سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeادباستاد شپون د نثر پاچا/ اجمل تورمان

استاد شپون د نثر پاچا/ اجمل تورمان

استاد شپون د نثر پاچا، دا د هغې غونډې نوم دی چې څو ورځې مخکې د پښتو ژبې د مشهور ناول لیکونکي استاد سعدالدین شپون د ادبي خدمتونو په ویاړ په کابل کې جوړه شوې وه.

میلمه پال ول د افغانستان د قلم ټولنه او د علم او ادب د خپراوي ټولنه.

غونډې ته سم، دم روان وم چې یو همکارمې راوګرځولم. ویل نوې خبرې نه لري. په غونډه کې به هغه کسان خبرې کوي چې د ملي راډیو تلویزیون له خوا استاد شپون ته په جوړې شوې غونډه کې هم په اول لست کې ول.

ما هم ومنله ځکه دا سړی هم استاد شپون په ښه مني او له مخالفینو څخه یې نه و، سبا چې خبر شوم خبره یې د کار کړې وه.

د یادونې ده چې ما هم یو څه یادښتونه لیکلي ول خو دا د اول لیست خبره مې چې واورېده ټکنی شوم. که ولاړ وم نو د نور محمد سعید په شان مقاله به مې په جیب کې پاتې وه.

وايي په غونډه کې خپګانونه هم رامنځته شوي ول. استاد نثار ته د غونډې چلوونکي ویلي ول چې وخت کم دی لیکنه دې رالنډه کړه. د استاد غصه خو هم تاسې ته معلومه ده له ستیج

نه راښکته شوی و او ویلي یې ول چې وخت نه لرئ غونډې مه جوړوئ.

البته دا کیسه ماته بل چا کړې کیدای شي رنګ او روغن ولري.

رابه شم اصلې موضوع ته نو استاد شپون خو په مونږ ټولو ګران دی، سر سترګې مو دی خو په دا تکرار خلکو غونډې ولې جوړوئ ؟

نور خلک نشټه که څنګه ؟ ځه یو دوه کسه به زه دروښیم:

ننګیار نا اشنا مشهور پښتو طنز لیکونکی. دولس کاله یې په ازادۍ راډیو کې د ګوړې اچار په نوم طنزي خپرونه چلولې. چې هره اونۍ یې یواځې یو طنز لیکلی وي نو د میاشتې څلور، د کال اته څلویښت او په دولسو کلونو کې نېږدې شپږ سوه طنزونه شول ایا دا سړی په غونډه او یادولو نه ارزي ؟

عصمت قانع، که شپون صیب د نثر پاچا وي نو قانع خو به د پښتو نثر لومړی وزیر خامخا وي، سیاسي مبارزې ته یې دیوال اوس نو دا په لمانځلو نه ارزي؟

احمد تکل، یو ځل یې شعر ولولئ بیا قضاوت وکړئ. خیر د انجمني شاعر په تور یې مه نیسئ.

ځوانان خو پرېږده، دوئ بیچارګان خو فرهنګي مافیايي کړیو داسې چوف کړي چې د خپل حق د غوښتلو تمثیل هم نه شي کولای.

خبره دا ده چې نن، سبا اکثره غونډې د شخصي شناخت او د ملګرتوب، ډل بازۍ، شخصي او سلیقوي برخوردونو په اساس جوړېږي او ګڼ شمېر مستحق کسان شته چې نوم یې څوک په نومونو کې هم نه اخلي.

ځوان نسل فکر کوي چې بس راځه همدا پنځه، شپږو کسه بتان دي رام، رام ورته کوه ستا به هم ورځ ښه شي خو درېغه.

او په دې ورستۍ کرښه کې یوه بله خبره. د نثر پاچا د ترکیبي افتخاري لقب سره هم شخصاً زه مخالف یم خو دا مخالفت به استاد شپون سره د مخالفت په مانا نه وي.

استاد دې خدای تر ډېره راته ژوندی لري !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب