شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهفول آپشن (لنډه کیسه) نجیب منلی

فول آپشن (لنډه کیسه) نجیب منلی

د وزیر صاحب موټر هم زوړ و، هم زغره ور نه و. د امنیت ریاست د شدید ګواښ خبرداری ورکړ. وزیر صاحب چې تر دې دمه یې د بیت المال پر پيسو د زړه سوي په نامه د نوي موټر غوښتنه نه کوله، اړ شو ولسمشر ته یې د شته ګواښونو، د امنیت د راپور او د خپل اوسني موټر د تخنیکي ستونزو پر بنسټ رسمي غوښتنه وړاندې کړه او هغه دې هم خیر یوسي، بې له کومې ملاحظې یې ورته د نوي، زغره ور موټر د اخیستلو اجازه ورکړه.

وزیر صاحب چې د بیت المال پر هره پیسه دومره زړه سو لکه له خپل جېبه چې یې وځي، د اداري رییس د منتر تر اثر لاندې راغی او فیصله په دې شوه چې وزیر صاحب ته یو ښه، نوی موټر واخیستل شي.

د وزیر صاحب په مشرۍ یو نارسمي کمیسیون جوړ شو. اداري رییس، په مالي چارو کې د وزیر خاص سلاکار، د وزیر سکرتر، د تدارکاتو رییس ، د وزارت د پلان رییس او دوو نورو مشاورینو به هر مازیګر د وزیر صاحب په دفتر کې جلسه درلوده. اداري رییس او د تدارکاتو رییس به د ورځې یو یا دوه موټر پلورونکي لیدل، د موټرو مشخصات، د لازمو تخنیکي تغیراتو لست او بیې به یې راوړلې او کمیسیون به پرې خبرې کولې.

په مالي چارو کې د وزیر صاحب خاص سلاکار د موټرو شوقي و، او که له حقه تېر نه شو، د موټر په تخنیکي مسایلو هم ښه پوهېده. د اداري رییس او د تدارکاتو د رییس اوم او اتم راوړی وړاندیز هم په بېلابېلو دلایلو رد شو. دلته مشاور صاحب وویل چې د وزیر موټر باید ټول هغه تجهیزات ولري چې په یو موټر کې یې اړتیا احساسېږي:

–         د وزیر صاحب موټر باید فول آپشن موټر وي!

د مازیګرنی مجلس یو دوو شوخو غړو د دې مجلس نوم بدل کړ.

–         هلکه نن مازیګر څه کوې؟

–         ښه خبر یې چې په شپږنیمو بجو فول آپشن مجلس دی!

د ښار ټول موټر پلورونکي وکتل شول خو داسې موټر پیدا نه شو چې د وزیر او مالي سلاکار له خوښې سره سم، لکه چې ښایي، فول آپشن و بلل شي.

اداري رییس یوه ورځ یوه عجیبه طرح وړاندې کړه چې لا ورته د چا پام شوی نه و. درې موټر وو چې هر یو یې په سلو کې شپېته د فول آپشن پر کنډه برابر راته. رییس صاحب درېواړه موټر پلورونکي سره د ښار په یو ستر رستوران کې کښېنولي وو او دې پرېکړې ته یې رسولي وو چې د درې واړو موټرو هغه برخې چې «فول آپشن» یې تکمیلولای شو سره یو ځای شي. د دې جوړجاړي په نتیجه کې چې هر موټر څومره ارزښت له لاسه ورکاوه، د تغیراتو لګښتونه، د درېواړو موټر پلورونکو د رضاییت بیه او (دا خبره نه کېده) د اداري رییس او د تدارکاتو د رییس د هڅو د قدردانۍ قیمت هم د موټر پر قیمت ورواچول شول. له یوې میاشتې مسلسلو مجلسونو، تحلیلونو او مشاجرو وروسته بالاخره هغه فول آپشن موټر د کابل په بازار کې پیدا شو چې د وزیر صاحب او په مالي چارو کې د خاص سلاکار صاحب له غوښتنو سره سم و.

سم دلاسه د چارو ادارې ته وړاندیز و لیکل شو. وزیر صاحب په خپله د چارو د ادارې رییس ته زنګ وواهه. اداري رییس او د تدارکاتو رییس دفتر په دفتر وګرزېدل. د مالیې وزارت موافقه هم واخیستل شوه. د سه شنبې په ماښام د فول آپشن کمیسیون خپله بریا په ډېره خوشالۍ و لمانځله. د فول آپشن کمیسیون لا په خپله خوشالۍ و چې د دفتر رییس په وراخطایې د وزیر صاحب دفتر ته را ننوت. پارلمان وزیر صاحب د پراختیایي بودجې د نه لګولو په جرم استیضاح ته بللی و.

د شنبې پر ماسپښین چې د وزیر صاحب موټر د وزارت پر دروازه راننواته، د ولسي جرګې رییس د استیضاح نتیجه اعلان کړه. نصاب یو سل او پنځه ویشت و. جرګې په یو سل او شپږ ویشت رایو وزیر صاحب  له وزارته ګوښه کړ.

1 COMMENT

  1. منلی صاحب!
    دا فول آپشن خیل، ډیر پیشرفته فولیشان دی چه د ملک دی غربت او دملت ګوډ او مات حالت نشی لیدلی او فولیش خان ، فول آآپشن وسایل غواړی او فکر کوی چی د فامیل سره په اروپا یا امریکا کی لوی بزنس من دی!!! خدای جل جلاله دی عقل او دین ورکړی ،
    مګر مناسبه به دا وی چه د د.بشردوست په طرح ، ملی بس کی تلی راتلی ،اوس بدبختانه حکومتی کرسی نازونعمت دی نه مسؤؤلیت ،خدمت او ربړی نو ځکه وایی :
    وزیر شدن آسان است مګر آدمیت لازمی مشکل!! ووای بر بیخردان سفله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب