یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعطا محمد نور د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت شورا د...

عطا محمد نور د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت شورا د جوړېدو اعلان وکړ

تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) د بلخ پخواني والي او د جميعت اسلامي ګوند د يوې اشنعابي ډلې مشر عطامحمد نور د طالبانو پر ضد د عالي شورا د جوړېدو اعلان وکړ.

نوموړي په يوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې جمهوري نظام د بې کفایتۍ، انحصار، پراخ فساد، ناځوانمردانه معاملې، خيانت او غدارۍ له کبله په هر اړخيزه توګه د دولت له منځه سقوط شو.

نوموړي د دغه سقوط پايله د ملت فقر، بېچاره ګي، بې امنيتي او بېلابېلې انديښنې يادې کړي او ويلي، چې هیڅ با ایمانه او با احساسه افغان ته دا وضعيت د زغملو نه دی.

د ملي مقاومت د عالي شورا د اعلامیې له مخې، يو شمېر ګوندونه، ډلې او مطرح شخصیتونه د دې شورا په چوکاټ کې سره ټول شوي او دوه کمېټې یې ګومارلي.

 ويل شوي، چې يوه کمېټه به د سولې مذاکراتو د بیا پیل او په اسلامي او جمهوري ارزښتونو د ولاړ منتخب او ټول ګډونه عادلانه نظام د جوړېدو لپاره سیاسي هڅې کوي او بله کمېټه به دفاعي وي، چې سياسي حل ته د طالبانو او ملاتړو د نه حاضرېدو په صورت کې به يې پوځي فعالیتونه سمبالوي.

ويل شوي، چې دغه شورا به د جمهوري نظام د سقوط عوامل او پکې ملامت خلک هم څېړي او افشا به یې کړي.

د ملي مقاومت د عالي شورا په اعلاميه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د دوی په ټکيو د داخلي استبداد او بهرني اشغال پر وړاندې ودريږي.

سرچينې له ملګرو ملتونو او نړيوالو غوښتي، چې د طالبانو رژيم په رسميت ونه پيژني.

يادې شورا په طالبانو تور پورې کړی، چې د تېر حکومت د پوځي او دفاعي منسوبینو سيستماتيکه وژنه او ګرفتاري او له ځينو سيمو د خلکو جبري ويستل یې یې پیل کړي او بايد پای ته يې ورسوي.

په افغانستان کې له بېوزلو او فقر ځپلو سره د نړيوالو او مرستندويه بنسټونو د مستقيمو مرستو کول هم د دغې شورا بله غوښتنه ده.

طالبانو او نورو سياسي لوريو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

معلومه نه ده، چې له عطا محمد نور پرته نور کوم سياسي جريانونه او څېرې په دې نوې شورا کې غړیتوب لري.

مخکې ويل شوي وو، چې د دې شورا د جوړېدو هڅې له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د بهرنيو چارو مخکيني وزير حنيف اتمر پيل کړي.

د‌ دې شورا د مشرۍ لپاره د استاد سیاف د نوم یادونه شوې وه، خو وروسته وویل شول چې هغه دا مشري د روغتيايي ستونزو له کبله نه ده منلې.

2 COMMENTS

  1. ورونو تر اخره یی ولولی د لوستلو نه مو مننه:
    ښاغلی عطا محمد نور د ښاغلی اشرف غنی دحکومت په اخرو وختو کی په بلخ ولایت کی وویل، چه زه ۲۵۰۰ دوه زره پنځه سوه مسلحه او دسنګر تکړه ملګری لرم. او دا یی هم وویل چه طالیبان به تر ابده په بلخ کی ورک کړم.
    همداسی ښاغلی دوستم وویل چه زه ۳۰۰۰ دری زره داسی فدایی مسلحه ځوانان همدا اوس په بلخ کی لرم چه قومانده ورته ورکړم نو طالیبان به ریزومریز او تر پاکستانه به یی ورسوم.
    په عین وخت کی ښاغلی عطآمحمد نور وویل چه ما او جنرال دوستم په شریکه سره امنیتی مجلس درلود، او پدی مجلس کی دواړو جدی فیصله وکړه چه طالیبانو ته به داسی ماتی ورکړو چه تاریخ کی به ثبت شی.

    ګرانو افغانانو ورونو اوس تاسو فیصله او قظاوت وکړی، چه د عطا او دوستم ۵۵۰۰ جنګی او با اعتباره قووتونو ولی د ۳۰۰ طالیبانو په مقابل کی جګړه ونکړه. او په ډیره چالاکی عطا او دوستم آزبکستان ته وتښتیدل، او خپل جنګی او نیزدی ملګری یی د طالیبانو حساب او کتاب ته په بلخ کی په یو نامعلوم برخلیک کی پریښودل.
    بیا عطانور د ازبکستان څخه په ډیره بیشرمی سره وویل، چه والله ډیره غټه دسیسه راته جوړه وه نو ځکه ما او دوستم ځانونه راویستل. دا ښاغلی خو د ۵۵۰۰ ملګرو په مینځ کی پراته وه، څو امنیتی کمربنده تری تاو را تاو وه، دوی خو د څو قلعه ګانو په مینځ کی پراته وه. آیا اوس به د دوی ۵۵۰۰ پاتی جنګیالی، افغانان، دنیاوال او نور خلک ددوی د دسیس خبره ومنی؟ چه والله مونږ ته غټه دسیسه جوړه شوی وه؟. ګلکار، نجار، دکاندار هم وای دسیسه راته جوړه شوی وه، سلمانیان، پنچر مینان، د مکتب چپلاسیان، د ښاروالی صفاکاران، د کرکټ، فوټبال او تلویزونو اشپزان هم وای، والله د غټی دسیسی څخه بچ شوم ځکه می بهر ته فرار وکړه.
    نو اوس د ۵۵۰۰ دفاعی ځواکونو مشران په حقه دی، او که د پنچرمینانو او صفاکارانو خبری په حقه دی. او که دواړه یوشی دی.
    زه خو دغی دواړو ته حیران یم. خو فرق یی دادی چه پنچرمینان او صفاکاران د غربت او فقر په دسیسه کی راګیر دی، او دشمال امپراتور او د مارانو مارشال د ډالرو اخستلو په دسیسه کی راګیر دی. دغی دواړو بی غیرتانو ته شرم دی، چه امپراتوری او مارشالی یی په ډالرو خرڅه کړه.
    او نن بیا دبل هیواد څخه د جنګ او مقاومت چغی وهی.
    اوس باید په یو اواز سره ټول اولسونه او هغه ریښتنی افغانان که بهر دی او که د هیواد دننه دی، په ډیره زیرکی او جدی ډول د دغی دواړو او دغو ته ورته لنډه غرانو څخه، لمړی د جنګی جرمونو، فساد یا غلاګانو او د هر ظلم او دوکی تصفیه او حساب واخیستل شی، او هم په بهر کی د میتروپول پولیسو ته ددغه قاتلانو د نیولو جدی اطلاع وشی، تر څو د هاګ محکمی ته یی وسپاری. او د هیواد دننه یی ټول جایدادونه او سامان الات ملی بودیجی ته وسپارل شی.
    تر څو په راتلونکی کی د ۵۵۰۰ لښکرمشرانو د درواغو خیالی او جالی دسیسو او ډالری دوکو څخه نور لوړ رتبه پند او عبرت واخلی.
    تل دی وی افغانستان
    مننه

  2. هغه د پښتو متل دی چې وايي: کاروان تېرېږي، سپي غپېږي. دې خلکو ته اوس یواځې همدا غپېدل ورپاتې دي. دغو لنډغرو غلو ته نور څه ورپاتې نه دي او په همدې شان یې ځانونو ته یوه بوختیا پیدا کړې ده. دوی په ډېر بد رواني حالت کې وخت تېروي. څه موده مخکې همدغه خطا چور ته یوه نږدې سړي راته وویل چې دې تښتېدلي خپل حواس د لاسه ورکړي، ښکنځلې کوي، نور ملامتوي او د خوب لپاره هره شپه درې ګولۍ اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب