Homeخبرونهایټالیا د بامیان په سمڅو کې مېشتو کورنیو ته کورونه جوړوي

ایټالیا د بامیان په سمڅو کې مېشتو کورنیو ته کورونه جوړوي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۰ مه) د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې ایټالیا په بامیان ولایت کې هغو کورنیو ته د کورو جوړولو ژمنه ورکړې چې په سمڅو کې اوسیږي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویلي، چې دغه ژمنه د ایټالیا د فلورانس پوهنتون ریسې مریلا لودا د یاد شوي وزارت له سرپرست شیخ حمدالله نعماني سره په کتنه کړې ده.

د خبرله مخې، اغلې لودا ویلي چې غواړي په دې ولایت کې د درې لکه ډالرو په لګښت دوه پروژې
پلي کړي.
هغې ویلي، د بامیانو په سمڅو کې د اوسیدونکو لپاره سل کورونه جوړوي او هم به د دې ولایت د زرګرانو په سیمه د رغونې اوسمون یو پلان عملي کړي چې ورسره به د دې سیمې بڼه ډیره ښه شي.
پر بامیان سربېره د ننګرهار د شینوارو په ګډون لا هم یو شمېر سیمو کې افغانان په سمڅو کې ژوند کوي.
دوی ته د کور جوړولو بیا- بیا ژمنې شوي، چې مخکې عملي شوي نه دي او اوس یې خلک د عملي کېدو په هیله دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...