«وايم» بسيطه کلمه ده او فعل دی.
«ويل» ئې مصدر دی او متصل ليکل کېږي.
زه داسي وايم.
زه کتاب وايم.
نوري بڼي ئې: ته وايې، دوی وايي، موږ وايو…
«وا يم» مرکب شکل لري. «وا» د غوړېدلو په معنا او «يم» د مفرد متکلم د حال او د نژدې ماضي کومکي فعل دی.
«وايم» د ويلو خبره کوي، او «وا يم» مطلب غوړېدلی يم.
متصل او بېل ليکل ئې فرق راولي او د استعمال له ځايه هم پوهېږو، چي کومه معنا ترې واخلو.
په نسيم د محبت لکه ګل وا يم
په تجنيس، په نصيحت بيتونه وايم
د دروېش دراني د نظم دغه مسرې، چي «وايم» د ويلو معنا لري.
زه شاعر يم په پښتو سندري وايم
په پښتو سندري وايمه او ستايم
«ماته/ما ته»، «ستايم/ستا يم»، «وايم/وا يم» او ځيني نوري داسي کلمې هم کېدای شي، چي وي.
په بديع کي د تجنيس نومي صنعت يو ډول دی، چي مرکب تجنيس ئې بولي. په دې تجنيس کي راغلي کلمې په شکل، ويلو، د څپو او تورو په شمېر کي يو ډول وي، خو يوه کلمه ئې بسيطه او بله مرکب شکل لري. د دغه تجنيس په ډولونو کي دغه ډول ته ئې متشابه مرکب تجنيس وايي، چي مثالونه ئې راغلي دي.