جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهمونوګراف/ ګل رحمن رحماني

مونوګراف/ ګل رحمن رحماني

محصل د لارښود استاد له لارښوونو وروسته ليکلى مونوګراف د وروستۍ کتنې او نظر لپاره خپل لارښود ته ورکړ، پاڼې يې ګډوډې وې او له پاسه پرې د لارښود استاد نوم هم نه و ليکل شوى.

استاد د عينکو له پاسه د مونوګراف پاڼې واړولې او بيايې محصل ته وکتل: دا دې څه راوړي ، هر څه ګډ وډ دي، نه يې کرښې سمې دي او نه دې عنوانونو ته فاصلې ورکړې، فونټ يې هم مناسب نه دى، رهنما استاد دې څوک دى؟

محصل په غلي اواز وويل

صيب تاسې ياست!

استاد بېرته جدي شو، ځان يې په څوکۍ کې راسم کړ او له دوو -دريو پاڼو اړولو وروسته يې محصل ته وکتل
شاباس زلميه ! زياته خواري دې پرې کړې، ډېر ښکلى او منظم دى، ځه ورشه يو ښه پوښ ورکړه او بيايې درې نسخې راوړه چې تقريظ او لاسليک درکړم!

٢٠١٥ د مې ١٨مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب