د کافکا قبر هوار دی، د نورو غوندې پنډې خاورې نه دې پرې کوټه شوي. د مینه والو پیغامونه، وچ شوي ګلان او مړې شمعې پرې پرتې وي. شناخته یې لکه د یوې بې څانګو ونې وچه تنه چې پر مځکه ښخه شوې وي. داسې درښکاري چې که څوک یې وښوروي وبه غورځي. د چیک جمهوریت پلازمنې پراګ په زړه کې د دنګو چنارونو د دې هدیرې شاوخوا سړکونه دي. د دغه لوی لیکوال د قبر او سړک ترمنځ دوه متره لاره او یو سپین دېوال دی. پر سپين دېوال د اورسپنې یو ګلدان دی چې تک تور یې رنګولی، د سپين ګلاب پلاستیکي غوټۍ په دې ګلدان کې داسې اېښې چې ته وا رالوېږي. له سړکه هدیرې ته یا شور نه راځي او یا دې هدیره دومره ډوبوي چې شور نه اورې.
دغه ټول تصویر لکه د کافکا یوه کیسه، ګونګه خو له ډېرو خبرو ډکه ده. زه چې هر وار ورغلی یم، تر ډېرو ورته درېدلی یم، نه پوهېږم څه ګورم خو هر وار مې فکر کړی چې یو نه یو څه بل ډول وینم هغسې لکه د ده کیسې چې لولم. د ٫٫ ونې٬٬ په نامه کیسه یې ټوله درې کرښې ده خو هر وار چې یې لولم دیرش کرښې نورې خبرې پکې وینم. لومړی به یې کیسه ولولو:
٫٫ ونه
ځکه چې موږ د ونې غوندې په واوره کې یوو.
ظاهرآ مازې په واورو کې تکیه وي، یوه کوچینۍ دیکه به یې وغورځوي.
نه خبره داسې نه ده، ځکه چې کلکې پر مځکه ښخې دي.
خو ګوره ان دغه هم یوازې ظاهرآ دغسې ښکاري . ٬٬
د کافکا په اړه مې لوستي و چې کیسې یې شل ډوله تعبېرېدلی شي. د ونې د کیسې پښتو بڼه مې یو شمېر کیسه لیکوالو ته وړاندې کړه او ومې پوښتل چې څه پکې ویني. دلته یې نظرونه را اخلم، دا نظرونه دې لیکنې ته ځانګړي پېیل شوي نه دي بلکې لومړی نظر لومړی را اخیستل شوی.
صفیه وردګ : ٫٫دا کیسه وړه ده خو مفهوم يې پراخ. د انسان ژوند څومره په نري تار بند او بېرته د ژوند ابدیت یا نه فنا کېدل. ځینو ادیانو کې راغلي چې ژوند نه فنا کېدونکی دی. لکه دا ونه چې ریښې يې په مځکه کې غځېدلې … واوره او ونه. زما په فکر دا دواړه هم د ژوند او مرګ د اثبات دلیل ښايي وي. هم ژوند شته هم مرګ.٬٬
نور سعید ٫٫ هماغه د پناه او بقا بې پایه بحث دی، چې له هره اړخه ورته کتل کېدای شي.. خو کافکا چې لوی هنرمن دی، عادي خبره په یو څو ټکو کې نه یوازې ښه رانغاړي، بلکې ژوره کړې یې ده او خوږه کړې یې ده. همدا د داستان ویلو د هنر اوج دی.. د کلیمو انتخاب یې خبره خوندوره کړې که نه دا خبرې هره ورځ اورو.. مثلاً ونې نه یادوي، د ونې تنه راښيي چې په واوره کې پټه ده.. یانې کېدای شي کافکا وايي، چې ګرګو ته ورته ولاړ یو، نه څانګې لرو او نه هم ریښې، (کېدای شي یوه دیکه مو ونړوي) بیا واوره ټاکلی طبیعي عمر لري، لږ تودوخه یې ښايي له هغه لنډ عمره مخکې هم مخ ورتور کړي.. بیا راته وايي، نه خیر! داسې هم نه ده، بلکې اصلي خبره دا ده چې په ځمکه پورې کلک نښتي یوو، خو په بله جمله کې خپله خبره ردوي او شک را اچوي، چې د استاد شپون خبره ډېر هم ځان ته مه خامتما کېږه! ځکه په ځمکه کې پټ نه یې ( ریښې یا roots یې نه دي یادې کړې) بلکې یوازې په ظاهره داسې ښکارو چې په ځمکه پورې کلک یوو… که نه د واروې له ویلي کېدو سره به ژر څرګنده شي چې څومره توان لرو. نو خبره به یې ډېره ژوره وي یا به نه وي، خو هغسې چې وايي، خبرې هر څوک کوي، خو خوله د ملا فاروق غواړي.. د کافکا هنر عادي خبره د دوی په اصطلاح (غور طلب) کړې ده.٬٬
شریفه شریف ٫٫ ځکه چې کیسه د کافکا ده، مخکې له مخکې پوهېږو چې ژورې خبرې لري. دا د کره کتونکي او لیکوال تر رابطې پورې وایم چې پر کره کتنه اغېز کوي. کیسه هر څه لري کرکتر یې انسان دی، د ونې په انځور. انځور یې عالی دی. د ونې تنه تر واورو لاندې . د انسان د ژوند د والنبرتی یا اسیب پذیري او مرګ ته مخامخ اوسیدل . زه وایم وروستۍ برخه یې غوټه ده. خو غوټه هم خلاصېږي هم همدلته پیداکیږي . لوستونکي ته د انسان د ژوند فلسفي پوښتنه پيدا کېږي . د کافکا د نهیلزم فلسفه. هر څه ان زموږ ژوند او هستۍ تصور دی . همداسې ښکاري چې ژوندي یوو ، معلومه نه ده چې موږ \ ونې ځمکه کې ریښې لرو که نه؟ خو تلوسه پکې نشته یا ما ونه لوسته. خو خیر دی ، کافکا اصول ماتولی شي٬٬
اجمل پسرلی ٫٫ د کافکا کیسې سخته څېړل کېږي. په لنډو زه دا وایم چې په دې کیسه کې د انسان په اړه دوه فلسفي نظریات رد شوي دي چې یو یې تر کافکا مخکې ویل شوی، بل یا وروسته یا د ده د ژوند په وروستیو کې:
دکارت وایي:« زه فکر کوم نو زه یم»
کامو وایي: « زه خوځم نو زه یم»
کافکا په دې وړه کیسه کې یو ځل انسان له ونې سره ورته ګڼي چې فکر کولی شي چې وایي ریښې مو په واورو کې بندې دي، بل ځل ورته وایي، ته خو انسان یې هرځای تللی شې خو بیا هم نه یې. ٬٬
ډاکټر محب زغم ٫٫ په دې کيسه کې لومړی بايد دا خبره معلومه کړو چې کرکټرونه څوک دي؟ ظاهرأ مونولوګ ښکاري خو په واقعيت کې دوه کرکټرونه دي. د لومړي کرکټر خبره نيمه راخيستل شوې ده. ځکه چې موږ د ونې غوندې په واوره کې يوو. دا جمله بايد يا د کومې پوښتنې ځواب وي يا د خپلې ادعا د اثبات لپاره دليل. نو هغه پوښتنه يا ادعا به څه وي؟خو هغه که هر څه وي، وي به، خو فکر نه کوم چې دا خبرې دې کيسه وي. يو نظر دی، احتمالآ فلسفي نظر خو کيسه نه ده. که د کافکا نوم ترې لرې کړئ ښايي چا ته فلسفي نظر هم ښکاره نه شي.٬٬
شریفه شریف ٫٫ د کافکا د نهلزم په اړه بحث شته. ځینې یې نه مني او یوازې د یوی کیسې لید لوری ګڼي عموما یې د Absurdity ( نامعقول) ګڼي . فلسفي پوښتنه یې واضح ده. انځور یې ذهن کې پاته کېږي . لوستل یې خوند راکوي او وروستۍ پوښتنه یې ذهن پاروي .٬٬
اجمل پسرلی ٫٫ د کافکا په دې کیسه کې مکالمه شته، کرکټر شته. اغاز شته او انجام شته. خو د نورو عادي مروجو کیسو په څېر نه ده. د شریفه جانې له دې خبرې سره ډېر موافق نه یم چې دا کیسه تلوسه نه لري په پيل کې همدا استعاره چې یا به کنایه وي په خپله تلوسه رامنځته کړې ده. کره کتونکي وایي، کافکا سیمبولیکې کیسې نه لیکي خو همدا ډول یې لیکي، سوریالیستي کیسې نه لیکي خو همدا ډول یې لیکي. کافکا په خپله وایي: لیکنه ( کتاب) باید زموږ په داخل کې د کنګل شوي سمندر لپاره تبر وي.٬٬
شریفه شریف ٫٫ بیا مې ولوسته. یعنې دا چې موږ ونې غوندې یوو دا تلوسه پیدا کوي چې : څنګه؟ کیدای شي. تلوسه د کنجکاوۍ په مانا. ولې؟ څنګه؟ دسسپنس په مانا نه چې: بیا به څه وشي؟ څنګه به وشي؟٬٬
اجمل پسرلی ٫٫ همدا ده او په هغه قالب کې هم د تلوسې حکم پرې کوو چې وایي: تلوسه ژمنه ده چې لیکوال یې کوي او بیا یې وایي. دلته په پيل کې لوستونکي ته وایي ته د ونې په څېر یې. وروسته بیا همدا ورته بیانوي.٬٬
د پنځو داسې کسانو بحث مو ولوست . دوی ټول خپله کیسې لیکي، کیسې ارزوي او په کیسو پوهېږي. خو بیا هم دوی ته دا وړه کیسه پېچلې،ذهن پاروونکې او له خبرو ډکه ده.
په دې کې شاید شک نه وي چې کافکا دغه ونه په حقیقت کې انسان بولي. زما لپاره هغه انسان چې ژور دی، پوی دی، شاید ظاهرآ کمزوری ښکاره شي خو جرړې یې ژورې دي ، که شرایط بدل شي، یا یې څوک پورې وهي بیا به هم په اسانۍ ونه خوځول شي. خو له دې امکان سره هم لکه ونې چې یوه نه یوه ورځ شاید وغورځي، لوی انسانان هم پرځي. خو یو څه پرېږدي، رېښه یې پاتې ده، فکر یې پاتې دی. د ونې له لرګي شل شیه جوړېږي د لوی انسان له فکره د ده له مړینې وروسته هم شل خبرې نور انسانان اخلي.
د دې کیسې یو بل تفسیر هم ممکن دا وي چې کافکا راته وايي چې که انسان ظاهرآ هر رنګ ښکاري بیا هم بدلېدونکی دی، شرایط یې بدلولی شي. ظواهر یې شاید غولونکي وي خو دغه حالات بدلېدلی شي. ان هغه انسانان چې خورا غښتلي باورونه لري لکه د ونې ریښې چې ډېر لاندې غځېدلې وي، یا ژورې وي چې د بدلېدلو نه ښکاري خو بیا هم ممکنه ده چې دوی بدل شي. یعنې هېڅ شی تل په یوه بڼه نه پاتېږي.
کیسه لیکوال صدیق الله بدر وايي: ٫٫ دې پاړکي ته ( د کافکا ونه کیسه ) د کیسو د یادو شویو اصولو په بنسټ کیسه نه شم ویلای، د کیسې ګڼلو لپاره دلایل تراشل مې هم دومره په زړه چک ونه لګاوه.٬٬
ډاکټر محب الله زغم: ٫٫ که د کافکا هغه خبرې يو بل چا کړې وای، بيا به مو هم همداسې توجيه کولې؟ فکر نه کوئ چې د کافکا نوم تاسې اړ باسي چې په دې عادي خبرو کې يې تلوسه، کرکټرايزېشن، پيل، پای، نورېدنه … پيدا کړئ؟ ٬٬
په دې کې هیڅ شک نشته چې ٫٫ خبرې هر څوک کوي، خو خوله د ملا فاروق غواړي٬٬ او یا ٫٫ ځکه چې کیسه د کافکا ده، مخکې له مخکې پوهېږو چې ژورې خبرې لري. دا د کره کتونکي او لیکوال تر رابطې پورې وایم چې پر کره کتنه اغېز کوي٬٬ د کافکا نژدې ټولې لیکنې له همداسې اشارو، خبرو ، پېچلتیاو یا شاید ګونګو حالتونو ډکې دي. که یوازې یوه کیسه یې داسې وای بیا به شاید د ډېر تعبیر او تفسیر ځای نه وای.
بیا وایم د کافکا کیسې څو ډوله تعبیرېدلی شي هغسې چې پر قبر یې د مینه والو لیکلي نوټونه مختلف دي او د موسمونو په تېرېدو بې رنګه کېږي، د نورو خواخوږو خبرې یې ځای نیسي، د کیسو تفسیر یې هم بدلېږي.