څېړندوی عبدالقیوم مشواڼي د کابل مجلې د ۱۳۹۰ کال په ۵-۶ ګڼه کې د (خاطر او پښتو ادبیات) تر عنوان لاندې یوه مقاله لیکلې ده. ښاغلی مشواڼی د علومو اکاډیمي یو هغه غړی دی چې له علم او اکاډیمیک کار سره واقعي مینه لري او لیکنې یې د مخلصانه زیار ښووندویې دي. په دې لیکنه کې چې نوم یې واخیستل شو، ښاغلي مشواڼي په پښتو پخواني ادب کې د ( خاطر) د کلمې معناوې پلټلې دي او دې نتیجې ته رسېدلی دی چې نن سبا که د ( لپاره) په ځای ( په خاطر) وایو، سمه خبره نه ده.
لیکوال لیکي: ( د خاطر کلمه په پښتو ادبیاتو کې د زړه، لحاظ، خوښې، رضا او حافظې په ماناوو وه او ده، خو اوس ځینو خپلسریو تر ډېره د [لپاره] په مانا په ټولنه کې راځلولې ده چې ډېره نامانوسه برېښي.) لیکوال د ( خاطر) د کلمې د اصلي معنا د څرګندولو لپاره په لسګونو بیتونه راوړي دي.
دا سمه ده چې ( خاطر) همدا معناوې لري چې ښاغلی مشواڼی یې یادوي، خو دا ضرور نه ده چې له اضافي حرفونو سره یو ځای شوی اسم دې خامخا د هماغه اسم معنا ولېږدوي.
په پښتو کې اضافي حرفونه له اسمونو سره یو ځای کېږي او اکثره وخت د جملې د قید یا صفت وظیفه یا د کلمو ترمنځ د رابطې د ټینګولو دنده تر سره کوي. د ( لاس) اسم چې له ( له ) سره یو ځای کېږي، د ( په وجه ) او د ( قصدا ) او ( عمدا) قیدونو معنا ورنه اخلو. ( ځای) اسم دی او ( مکان ) یې معنا کوو، خو ( له ځایه) د ( له آره او له اصله ) معنا ورکوي. خوشحال خټک فرمایي:
سخاوت مې په تقلید ، په رسم نه دی
زه له ځایه د سخي بابا پسر یم
دغه راز ( له مخه) ، ( په سترګو) یا ( په مټ) چې اضافي حرفونه یې له اسمونو سره یو ځای شي ، د مخ، سترګو او مټ معناوې پکې نه پاتېږي.
د ( هېواد) اسم د ( وطن ) په معنا استعمالوو مګر په کلاسیک ادب کې ( په هېواد) اکثره وخت د ( لرې) معنا ښندي. ارواښاد استاد قلندرمومند په دې نظر و چې ( هېواد ) په کلاسیک ادب کې د وطن نه بلکې د ( لرې ) معنا لري او ځینو نورو ورسره مخالفت وکړ، خو لا دقیقه خبره دا ده چې په کلاسیک ادب کې ( په) او ( هېواد) په شریکه د ( لرې) په معنا قیدي عبارت جوړوي.
د ( په هیواد) قیدي عبارت اوس متروک دی، مګر ډېر نوي ربطي، قیدي یا وصفي ترکیبونه او عبارتونه چې پخوا نه وو، اوس عام شوي دي. مثالونه: بې قید و شرطه، له علمي نظره، په صراحت سره، د احتیاط له مخې، په ټولیز ډول، په نتیجه کې ، په پام سره او داسې نور.
د دغو توکونو د زیاتېدا وجه څه ده ؟ یوه لویه وجه یې دا ده چې مونږ په شلمه پېړۍ کې په لویه پیمانه ژباړه پیل کړه او کله چې مو په خپله ژبه کې د نورو ژبو د مرکبو قیدونو ،وییکو یا نورو کلمو معادل ونه موند او یا یې د معادل په موندلو پسې ونه ګرځېدو، د نورو ژبو په پیروي مو نوي عبارتونه او ترکیبونه جوړ کړل. موږ اوس وایو چې پلاني ملک له پلاني ملک سره بې قیدوشرطه مرسته وکړه. په تېرو زمانو کې د دې مفهوم له ژباړې سره نه و مخ شوي او په همدې وجه د ( بې قید وشرطه ) ضرورت نه احساسېده خو چې ضرورت یې احساس شو، کټ مټ مو راواخیست.
د دغو توکونو د زیاتېدا بل علت دا دی چې اوس لیکنې خورا زیاتې دي او په کلمو کې تنوع ته اړتیا لیدل کېږي. ځینې کسان ممکن په دې وجه د ( لپاره) په څنګ کې ( په خاطر) هم راوړي، چې په لیکنه کې یې د کلمو تنوع زیاته شي.
یو نیم وخت د نثر د آهنګ او رواني ضرورت لیکوال اړباسي چې په بلې کلمې پسې وګرځي.
تاکید او صراحت ته اړتیا یو بل علت دی چې ربطي او قیدي عبارتونه یې زیات کړي دي. مخکې مو وویل چې ( له لاسه) د عمدا او قصدا معنا ښندي خو د تاکید او صراحت د زیاتوالي لپاره ( له لویه لاسه ) هم وایو. ( له وجې) ، ( په وجه) او ( په علت) یوه معنا لري، خو داسې احساسوو چې تاکید په دریم عبارت کې تر دویم او په دویم کې تر لومړي عبارت زیات دی. ( نو) یو ربطي وییکی دی چې ډېر ځله د نتیجې مفهوم رسوي خو د تاکید لپاره وایو چې : نو په نتیجه کې… د ربط وییکي او عبارتونه په جمله کې ډېر ځله د قید نقش هم تر سره کوي.
( لپاره) او ( په خاطر) د یو بل پوره مترادفې کلمې نه دي. د پوره مترادفو کلمو یوه لویه نخښه دا ده چې په هر ځای کې د یو بل ځایناستې وي، لکه سین او دریاب یا کوټه او خونه، حال دا چې ( لپاره) او ( په خاطر) په خینو جملو کې د یو بل په ځای راتلای شي او په ځينو کې نه شي راتلای. الفت صاحب لیکي: ( له خدایه خوښ اوسه چې ته یې بې هنر پیدا کړې او تا ته یې هغه استعداد درنکړ چې یوه ورځ د خلکو د پاره لویه بلا درنه جوړه شي.) دلته د ( د پاره ) په ځای ( په خاطر) ځکه نه دی راغلی چې ( په خاطر) معمولا د مثبت مقصد لپاره استعمالوو. د الفت صاحب په دې جمله کې هم ( په خاطر) نه راوړل کېږي: ( دغه لږه پوهه چې ته ورته په سرسري نظر ګورې او ستا په نظر کې ډېره ساده ګي لري ، زما د پاره ډېره عمیقه فلسفه ده.) دلته ( زما د پاره) عبارت د (زما په اند) معنا ښندي خو ( په خاطر) چې د( زما په اند) معنا نه ښندي، په پاسنۍ جمله کې د ( لپاره) معادل نه دی. ( په خاطر) په ډېرو جملو کې د انګلیسي ژبې د for the sake of معادل ښکاري او ( د زړه او خوښې لپاره ) معنا پکې نغښتې ده. دغه عبارت نن سبا د ( په وجه) او ( په سبب) معنا هم رسوي. د ( په خاطر) مرکب اضافي حرف په پښتو کې د ( له خاطره ) په بڼه هم لیکل کېږي او ویل کېږي.
ښاغلي مشواڼي لیکلي دي چې ( په خاطر) نامانوس عبارت دی. زما په نظر ده ته ( په خاطر) ځکه نامانوس ښکاره شوی دی چې ځينې لیکونکي یې په هغو ځایونو کې استعمالوي چې هورې ( لپاره) پکار دی ، کنه نو ما ته خو چې ( په خاطر) په ځای راشي، نامانوس نه ښکاري. که یو ترکیب یا عبارت له ګرامر سره سم وي او یو څه عام شوی وي، بیا یې ممکن نامانوس ونه بولو. البته، په دې کې شک نشته چې په پخوانو متنونو کې که ( په) او ( خاطر) د یو بل په څنګ کې هم راغلي، سره یو ځای شوي نه دي او د مرکب اضافي حرف نقش یې نه دی لرلی. مثلا په تاریخ مرصع کې په ۴۳۰ مخ کې لولو:( د قابل شیطنت حرامزاده ګي په خاطر وه اما لاس یې نه رسېد.) یعنې د قابل په زړه کې و چې ورانی به کوي خو وس یې نه و. ( په) او( خاطر) په لومړي ځل په شلمه پېړۍ کې د یو بل په څنګ کې د مرکب اضافي حرف نقش په غاړه واخیست او په جملو کې یې د ( د زړه او خوښې لپاره) ، ( په وجه) ، ( لپاره )او ( په مقصد ) معناوې ورکړې. ښاغلي مشواڼي د ( خاطر) د معنا د څرګندولو لپاره د خاطر اپرېدي څو بیتونه هم راوړي دي. په دغو کې یو بیت داسې دی چې ( په) او ( خاطر) پکې یو ځای شوي او د ( لپاره ) په معنا یې د مرکب حرفِ ربط نقش ادا کړی دی:
ډېر ډېر مې مه پوښته د خدای په خاطر
زړګی مې ټول ستا د حالونو ډک دی
کله کله دا مشکله شي چې له اسم او اضافي حرف څخه رغېدلي مرکب اضافي حرف او هغه اسم فرق وکړو چې اضافي حرف یې په خوا کې دی. د دې توپیر د کولو یوه لاره دا ده چې د مرکب اضافي حرف په ځای ممکن بل اضافي حرف راشي خو که اضافي حرف له اسم سره په شریکه مرکب اضافي حرف نه وي جوړ کړی، بیا یې په ځای باندې بل اضافی حرف نه شي راتلای. د خاطر اپرېدي په بیت کې د ( په خاطر) معادل د ( لپاره) اضافي حرف دی خو د تاریخ مرصع د جملې ( په خاطر ) په اضافي حرفونو کې معادل نه لري.