جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپاکستاني طالبانو د پاکستان د غیراسلامي قوانینو په اړه د ملاهبت الله...

پاکستاني طالبانو د پاکستان د غیراسلامي قوانینو په اړه د ملاهبت الله وینا خپره کړه

تاند (یکشنبه، د دلوې 9li( د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د افغان طالبانو د مشر ملاهبت الله هغه صوتي (اډیو) وینا خپره کړه چې په هغه کې طالب مشر د پاکستان قوانین غیراسلامي بولي.

که څه هم لا ثابته نه ده چې دا وینا د ملا هبت الله ده او که نه ده، خو پاکستاني طالبانو د نوموړي په نوم خپره کړې او ویلي یې دي چې دا په پاکستان کې د کفري قوانینو په اړه د امیرالمومنین شیخ هبت الله خوندزاده نظر دی.

په دې وینا کې، چې ملاهبت الله ته منسوبه ده، ویل شوي:«په پاکستان کې همدا اوس د انګریزانو هغه قانون حاکم دی چې غیراسلامي او غیرشرعي دی.»

د هبت الله خوندزاده د وینا اردو ژباړه په پایڅوړ کې وړاندې شوې ده.

ټي ټي پي نه دي ویلي چې ملاهبت الله اخوندزاده دا وینا کله او چا ته کړې ده. افغان طالبانو او د هغو حکومت هم په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو احتمال شته چې دا وینا د طالبانو د حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې کړي.

تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د طالبانو پر مشر او شاوخوا کړۍ یې شک کېږي چې د پاکستان د خاصو استخباراتي کړیو تر اغېز لاندې دي. په داسې حال کې ملاهبت الله اخوندزاده ته دا منسوبه وینا شکونه لا زیاتوي.

خو له بلې خوا دې ته په پام کې چې د افغان طالبانو مشر د لوېدیځو هیوادونو یادونه کوي داسې ښکاري چې دا وینا یې پخوانۍ وي.

هغه په دې وینا کې وايي، امریکا او لوېدیځوال هڅه کوي چې په افغانستان کې سیکولریستي رژیم رامنځته کړي او اسلام او حکومت سره بېل کړي. دی په دې وینا کې همداراز وايي:«په افغانستان کې د سیکولریستي حکومت د ټینګېدو په صورت کې به اسلام په مدرسو کې پاتې شي او له مدرسو دباندې به اسلام نه وي.»

ده په دې وینا کې د پاکستاني ملا مفتي عثماني یادونه هم کړې چې وايي د پاکستان قوانین د قاضیانو له لوري جوړ شوي او تصویب شوي چې غیر اسلامي دي.

1 COMMENT

  1. هیبت به هیڅ کله دا خبر ونکړې پاکستان ورته دی مور او پلار نه ګران ده هیبت دی افغانستان ورانولو ته ملا تړلی او انشالله چی دا ملا به یې ډیره زر ماته شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب