سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+سرتېری | لیکوال: شاه زلمی

سرتېری | لیکوال: شاه زلمی

په ښار کې د سیرن انګولا پورته شوه.
شور او آوازونه، لکه یو ستر ماتم چې رانږدې وي
خلک ګډوډ شول. مېندو خپل ماشومان ټینګ غېږو کې نیولي وو، ځانونه یې د دېوالونو او تکاویو پناه ته رسول.
یوه ناپېژندل شوې وېره د ښار پر کوڅو خپره وه
ټول د یوه نامعلوم برخلیک پر لور روان وو.
ګړز!
توغندی ولګېد. ودانۍ ولړزېدې.
ماشومانو، ښځو او زاړو… ټولو چیغې کړې.
د مخامخ ودانۍ له کړکیو غرونه غرونه لمبې پورته شوې.
سرتېري ټیلفون راواخیست چې پوه شي څه روان دي، خو لا یې مخ ته نه و نیولی، چې بله چاودنه وشوه.
پر ځای ولوېد. بدن یې په خاورو او دوړو کې پټ شو.
راپاڅېد، سر یې خوږ و.
ځان‌یې څنډه واهه، ټیلفون‌یې روښانه کړ — اړیکه نه وه.
یوازې یو بوږنوونکی زوږ و، چې له هرې خوا اورېدل کېده.
امبولانسونو، د اوروژنې موټرونو لکه غوسه مرغان  چیغې وهلې او د ښار پر واټونو په تیزۍ روان وو.
سرتېري منډه کړه.
په لار کې یو سپینږېری تاوېده؛ له لاسونو یې وینې څڅېدې.
په شا یې کړ ، چې خوندي ځای ته‌یې ورسوي.
د کړکیو ښیښې چړې‌چړې شاوخوا خورې وې
ټیلفون ته‌یې وکتل — انټرنیټ، لکه ټپي ښاري، ورو ورو سا اخیسته.
د ملي تلویزون پاڼه‌یې پرانیسته.
د ګاونډي هېواد د دفاع وزیر د خبرو سرلیک خپور شوی و:
«موږ د دښمن پر نظامي اهدافو زورور بریدونه وکړل.
غاښ‌ماتوونکی ځواب مو ورکړ.
ملکي وګړو ته مو هېڅ زیان نه دی رسولی.»
سرتېری حیران شو.
د ټیلفون ګالري ته‌ننوت.
د خپلې مېرمنې له مینې ډکې سترګې، د زوی لوېدلي داړې، چې د سولې په پار‌یې دوه ګوتې پورته کړې وې، او د لور ګوړګوتي ویښتان، چې سر‌یې د پلار پر څنګل ایښی و — له نظره‌ تېر کړل.
ګوتې‌ یې د عکسونو پر څېرو داسې تېرې کړې، لکه څوک چې پر ټپ لاس وهي.
ټیلفون‌یې څو شېبې مخې ته ونیو، بیا‌ یې ښوی د دریشۍ جېب ته ښکته کړ.
او له ځانه سره‌یې ورو وویل:
 «ولې نظامیان انسانان نه دي؟»
نېټه: ۲۰۲۵، د جون ۱۵مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...