شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند اجمل خټک دویمه خاطره/ استاد شپون

د اجمل خټک دویمه خاطره/ استاد شپون

نورماد تره کي ته خو اجمل خټک د سیل مرض وراچولی و. نه یې پښتو ورسره پالله نه سو شالستي. د پښتونستان جشن کې د خپل پښتون سره نه بلکه د ببرک کارمل ځنګ ته ناست و.که دا نښه رښتیا وي د اجمل بل اړخ ته لابق و، وزیر دست راست. تر(ه) کي او اپیزلا امین لکه مرور وروڼه لرې کینول شوي وو. تره کي چې به هر څومره پښتو وراړتاو کړه، اجمل چې پاړسي یې هم نه وه یاده، شودې نه ورسره پرېښوې. پیز ماد احمدزی د کارمل او نورو پراچمه و ترمینځ ترجمان و.

زموږ د پوهنځي ډلګۍ(تږی، ضمیر. د تږي ورور اود ظاهر افق په مشرۍ یو څو کنداریان، د ګل محمد نورزي اوظاهر افق خلقي ډله) یوه ورځ د اجمل خټک کورته ورغلو. اوس نو د میلمستون نه وتلی سم دم پرچمی افغان و. په لوکس کور کې اوسیده. خدی خبر چې ولې رحیم الهام هم ځان زموږ جاخه کې چوخ کړی و. الهام ځان مومند، مورچه خیل باله، خو چې پښتو یې ویله دویمه ژبه یې ښکارېده. زه هم د پروفیسرعبدالرسول امین صیب سره ورغلم. په مجلس کې(لکه د پیښوریانو دود چې دی) یواځې خټک صیب لکچر ورکاوه. خپل اشعار یې ولوستل، د باچاخان نوم یې یاد کړ چې داسې او داسې یې فرمایلي. د هغه جلوسونه یې یادول، ځای ځای يې خپلې کارنامې هم ورکې سپرخی کولې. ویل یې چې زه او پاچاخان به په یواځې سر څنګه پښتونستان آزادوو؟

د اجمل نه لرې، په ګوټ کې یو بل هم غلی ناست و، پټو یې له ځانه چاپیر کړی، لکه کیشپ یواځې یې سر ترې راوتلی و. په نامه يې تر اخره پوه نه شوم خو خلکو استاز باله. هر چا ځان معرفي کاوه ، امین صیب د الهام معرقي کول د ځان انحصار باله، دواړه استادان وو او یو ځای راغلي وو. چې د الهام وار راغی هماغه ناپېژندونی استاد کیشپ، سر له پټو راوایست ورته ویې ویل«استازه ته د مساواتو اېډیټر نه یې» الهام مې کوت چې ورو ورو غونجېده، تر هغې چې نژدې ورک شوی و.

الهام د میوندوال د مترقي ډموکرات د ګوندي اخبار مدیر و چې اوس نه اخبار و نه میوندوال. یوه میاشت دمخه میوندوال وژل شوی و. قاتل یې داوود خان بولې که د داخلې وزارت لوی څارنوال، صمد اظهرچې په لغتو یې وژلی و. اظهر بیا یارانو ته کیسه کړې وه چې «یک لغت کې ده ګردېش زدم، دیګه آو نخواست.» میوندوال خواره کي لکه چې د تحقیقاتو په وخت کې اوبه غوښتې وې. وایي چې داوود خان د میوندوال په مرګ ناراضه و. د کودتا یو بل قوماندان، قادر میاخیل موږ ته کیسه کوله چې،« رهبر خپه شو خو کار له کاره تیر و، دا خبره یې هم لکه د زهرو پیاله نوش کړه.»

د اجمل خټک مخ پټي استاز ما ته هم تر ډیرې مودې، پيښور ته تر مهاجرت پورې سودا راچولې وه . ایله مې هلته سرخلاص شو چې اجمل خټک مې په اردو بورډ کې د همدې استازه سره ولېد. په پوښتنو مې معلومه کړه چې استاز د آی ایس آی کوم مشر دی.

زوی یې لوی کړې په دې هوښیارۍ! ایله مې سر خلاص شو چې کابل ته د غیرت د چغې د نومیالی شاعر راتګ د یوه زنځیر کړۍ وه. یقین مې هغه وخت پوره شو چې اجمل خټک نه یواځې سناتور شو بلکه ویې ویل چې،« زه مضبوط پاکستان غواړم» داهماغه غیرتي پښتون دی چې پیښور ته له راتګ نه یې انکار کاوه. شرط یې ایښی و«زه به د سرې ډولۍ سره ستنیږم»

¸زما یواځنی انتقام لیک یوه څلوریزه وه:

ستا د غریب ګوجر کیسه څنګه شوه

چې اوس يې میښې په توپو الوځي؟

ستا د ابۍ د لاس تڼاکې څه شوې

نن چا پرې ایښي د نیپام نکریزې؟

تا به دې سره په دې ناولي قلم

د پښتنو مېنه میراته کړله

د نورو خلکو په لمسون اجمله

تا د خپل قام مرکونډۍ ماته کړله

25 COMMENTS

  1. شپون کاکا
    وايم منم دي په داسي خبرو زموږ سر خلاصوه پلارجان به مي ويل اوغان غول وي له ځانه خبر نه يي پاکستانی وي راشي دلته سبق هم ووايي او په بورس کي خارج ته لاړشي دي يي وي خپل ورور ګڼي

  2. شپون کاکا
    وايم منم دي په داسي خبرو زموږ سر خلاصوه پلارجان به مي ويل اوغان غول وي له ځانه خبر نه يي پاکستانی وي راشي دلته سبق هم ووايي او په بورس کي خارج ته لاړشي دي يي وي خپل ورور ګڼي
    نو زمونږ غولان يي اوس هم لمانځي هي هي نو کله به سړي کيږو

  3. د شپون صیب خبرې حقیقت لري، اجمل خټک کابل ته له راتګ نه مخکې په ریډیو پاکستان کې کار کاوه او تل به يې د افغانستان په ضد پروپاګند کاوه، د ده راتګ د همدغه مشن تکمیل و.

  4. سلامونه شپون صاحب. د خټک صاحب د پراټو کیسه می کوم بل ځای هم لوستی وه خو اوس می هیر ده چه ستاسو لیکنه وه او که د کوم بل چا خو دا کیسه چه اوس ستا نه اورم چه کیشپ استاد د آی اس آی سړی و او د خټک صاحب سره په څنګ کی ناست و نو باور وکه چه سړی حیران سی. چه دا ومنس او که هغه د خټک صاحب خپل کتاب یی ( ره پاګل وم؟) کتاب خبری یی ومنی. نه پوهیږم

  5. څوک چې څنګه وي، باید هماغه شان معرفي شي. خو دا جرئت هر څوک نلري. شپون صیب دې الله تر ډیره ژوندی لري. زه یې دغه جرئت ستایم

  6. دابه ورغبرګه کړو!دحبیبې لیسې تر څنګ داوود خان اجمل ته کور ورکړی و یو غټ بریتو، تومانچه په تخرګ به دبیټک مخ ته ناست و-دوی په یوه کال کې یوه ورځ کار درلو دهغه هم دوږی نهمه ورځ ( دپښتونستان جشن ) بی خرته پیسې ولیګدې خوتاوان یې له ګټې ډیروو.

  7. پاکستانی- پاکستانی وي؛ که هغه پنجابی وي که پښتون. د پاکستان آی ایس آی چي افغانستان ته ستر زیانونه ور واړول؛ هغه یې یا د جهادي او مذهبي ډلو په توسط یا یې د همدې ډول پښتنو مشرانو په توسط سي د کابل خبرې به یې له اسلامابات سره شریکولې/ جاسوسي به يې کوله. په افغانستان کي يې د چپي ډلو تر منځ د او د افغانستان د خلکو تر مینځ به یې د منافقت تخم پاشلو.

  8. د پاچا په مقابل کی:
    پاچا ماته خو تاسو هم سم د آی اس آی اجنټ ښکاری. دا ځکه چی د شپون صاحب خبری دومره بدی درباندی لږیدلی دی. تاسو که تاسو مهربانی وکړی په منطقو یی خبری ځواب کړی.
    اشنا همدغه پښاوریان، صواتیان به کابل ته راتلل د خوشحالخان په لیسه کی به یی ۱۲ خلاص کړ بیا به یی بی غیر د طب او انجینری څخه بل څه نه ویل خو کله به چی خلاص نو سیخ به پاکستان ته روان وو د افغانستا په درد به نه خوړل کیده، همدارنګه د شوروی ټول برسونه به همدغه پښاوریانو ته ورکول کیدل کله به چی مسکو یا یل د شوروی اتحاد ملک ته لاړ بیا به یی ځنته پاکستانی خطاب کاوه او پاکستاني پاسپورت به یی واخیست. کیدلای شی چی ځینی پښتونستانی وروڼه وو چی د افغانستان سره یی مینه اوعلاقه لرله خو اکثر یی د افغانستان مخالف وو او او دی. اجمل افغانانو ونازوه اخیر یی قوی پاکستان عوښت. نو تاسو ولی شپون صاحب ته بدی ردی وایی؟ له همدی معلومیږی چی یا خو تاسو هم له همهغه ډلی څخه یی چی په افغانستان کی د د افغانانو په وینو درس لوستی دی اوس پکستان پالی او یا خو سم د آی اس آی اجنټ یی. موږ د شپون صاحب ټولی خبری تایدوو.

  9. زه یو اوغان یا افغان یم، راشی په ګډه دا د کیرکِټ ډنډه او دروند احمق ګیند ( د ډیورنډ د اِلغا ارمان) (
    وکړو ایسته لیری وغورځوو او خپل فقیر افغانستان ته کار

  10. ډېره سخته ده چې په کوزو پښتنو کې د کار سړی پیدا شي. له محمودخان اڅکزي او یوې محدودې کړۍ پرته یې اکثر د مېږو په جامه کې د آی ایس آی لېوان او د افغانستان دښمنان دي.

  11. شپون صیب مهمې موضوع ته مو اشاره کړیده دا ټول هغه څه دي چې واقعیت ثابتیدلی شي ځکه چې ټول خلک هغه ځای ته کش کوي چې هلته یې ګټې خوندي وي نن که زمونږ شینوارو او ګربزو ته وویل شي چې د پاکستان تابعیت درکول کیږي نو دوی یې اخلی او د افعانیت به هیڅ پوښتنه هم ونه کړي نو بیا اجمل خټک خو سم دم پاکستانی وو نو هغه به څنګه د پاکستان له ګټو تېر شي، زه وایم چې مونږ افعانان باید خپل ځان ووپیژنو او له دې خلکو لاس واخلو او په خپله یو او بل حمایه کړو
    مننه

    • زمونږ دې ځينې روڼو د پښتونخوا ددې برخې د پښتنو په حقله ډير تارخه تكي ليكلي دي زه به صرف دومره اوائېم چې ستاسو سره د پښتونخوا پښتنو څه بد كړي دي چې دومره غصه كوئ؟ ګيلې مانې د هر چا شته .شپون صيب چې څه وائي نو هْ لري .خو دېولې ښكاري داسې ټول د پولۍ پړق ته ناست وئ.پكارده چې په ادبي پاڼه ښې ښاءسته د ادب نه ډكې خبرې وليكل شي او خلق خوشحال شي چې پښتانه اوس په خبرو پوهيږي او كه نه هم دغه ستاسو او زمونږ د تعليم حال وي چې صرف په كمپيوټور مو بد رد ليكل ايزده كړي دي نو بيا خو تاسو ټول په حقه يي ….پښتانه خو چرته پچې په مړ ورور پسې او بيا په مشر پسې خبرې نه كوي او چې تاسو يې خامخا كوۍ نو شل واره كوۍ خؤ بيا زان ته پښتانه مه وايي. .زمونږ دې ځينې روڼو د افغان او پښتون مسئله راپورته كړي ده نو بيا دافغان او پښتون تر مىنځه د توپير كرښه راكاږئ چې سره معلوم شي پښتون چاته اووئيو او افغان چاته اووائيو…؟ مننه او تشكر هيله لرم خاطر به نه درنوئ

  12. زه نه پوهيژم چه دا کوم پا چا دي که سید حسن پاچا وی نو دا ویل ورته غوا ړم چه دي خو خپله هم په امریکا کښې اوسی. اصلی خبره داده چه اجمل خټک د یو پښتون سنا تور په حیث د آی ایس آی په مټ یو مضبوط پاکستان غوښت. چه دا دافغانستان د بی ثباتی، او بربادی مفکوره ده; چه د افغانستان دښمنان تر یوه حده په دی بریالی هم شول. ګران شپون صاحب د هغه وخت خپل د سترګو د لیدو حال لیکلی، چه نازولی پاچا به په هغه وخت کښی یا په غونډک کښی وه او یا به یی خا پوړي کولی. دا یو جوټه حقیقت دي چه په پښتنو کښی د آی ایس آی اجنټان او تالی څټی شته چه ددوي اصلي څیري باید افغان ملت ته ور په ګوته شی. زه د ښاغلي شپون صاحب څخه ‌ډیره مننه کوم چه دا څیری موږ ته را پیژني. په درنښت

  13. په دا تبصرو کې خو د پاچا په نامه د چا تبصره نشته. ښایي چې تاند ډیلیټ کړې وي یا به ما ته خوب راځي او په سترګو به مې تیاره وي.

  14. Asalam Alikum to all brothers and sisters,
    A very good shot by Mr. Shpoon. He has done a great service to all of us. We Afghans should get real, stop exaggerating and fluttering others. Why we should even care about people like Mr. Ajmal Khattak or others. If they are good, judge their deeds or trash them, and let’s live for real.
    Stop making useless individuals our idols….

  15. زه لا تراوسه د سرحد هاخوا پښتنو ته د پښتون قوم د وجود یوې برخې په سترګه ګورم، او په دې باور لرم څې دا ټول تکلیفونه او دردونه څې لرو لامل ېې همدا ده څې وجود مو دوه ټوټې سوی، بې وسه او کمزوري سوي یاستو
    خو! دا لید یواځې د هاخوا عام ولس او محرومو پښتو په اړه لرم، هاغه پښتانه څې سیاست ته ورګډ سوي او د پنجاب حکومت سره ېې وخت تیر کړی، په هغو باور کول او د ښو طمع ترې کول به لویه خطا او اشتباه وي

  16. With respect I don’t understand what Shpoon saheb wants to achieve out of this controversies. The world knows what Ajmal Khattak did for Pukhtoon nation. He sacrificed his life for the well being of Lar o Bar Pukhtoons. Those trying to tarnish his image would ultimately fail as blaming Ajmal Khattak is like blaming a Sun. I would like to produce a verse from Qalander Momand Poetry for Ustad Shpoon.

    زما په مخ باندي چه څومره سیاهی اومږي
    د شب پرستو په افسون به رنړا توره نشی

    یه په حال مستو! درخشانه مستقبل ځما دي
    سپوږمي که تندر کښ راګیره شی ‘ څه نوره نشی

  17. دډیورنډ کرښې هاغاړې د پښتنو ټول مشران په شمول د محمود خان اڅکزي د ای اس ای اجنټان دي. چې د ای اس ای اجنټي ونکړي نو نه مشر کېدای شي او که مشر هم شي نو بیا ژوندی نه شي پاتې کېدای.

  18. شپون صیب په عمر مو برکت شه، ستا رنځونه او غمونه دی دهغه چا په نصیب شی چی لا اوس یی هم دپاکستان او پاکستانیانو په اړه جهالت صفر ته نه دی نیږدی شوی.

  19. ړومبی خو زه استاذ شپون نه پیژنمه، نه مې کتلی او نه مې هم مخکې چرته د ده محترم لیکنه لیدله (بدنصیبه حمیرا!)، خو نـن مې ورپسې ټول انټرنیټ چاڼ کړو چې دا استاذ خو د هر څه نه ړومبی صحیح وپیژنمه بیا به ګورو.
    خدای شته د دې استاذ انځور/تصویر چې مې اولیدو، مشر دی !
    خو زه پخپله په ښاغلی شپون نقد نه کومه او نه دا حق ځانله ورکولې شمه ځکه هغه یو استاذ او زما لا د پښتو لیک نه دې زده خو استاذ محترم ته جولۍ غوړومه چې د الله روی اومنه د داسې خاطرو نه تیر شه، نـن سبا هغه زمانه نده او د انټرنیټ دور دی نو د مړو داسې یادونه چې احساسات راپارئ, د نفاق او زړه بدوالی سبب کیږی مه رایادوه او که ادامه ورکئ نو د ګټې به تاوان ډیر اوکړو.
    بابا نه ملائیکه وه او نه هم پیغمبر چې کمه خطآ به ترینه نه وی شوي خو څه ته چې تاسو اشاره کړی ده نو د بابا د مکتب د یو زده کړیالی په حیث یې زه درسره نه منمه او تر قیامته یې درسره نه منمه (دا ګز او دا میدان)!
    زه نه غواړمه چې د بابا په د ژوند، جدوجهد او کارنامو باره کې څه اولیکمه ځکه د ارواښاد شخصیت لکه د لمر ځلیدلی، ځلیږې او ځلیږې به؛ که دوي او د دوي مریدان مهربانی وکړي او د بابا په ژوند یو ځل بیا تجدید نظر اوکړي بس دومره چې د بابا د انقلابی شعري قوت، اورلګوونکو جذباتو، احساساتو، لوړو تخيلاتو اوپه پای کې د ده د اندروني او روحي سوځوونکې آلامو دپوهېدلو له پاره کافي ده چې (د غيرت چېغه), (لابه یو کیږو کني ورکیږو) او (دا زه پاګل وم؟) کتابونه اوګوري او یا هم د پاکستانی جنرالانو کتابونه او مقالې اوګورئ چې هغوي د بابا په څه نامو یاد کړی دی? نور هیس نه او د هغې نه پس یې هم که په زړه کې څه شک وي را دې شي چې زه یې پوه کړمه.

    ، تا د بابا هغه د مچ، پبو، نظام پور، پیښور… جیلونه/زندانونه د یاده ووتل چرته چې هغه د خپل نیمایې ژوند نه زیات تیر کړل؟ د چا د پاره او د چا د لاسه؟ (لږ خو فکر اوکړئ).
    هغه چا چې خپل کور، کورنۍ، کلی …. پریښوستل او خپل وطن افغانستان ته درغلو؟
    دلته مې ۵۰ پښتنې او ۱۰۰ ګیلې ذهن کې اوړي را اوړي خو نه یې کومه.
    څوک به احساس د چا د اوښکو اوکړي
    چا چې په ژوند چرته ژړلې نه وي

    مشر یي، پوه او ادیب یي احترام درته لرو!
    *د املاء تیروتنو بخښنه کوئ!
    پیښــــــور دی که کــــوټه زما کور دی
    نـنګرهار دی که کابل دی زما ورور دی
    هر خايين چې دی کې خنډ اچول غواړي
    که د لـــر دی که د بــر دی مخ يې تور دی
    ارواښاد اجمل خټک بابا

  20. In reference to the presence of an ISI agent in Ajmal Khatak residence, I would like to tell the following anecdots as to why some politicians allow the presence of intl agents in their company. Once I read an in a blog, which was by someone who worked in the Embassy of Pakistan in Kabul. His story was that when Pacha Khan had visitors from India, he would be phoned by Pacha Khan to be present at his meetings with the Indians – official or private individuals. Afrasiab Khatak, who I happened to meet in Norway many years ago said in his meetings with Mr Hekmatyar always Dr Morad Ali Shah was present. The doctor was from Mardan and was a member of Jamaat Islami. To look into this issue in a positive light it can be argued that spies were tolerated because they wanted them to tell the relevant authorities that there was no hidden agenda. As a young man, I was privileged enough to read ‘De Ghairat Chegha’ and ‘Ze Pagal Wom’. I was inspired by them. So no-one can change my views about Ajmal Khatak. However, there have always been some people in Afg who were not keen on the Pashtun-Baluch issue. Our current president is one of them and Mr Shpoon is an ardent supporter of his.

  21. شپون صيب وينا په خپل ځائل ځاےٴ درسته كيدے شي .پدې عمر كښې هغه دروغ نه وائي.د تاند هم مننه چې په دې نازك وخت كښې يې هم داسې مسئله وچيړله خو څومره به غوره وه چې داخبرې يې هاغه وخت كړي وے چې اجمل خټك هم ژوندے وو،نه پوهيږم چې دا وخت تاسو په پښتنو كښې نوره بې اتفاقي غواړئ او كه نا بل څه.بايډ شپون صيب هم د حالاتو نزاكت اوګوري.په دا محال په خپلو ليډرانو پسې داسې خبرې كول څه معنىٰ لري.او دې ځينې ليكوالو داسې تبصرې كړي دي چې بايد د ګټې په ځائ به ټول پښتانه د تاوان سره مخ كړي.

  22. په کابل کښ افغانیت بله خبره
    پښتونخواه کښ ژوند کوم ځان افغان بولم ـ

    عثمان خټک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب