پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهکښتۍ/ اجمل پسرلی

کښتۍ/ اجمل پسرلی

سترګې یې رڼې کړې. د هوټل کوټې ته لمر رالویدلی و. کمپله یې اړخ ته کړه. کړکۍ ته ودرید. لرې په شنه سمندر کې کښتۍ ښکاریده، ډيره لرې وه. کښتۍ داسې ایسیده لکه چې ولاړه وي. چشمې یې پر سترګو سمې کړې چې کښتۍ خوځي که نه خوځي. سترګې یې وبریښیدې.

ځای ته راغی، غاښونه یې د میز پر سر له ایښې پیالې وراخیستل. د کوټې دروازه یې پر لکڼه پورې وهله، د سمندر غاړې ته په کښتۍ پسې ورغی.

 لور د لور توربخونې وریځې شمال راپه مخه کړې وې. د سمندر پر غاړه د تللیو پلونه وو، دی هم د لمر لویدو خواته ورسره روان شو، شاوخوا یې په کښتۍ پسې څارله.

وړاندې د خوړ خواته یوې زړې کښتۍ لنګر اچولی و. پر سر یې تور کارغان ناست وو، د کارغانو بڼې باد په بله اړولې، دوی نه خوځیدل او هغه کښتۍ چې دی له هوتله پسې راوتلی و، نه ترسترګو کیده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب