شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبسیزیف او د ژوندانه پوچوالی

سیزیف او د ژوندانه پوچوالی

حیات ژوند

سړى مري، ځکه چې ګناهکار دى.

سړى ګناهکار دى، دا ځکه چې د کاليګولا د ډلې دی.

اوس ټول خلک کاليګولا دي؛

نو ټول خلک ګناهکار دي او مړه به شي.

مساله يوازې وخت دى او صبر.

د کامو د اثارو په لوستلو سره زموږ او د لوستونکي په ذهن کې يو دوران تداعي کېږي. داسې دوران چې انسان پرومته وار غواړي. انسان ته له خدايانو د معرفت اور پټ کړي؛ خو هغه په ابدي عذاب محکومېږي او په يوې سترې پرخې پورې تړل کېږي. کامو د يو ځيرک او هوښيار انسان په توګه د کتاب د پاڼې بل مخ لولي، يعنې د انسان غوښتنې، کړاو او بې پايله سرګرداني. همدا مفکوره د هغه «د سيزيف افسانه» کې ښه او بنيادي شنل شوې ده.

کامو د ۱۹۱۳ کال د نومبر پر اتمه د الجزاير په موندووي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې «لوسين» يو يتيم لوى شوى او پخپله يې ليک لوست زده کړی و. د شراب جوړونې په يوه کارخونه کې کارګر و. مور يې «کاترين الن سينتس» بې سواده او په غوږو درنه وه. د کامو پلار و مور دواړه بېوزلي اروپايان وو، چې د ښه ژوند کولو په موخه الجزاير ته تللي وو. د پلار کورنۍ يې فرانسوۍ وه او د مور یې هسپانوۍ. د البر کامو تر زېږېدو اته مياشتې وروسته يې پلار لومړۍ نړيوالې جګړې ته وغوښتل شو. وايي کوم لباس يا يونيفورم چې هغه اغوستي و، الماني ماشينګڼو په ډېر اسانه په نښه کولی شوای. لوسین د ۱۹۱۴ په سپټمبر کې د مرمۍ په چاودلو سره ټپي شو او څو اوونۍ وروسته ومړ. البر د پلار په اړه يوازې د کورنۍ د غړیو له خوا کيسې اورېدلې وې. د البر کامو ژوند په الجزاير کې په بېوزلۍ تېر شوی. هغه له مور، نيا او دوه سرپرستانو سره په درېیو کوچنيو کوټو کې ژوند تېر کړی دی. اپارتمان يې نه برېښنا درلوده او نه يې د چټليو د وتلو لاره. هر وخت به يې کور بويونو نيولی و، مور يې تل د پاکۍ چارې ترسره کولې. هغه هم بې سواده وه او د زامنو د ارامولو او روزنې لپاره يې له څپېړو کار اخيست. کامو له سيند او د سيند غاړې لمر سره مينه درلوده. په کوڅه کې يې له ماشومانو سره له لوبو خوند اخيست. کامو په خپل وروستي ناول کې چې «لومړی سړی» نومېږي او بشپړ نه دى، پر دين د کورنۍ د سرسري کتنې پر مسالې ټينګار کوي. د کورنۍ غړي يې کليسا ته نه تلل، له پادریانو سره يې ليده کاته نه کول. د خداى په باب يې خبرې نه کولې، کاتوليک وو؛ خو عبادت يې د تعميد غسل او ځينو نورو دستورونو لکه واده او د مړي د ښخولو په مراسمو کې په ګډون راټولېده.

د کامو په ژوند د ښوونځي يو ښوونکي له هغه سره مرسته وکړه، کله چې استاد پوه شو چې کامو مستعد هلک دی، د هغه له نيا يې وغوښتل، چې دی به د دې لمسي ته خصوصي ښوونه او روزنه ورکوي. نیا يې دا وړانديز ومانه او تر خصوصي زده کړې وروسته په ليسه کې شامل شو. په عالي ښوونځي کې د فلسفې له یوه استاد سره اشنا شو. پر همدې مهال د «اندره مالرو» دوه اثارو «جزيره او ژان ګرونيه او د بشريت برخليک» پر کامو اغېز وکړ. همدا مهال يې احساس کړه، چې په نري رنځ اخته دى. د درملنې کار يې هم ستونزمن و، ځکه چې هغه مهال د نري رنځ مېکروب ضد درمل يا انټي بيوټيک نه وو کشف شوي. په ۱۹۳۳ کال د الجزاير پوهنتون ته ولاړ او له هغه ځايه يې په فلسفه کې ليسانس واخيست. د کامو د پایلیک عنوان «مسيحي میتافيزيک او د نويو افلاطونيانو فلسفه» و.

سره له دې چې د ليسانس په دوره کې يې درجه دومره ښه نه وه؛ خو دوکتورا يې پيل کړه او په ۱۹۳۸ کال کې يې د فلسفې د استادۍ د حصول هڅه وکړه؛ خو د روغتيا ادارې ونه مانه، ځکه چې نوموړی ناروغ و او د ده د درملنې لګښت يې نه ورکاوه.

کامو يو لوکس او شيک انسان و، ښکلی او موزون سړی و، د ښځو ډېر خوښېده. په شل کلنۍ کې يې د «سیمون ایه» په نامه له یوې مېرمنې سره واده وکړ؛ خو ډېر ژر سره جلا شول، ځکه چې سيمون ايه نشه کوله او نامشروع اړيکې يې درلودې.

په ۱۹۳۰ کال کې کامو ژورناليستي فعاليتونه هم پيل کړي و، «الجزاير ريپبلېکن» په نوم يوه خپرونه يې پر مخ وړله. همدا مهال د کمونېست ګوند غړی شو؛ خو ډېر ژر يې له ګوند څخه بهر کړ. په ليکوالۍ کې د هغه لومړی ناول «خوشال مرګ» نومېږي، چې دومره بريالي اثر نه دى؛ خو د مقالو ټولګه يې چې «مخ او څټ» نومېده او بله ټولګه يې د «عيش» په نوم وه، خپره کړه.

په ۱۹۳۹ کال يې غوښتل چې په دويمې نړيوالې جګړې کې د ګډون په موخه په پوځ کې شامل شي؛ خو د ناروغۍ له امله بيا هم په پوځ کې شامل نه شو. په ۱۹۴۰ کال کې جرمني فرانسه اشغال کړه. د هغه خپرونه «الجزایر ريپبلېکن» هم بنده شوه او کامو وزګار شو.

نازیان د کامو نه خوښېدل، ان کرکه يې ترې کوله. د هغوی له نژادپالنې، يهود دښمني او انسانوژنې څخه يې کرکه کوله. پر همدې اساس د فرانس د مقاومت له غورځنګ سره يوځاى شو. لږ وروسته د «کومبا» په نوم يې يوه ورځپاڼه پيل کړه، چې د مديريت چارې يې پر مخ وړلې. په همدې حالت (۱۹۴۴ – ۱۹۴۵) کې يې دوه نندارې «ناسم پوهاوی» او «کاليګولا» وليکلې. دغه مهال له سارتر او سيمون دوبووار سره هم اشنا شو.

د نازيانو د اشغال پر مهال له اګزستانسياليستانو سره يې اړيکې پيدا کړې. د فيودور داستايوفسکي او فریدریک نيتچه له اثارو ډېر متاثر و. د اګزستانسياليساتو په اثارو کې د کرکیکه ګارد او ګابريل مارسل له اثارو اغېزمن و؛ خو هېڅکله يې ځان اګستانسياليست نه باله. له نازي المان سره د مبارزې په رڼا کې يې د «نه قرباني او نه جلاد» په نامه ننداره او همدارنګه د «وبا» ناول او «د ښار بندیان» په نامه اثر ولیکه. په ۱۹۴۸ کال سوړ جنګ پيل شو، دويم نړيوال جنګ پاى ته رسېدلي و. ليکوال د «ياغي» يا «طاغي» په نامه ننداره او «انقلاب طغيان او جباريت» په لیکلو پيل وکړ. کامو مارکسيزم او شوروي ستر خطر باله؛ خو سارتر دا مهال په مخالفت کې و او د کيڼ غورځنګ او مارکسيزم دفاع يې کوله. کامو په ۱۹۵۴ کې د «دوبي» په نوم د مقالو ټولګه خپره کړه، چې له الجزاير سره یي د زياتې مينې څرګندویه ده.

کامو په ۱۹۵۶ کال خپل درېيم ناول د «سقوط» په نامه خپور کړ. په ۱۹۵۷ کال يې د نوبل ادبي جايزه واخيسته. د کامو يو بل بريالی کار د نورو ليکوالو د اثارو تياتري ښودل و. په ۱۹۳۶ کې يې د مالرو د «قهر ورځې» وښودې او په ۱۹۵۶ کال يې د فاکنر د «راهبه» اثر نندارې ته وښود. په ۱۹۵۹ کال يې د داستايفسکي د پيريانيانو اثر وښوده. کامو د ۱۹۶۰ کال د جون پر درېيمه په داسې حال کې چې له پاريس نه بهر د مېرمني ميشل اولور، ژانين ګاليمار او کورني سپي سره په موټر کې سپور و، د موټر د ټکر په پېښه کې ووژل شو.

د کامو په مرګ ژان پل سارتر په يوه غمنامه کې د يو رسا اواز چوپ کېدن يې د ژوند په نيمايي کې يوه بې رحمانه پوچيزم وباله او د کامو په ستاينه کې يې وليکل: «نوموړی د نن ورځې د هغه عالي او لوړو اخلاقو وارث و، چې ښايي د فرانسې په ادبياتو کې به ډېر شيان په هغه پوري اړه ولري.» کامو يې د پاسکال، مونتني او ولتر سره يو برابر وباله.

د البر کامو فکري بنسټونه

کامو وايي: «د بي ماناوالې يا عبثوالي گړنې ډېر ناوړه برخليک پيدا کړى او بايد اعتراف وکړم، چې ما زيات نااراموي. کله چې ما په «سیزیف افسانه» کې د بي ماناوالي د احساس شننه كوله، زه هغه مهال د روش يا تگلارې په لټه وم، نه د فلسفي ليدتوگې. په واقعيت کې ما فلسفي شک ازمایه، ما غوښتل چې ټول ذهني سوابق او وړاندوينې پرېمينځم او داسې څه پيدا کړم، چې وکړای شم د هغه پر بنسټ يوه ودانۍ جوړه کړم.»

کامو وايي چې که ووايم چې هېڅ شى مانا نه لري؛ نو بايد داسې نتيجه واخلو، چې نړۍ بې مانا او بې گټې ده. زه هېڅکله په دې عقيده نه وم، چې بايد په دې حالت کې پاتي شم. کامو زياتوي، کله چې ما د سیزیف افسانه ليکله، د سرغړاوي په نوم د کتاب کښلو تکل مې لاره. دغه کتاب بيا ما وروسته وليکه. په هغه کې ما هڅه وکړه چې د بې ماناوالي د احساس بېلابېلو اړخونو له تشريح وروسته د سرغړوونکي انسان بېلابېل اړخونه تشريح کړم. زما وروستى کتاب بيا د سرغړوونکي انسان په نامه خپور شو.

لكه چې يادونه وشوه د سيزيف اسطوره په يوناني اسطورو کې د پرومته په څېر مشهوره ده، کامو فرانسوي فيلسوف او ليکوال له دې اسطورې نه ځانگړی هدف او تعبير لري. په همدې اساس يې دا اسطوره د دويمي نړیوالې جگړې په دوران کې يو ځل بيا د داستان په ډول وكښله، چې د مدرنيته څخه د زېږېدلي حالت په متن کې د نوي انسان برخليك بيانوي.

ريچارد کمبر په خپل اثر «د کامو فلسفه» کې ليکي: «د سیزیف په اسطوره کې کامو د يوناني اساطيرو مکار پاچا سیزیف په پوچ او بې مانا قهرمان بدلوي. سيزيف له مرگه وروسته له پلوتون نه غواړي، چې هغه ته اجازه ورکړي، چې بېرته ځمکې ته راوگرځي چې د خپلې مېرمني درناوی وکړي. پلوتون يې ورسره مني؛ خو کله چې سيزيف ځمکې ته راځي او اوبه، لمر، تودې ډبرې او سمندر بياځلي ويني؛ نو د مړیو سيمې ته له ستنېدو سر غړوي.

بالاخره مرکیوري وراستوي، چې هغه بيا راولي چې دا ځل تر ابده جزا ورکړي. نو د سيزيف جزا دا كېږي چې بايد تر ابده يوه ستره ډبره د غره تر سره پورته کړي او کله چې ډبره د غره تر سره ورسېږي، بيا راتولېږي او کښته ځمکې ته رغړي. خدايان فکر کوي او دلايل لري، چې له ناهیلي او عبث کار پرته بله وحشتناکه جزا نشته.»

په دې اساس سيزيف د اوليس پلار، د خدايانو له خوا په عبث او بې گټې او ناانساني کار محکوم شو؛ خو البر کامو چې خاورينه هستي يوازينی حقيقت بولي او په دې باور لري، چې په اوسنۍ دنيا کې يوازې انسان مانا او اهميت لري، د انسان رسالت د انساني نظم له جوړولو پرته بل څه نه دی. په واقعيت کې د جگړې دوام او بېوزلی فرد او د هغه سرغړاوی د نېکمرغۍ لپاره دی. د سيزيف ترخه افسانه د ژوند له نېکمرغۍ نه ډک يو مضمون دی. په بل عبارت، پوچ پلوی سيزيف (کامو) د دې خاوريني کُرې د لذت او ښکلا پلټنه هم کوي او په ډېر کړاو او پرله پسې زحمت سره خپل جهنم د همدې کُرې پر مخ پلټي. په لنډه توگه سيزيف يعنې د انسان د نېکمرغۍ لپاره د انسان مبارزه او د عبثوالي پر ضد سرغړاوي او مبارزه ده. د کامو اثر د باشعوره، خلاق او جوړوونکي انسان سرغړاوی او پاڅون او د انسان غير ايډيولوژيک دريځ دی، چې د بشر له مقام څخه يې دفاع ته رابولي.

كله چې سيزيف له غره راكښته كېږي، د څه شي په اړه فكر كوي؟ زاړه كتابونه په دې هكله څه نه وايي، خو كامو د سيزيف نور پاتې عمر د روښانه راتلونكي او له شور او طغيان نه ډك بولي. دا چې سيزیف په خپل برخليك پوهېږي، په عقل او منطق برابره خبره ده او طبيعي هم ده، دا ځكه چې سيزيف په هر ګام كې د ژغورنې هيله لري. نوره دا شكنجه هم شكنجه نه بولي. سيزيف په ټوله روڼاندۍ سره د خپل كار په عبثوالي او بې گټې والي پوهېږي او د خپل حالت پر تراژيدۍ يې سر خلاصېږي. هغه پوهېږي چې راتلونكی به يې له پخوا سره دومره توپير ونه لري. د هغه اختيار يوازې دا دی چې د خپل سرنوشت په باب د هغه ليد او نظر بدلوي. خدايانو داسې فكر كړی و، چې بې علاجه برخليك به هغه تس نس او ويجاړ كړي؛ خو د كامو په روايت سيزيف له خدايانو هم پياوړی دی. هغه په پرله پسې شوق او مينې خپل زړه په خپل كار پورې تړي. خپله بې وسي هم نه مني او نه خو ورته دليل پيدا کوي؛ نو په دې ډول په خدايانو ملنډې وهي. كامو ليكي: «داسې برخليك نشته چې ونه شو كړای په سپكاوي او ملنډو پرې غالب شو.»

كامو په دې برخه كې نور هم پر مخ ځي او وايي: «سيزيف كولی شي په ملنډو او ټوكو سره خپل برخليك ته نېكمرغي ورپه برخه كړي چې په دې برخه كې دوو ټكیو ته پام په كار دی: سرغړاوی يا را پاڅېدن او بادار كېدن. كه يو څوك وغواړي په ژوند كې له خدايانو سره زړه ونه تړي، خپل واك په خپل لاس كې ونيسي؛ نو د هغه لويه نېكمرغي په همدي كې ده. پر دې خبره پوهېدن چې هر څه ښه دي، هغه خدای چې له بې گټې او عبث رنځ سره دې دنيا ته راغلی دی، له دې نړۍ شړي او سرنوشت انساني كوي چې تكليف يې بايد پخپله د انسانانو په منځ كې روښانه شي.

له احساساتو دا ډكې خبرې په ښكلي بڼه ويل شوې دي؛ خو په درد خوري؟ دا روښانه لرليد، پاڅون، ازادي، شور او سرغړاوی هماغه ډول چې كامو يې ستاينه كړې، كولی شي موږ د خپل ځان ارباب او نېكمرغه كړي؟ البته جدي موقعيتونه په تصور كې راژوندي كوي، چې په دغه تصوراتو كې ياد شوي عناصر انسانانو ته ښه غوراوی دی، پرته له دې چې د دين په لمن كې ورغړي، ژوند په موټي كې نيسي.

د سيزيف اسطوره په واقعيت کې د کامو په باورونو او نيتونو کې د معاصر انسان د بد حالت شرح دی. يا په بل عبارت په مدرنيته يو انتقاد دی. دا اسطوره د داسې يوه حالت تعبير او تفسير هم دی، چې يوازې نهيليزم په مدرنه ټولنه لاسبری کېږي. نوی والي يا تجدد، د سپېڅلیو او مقدساتو شړېدنه يې له ځان سره راوړه او د پوچيزم يا بې ماناوالي او نهيليزم حالت يې لاسبری کړ. سيزيپوس هم د میرساولټ په څېر د «پردي» چې د يو ډول ماشيني او ستړي کوونکي تکراري ژوندانه قربانيان دي، د ناارامۍ، نيستۍ او گډوډۍ په گرداب کې خپل موجوده شور، هيجان او شوق له لاسه ورکوي.

مدرنيته په خپله ځولۍ کې د انساني ټولنې لپاره اندېښنه، زړه بدي او د تېرو مقدساتو ړنگول او د انسان په ذهن او روان کې د هغو رانړېدل له ځان سره راوړل، ماشيني ژوند انسان له خپله ځانه پردی کړ. د مدرنيته دا پرمختگونه د مشهورو ليکوالو لکه، داستايوفسکي، شوپنهاور، هايدگر او سارتر په اثارو کې منعکس شول؛ خو د دې ټولو پوهانو او ليکوالو په نسبت کامو تر زياته حده د نيتچه له افکارو اغېزمن و.

نيتچه د اروپا د شلمې پېړۍ ليکوالو يا فلاسفه وو ته د تقليد مرجع وه. زيات ليکوال له هغه اغېزمن وو. د نيتچه او کامو د دواړو له نظره انسان په يوازيتوب او د دنيا پر پوچوالي تکيه کوي. نيتچه د نړۍ په گډوډ او پرېشان حالت او د ځمکې د کُرې په نه تعقل کې ده. نيتچه حرکت او بدلون متضاد او گډوډ بولي او فکر کوي چې دا د عقل کار نه دی. هغه وايي د ټولنې په بهيرونو کې عقل هسې نازک مزی دی.

دې کې شک نشته چې نيتچه او کامو دواړه عقلپال دي؛ خو له عقلپالنې او د عقل له تعبد سره مخالفت کوي. کامو وايي: «عقل د زړه پر وړاندې بې وسه دی.»

دواړه په دنيا کې روانه بې عدالتي او جبر نه مني او باورمن دي، چې دا کار انسانيت نفي کوي. دواړه اعتراض کوي او دواړه د انسان د ژغورنې لاره سرغړاوی او پاڅون بولي. کامو او نيتچه دواړه په سياسي، ټولنيز انقلاب او پاڅون باور نه لري، دا ځکه چې د دواړو په نظر انسان نه يوازې زمان او حکومت؛ بلکې ټوله هستي تر پوښتنې لاندې راولي. بالاخره د دواړو پوښتنه وجودي، میتافزيکي او له تاريخ نه لرې ده، دنيا د فرد په بدلون ولاړه ده، نه د ټولنې په بدلون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب