جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ترکمنستان ولسمشر په دغه هېواد کې بندي ۱۲۶ افغان زندانیان وبښل

د ترکمنستان ولسمشر په دغه هېواد کې بندي ۱۲۶ افغان زندانیان وبښل

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف په دغه هېواد کې د ۱۲۶ افغان زندانیانو د بښنې فرمان ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ترکمنستان دغه افغان بندیان د بشردوستانه خواخوږۍ او کوچني اختر په مناسبت خوشې کوي.

د وزارت په قول دغه خوشې شوي بندیان به د ترکمنستاني چارواکو لخوا د ثور په ۲۹مه د دوشنبې په ورځ د اقینې او تورغونډۍ په بندرونو د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شي.

افغان حکومت د ترکمنستان د دغه اقدام ستاینه او مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې سعودي عربستان هم د ۶۰۰ افغان زندانیانو په خوشې کولو له کابل سره هوکړه وکړه او له دې جملې یې ۲۵۰ کسان کابل ته رالېږلي هم دي.

1 COMMENT

  1. د ترکمنستان د مسلمان او ښه همسایه دا نیک اقدام د قدر وړ دی
    افغان دولت یی باید مننه وکړی۰مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب