سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+"وطنه ستا لېونی" | زهير سپېڅلی

“وطنه ستا لېونی” | زهير سپېڅلی

دا ڪتاب “محمدالله هميم” له پيله تر پايه په خوږه او روانه ژبه د وطن د يوه لېوني او مهاجر پر تېر او هېر ژوند ليڪلی دی، چي په هاشم لېوني مشهوره دی.

په ڪتاب ڪي د وطن د تېر وخت او  ڪرار ژوند انځور هم ليدل ڪېږي، ڪه نېستي وه، خو خوشحالي وه. ارامه او سوله ييزه فضا وه. چا جنګ او جګړه پېژنده هم نه، خو دا وطن چا دغسي ښڪلی او غلی نشو زغملای؛ چي دغسي حالت ته ئې راورساوه.

دا ڪتاب فقط د وطن د يوه لېوني ڪيسه نه ده، د ټول وطن داستان دی او د وطن د تېر او روان انځور دی.  د دې وطن په هره سيمه، هر ولايت او هر ڪلي ڪي حالاتو، تپل شوو جګړو، مهاجرتونو او نورو ناخوالو دغسي لېوني پيدا ڪړي دي، چي اوس  به يا ورڪ وي، يا به د ژوندو له منځه تللي وي او يا هاشم غوندي چي د خلکو پام نه دی وراوښتی. هاشم لوګری د دې وطن له دغسي لېونيانو يو  دی.

هميم صاحب دا ڪتاب  د واقعيت او خيال په ګډه ژبه ليڪلی او د يوه لېوني داستان او ڪيسې ته ئې داسي رنګ ورڪړی دی، چي روغ ژړوي او ګوته په غاښ ورته پاتېږې.

په ڪتاب ڪي ئې د هاشم لوګري د تېر او روان ژوند په اړه د هغه د ورور، ڪليوالو او د ده د زلميتوب د وخت د همزولو له خولې او خپله ليدلي ڪيسې او پېښي داسي را اخيستي دي، چي يوه ڪليواله فضا هم انځوروي. د ڪلي د ساده ژوند رنګونه راباندي ويني. د ڪليوالو په ژبه ئې خبري ڪړي دي. د خپل ليڪ خواږه راباندي حسوي او دا د هميم صاحب د هنر برڪت دی، چي د وطن د يوه لېوني ڪيسه ئې په ڪتابي شڪل تر روغو راورسوله او پر دې ئې خبر ڪړو، چي د ځينو لېونيانو د لېوني ژوند تر شا څومره روغي ڪيسې شته.!!

د هاشم لېوني د ماشومتوب او زلميتوب د وړتيا، استعداد، زدکړي، کار او خوارۍ ڪيسې ډېري عجيبي او نابلدي دي، چي په کتاب ڪي  رانقل شوي دي، خو د وطن حالاتو دغسي استعدادونه او کمالونه په لېونتوب ضايع ڪړي دي.

هغه هاشم لېونی چي يو وخت ئې قوي مټي درلودې. د زرڪينو سترګو او دنګي ځوانۍ ستايني ئې ڪېدې. د مرڪو او جرګو سړی و. سنګرونه ئې ګرم او مجلسونه ئې تاوده ساتل. د وطن پر سمه او غره به ګرځېده. يو ناڅاپه پر بل مخ واوښت او د پلار ګران بچی دغسي حالت ته راورسېد، چي پلار ئې هم د ده غم او فڪر د ڪټ او بستر ناروغ ڪړ او د زوی د بيا رغېدو په ارمان له دنيا لاړ.

ڪاروان صاحب:
بې حده شي، بې خوده سل فيصد لېونی ڪېږي
دا خپلو او پردو ويشتلی خود لېونی ڪېږي

هاشم لېونی ڪه څه هم ځيني خبري په غيرنارمل حالت ڪي ڪوي/ڪړي دي، خو  ډېري د ڪار او فڪر خبري دي. له هغو خبرو معلومېږي، چي دا لېونی يو وخت څومره د روغ او سالم عقل خاوند و او څومره هوښيار او مستعد ڪس و. د وطن درد، مينه، فڪر او ملي احساس ئې اوس هم لڪه روغ چي پاته وي.

موږ  همېشه يا د نورو په تماشه يو، يا د ملامتۍ ګوته نورو ته نيسو او ځان خلاصوو. شايد په همدغسي مجلس ڪي دا خبره  يو وخت  يوه وڪيل ته  د هاشم لېوني له خولې وتلې وه، چي “څه ڪيې؟ چين و امريکا و روس؟ د خپل بام واورې دې واچوه.”

دلته خو هسي هم حساب او ڪتاب له چا سره نشي ڪېدای او نه څوڪ ځان د دې مسؤل ګڼي، چي خپله برخه حساب او ڪتاب صفا ڪړي. دلته زورواڪيو ډېري نخرې وڪړې او ځيني نخرې لا رواني دي.

د وطن دې لېوني به د زور او شور څومره ڪيسې اورېدلي وي، د قانون ماتوني او زورواڪۍ څومره پېښي به ئې ليدلي وي او څومره خپلسري ڪارونه به شوي وي، چي په لېونتوب ڪي ئې داسي خبره کړې ده، چي شايد د ډېرو روغو هم ورپام نه وي او خبره ئې ډېره وزنداره ده، چي وايي: “حساب دا ده، څې هيڅ حساب نسته.”

څوڪ زما غوندې خراب نشته ملګريه
حساب دا دی، چې حساب نشته ملګريه

په نيمه شپه ڪي له ياده د مومن خان او شيرينۍ د نڪل له نارو وروسته دا خبره بې څه نه ده، چي وايي:
“ورڪ يې که؛ دې وطن ڪې دې څوڪ مينې ته نه پرېږدي.”

شايد د دې لېوني زړه هم د ميني زخم خوړلی وي، خو اوس هغه زخم په لېونتوب ڪي ورڪ دی، د پلټلو او معلومولو نه دی. دلته د ډېرو مينو زړونه د نه نصيب په نامه، يا تربورګلويو، د ڪور او ڪليو مجبوريو، وچ ضد او يا نورو پلمو  سوي ــ لوي پرېښي دي.

زموږ د روغو دا ڪار دی، چي ڪه موقع په لاس ورغله، تر وخت تېر، دوه نمبره او خراب څيز درباندي تېروي. دا فڪر او احساس نه لرو، چي مقابل اړخ ڪه نه پوهېږي، زه ولي داسي ڪوم.؟ په دغسي لارو د پيسو په پيدا ڪولو ڪي به ڪوم برڪت او خوند وي او پر دغسي لارو به بيرته ځي. په خوله د مسلمانۍ ڪلڪي دعوې ڪوو، خو عمل مو بيا دغسي نامرده دی.

دا خبره د همدغه هاشم لېوني ده، چي د ڪلي دوڪاندار ته ئې له دغسي عمل وروسته ڪړې وه:
“خراب شی چا ته ولې ورڪيې، ڪه دوی دې نه ويني، خدای خو مو پر سر ولاړ ده.”

په پای ڪي د هاشم لېوني دا څو خبري هم ولولئ، چي د فڪر وړ دي:
*بس خو مرض ده راغی… يو وار مې زړه ښه نه سو. لڪه ونه څې وچه سي، ها ونې څومره غټي يي، څې مرض وڪي، ايسته وچې سي، خو يا به ښې اوبه نه ور رسېږي، يا…
*وی خدايه، روغ پر رنځور سپور ده.
*څنګه چل ده، زه و خدای بنګله خو دې له ڪشميره ښڪاري.
*نسته، لېونيان نسته، سودايان سته، سادګان سته.
* خو لېونی يم، څې لېونی ڪولم مو اوس خو به ڪنځاوې اورئ.
*څې داسې وطن ته تللی وای، څې نه پياده راتلی، نه سواره.
پای
د ځوان هميم قلم دي ځوان وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...