شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

دوکتور لعل پاچا ازمون

اتمه برخه

شاعر د انسان د ټولو حسونو د یو رهبر په توګه وظیفه او دنده ترسره کوي، هره هغه ټولنه چې هغه رهبر او رهبري ونلري،  هغه وده نه مومي، د شاعر دنده دا نه ده چې دې مایکروسکوب ته کښېني او ساینسي تجربې ترسره کړي، دده دنده دا ده چې ټولنه د شعور له لارې همدغو تجربو ته راوبولي او ویې هڅوي، دی دلته د انساني ژوند د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ښودانه او په جمالیاتي حس د ابادۍ حسونه را پاروي.

دی ټولنې ته دا ښيي چې “اسمان ته لاره شته”  اسمان ته د لارې د تلو او ښودنې بېلګه ورکوي، ده ټولنې ته هغه توکي وروښودل چې په هغه باندې د انسان ذهن برلاسه کېدلای شي.  که دده دغه لارښوونه او رهبري نه وای، نو اسمان ته به د ختلو لارې او وسایل نه وای.

ده په یو ډول نه یو ډول ټولنې ته د دغو اسبابو د برابرېدو کیسه کړې، زېری یې ورکړی او لاره یې ور ښودلې، اوس نو انسان باید ځان پر دې  مکلف کړي چې د فلسفې، ساینس او حکمت له لارې ځان لوړو لوړو پوړیو ته ورسوي.

د فلسفې، حکمت او ساینس خبرې د شاعر په پنځونو کې نغښتې وې، نو ده هغه وښودلې او ټولنه یې دې ته برابره کړه، ویې هڅوله چې د ټولنې بدلون او د ژوند پرمختګ ددوی په تفکر پورې تړلی دی، ټولنه دوی د خپل تفکر او تخیل په تجربو بدلولی او رڼولی شي. د شاعر او عالم د ژوند لاره یوه، خو کیفیتونه یې بېل دي:

(( د یو عالم او شاعر په وړاندې یوه ورشو غوړېدلې ده، عالم چې څه مهال ورباندې تېر سي، نو حکیم سي او چې شاعر ورباندې تېر سي، نو پیغامبر شي. )) ( زهیر، عصمت، د لبنان ویاړ جبران، ژباړه، ۲۰۲۰ز، ۱۵۸م)

نو: جمالیاتي حس یا شعر د طبعیت د هرتوکي په وجود کې د حکمت، فلسفې او ساینس خبرې را څرګندې کړې، په رڼا کې یې د رڼا د کیفیتونو خبرې وکړې، له لمره یې رڼا راواخیسته، د لمر تر شا یې د سیوري کیسه وکړه. په سیوري کې یې بل راز او ارزښت ولید، د سیوري په وجود کې د کیفیت تر څنګ د دنیا د ګټې تجربې هم نغښتې دي.

 که د لمر سترګې ته مخامخ شې، نو شاته سیوری غورځي، په سیوري کې د ژوند یو بېل کیفیت دی او هغه بیا د ژوند یوه بېله فلسفه ده، لمر ته مخامخ لیدل له لمره  رڼا اخیستل او د سترګو رڼول دي، په سترګو کې رڼا ساتل په تیارو کې د ژوند اسباب ښکاره کول او رڼول دي، له لمره د رڼا اخیستل او بیا دا رڼا ویشل، نن دا دی په شمسي هندارو کې ګورو، دا هغه خبرې دي چې شاعر په شاعرانه کیفیت کې وړاندې کړې وې او تجربو ته یې دنیا را بللې وه.

د شاعر دنده تر همدغه ځایه وه چې ده د لمر په کیفیت کې د ژوند نورې تجربې ولیدلې او د هغوی ترسره کولو ته یې ذهنونه راوبلل، شاعر  دلته دیوه رهبر په توګه دنده ترسره کړه. که ده دا چاره نه وای ترسره کړې، نو  د ژوند ددغو توکو په رنګونو کې د غږونو دا ځوږ به چا راپیدا کاوه!؟ د تفکر خاوندان  به څوک رهبري کوي!؟ او څوک به وایي چې په دې لمر، سپوږمۍ، ستورو، بوټو او نورو توکو کې د ژوند حکمت، فلسفه او ساینس نغښتی دی. د ساینسي او طبي تجربو د ترسره کولو لپاره د هڅونې یوه دنده شاعر ترسره کړه، د نورو دندو لپاره نور خلک شته دي چې د هغوی شعور باید رابیداره شي. د شعور دغه بیداري د شعر کار دی. دلته شاعر د ټولنې د شعور را بیدارولو او ټولنې ته د لوري ورکولو دنده ترسره کړه، ددغې دندې ګټه او ثمره ټولنې ته رسېږي، نو تاسې شاعر او شعر ته په سپکه سترګه مه ګورئ، د ژوند په نظام کې سپوږمۍ له لمره او ستوري له سپوږمۍ  رڼا اخلي، خو چې کله خپله لمر د کایناتو مخ ته راوځي، نو بیا ټول رنګونه په شور او ځوږ راولي.

که په ټوله کې یوه ټولنه شعر یا شاعر و نه لري، نو هغه ټولنه حرکت او ژوند نه لري. له همدې کبله شاعر د ټولنې سترګې او د زړه غږ ګڼل کېږي، ده خپله دنده ترسړه کړې، ده که په مظلوم  اوښکې تویې کړي، خو تر څنګ یې عاطفې د ظالم پر حال هم افسوس کړی دی.  دغه افسوس په خوږو کې له ظلم کولو د یوه کس ژغورل دي.

دلته دده چلن انساني او عاطفي دی، دغه چلن دده د مهینو لفظونو په اوډون کې نغښتی دی. دی ظلم ښه نه بولي، ژوندۍ بېلګې یې د طبعیت په توکیو انځوروي، دی په ټوله کې خلک پر کایناتو رحم ته رابولي. ځنګل که څه هم په عام ذهنیت کې د ځناورو ځای دی، خو شاعر ځنګل د ازادۍ، ابادۍ او سوکالۍ سېمبول ګڼي، ځنګل د ژوند غېږه بولي، د ځنګل هر توکی د انسان د ژوند لپاره د خالق یوه پېرزو ګڼي، که څوک دغه توکي په بې رحمۍ له منځه وړي، رحم پرې و نه کړي، هغه ټولنه له منځه ځي. د طبعیت له هر توکي سره چې چا انسان کوم چلن کړی، ورو ورو ترې خپل غچ اخلي. که د ځنګل ونې په بې رحمۍ ووهل شوې، نو دطبعیت غچ دا دی چې پر ده به وچکالي راولي. له ده نه به په ټکنده غرمو کې سیوری اخلي.

شاعر همدا خبرې کړي او همدا پیغام یې ټولنې ته رسولی چې تاسې د طبعیت له توکو، د هغوی د رنګونو له غږونو، د انسان او بشر د ژوند لپاره کار واخلئ. د ژوند لپاره کار اخیستل، د ساینس تخنیک، فلسفې او حکمت، تجربې غواړي. دې تجربو ته شاعر خلک هڅولي دي. دا یې ورته ویلي دي چې که ونه دې ووهله، ځنګل دې لوټ کړ، ودې سېځه، نو پوه شه چې یوه ورځ به له سختو کړاوونو سره مخ کېږې.

له شاعر سره د حکمت،  فلسفې او ساینس همدا خبرې وې چې ده  ټولنې ته ورسولې، ده د ژوند د رنګونو په غږونو کې یې لیدلي وو؛ هغه یې راواخیستل، د خپلې عاطفې او ښکلایي حس په وړانګو یې ټولنې ته په خوږه ژبه وړاندې کړې، دغه چاره یې په زور او جبر نه، بلکې په عاطفي او اهنګینه ژبه یې ترسره کړه، ده دا وښودله چې د زور او جبر فلسفه د ژوند ریښې له منځه وړي او د فکر چینې وچوي.

شاعر د ژوند د ریښو د لا ښېرازتیا او د فکر د چینو د خوټېدو لپاره خلک خوږې ژبې او ذهني ازادۍ ته را بللې دي، ذهني ازادۍ او د خوږې ژبې کارول د لوړو سایسني تجربو او فلسفي افکارو د غوړېدا سبب ګرځي.

کله چې خبره د ښکلايي یا جمالیاتي حس کېږي، نو لومړی را ته شعر تر سترګو کېږي، شعر هنر دی، یوه ښکلاییزه ذهني او نفسي تجربه ده چې د انسان د بیروني او داخلي حسونو له پاروني رامنځته کېږي، عیني صورتونه  په ذهني او نفسي تجربو کې رانغاړل او بېرته یې د تخیل او تفکر په ژبه وړاندې کول دي، د طبعیت د بېلابېلو توکیو  د رنګونو غږونه اورېدل، لیدل او حس کول دي، یا د درک او ادراک په واسطه له بهرني یا عیني چاپیریاله ذهن ته د بېلابېلو رنګونو او غږونه سپارل او پر هغوی د داخلي حسونو تجربې چې هغه په یوه نوې بڼه کې وړاندې کړي، شعر دی. دلته موخه د انسان د ښکلايي یا جمالیاتي حس فعالیت دی چې نورو حسونو ته د ژوند او حرکت خوراکه برابروي.   شعر د انسان فکري ځواک خړوبوي، تفکر ته یې هڅوي، د تفکر پایله مفکوره ده او د مفکورې وړاندې کول د هر انسان نظریه جوړېږي، یعنې د نظر سر چینه له فکر یا مفکورې خوټېدلې ده.

  په شعر کې فکر او خیال دواړه په آهنګینه ژبه رانغاړل کېږي، د شاعر تخیل د رنګونو په غږونو کې هغه رازونه او دنیا ګوري چې نور یې نشي کتلی، تفکر د رنګونو په دغې دنیا کې ژوند ویني.شاعر همدغه رازونه د رنګونو په غږونو کې رانغاړلي او د تخیل په ژبه یې وړاندې کړي دي.

د دنیا لوی فلاسفه، سیاستوال او… چې کله هم کومه خبره کوي نو   پخلی یې پر شعر کوي او زباتوي یې، ټولې خبرې یا د ټولو خبرو محور د شاعر په شعر را څرخي، په شعر کې ژوند ته د شعور له لیدلوري کتل کېږي.

شعر د طبعیت د بېلابېلو توکیو نه د تفکر او  تخیل په قوت بېلابېلې بڼې جوړوي، په عامه ژبه کې څوک نه وایي چې تیږه خبرې کوي، غر خبرې کوي، دېوال خبرې کوي، بوټی را ګوري، ونه ځي، باد خوله لګوي، پښه یې پر ځمکه نه لګي او… خو د شاعر تخیل او تفکر، تیږه، کاڼی، بوټی، غر، سین اوبه هغه څه چې موږ یې بې ژبې بولو، هغوی ته په ساکښو وجودونو کې ساه پلټي، د هغوی ساه پخپله ساه کې ویني، ورسره خبرې کوي، ژبه ورکوي او په وچه خوله کې یې ژبه ږدي.

شاعر د هر څیز په رنګ، غږ او څېره کې د انسان غږ رنګ او څېره ګوري، ځکه ورسره بشري او انساني چلن کوي. د خدای تعالی هغه شکر پر ځای کوي چې دی یې د ځمکې خلیفه وګرځاوه، د خلیفه توب او مشرۍ خبره یې هم دا وه چې دی به د طبعیت له ټولو څیزونو سره بشري او انساني چلن کوي، دده په خټه کې دغه غږ نغښتی دی، همدغه غږ دی په مترنمو لفظونو کې د خلکو غوږونو ته رسوي او ټولنه دې ته را بولي چې هر څیز ته د انساني جوهر یا انسانیت له سترګیو وګوري. دی په همدغه تفکر ټول څیزونه په خبرو راولي او دا دنیا د خپل تفکر او تخیل په وړانګو کې د یوې بڼې او څېرې خاونده بولي.

هېڅ څیز دده په تفکر او تخیل کې ګونګی نه دی، هرڅیز سره خبرې شته، غږ شته، ژبه شته او هغه ژبه او غږ یې له رنګ او بڼې معلومېږي، نو دده مبارزه دا ده چې ددغو غږونه ژبه او رنګ باید و نه مروړل شي.

د غره په سر مې د یار کور دی

ما توتکۍ کې (کړې) چې کږه وږه ورځمه

د شاعر په ذهن کې د توتکۍ تګ انځور دی، دغه انځور دی د خپل تخیل او تفکر په دنیا کې په یوه داسې بڼه بدلوي چې د انسان څېره په هغه کې ویني او د هغه وجود د توتکۍ په څېر همداسې یوه حرکت او پورته تګ ته هڅوي، د هغې له  د وزرونو له رپا، پړکا او کاږه واږه حرکته د خوند او کیفیت په وجود کې لوستونکی یا اورېدونکی نورو تجربو ته رابولي، دلته دی وايي: “ما توتکۍ کړې” دی ځان د توتکۍ په څېر کول غواړي،  دلته دده جمالیاتي تفکر او حس انسان دې ته را بولي چې د توتکۍ په څېر څنګه الوت وکړي، خپل الوت او کاږه واږه تګ ته د دنیا سترګې را واړوي. دلته دغه تګ انسان دې ته هڅوي چې د عالي تخیل او تفکر له لارې ټولنې ته داسې څه وړاندې کړي چې تجربه یې خلکو ته ګټوره او ارزښمنه تمامه شي، د خپلې تجربې په برکت دی په ټولنه کې منلی او ښاغلی شي.

د انسان ذهن دلته د توتکۍ له ناستې، پورته کېدلو او حرکته د شاعر له دغې وینا، تفکر او تخیل له مخې یوه نوې بڼه رامنځته کوي، د تخیل پر مټ دغه په ساینسي تجربو رامنځته شوې وسیله  الوتکه ده. دلته د انسان ذهن د تخیل او تفکر له له لارې ددغې ساینسي تجربې پایلې ته ورسېده.

که د مرغۍ وزر زما وای

زه د جانان دیدن ته هر وخت به ورتلمه

دلته هم د مرغۍ وزر ته نغوته ده، هغه وزر چې مرغۍ پرې حرکت کوي، د اسمان په شنو کې ګرځي او ډېر ژر ځان یو هدف ته رسوي. هدف ته د رسېدو دغه خبره د شاعر تخیل او تفکر د مرغۍ په وزر کې وړاندې کوي ، د شاعر دغه ارمان ټولنې ته په هنرمنه او شاعرانه ژبه ځان هدف ته رسوي، شاعر په دغې تخیلي تجربې سره د ټولنې وګړي دې ته رابولي چې د مرغۍ په څېر وزر پیدا کړي، دی د  وزرونو لپاره یو سبب یا وسیله جوړوي، دغه سبب او وسیله چې پر هغې الوت کوي، هغه وزرونه دي، وزرونه له مرغۍ بڼه مومي. د مرغۍ په څېر الوځي او ژر ترژره یا د سترګو په رپ کې  ددنیا یو سر او بل سر ته خپل پیغام رسوي.

 د شاعر تخیل هماغه ارمان دی چې هدف ته د رسېدو لپاره د وسیلې په لټه کې کېږي. نو: له تخیل او ارمانه وروسته هدف دی، هدف څه شی دی!؟ هدف ځان خپل مقصد ته رسول یا د عملي مبارزې له لارې ځان وصلت ته رسول دي.

له شاعر سره په تخیل کې تفکر دادی چې دی باید ځان خپل ارمان ته ورسوي، “که د مرغۍ وزر زما وای” دا یو ارمان دی، ارمان یې څه شی دی!؟ “د جانان دیدن ته ورتګ دی”  له خپل هدف سره یوځای کېدل دي. هدف یې څه شی دی!؟ هدف یې له جانان سره یوځای کېدل  یا ځان ژوند ته رسول دي.

وسیله څه شی دی!؟ کله چې ارمان او هدف رامنځته شو، ورپسې وسیله ده، دلته هدف ته د رسېدو لپاره وسیله، وزرونه دي، هڅاند کس ارمان ته د رسېدو لپاره د وزرونو د پیدا کېدو په هڅه کې کېږي، لکه څرنګه چې مرغۍ له یوه ځایه بل ځای یا ځان هدف ته د رسېدو لپاره وزرې وسیله کوي، همداسې شاعر هم هدف ته د ځان د رسولو لپاره  د وسیلې په لټه کېږي.

نور وګړي، ساینس، فلاسفه او د حکمت خاوندان د شاعر له همدې تخیلي وینا شعور اخلي، دوی وزرې د ژوند د غوړېدا وسیله بولي او پر دې اند دي چې وزرې د ژوند چینې ته د ځان رسولو یوه ښه او د سترګو په رپ کې د رسېدو یوه وسیله ده. دوی پر دې پوهېږي چې هدف ته رسول ارمان پوره کول دي، دوی وزونو ته ګوري، د هغوی له شکله د خپلو ساینسي تجربو په پایله کې الوتکه را منځته کوي . دې وسیلې اوږدې لارې او اوږده واټنونه را لنډ کړه، هلته که خبره د سترګو په رپ کې ځان  رسول وو، له همدې رپ نه داسې وسیله پيدا شوه چې اوږده واټنونه په لنډ وخت کې لنډول دي.

نن د جانان دیدن ته ځمه

تورې نرۍ وروځې

خدایه! ته لنډ کړې دا د ځمکې تنابونه

مستې نازنینې

د ځمکې د تنابونو لنډیده ارمان او ځان ځای ته رسول هدف دی،  دغه هدف خپل مقصد ته رسېدل دي، “نن د جانان دیدن ته ځمه” تورې نرۍ وروځې” د جانان دیدن ته رسېدل، د ځمکې تنابونه را  لنډول دي، حرکت دی، دغه حرکت به  یا په موټر کې  وي او یا الوتکه کې.

ټولنیز ژوند د انساني ژوند اخلاق برابروي، ټولنیز شخصیت شعور پیدا کوي، شعور انسان خپل هدف او مقصد ته رسوي. شاعر تر هر څه زیات د خپل تخیل او تفکر لپاره ټولنیز کېږي، دغه ټولنیز کېدل دده ټولنیز شخصیت روزي، ټولنیز شخصیت ور ته شعور بښيي، نو دی د ټولنیز ژوند د رامنځته کولو لپاره اسباب او وسیلې لټوي. دی ټولنیز یا انساني ژوند یو د بل په درناوي، احترام او لاس ورکولو کې ګوري، دا اصل یو انساني اصل دی. شاعر تر هر څه وړاندې د یوې انساني ټولنې د رامنځته کېدلو لپاره هڅه کوي. مثلاً دی خپل اشنا  یا  خپل ارمان ته په بڼو لاره وهي او  خپل اشنا ته یې جارو کوي، (په بڼو به ورته لار جارو کړم، په بڼو دې راشي، لېمه ورته غوړوم.) دا او دې ته ورته  هغه خبرې دي چې انساني ارزښتونه پر یو کیفیت پالي، دغه ارزښتونه او کیفیتونه د شاعر شخصیت را ښيي، د ده مینه او عاطفه څرګندوي. شاعر ددغو کیفیتونو او ارزښتونو علمبردار دی، دا هغه کیفیتونه دي چې په ټولنه د علمي او هنري پرمختګ وسیلې ګرځي، اسباب او لارې برابروي.

۵ ـ۲: اغېزمنېدل، فني او پوهنیزې تجربې

اغېزمنېدل د خوږو لفظونو آهنګینه بڼه ده چې د انسان حواس را پاروي، اغېز د ښکلايي حس تجربې او نورو حسونو ته ساه ورکول دي.

د ښکلايي حس اغېز د انسان ټول حسي غړي فعالوي.

 اغېز د طبعیت په رنګونو او غږونو کې نغښتی دی، شاعر د طبعیت دغه رنګونه تخنوي او غږوي، اغېز یې د کلمو په اهنګین تړاو کې وړاندې کوي. د کلمو اهنګین تړاو د لوستونکي یا اورېدونکي فکر او شعور اغېزمنوي. دا اغېز د لوستونکي یا اورېدونکي ټول حواس راویښوي. د حواسو بیداري د شعور بیداري ده، شعور انسان ته لوری او هدف ښیي.

اغېز د انسان په وجود کې هغه حجرې ژوندۍ او تغذیه کوي چې هغه له بهرنۍ دنیا سره د انسان اړیکه ټینګوي، د بهرنۍ دنیا توکي د انسان دروني کیفیتونه او وږي تږي حواس مړوي او روزي یې.

د انسان دروني حسونه په بېروني کیفیتونو تغذیه کېږي، بېروني کیفیتونه د طبعیت د بېلابېلو توکو د رنګونو په اغېز کې نغښتی، دغه اغېز د کلماتو له لارې د انسان دروني حجرې راژوندۍ او ویښوي چې په پایله کې ویده حواس بیدارېږی، راژوندي کېږي او هغه په شعوري توګه د یوې مسلې د شننې، علمي پلټنې، کتنې یا څېړنې لپاره ځان چمتو کوي.

د اندروني کیفیتونو پارېدنه انسان دې ته هڅوي چې وپوښتي: ولې رنګونه!؟ د څه شي رنګونه او څنګه رنګونه!؟ طبعیت یعنې څه!؟ څه ګټه لري!؟ او څه ارزښت لري!؟ د طبعیت او چاپېریال د بېلابېلو توکو  په رنګونو او غږونو کې څه پراته دي!؟ دا او دې ته ورته ډېرې پوښتنې د طبعیت د توکو آهنګین امتزاج او اغېز د انسان په ذهن کې راپیدا کوي.

نو: د انسان او طبعیت تر منځ یوه اړیکه هم د ښکلايي حس اغېزمنتیا او رنګونه جوړوي. رنګونه د انسان جمالیاتي یا ښکلایي حس راپاروي. ددغه حس پارونه د رنګونو د غږونو بېلابېلې بڼې د زړه په مترنمو غږونو او لفظونو کې وړاندې کېږي. د دنیا پام د همدغو غږونو رنګونو ته را اړوي، د رنګونو ښایست، شور و زوږ د هر انسان په ذهني او نفسي تجربو کې ځان ورګډوي، دغه تجربې چې کله یوازې له ذهنه خړوب شي، نو هغه د ساینس، فلسفې او حکمت په دنیا کې د ژوند خبرې کوي او که د نفسیاتو سیوری پرې وغورځېد، بیا نو همدغه د ژوند خبرې په نورو رنګونو کې وړاندې کېږي، یا پر اصلي بڼې سربېره په نورو بڼو او رنګونو کې هم ځان رانغاړي.

د رنګونو دنیا چې د انسان ښکلایي یا جمالیاتي ذوق را پاروي او خړوبوي، نورو تجربو ته یې هم اړ باسي، هغه نورې تجربې د ساینس په دنیا کې راڅرګندې شوې دي.

اوس رنګونه نه یوازې د ذوق د خړوبولو وسیلې دي، بلکې د ناروغیو د مخنیوي او ذهني سکون لپاره درمل دي. ننني ساینس او طبابت دا ثابته کړې چې په هغو کوټو کې چې د رنګونو کیفیت، ځلا او نڅا نه وي، هلته د ژوند ساه مړه وي، ذهني سکون نه وي، د انسان ماغزه ارام نه وي او له ژوند نه ورو ورو تښتي، خو هغه کوټې او خونې چې رنګونو رڼې کړې وي، هلته ذهني سکون وي. ذهني سکون د انسان روغتیا ده، کله چې ذهن او ماغزه نارامه وي، نو ډول ډول ناروغۍ پر وجود برید کوي، نو د مغزو او ذهن نارامي ناروغي ده.

 اوس طبي ډاکټرانو دا خبره په علمي تجربو سره ثابته کړې چې رنګونه د انسان د ذهني سکون او ناروغۍ د مخنیوي لوی عامل دی او په انسان کې د خوشحالۍ هورمون را ژوندی کوي. دغه ټولې خبرې د انسان او طبعیت تر منځ د جمالیاتي حس له پارونې راپیدا شوې، دغه جمالیاتي حس نور حسونه راژوندي کړل او هغه یې راوپارول. هغوی بیا د جمالیاتي حسه د رنګونو ارزښت ته متوجه شول.

درمل جوړوونکي دا هڅه هم کوي چې خپلو درملو ته هغه رنګونه ورکړي چې هغه د انسان جمالیاتي حس راپاروي، په جذبو او ځوږ یې راولي، دوی د هماغه حس له حرکته درمل جوړوي.

((رنګ یوازې هغه پدیده نه ده چې په سترګو کې خپل تاثر او نقش پرېږدي، بلکې دغه پدیده د انسان پر حواسو اغېز ښندي، د انسان ذوق، سلوک او ژبه را سپړي.

دلته همدغه خواوې په بېلګو کې یادې شوې دي، د رنګ اغېز او کیفیت ژبه او ادب د هنر په تار پیېلې دي.

رنګ د کلمو او ژبې د ښکلا او مفاهیمو په څرګندولو کې خپل اغېز څرګند کړی دی، دا را ته په ډاګه شوه چې یو رنګ په بېلابېلو جامو او ژبنیو جوړښتونو کې خپل ځانګړی ځای او نقش لري.

رنګونه د ژوند بېلابېل مخونه او په روغتیايي دنیا کې د بدن ویټامینونه دي. رنګونه د رنځونو درمل او د ژوند د ښکلا بېلابېلې جامې دي.)) ( ازمون، لعل پاچا، رنګونه او اغېز یې، ناچاپ)

ددې ټولو خبرو تر شا د درک او د رواني اغېز مسله پرته ده، رواني اغېز د شاعر کرګر، بزګر، طبیب، فلسفي، حکیم او نورو تر منځ یو رابط دی، رواني اغېز هغه ارزښت دی چې ټول علوم په یوه بڼه نه یوه بڼه سره نږدې کوي.

تور سپین دوه رنګونه دي، په تور او سپین کې ښکلاییز اغېز نشته، اغېز د انسان په اندروني کیفیت کې دی چې هغه د تور او سپین د خوښونې صلاحیت لري او انسان د همدغه جمالیاتي حس له لارې دې ته هڅوي چې کوم رنګ خوښ کړي!؟ د رنګ لیدل جمالیاتي حس پاروي خو اندروني کیفیت چې د انسان جمالیاتي حس دی، هغه د خوښونې چاره پر مخ وړي. دلته خبره یا بحث پر ښکلا دی. ښکلا یو رواني اغېز دی چې  له اندروني کیفیته رامنځته کېږي.

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی