شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د تروږمۍ شپه / محمد ابراهیم ګران

د تروږمۍ شپه / محمد ابراهیم ګران

بېګاه مې شمعي ته د خپل ژوند د خوږو او ترخو همیانۍ غوړولي وه، په وچو شونډو، ژړانده سترګو او غوټه ستوني مې یوه، یوه کیسه په ارامه فضاکې ورته کوله.

شمعي هیڅ راته نه ویل، بس سریې راته خوخاوه.
د شمعي مینان هم د انتظار په لیکو کې قربانۍ ته نڅېدل.
د کوم یوه چې به نوبت راورسېده زما یوه،یوه خبره به یې د شمعي ترغېږي وړه، او قربانۍ ته به یې ځان سپاره.

شمعي ترډېرو راته ژړل،ښایي زما په بوږنوونکو خاطرویې زړه دردېده، په سلګوشوه او همداسي یې سرپه زنګانه کېښود او په ناپایه خوبونو سرشوه.

له کړکۍ نه مې بهر روښنایي ولیده چې ډېره په منډه وه، اود ډار چیغي مې واورېدې.
چې راووتم،شپې تور څادر په مخ غوړولی وه،ونو او بوټو په زوره،زوره اسوېلي راښکل،هاخوا دېخوایې لاسونه اچول،باد ورته په سرکې منګولې خښي کړې وې،او په مخ،مخ یې په څپېړه وهلې.

وریځي د هیبت غرغړې کولې، د تلو لوری ځیني ورک ؤ، یوه خوا بلي خوایې منډي وهلې.
د تالندي په لاس یې د برېښنا به مزي وهله،چې اوښکو او د بدن خولو یې د ځمکي مخ ته ورانوونکی انقلاب راپه مخه کړی ؤ.

له هره پلوه مې د وران شو،ولوېده اوبه راغلې اوازونه اورېدل.
له ډېرسخت او وېرونکي حالت وروسته مې د اسمان په شنه ټنډه د ستورو لړزېدونکي وضعه ولیده،چې له وېري او وارخطایي یې لاره ورکه کړي وه.

څراغونه یې په لاس کې وه اوپه منډه،منډه یې د پناه ځای یې لټاوه.
له ځینوبه له سختي وېري خپل څادرهم په لاره پاتي شو.
شپه لاپاتي وه چې سپوږمۍ په کنډو سر راجګ کړ،سوکونه یې په سترګومښل او په سپین مخ یې تورکجل له اوښکوسره راپلن شوي ؤ.

په ورو،ورو یې د ځمکي پرمخ د دردېدونکو ننداره کول،دغه دردناک حالت مې زړه وبږناوه او خپلي جونګړي ته په لړزېدلو پښو را روان شوم.

په شړۍ پرېوتم خو د خوب ښاپېرۍ غېږ ته نه پرېښودم، دبالښت په زنګون مې سرکېښود او د وران سبا انتظار مې کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب