۲۵ – سواتنامه:
سواتنامه د خوشحال خان خټک منظوم اثر دئ چي په هغه کي د سوات سیمي په باب هر اړخیز معلومات د نظم په ژبه وړاندي سوي دي. دا منظوم جغرافیایي، تاریخي، سیاسي، کلتوري او معلوماتي اثر وار د واره د خوشحال خټک د لمسي افضل خان خټک (۱۰۷۵ – ۱۱۵۳هـ ق) په اراده او قلم د تاریخ مرصع متن کي خپور سوی دئ([1]). وروسته بیا سیدرسول رسا د “ارمغان خوشحال” په اتم ټوک کي هم چاپ کړ. د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو انستیتوت د خوشحال خان خټک د مړیني د درې سوم تلین په مناسبت د سواتنامې تحقیقي متن د زرو ټوکو په تېراژ په ۱۳۵۸ ش کال چاپ کړ چي د تصحیح، تحقیق او تحشیې کار ئې د ارواښاد لوی استاد پوهاند عبدالحي حبیبي له خوا سر ته رسېدلی دئ (د ثور لومړۍ ورځ – ۱۳۵۸ش کال) او د اهتمام چاري ئې بسم الله حقمل، مجاوراحمد مومند، نصرالله ناصر او لطیف تر سره کړي دي. د متن هر بیت نومره لري چي ټول شمېر ئې ۳۹۱بیتو ته رسېږي. همدا شمېر بیتونه په تاریخ مرصع او ارمغان خوشحال کي هم ثبت دي. د متن په سر کي د سوات پر تاریخ باندي هراړخېزه څېړنه سوې ده (اووه اویا مخه) او د هر مخ په پای کي نسخه بدیلونه، د توضیح غوښتونکو لغاتو، نومونو، او ځایونو په باب نسبتاً اوږده لمنلیکونه وراچول سوي دي. متن په ډېر دقت سره سم سوی دئ او هغه ځایونه او لغاتونه چي د مصحح په نظر ناسم ورغلی دي، په دقت سره سم سوي دي او مدلل سوي دي. د متن په پای کي یو مخ سمون لیک پر زیات سوی دئ او په هغه کي اته مورده چاپی تېروتني راغلي دي. دغه تېروتني د افغاني او پښتني مطبوعاتو په مقایسه ډېري لږ دي او د اهتمام پر دقت باندي دلالت کوي. د سریزي او لمنلیکونو لیکدود د مصحح خپل لیکدود نه دئ او د دوی له نورو لیکنوسره مغایرت لري.
د دغه چاپ په باب، چي ټول متن ئې اووه اویامخه دئ او په هغه کي درې سوه یو نوي بیته راغلي دي، ویل کېږي چي په “تاریخ مرصع” او “ارمغان خوشحال” کی د سواتنامې له راغلو ثبتونو څخه برابر سوی دئ([2]). علامه حبیبي د دغه چاپ په سر کي تر سریزي یو مخ وړاندي د یوې یادوني په ترڅ کي د تاریخ مرصع د چاپ سوي نسخې او ارمغان خوشحال په باب لیکي چي “دغه دواړه کتابونه د سواتنامې د متن په تصحیح او تحشیه کي زما تر نظر لاندي وو…” له دې عبارت څخه زما سملاسي انتباه داسي وه چي د متن په برابرولو کي له نورو نسخوڅخه هم باید استفاده سوې وي. کله چي متن ته ورننوتلم هورې مي د اووم، اتم، نهم، یوویشتم، پنځه ویشتم، شپږویشتم، اته دېرشم، اووه شپېتم مخ په حاشیو کي “په یوه خطي نسخه کي”، “یوه نسخه:”، “په ځینو نسخو کي”، “یوه نسخه:”، “یوه نسخه”، “بله نسخه”، “بله نسخه”،”… او خطي نسخو کي” عبارتونه ولوستل او دا مي زړه ته ولوېدله چي د سواتنامې دغه متن یوازي د تاریخ مرصع او ارمغان خوشحال پر ثبتونو باندي متکي نه دئ. که څه هم د “یوه نسخه” او “بله نسخه” اشارې و تاریخ مرصع او ارمغان خوشحال ته هم راجع کېدلای سي خو “یوه خطي نسخه” او “په ځینو نسخو کي” عبارتو څخه د لوستونکي حتمي انتباه داسي ده چي د متن په تصحیح کي له نورونسخو څخه هم کار اخیست سوی دئ. له بده مرغه د متن مصحح د دغو نسخو تفصیلي پېژندنه لازمه نه ده گڼلې او همداکار د متنڅېړني پر نننیو اصولو باندي نه سي برابرېدلای.
۲۶ – د خوشحال کلیات لومړی ټوک:
د خوشحال خټک کلیات لومړی ټوک (د غزلونو برخه) د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو انستیتوت د ادب او فولکلور څانگي له خوا د خوشحال خان د مړیني د درې سوم تلین د بین المللي سیمینار په ویاړ، چي د یونسکو په مرسته جوړ سوی وو، د ۱۳۵۹ش کال په حوت میاشت کي د ۱۸۰۰ ټوکو په شمېر د کابل په دولتي مطبعه کي چاپ سوی دئ. د اهتمام چاري ئې مصطفی نژدې او روزیگل هنرمل سر ته رسولي دي. د هغه وخت د علومو اکاډیمۍ لوی رئیس پوهندوی دوکتورگل محمدنورزوی([3]) شپږویشت مخه سریزه پر کښلې ده. څیړندوی محمدصدیق روهي، چي په دغه وخت کي د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو د انستیتوت د ادب او فولکلور لوی مدیر وو، “د خوشحال خټک لنډه پېژندگلوي او د کلیاتود لومړي ټوک د انتقادي متن ماخذونه” تر سرلیک لاندي دیارلس مخه معلومات ورکړي دي. تر دغو لیکنو وروسته په یوه مخ کي “کوروداني” او په بله پاڼه کي د لومړۍ خطي نسخې د لیکدود مقایسوي جدول راغلی دئ. تر دې پسې د کلیاتو متن شروع کېږي چي د دري اشعارو په گډون ئې ۵۲۸ مخه نیولي دي. کتاب په پای کي درې مخه سمون لیک هم لري.
د دغه چاپ د وقایې تر دوهم مخ وروسته د خوشحال خان انځور او پر څلرم مخ ئې “دوهم چاپ” کښلی دئ.
د کلیاتو د لومړي ټوک دغه متن له درو چاپي نسخو او پنځو قلمي نسخو څخه ترتیب سوی دئ. د ترتیب کار ئې تر ډېره حده د ادب او فولکلور څانگي “پخواني” مدیر دوست محمددوست (ارواښاد دوست شینواری) سر ته رسولی دئ خو د متن په تکمیل او دوهم وار کتنه کي یوه پياوړي ټیم زیار گاللی دئ چي “څېړندوی محمدصدیق روهي، څېړندوی محمداکبر معتمد، څیړنمل محمداسمعیل سړبن، څیړنمل محمد عارف غروال، څیړنیار عبدالواجد واجد، څیړنیار نورالله ولسپال، څیړنیار محمدعمر وزیر، څیړونکي عبدالباري جهاني او سعدالله” ئې غړي ول.
کومي چاپی نسخې چي د دې متن په ترتیب کي کار ورڅخه اخیستل سوی دئ، ټولي د باصلاحیتو کسانو له خوا ترتیب سوي دي او خطي نسخې ئې، په تېره بیا لومړۍ خطي نسخه د قدامت او اعتبار له مخي مهمي بلل سوي دي. زه به لومړۍ د دغو چاپي او خطي نسخو پېژندني ته د قلم څوکه وروگرزوم او بیا به نوري خبري پسې تعقیب کړم.
په چاپي نسخو کي “کلیات خوشحال خان خټک” په سر کي یاد سوی دئ. دا کلیات د ارواښاد دوست محمدخان کامل په لاس ترتیب سوی او لومړی وار په ۱۹۵۲ع او دوهم وار په ۱۹۶۰ع کي په پېښور کي چاپ سوی دئ. دوهمه چاپي نسخه “ارمغان خوشحال” نومېږي چي ارواښاد سید رسول رسا په ۱۹۶۴ع کال په بیښور کي خپره کړې ده او دریمه چاپي نسخه “د خوشحال خان خټک مرغلري” ده چي ارواښاد علامه حبیبي په ۱۹۳۸ع کال کي له کندهاره خپره کړې ده.
په خطي نسخو کي لومړۍ نسخه یوه ډېره مهمه نسخه ده چي د خوشحال خان تر مړیني یو کال دمخه (۱۰۹۹هـ ق) لیکل سوې ده. دوهمه نسخه ئې د کتابت نېټه نه لري خو دوهمه او دریمه نسخه په ترتیب سره په ۱۲۵۰هـ ق کال او ۱۲۷۳هـ ق کال لیکل سوې ده. څلرمه نسخه هم د ارواښاد روهي د لیکني له مخي هغه نسخه ده چي علامه حبیبي مرحوم “د خوشحال خټک مرغلري” په ترتیبولو کي استفاده ځني کړې ده، او غالباً به هغه نسخه وي چي د خوشحال خان تر وفات دوڅلوېښت کاله وروسته (۱۱۴۲هـ ق ) خطاطی سوې ده.
په دې خطي نسخو کي د لومړۍ نسخې په باب داسي نظر هم سته چي پر ځینو ځایو باندي ئې د خوشحال خان په خپل قلم لیکل سوي اشعار او یاداښتونه لیکل سوي دي([4]) د دغي نسخې ټول مخونه د سریزي په اته دېرشم مخ کي (۵۶) ښوول سوي دي چي چاپي تېروتنه ده او په سمون لیک کي هم اشاره نه ده ورته سوې. د دغي نسخې ټول مخونه (۳۹۰) بلل سوي دي([5]).
ما چي د کلیاتو دغه ټوک وکوت، یو ځای ئې د عبدالغني کاسي جونگ ته د ادبي ستوري لومړي ټوک په استناد حواله ورکړې ده (۳۳مخ). له دې حوالې څخه څوک ویلای سي چي د کلیاتو په مآخذو کي د عبدالغني کاسي جونگ هم راځي (که څه هم لږ استفاده ځني سوې وي) چي یادونه ئې بایدپه سریزه کي سوې وای.
د خوشحال خټک کلیات لومړي ټوک په سریزه کي گټور مطالب سته خو سریزه د وخت د سیاسي فضا تر اغېزې لاندي په داسي روحیه کښل سوې ده چي د چا خبره خوشحال خان خټک باید د “مترقي” شاعر! په توگه معرفي کړي.
د دغه کلیات د ترتیبولو په کار کي د نیمگړتیاوو یادونه د ارواښاد روهي صاحب په لیکنه کي داسي سوې ده:
۱ – ټول بیتونه له یوې معیاري نسخې څخه نه دي اخیستل سوي.
۲ – د لمن لیک په عبارت کي له دوو بېلو بېلو روشونو څخه کار اخیستل سوی دئ.
۳ – د ردیف په مسئله کي د قافیې کلمات د قاموس په شان نه دي اوډل سوي او یوازي د قافیې اول توري ته اعتبار ورکړه سوی دئ.
د دغه نقادانه نتیجه اخیستني په شته والي کي ما ته گویا د کره کتني اړتیا نوره نه پاتېږي، خو په پورتني نقد کي عمومیاتو ته اشاره سوې ده او زه به یو څه جزئیاتو ته ورداخل سم.
د متن په ترتیبولو کي د اصل نسخې ټاکلو پر پرنسیب باندي ما د دې کتاب په سر کي خبري کړي او په پورته نتیجه گیري کي هم د “یوې معیاري نسخې” څخه مراد همدا د اصل په توگه د یوې نسخې ټاکلو ته اشاره سوې ده. د دغه کلیات په ترتیبولو کي باید هغه خطي نسخه د اصل په توگه ټاکل سوی وای چي د خوشحال خان خټک په ژوندلیکل سوې او موږ ته د “لومړۍ نسخې” په نامه راښوول سوې ده. د دې نسخې بدیلونه چي د متن په لمنلیکونو کي ښوول سوي دي، ټول دا حکم کوي چي د دغي نسخې ثبت ته باید اوله درجه اعتبار ورکول سوی وای. زه به ئې دلته پر ځینو برخو باندي وږغېږم:
– د لومړۍ نسخې له زیاترو (ښین) لرونکو کلماتو (کښي، کښیږدي، ښکنځل، نخښه، …) څخه (ښینونه) غورځول سوي او د (کې،کېږدي، کنځل، نښه…) په شکل لیکل سوي دي. د متن تر پنځم مخ پوري ئې اختلافي صورتونه په حاشیه کي لیکلي دي خو د پنځم مخ په دریمه حاشیه کي ئې د یوې یادونی په ترڅ کي د دغواختلافي صورتو له لیکلو څخه هم اوږې سپکي کړي او کښلي ئې دي: “څرنگه په قلمي نسخو کې هر ځای د (کې) په ځای (کښې) او د (کیږدي) په ځای (کښیږدي) راغلی دی په راتلونکو مخونو کې یې یادونې ته ضرورت نشته”.
د کلیات د ترتیبولو په وخت کي د افغانستان لیکوالو په متونو کي دغه راز تصرفونه د معیاري لیکدود په پلمه په عام ډول کول او ما هم د متونو په برابرولو کي دغه شان تصرفونه کړي دي، خو د متنپوهانو په نظر دا کار د متن مسخه کول بلل کېږي. د خوشحال خان په ژبه او لهجه کي دغه ښینونه هم ویل کېدل او هم لیکل کېدل. که ئې د ننني معیار پر اساس په اړوندو کلماتو کي ونه لیکو، گویا د خوشحال ژبه مو ورمسخه کړې ده او د دې راز کلماتو په شته والي کي څوک نه سي کولای له دغو شعرو سره د خوشحال خان نوم وتړي. دا مسئله زموږ په نظر مهمه نه راځي خو د متنپوهان ئې ډېره جدي مداخله بولي او د نه کولو توصیه ئې کوي. زموږ پوهانو که د لیکدود په برخه کي کومي فیصلې کړي دي د هغو تطبیقول پر کلاسیکو متونو باندي د خندا وړ کار دئ. تاسي د انگرېزي ژبي کلاسیک آثار وگورئ، هورې د (thee,thou,thyself,thine) کلمات چي په ترتیب سره د (you,you,yourself,yours) معادلي کلمې دي، په نننیو چاپونو کي هم لیکي خو دا کلاسیک کلمات د نننۍ انگرېزۍ په دواړو معیاري شکلونو (برتانوي اوامریکایي) کي نه کارېږي خو په کلاسیکو متونو کي ئې پر هماغه پخواني شکل پرې ایښی دي.
د پښتو کلاسیکو متونو د ثبت په کار کي د پښتونخوا محققین د افغانستان تر څېړونکو ډېر محتاط دي.
– د لومړۍ خطي نسخې “زما” ضمیر هر ځای “دما” سوی دئ. دلیل به ئې ښایي دا وي چي د متن د ترتیبوونکو په نظربه د خټکو لهجه په پام کي نیول سوی وي. پوهاند زیار صاحب هم د خټکو په اوسنۍ لهجه کي د “دما، دتا،…” ضمیرونو سته والی تائیدوي (د خوشال ادبي پښتو: ۳۰مخ). خو ما د خوشحال خان خټک په آثارو کي د “زما” ضمیر پراخ استعمال لیدلی دئ او داسي مي لا هم زړه ته راگرزي چي په ځینو لهجو کي دي د (دما) ضمیر سته والی د ژبي د وروستیو انکشافاتو محصول وي. په هر صورت دا چي د هغي خطي نسخې ثبت ته اعتبار نه دئ ورکول چي د خوشحال خان په ژوندکي لیکل سوې ده، په خپله د پوښتني وړ خبره ده، خو د حیرانتیا ځای دا دئ چي د متن په ۱۳مخ کي بیا د همدغي خطي نسخې “دما” په “زما” سره اوښتی دئ او په دریمه حاشیه کي ئې یادونه هم راغلې ده!
– د ژبي د سوچه توب تمایل د متن په ترتیب کي اغېزه کړې ده. د مثال په توگه:
د لسم مخ په نهم لمنلیک کي د لومړۍ نسخې “همېشه” د سوچه توب تر اغېزې لاندي “تل” سوی دئ. باید د شاعر خپل انتخاب ته ترجیح ورکړه سوې وای.
د ۴۵مخ د پنځم لمنلیک “دیوانه دیوانه تر شي” په ټولو قلمي نسخو کي همداسي ثبت دئ خو د سوچه توب په اشتها سره “لیونی لیونی تر شي” ځني جوړ سوی دئ.
د ۵۶مخ د دوهم لمنلیک “کشتن” په متن کي “وژو” سوی دئ. باید د خطي نسخو ثبت غوره بلل سوی وای. دغه راز د همدې مخ د پنځمي حاشیې”دیدن” چي په ټولو قلمي نسخو کي همداسي ثبت دئ، په متن کي “لیدل” سوی دئ. په شرقي ادب کي “دیدن” د عادي فزیکي لیدلو په مفهوم نه کارېږي، بلکي “دیدن” د عاشق او معشوق تر منځ لیدنه کتنه ده او د دې کلمې په کارولو او لوستلو کي هغه خاص کیفیت ذهن ته تداعي کېږي چي د شرق د محافظه کاري ټولني د حاکمو شرایطو تر اختناق لاندي دوه مینان په پټه یو له بل سره گوري. د “دیدن” ځای په پښتو ادب کي معمولا گودر ښوول سوی دئ:
که دیدن کړې گودر ته راسه
زه به منگی په لپو ورو ورو ډکومه
کله کله د “دیدن” پر ځای د “ملاقات” کلمه هم کارېږي. دغه “ملاقات” هم د کلمې په عامه معنا سره نه راځي، بلکي مراد ئې د دوو مینو لیده کاته وي. د کندهار یو محلي شاعر ویلي دي:
بې ملاقاته دي سلام راستول اور لگوي
زه هغه اور له ځــانه وژنم دلبر نور لگوي
تاسي گورئ چي موږ د ژبي د سوچه توب په هوس له څومره مهمو مفاهیمو سره لوبي کوو او مسخه کوو يې!
د “دیدن” ښکلې او عاشقانه کلمه په ۶۶،۹۲،۹۴،۱۷۵،… مخو کي هم مسخه سوې ده.
د ۷۴مخ د اووم لمنلیک “نادان” چي په خطي نسخو کي همداسي ضبط دئ، په “ناپوه” اړول سوی دئ. “نادان” کلمه هم زموږ په شفاهي او تحریري ادب کي د “دیدن” په شان په عامه معنا نه کارېږي. د “نادان” په کلمه کي پر ناپوهۍ سربېره، معصومیت، بې تجربه توب، د عمر کموالی او نور مفاهیم په پام کي دي.
د ۸۴مخ د لومړۍ حاشیې “چارپایو” د خطي نسخو پر خلاف په متن کي “څارویو” سوی دئ. له “چارپای” څخه د شاعر مراد د ځناورو په ګډون ټول حیوانات دي خو په “څارویو” کي ټول حیوانات شامل نه دي. خوشحال خان ئې په توپیر پوهېدى.
د ۱۰۲مخ د اولي حاشیې “اول” کلمه چي په خطي نسخو کي همداسي ده، په متن کي “لومړي” سوې ده. د ۱۲۷مخ د دریم لمنلیک “تنگدل” په متن کي “زړه تنگ” سوی دئ. د ۱۳۴مخ د څلرم لمنلیک “دریاب” په متن کي “سیند” سوی دئ. د ۱۷۴مخ د پنځمي حاشیې “دِل” په متن کي “زړه” سوی دئ. د ۱۷۸مخ د لومړي لمنلیک “بازۍ” په متن کي”لوبې” سوي دي.
دا لیست که زه پسې تعقیب کړم، باید یو بل کتاب ورته سرښته کړم.
دا مسخه کوونکي لاسوهني ښایي د خوشحال خټک کلیات د لومړي ټوک ترتیبوونکو نه وي کړي او له کومي چاپي نسخې څخه به ئې د “الا، بلا، بگردن ملا” په حکم رااخیستي وي، خو متنپوهانو ته د دغو تصرفاتو له بابته قناعت ورکول، مشکل کار دئ.
– په کتاب کي ځیني جدي چاپی تېروتني سته چي په سمون لیک کي هم اشاره نه ده ورته سوې. دوه درې مثاله ئې دا دي:
د ۱۴مخ په څلرم مخ کي د “احول = چپک” لغت (احوال) لیکل سوی دئ، د ۴۹ مخ د پای له خوا دوهم بیت بیخي ډېر وران سوی دئ. چاپي شکل ئې داسي دئ:
مینه د مجنون په لــــیلالا شوم ډیره ډیره
څو په چې عالم ورباندې وکړه هورزور
سم شکل ئې داسي بایدوای:
مینه د مجـــــــنون پر لیـلالاشوه ډیره ډیره
څو به چي عالَم ورباندي وکړهومره زور
د ۲۸۴مخ د پای له خوا دریم بیت په متن کي داسي دئ:
پاس په سر د اشیانه، تورکارگه قمر ترې لاندي
تور کارگه قمر ترې لاندي، پاس په سر د اشیانه
(قمر= سپوږمۍ) دلته هیڅ معنا نه ورکوي. دا ویی باید (قُمري = کوکو کوتره) وي.
ما د خوشحال خټک کلیات لومړی ټوک تر درې سوم مخ پوري په دقت وکوت او په درو پاڼوکي مي خورا ډېر داسي لمنلیکونه ځني رانقل کړل چي زما په نظر باید متن ته لوړ سوي وای، خو نور ئې بې حوصلې کړم او په همدغومي بسنه وکړه. د دغو رانقل سوو لمنلیکونو یوه برخه به د ” مشت نمونه خروار” په توگه له لوستونکو سره هم شریکه کړم.
د لومړي مخ اوله حاشیه باید متن ته لوړه سوې وای. د حاشیې “درست” کلمه د خوشحال خان د ژبي عام او مروج لغت دئ چي لومړۍ خطی نسخې هم ثبت کړی دئ. په متن کي د “درست” پر ځای “کُل” راغلی دئ چي باید نه وای راغلی.
د دوهم مخ د یوولسم لمنلیک “څه رنگه” باید د متن د “څه شکل” پر ځای راغلی وای. د لومړۍ خطی نسخې ثبت باید غوره گڼل سوی وای.
د شپږم مخ په اوومه حاشیه کي د “کړ” فعل په متن کي “کړل” سوی دئ او د حاشیې له مخي گویا په دریو خطي نسخو کي “کړ” ثبت دئ. زما په نظر د خطي نسخو خطاطانو د (ړ) پر سر باندي زور (فتحه) ایښې ده چي مراد ئې (کړه) دئ. د خوشحال خان خټک په لهجه کي (کړه) د پښتو د ځینونورو لهجو په شان د (ړ) توري په زوه ره کي سره د جمع له پاره راځي. د دغه دلیل له مخي باید دغه د (کړه) شکل په متن کي شامل سوی وای. دا سهي خبره ده چي په اوسني لیکدود کي باید موږ (کړل) د جمع له پاره ولیکو، خو د خوشحال په ژبه کي دغه راز تصرف لازم نه دئ.
د دیارلسم مخ په لومړۍ حاشیه کي د لومړۍ خطي نسخې یو بیت رانقل سوی دئ چي:
د تقوا غلیمه! دف له لاسه کښېږده
په ډهلی شــــهر څـــــــوک نغاره نه کا
په متن کي ئې دغه بیت داسي دئ:
د تقوا غلیمې! دف کیږده له لاسه
په ډهلي ښهرکې څوک نقاره نه کا
دلته گورو، چي د خطی نسخې “غلیمه” په متن کي ښځینه “غلیمې” سوی دئ او “نغاره” هم “نقاره” سوې ده.
د غلیم ویی به ئې ځکه ښځینه کړی وي چي د مرتبینو په نظر “دف = داریه” وهل معمولاً د ښځمنو کار دئ او د نغارې (غ) به ئې ځکه په قاف اړولی وي، چي گویا دا ئې اصلي بڼه ده.
فکر کوم لوستونکي به زما سره پر دې خبره باندي په یوه نظر وي، چي خوشحال خان د خپل شعر د کلماتو په ټاکلو کي هر وخت له غور او دقت څخه کار اخلي. ده ته دا خبره معلومه وه چي (دف) یوازي ښځمني نه وهي، بلکي نارینه ئې هم وهي. دغه دف وهونکي نارینه ته “لوتي” یا په مُلایي لیکدود “لوطي” ویل کېږي. او نغاره وهل خو په مطلق ډول د نارینه وو کار دئ. اوس چي هم د پښتنو سیمو په ځینو زیارتو کي نغارې وهل کېږي، وهونکي ئې نارینه وي. خوشحال خان چي “د تقوا غلیم” نارینه گڼلی دئ، په دې کي ئې په یوه غشي دوې نخښي ویشتلي دي. یو خو ئې د دف و نغارې د وهونکو جنس په سهي توگه ښوولی دئ او بل ئې له لوتي سره، چي په پښتني ټولنه کي ئې مقام سپک دئ، د تقوا د غلیم حیثیت هم راټیټ کړی دئ. موږ د خان دا ټولي هنري ښېگڼي په خپل بیځایه تصرف سره زیانمني کړي دي.
په ۲۸ مخ کي یو بیت داسي دئ:
تل به د جفاپه دریابونو کې غوټې خوري
څــــوک چي زړه د دورپه دلـــــبرو مـــبتلاکا
د دغه مخ په اوومه حاشیه کي ئې ویلي دي چي په لومړۍ خطي نسخه کي د دریا بړنړ پر ځای “گردابونو” راغلی دئ. که قلم زما په لاس کي وای ما به د خطي نسخې ثبت اخیستی وای، ځکه د غوټې خوړلو احتمال تر “دریابونو” په “گردابونو” کي زیات سته. په دریاب کي هرومرو څوک غوټې نه خورې خو په گرداب کي له غوټو څخه چاره نسته. نو په دې بیت کي خو یو د “گرداب” او “غوټې” تر منځ مناسبت په پام کي نیول سوی دئ او بل د اول نیم بیتي “گردابونه” د دوهم نیم بیتي له “دَوَر” سره ادبي تلازم لري. د خوشحال خان سر په دغه راز باریکیو ښه پوره خلاص وو.
د ۸۶مخ کي د یوې غزلي مطلع داسي ده:
خــــدایه!کـــــه زه تاته نژدې کـــــیږم په افـــــــــــلاس
زرمې کند په غاړه کړه، یو مات کچکول په لاس
په دوهمه حاشیه کې د دغه بیت په ارتباط کښلي دي چي په لومړۍ خطي نسخه کي د کچکول پر ځای کنډول راغلی دئ. که ما دغه متن ترتیبولای، د کچکول پر ځای مي “کنډول” لیکى. په دې دلیل نه چي گویا کچکول دلته د بیت له معناومفهوم سره نه وایي، بلکي په دې دلیل چي یو خو دا د هغې نسخې ثبت دئ چي تر ټولو خطي نسخو قدیمه او د شاعر په ژوند لیکل سوې ده، او دوهم دا چي د “کنډول” لغت لرغونی استعمال راښيي. کنډول، کنډولی د مات خاورین لوښي په معنا قاموسونو اخیستی دئ او د پښتو په لوېدیځه لهجه کي ژوندی لغت دئ. په نورولهجوکي به هم وي.
په ۱۷۴مخ کي یو بیت داسي دئ:
د عاشق په زړه کې خیال د معشوقې وي
د هـــــــــــــندو په زړه کې فــــــــکر د ټیــــــــکو
په دریم لمنلیک کې ورته کښلي دي چي په لومړۍ خطي نسخه کي د ټیکو پر ځای “ټنگو” راغلی دئ. زما په نظر په پورته بیت کي تر (ټیکو) به (ټنگو) ډېره موزونه کلمه وي. ټنگه یا تنگه یو راز فلزي سِکه وه چي زما د وړکتوب په وختو کي ئې چلښت درلود او تر پنځه ویشت پوله (اووه لس ایکیزي) لږ څه زیات ارزښت ئې درلود. په دوهم نیم بیتي کي دې ټکي ته اشاره ده چي گویا د هندو په زړه کي تل د روپو (روپیو) فکر وي. زموږ په عوامو کی دا خبره همدا اوس لا هم کېږي چي “هندو پر روپو ایمان راوړی دئ”. زما د یادو خبره ده چي پخوا به د کندهار خلکو هندواڼو ته دمخه ښې پر ځای “لالا!دولت زیات” جمله ویله. د دغه استدلال له مخي زه ویلای سم چي د لومړۍ خطي نسخې ثبت باید غوره گڼل سوی او متن ته داخل سوی وای.
د ۲۰۵مخ په پنځم بیت کي لولو:
غونچه،گل چې ستا له خولې سره سیالي کړه
خــــــــــــوله یې بادپه تماچـــــــه کـــــړله فـــــــــراخه
په دریمه حاشیه کي ئې ورته کښلي دي چي په لومړۍ خطي نسخه کي د”تماچه” پر ځای “تپانچه” راغلې ده. ما ته د لومړۍ نسخې ثبت سم ښکاري ځکه په (توپ، توپک) کي (ت) او (پ) دواړي ساتلي سوي دي او (تپانچه = توپنچه) چي د توپک تصغیري نوم دئ، هم باید دا دواړه ږغونه ولري. د خوشحال په شعر کي هم دغه اصل په پام کي نیول سوی دئ. د (تپانچه = توپنچه) نور لهجوي شکلونه (تمانچه، تومانچه، تمینچه، تپوڼچه، تمیانچه، تموچه، تپنچه) دي. پوهاند دوکتور زیار صاحب په خپل لیکلارښود کي تر دغه ویي گام اړولی دئ، نېخه چي ولي؟
په پنډو (ضخیمو) متونو د ترتیب په کار کي مرتب په اول سر کي د نسخو ډیره دقیقه، مفصله او هراړخیزه مقابله سره کوي خو ورو ورو ئې د دقت خوا کمېږي. معنا دا چي مرتب نور ستړی سوی او بې حوصلې سوی دئ. په دغسي حالاتو کي د متن ترتیبوونکي ته په کار ده، چي کار پرېږدي او ځان هوسا کړي. په خوشحال خټک کلیاتو کي زه د بې حوصلې توب او ستړیا نښانې وینم.
چي خبري سره راغونډی کړم، د پای خبره به دا وي چي د خوشحال خټک کلیات لومړی ټوک تر نورو ټولو چاپونو د ډاډ وړ دئ. ما دا څو یادوني له دې اسیته وکړې چي د خوشحال خټک کلام د پښتو ادب “روح روان” دئ او پر هغه باندي د دقیق کار نوره او نوره اړتیا لا اوس هم سته.
([1]) وگ : د تاریخ مرصع ۳۷۷ ــ ۳۹۱مخونه، د مئی ۲۰۰۶ع کال چاپ، یونیورسټی بُک ایجنسی ــ پیښور.
([2]) وگ : ننگیالی د زمانې، د سرمحقق هیوادمل لیکنه،۱۸۶مخ،۱۳۸۰ش کال چاپ.
([3]) په کتاب کي ئې “نوروزی” لیکلی دئ چي چاپي تېروتنه ده.
([4]) (وگورئ : خوشحال ریویو، درې میاشتنۍ مجله، لومړی جلد، ۶۸مخ، د حبیب الله رفیع مقاله، پښتواکیډیمی پشاور یونیورسټی).
([5]) (وگ : طب نامه “ی” مخ، د کابل چاپ ۱۳۴۵ش کال).