Traduttore. Traditore
ډیره مې سودا ده بلکه ارمان مې دا دی چې دا داسې وژباړل شي چې ترجمان رجیم دی. تیره میاشت مې فیسبوک پاڼه کې د شکسپیر د جولیس سیزاریو یو شعر په پښتو ترجمه کړ. چې بیا مې ولوست په خبلې بې سوادۍ وشرمیدم، اقرار مې وکړ. اوس مې دې ایتالوي خبرې ته پام شو چې وایی: ترجمان خاین یا رجم شوی دی. اوس مې هم ژباړې ته زړه کیږي هم ساړه. تر اوسه چې ما له نورو ژبو نه پښتو ته ترجمې لوستي که ټولې نه وي زیاتره د رجم وړ دي.، نورو ژبو ته د پښتو د شعر ترجمې خو بیخې د لوستو نه دي.
لسیزې دمخه بینوا صیب د پښتو لنډۍ چاب کړې وې. د ده پر ذوق دې شاباسی وي چې ښکلې لنډې یې انتخاب کړې وې. بینوا خپله هم ښکلی شاعر و او په پښتو شعر کې یې پوهه او معیار اوچت و، نو هره لنډۍ یې د ګوتې غمی و. ځو په ترجمه کې قصیده خرابه شوې وه. چا دا لنډۍ په پاړسي ترجمه کړې وي، دا لا څه چې کوم په هند کې لوی شوي سردار شریفي نومي دا ټولې په انګلیسۍ ژباړلې وې. پښتو لنډۍ داسې برېښېدې لکه مرغلرې په ډیران کې
همدا لنډۍ ما د ماسټرۍ د مونوګراف د یوې برخې په حیث ژباړلې وې. چې شهادتنامه مې پرې واخیسته خو د خاشې خوند یې نه و. ارمان چې په عربۍ پوهیدای چې دا شیطان رجیم د ترجمان سره څه تړاو لري که څنګه.. حتی پاړسي په پښتو اړول هم همدا ستونزه لري. زما انۍ ته کلیوالو میرزا بي بي ویل ځکه چې پاړسو یې یاده وه. نجونو ته یې درس وایه خو تلفظ دې یې خدای نه در اوروي:
ای مصلۍ بیا طهارت کني خانه ی دین خودې عمارت کني.
یوه ورځ یې شاکردې پوښتنه وکړه چې: د ربی مردار چون کرګس مرو ځه مانا؟ انۍ مې ویل. مانا پام کړه چې کنګس و نه خورې، سر په څیړۍ و نه لویږې،
تر اوسه خو چې چا ترجمه کړې خیر ترې نه دی لیدل شوی، نه په دین نه په دنیا. یوچاریکاري یار لافې وهلې، مه عدل صحي پشتو ره یاد دارم. ما ورته وویل نو دا بدله څه مانا؟ یو پلو مې یار لونګین مې به دا بل پلو؟ ده په کړاس وخندل، بیا یې ویل، دا خو اسانه دی: مه یک پلو ازبرنج لونګین پخته مې کنم کت یارم مې خورم.
په ټولو ترجمو کې مې د بختانی صیب په کلي کې یو څه داسې ولېدل چې د اوړو پوزه یې بللی شو. دا پښتو لنډۍ چې وایی: ښه شو چې ته له خیره راغلې+ ما په څپلۍ پتری وهل درپسې تلمه، یوه کلیوال داسې ترجمه کړې وه: خوب شد که تو بخیر آمندي+ وګه نه مالې پشتت میامدم مینه.
د هرې ژبې د هر توري پورې لکه د انګور وښکالی به لسګونو او سلګونو دانې نښتي وي. وخوره، ونغره، تخته که، ومنډه، ګوټ که، ځان ټنډ که، ګړوت که، سره فرق لري. عجم هلک چې لافې یې وهلی چې عرب یم په اقتل السراج او اخطف السراج کې رسوا شو. پاړسیوان (چې په ګوانتامو کې یې د پښتو ژبې امتحان ورکاوه) په یوه جمله کې خپل مس څرګند کړ، چې ویې ویل زېما اخپول خور راعلی دی. د دغې بلې پیښې خو زه عیني شاهد یم:
د ننګرهار سره رود ته یو پاړسیوان زوم راغلی و، په کلیوالو یې ملنډې وهلې. د یوه خان سره یې هم ټوکې وکړې، سپک یې کړ. خان کوربه ته ویل چې یا قوبجانه زیاتي یې منع کړه، مه یې راشکاره. دا خبره نه وه، د تربرو نو ترمینځ د جنګ سریزه وه. خان صیب چې هر ځومره خوارۍ وکړې چې خبره غلې کړي، عذر يې کاوه چې خیر دی، دا کابلی خو په پښتو نه پوهیږي، خو نه کېده، ویل یې چې که دی نه پوهیږي، زه خو پوهیږم او تا په اصل کې زه سپک کړی یم. د باغوان زوي چې د بختاني صیب د کلي پاړسیوان و، چیغې کړې.« هله که نا ړام ایسار نمې شه»
په لوړه سطحه کې هم همدا حال و. مولوي خالص به رادیو کې د چمعو په سهارونو موعظه کوله، یوه هفته پښتو بله پاړسو. د پاړسو په نوبت مې د موعظې یوه برخه یاده ده، چې« که خوب میکند اوکه بد میکند، برای خود میکند.»
یو بل مثال به ورکړم نوره به یې ونغاړم. نوټونه، فرمانونه او نور د حضور احکام په فارسی ليکل کیدل او بیا د افغان نویس په نامه یوه مامور پښتو ته اړول؟ کاغذي لوټونه هم همداسې. « د افغانستان بانک به دارنده ی سند هذا وعده ی ادایګي پنجاه افغاني را عندالمطالبه میدهد .
د ارګ افغان نویس به بیا ترجمه کړ، « د افغا نستان بانک ولرونکي ته دې سند وعده د ادا کولو د پنځوس افغانۍ په وخت کې د غوښتنې ورکوي»
ایله پښتو ټولنې ته د پوهاند رشتین د راتک سره د ځوانانو له ډیرو غوښتنو نه پس دا پښتو تر یوه حده سمه او داسې شوه،« د افغانستان بانک د دې سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت کې پنڅوس افغانې ورکړي»
دا خو د نثٍر ترجمه وه. د شعر د ترجمې نه دې رب ساته. ما چې دا لسیزې ازمییښت کړی ناکام پا تې یم.
یوه ورک یار ویل ما چې بله ښځه پښتنه کړې دلیل یې همدا و. د پخوانۍ سره به چې د شپې په بل لټ اوښتم نو د عادت له مخې به مې ویل. وۍ ادکۍ مورې !. دې به سبا نورو ته ویل جې، تمام شو ملا میګه که وۍ الکین مرده. که چراغه روشن کنم میزنیمه. یا دو میزنه که ستا مومئ ته سوپر غی کنم.
الله تعالی دې استاده تر ډیره راته ژوندی لره. ډیر دې لیکنو ته په بې صبری په طمع وم کنه. ډیر خوند یې وکو
استاده ودی خندلو ژوندی اوسې
استاد قدرمن ډیره په زړه پورې موضوع ته اشاره کړې وه زما د شپون صیب ټولې لیکنې ډیرې خوښیږي ځکه چې په لیکنه کې يې جذابیت ډیر وي او لوستونکي هڅوي چې لیکنه تر اخرې برخې پورې ولولي نو استاد ته زه وایمه چې دغه یوه جمله ماته هم یو کس څو پاڼې ترجمه کړې وې په هغې کې یو جمله داسې ژباړل شوې وه ډوډۍ خورم ځکه چې شم موړ زه نو دا د یو ښاغلي ژباړه وه مننه
استاد قدرمن ډیره په زړه پورې موضوع ته اشاره کړې وه زما د شپون صیب ټولې لیکنې ډیرې خوښیږي ځکه چې په لیکنه کې يې جذابیت ډیر وي او لوستونکي هڅوي چې لیکنه تر اخرې برخې پورې ولولي نو استاد ته زه وایمه چې دغه یوه جمله ماته هم یو کس څو پاڼې ترجمه کړې وې په هغې کې یو جمله داسې ژباړل شوې وه ډوډۍ خورم ځکه چې شم موړ زه نو دا د یو ښاغلي ژباړه وه مننه
د ژباړې په تړاو د استاد شپون له نظر سره فکر نه کوم څوک موافق وي. له شپون صیب نه مې څوځله وړاندې هم اوریدلي، چې ژباړه بې ګټې شی دی؟! علم، تجربې، افکار او ټول فرهنګي تولیدات له ټولنو نه نورو هغو ته په ژباړه منتقل کیږي. پنځه کاله مې پنج وګنج لوستی، تر اخره یې په معنا نه یم پوه شوی، خو چې پښتو ژباړه مې یې لوستې له الف تر یا پرې پوه شوی یم.له ژباړې سره مخالفت د ژبې له ودې سره مخالفت دی. موږ ته په ژباړه کې تمدنونه، تاریخونه، فرهنګونه او افکار او تجربې را لیږدیږي، څوک، چې ددغه لیږد پر وړاندې خنډ جوړوي، فکر نه کوم، چې د ژبې خدمتګار ثابت شي.