه وخت بدل دى

                             لږ خو تم شه

                                     لږ خو تم شه

                                            لږ خو تم شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب