د شارلوت برونته شهکار
ژباړه او تخلخیص: ډاکترعیسي ستانکزی
دلته د شارلوت برونته تلپاتې اثر لولئ، دغه کتاب څه د پاسه یونیم سل کاله وړاندې په ۱۸۴۷ کال کې لیکل شوی دی. شارلوت برونته د دغه کتاب په لیکلو سره د نړۍ د رومانتیکو مشهورو لیکوالانو په کتار کې ودریده. جین ایر نه یوازې د انګلستان د یوې نیمې پیړۍ د اوچتو ادبیاتو یوازینۍ بیلګه ګڼل شوې ده، بلکه له دې امله هم اهیمت لري چې په خپله د لیکوالې د ژوند کیسه بیانوي او په حقیقت کې له ټولنې د یوې رټل شوې نجلۍ د ضد او نقیض کړو وړ او اعمالو هنداره ده.
شارلوت برونته په ۱۸۱۶ کال کې زیږیدل ده او دوه نورې خویندې ېې هم لیکوالانې وې، د سختو ناکامیو له امله ېې له بده مرغه د ادبي نبوغ موده ډیره لنډه وه او په ۳۸ کلنۍ کې یعنې په ۱۸۵۴ میلادي کې مړه شوه.
نوموړې د یوه بې وزله پادري مشره لوروه چې له خپلې کورنۍ سره د « راکشایر» په یوې لیرې پرته سیمه کې ژوند کاوه.
ټول عمر ېې په خوارۍ او نیستۍ کې تیر او دغه بې وزلي ېې له خپلو خویندو سره په شعرونو کې ښه انځور کړې ده. هغې په ټول عمر کې یو ځل له خپل زیږنځي بهر سفر وکړ او یو ځل مینیه شوه خو له دې سره سره ټول عمر خپه او خواشینې وه.
شارلوت دوه نور کتابونه هم ولیکل خو هغو دوو د جین ایر غوندې مینه وال پيدا نه کړاي شول .
د جین ایر برخلیک
ماشومتوب مې د « کیټز هیډ هال » په کلي کې د کړا او محرمیت کیسه ده بلکه له مړینې او تباهۍ سره مل کړوونکی ژوند ؤ.
ترور مې « میرمن ریو» کبرجنه او بې رحمه ښخه وه او ته وا پاک خداي زما د کړولو لپاره پنځولې ده … له دې سره سره چې د میړه د مرګ په وخت ېې له هغه سره ژمنه کړې وه چې زما ښه پالنه او ساتنه به کوي او د ځوانیمرګ ورور پر یوازینۍ یتیمې لور به ظلم اوناروا نه کوي خو له دې سره سره ېې چې څومره وس ؤ وېې کړولم او تادې ېې راسره وکړه.
د لس کلنۍ له کلیزې مې څو ورځې نه وې تیرې چې ترور مې یوه غټ او پنډ سړي ته په لاس ورکړم چې له ځان سره مې د تارکو نجونو یوې کلیسا ته بوځي، او د دې په باور دقیق مذهبي اصول رازده او د روزنې او معاشرت له دودونو سره مې اشنا کړي…. ښاغلي «برکل هرست» یا د همدې مذهبي ښوونځي سخت زړي مشر زه په ګاډۍ کې کینولم او کلیسا ته له رسیدو سره سم ېې په دې هیبتناکه کلا کې له نورو اتیا تنو سره بندي کړم….
اته کاله مې په دې کلا او دیر کې تیر کړل… شپږ کاله مې د پادریتوب زده کړي وکړې او پاتې دوه کاله مې درس ورکاوه… خو کله چې د دې ځاي د نجونو د څانګې مشرې چې زما په شان ېې کړاونه او بدې ورخې تیرې کړې وې استعفا ورکړه، بې له ځنډه ځانته د یوه کار د موندولو په لټه کې شوم، د کورنۍ ښوونکې په توګه له کلیسا یوې ماڼۍ ته وکوچیدم…
د سپټمبر د میاشتې لومړۍ شپې ورځې وې او منی نوی پيل شوی ؤ چې د « تورن فیلډهال» جایدادونو ته ورسیدم کله چې ماڼۍ ته نیژدې شوم او دروازه مې وټکوله یوې مهربانې میرمنې کور ته دننه کړم… ځان ېې د « د فیوفاکس» په نامه راوپیژانده او وېې ویل له څو ورځو راهیسې راته په تمه وه… بیا ېې د «اډل » په نوم یو کوچنۍ راته راوستله او وېې ویل د دې ماشومې د روزلو او پاللو مسولیت لرې.
حیران حیران مې شاوخوا کتل په دې پرتمینه او لویه ماڼۍ کې ، په دې لویو باغونو او منظرو کې هر څه اشرافي بڼه درلوده، دغه لوي کور ، د کور وسایلو ، سترو او پرتمینو هالونو او دهلیزونو د دې ښودنه کوله چې په دغه کور کې یوه شتمنه او با رسوخه کورنۍ اوسي…
ماڼۍ درې پوړیزه وه… خو داسې ښکاریده چې کلا ته په دې ورته ماڼۍ کې له میرمن«فیوفاکس»، کوچنۍ نجلۍ ، او دو مزدورانو پرته بل چا ژوند نه کاوه…
یوه موده په تمه پاتې شوم چې بادار یا باداره به راپسې راشي خو له هغې ښځې پرته چې وروسته پوهه شوم د ماڼۍ سرپرستي کوي بل څوک په دې ماڼۍ کې نه تر سترګو کیږي…
دوه درې ورځې وروسته میرمن « فیو فاکس» راته وویل :
د دې ماڼۍ او کروندو خاوند « ښاغلی روچسټر» لږ په کور وي… ښه سړی دی خو یو خاص خوي او عادت لري… په دې سیمه کې ټول ورته درناوی کوي ځکه چې له پيړیو راهیسې دغه جایداد په دې کورنۍ پورې اړوند دی… او ښاغلی « روچسټر» د دې لوي ټبر یوازینی وارث دی… په میاشت کې ایله یوه یا دوه شپې په کور کې وي… ډیر کلونه وشول په سفر دی… کله چې په بریټانیا کې وي لږ کور ته راځي…
په دې دو ورځو کې زما نوې اشنا له دریم پوړ پرته د ماڼۍ ټول ځایونه را وښودل…
ددې پوړ زیاتره کوټې له پخوانیو شیانو ډکې وي چې سر په سر پراته وو…. دې پوړ وترهولم… د یو کس هدیرې ته ورته وه چې د مرګ او هیریدا پرده پرې غوړیدلي وي… داسې بریښیده چې هلته ارواوې ګرځي… نه پکې کوم غږ اوریدل کیده او نه د رڼا پکې څرک لګیده… او نه څوک پکې ګرځیدل….
په دریمه ورځ د د ویم پوړ له دهلیزه د تیریدا په حال کې له دریمه پوړه د یوې میرمنې هیښوونکې خندا تر غوږو شوه…. له ویرې وریږدیدم…. میرمن « فیو فاکس » مې په خوا کې وه ورو ېې وویل :
مه ویریږه دا د یوې نوکرې د خندي غږ دی چې په دې پوړ کې ژوند کوي… «ګریس بول» نومیږي او یوه بوډۍ ښځه ده…
ددې لپاره چې ډاډه شم ورنارې ېې کړې ، ناببره د پورتني پوړد تیارو زینو له وروستۍ برخې یوه ښځه را څرګنده شوه…. یوه بوډۍ چې بیرونکې څیره ېې وه ځان راڅرګند کړ او پټه خوله بیرته ولاړه….
زه په دې کور کې پاتې شوم او خپل ژوند مې پيل کړ هڅه مې کوله خپله دنده د میرمن فاکس له امرونو سره سم تر سره کړم.
یوه ورځ د جنورۍ د میاشتې په لمرین مازدیګر کې د لومړي ځل لپاره له ماڼۍ بهر شوم او په ونو د پوښتل شوې لارې په اوږدو کې چې په دواړو غاړو ېې د ګلانو بوټې ولاړ ؤ اوله لغړو ونو سره ېې یوه خاصه منظره جوړه کړې وه په چکر روانه شوم… له ماڼۍ لیرې شوې وم…. چوپه چوپتیا وه… له سړو او په واورو له پټ طبیعته پرته د بل شي څرک نه لګیده…
نا څاپه مې د اس د پښتو غږ ته پام شو… سپور ګړندی رانیژدي کیده او د غروب چوپتیا ېې په دې پراخه سیمه کې ماتوله… شیبه وروسته مې مخې ته یو غټ سپی ودرید ورپسې په اس سپور سړی څرګند شو… سپورچې بېباکه ، جدي او ځیږ سړی ښکاریده یوه شیبه راته وکتل او د اس قیزه ېې را کاږله …. له دې حرکت سره د اس سم په یخ وښوید او خپل ا نډول ېې له لاسه ورکړ… د سترګو په رپ کې سپور په ځمکه ولوید اوما په بیړه او وراخطا ورمنډه کړه:
اجازه راکړئ درسره مرسته وکړم…
سړی په تنده لهجه وویل :
ښه به داوي څنګته ودریږئ… سپی خطرناکه دی… په ما هیڅ هم نه دي شوي… په دې ماښام مې په ونه جګ، او هډور سړی ولید چې تورې سترګې او ګڼې وروځې ېې درلودې… پنځه دیرش کلن را ښکاره شو… له جامو نجیب زاده او اشرافي ښکاریده… هڅه ېې وکړه پورته شي او حرکت وکړي خو د پښې درد ېې مخه ونیوله…
ورو ورنیژدې شوم او ومې ویل :
وبخښئ ښاغلیه… فکر کوم پښې مو ضربه خوړلې غواړې اوږه درکړم او پر اس سپور شئ؟
سړي راوکتل او وېې ویل :
تاسو په دې ماښام کې دلته څه کوئ… او له کوم ځایه راغلي یاست؟
په داسې حال کې چې ماڼۍ ته مې اشاره کوله ومې ویل :
د لارې په پاي کې په هغه کور کې اوسم …
سړي وویل :
هغه ماڼۍ یادوې چې کټارې لري؟
ومې ویل :
هوښاغلیه…
په داسې حال کې چې پښه ېې موښله ورو ېې وویل :
بیا ولې ما کله هم هلته نه ېې لیدلې ؟ ددې ماڼۍ له کارکوونکو به ېې که څنګه ؟
ومې ویل :
زه ددې ماڼۍ د خاوند د لور « اډل » کورنۍ معلمه یم او نوې دلته راغلې یم…
وېې ویل:
عجیبه ده څومره هیرجن شوی یم… هو ټاکل شوې وه څوک ددې کار لپاره راشي… وبخشئ … اوس نو مجبوره یم له تاسو مرسته وغواړم…
بیا ېې خپل دروند لاس زما په اوږه کیښود او اس ته ورنیژدې شو او بیا په سخته پر اس پښه واړوله او په څو شیبو کې په داسې حال کې چې سپي ېې ورپسې منډې وهلې د کږې وږې لارې په اوږدو له نظره پټ شو….
بې له ځنډه د ماڼۍ په لور روانه شوم….ګمان مې کړی ؤ چې دا به مې بادار وي او له دې چې په لومړي ځل ېې داسې ګورم ډیره خپه نه وم… د ماڼۍ په انګړ کې مې ېې سپی ولید نو ګمان مې په یقین بدل شو…
په بله شپه میرمن «فاکس» ور وپيژندلم… په کابو یو ساعته مجلس کې څه ناڅه ورسره بلده شوم…له ظاهري پلوه جدي او تند خویه معلومیده… خو له زړه ډیر مهربانه او پاک انسان ؤ… تل به ناکراره او اندیښمن ؤ او داسې ښکاریدل چې له کوراو دغه چاپیریاله بیزاره دی…
په بله شپه ېې زما د مخینې په هکله پوښتنه وکړه او دا چې څه مې کړي ، چیرته لویه شوې او له کومې کورنۍ یم ښه اوږد مجلس ېې راسره وکړ…
د تمې په خلاف بادار په بله ورځ بیرته د تګ تابیا ونه کړه او ډیره موده هلته پاتې شو…یوه ورځ د مازدیګر له چایو وروسته ېې وروغوښتلم او د ځان په هکله ېې اوږد مجلس وکړ…. دا چې له ما سره ېې له مجلسه خوند اخیسته ډیره خوشاله وم…
ویل ېې:
ګمان ونه کړې زه سخت زړی او بې رحمه انسان یم… نه هیڅکله … کلونه وړاندې زه داسې نه وم…. ژوند داسې کړم. درسره ژمنه کولی شم چې وجدان مې ویښ دی او که کله کومه تیروتنه وکړم سمدستي پوهیږم…
په راتلونکو اونیو کې ېې چلند بدل او ورو ورو ارامه شو…ډیر ځله به ېې د یوې ملګري او خواخوږې په توګه ورغوښتلم او مجلس به ېې را سره کاوه…
پوهه شوم چې دغه سړی له یوازیتوبه کړیږي او ښايي له همدې امله زما په شان د یو چا مجلس خوند ورکوي… ورو ورو مې احساس کاوه چې د خپل تصور په اپوټه له هغه نه ویریږم …. بر عکس کله به مې له زړه خوږي او ترحمه سخت ویادیده.
کور ته دهغه له راتګه کابو دوه اونۍ وروسته یوه شپه په خپل کټ کې پرته وم او په فکرونو کې ډوبه وم… په کور کې مرګوني چوپتیا خوره وه او ما چې هر څه کول خوب نه راته… نیمه شپه ناببره ویرې پسې واخیستم او پر بدن مې سړه خوله راماته شوه… داسې احساس مې کاوه چې څوک زما د کوټې پر دروازې ګوتې وهي داسې احساس مې وکړچې شاوخوا د کوم چا د ساه اخیستو غږ اورم… په دې وخت کې چې له ویرې ریږدیدم نا څاپه مې د ویرونکې خندا غږ واورید او بیا مې د چا د پښو دربی تر غوږ شو چې په زینو کې منډې وهي…
له ځان سره مې وویل:
اه خدایه دغه نوکره چې د «ګریس بول»په نوم ېې راپیژندلې وه لیونۍ ده؟ ایا دا د هغې غږ ؤکه په ماڼۍ کې ارواوې ګرځي راګرځي؟!
نور مې صبر نه شو کولی جامې مې واغوستلې او په بیړه مې د میرمن« فاکس» د کوټې په لورمنډه کړه… خو په دهلیز کې مې تند بوي او لوګی احساس کړ… شمعداني مې رواخیسته او پلټل مې پيل کړل … ومې لیدل چې لوګی د ښاغلي « روچسټر» له کوټې راووځي… لږ ټکنۍ شوم چې ایا د هغه د خوب د کوټې ور وروټکوم که نه او ایا په دې نیمه شپه ورننوځم که څنګه ؟… لوګي شیبه په شیبه زیاتیده… په زوره مې دروازه خلاصه کړه… ګورم چې اور پردې رانغاړلي دي او اور په ټولې کوټې کې په خپریدا دی… خو ښاغلی روچسټر لا ویده دی…. ځنډ مې ونه کړد اوبو ډک سطل مې له ځان سره کوټې ته راوړ او په زوره مې پر پردو وپاشلې… بیا مې کړکۍ خلاصې کړې او د اور په لمبو کې د راتاوو پردو ټوټې مې بهر واچولې… زه په راتګ او د اوبو په پاشلو سره ښاغلی « روچسټر» هم له خوبه راویښ شو… کله چې ېې ره ولیدم چیغه ېې کړه:
څه شوي «جین ایر»، دلته څه کوې؟!… ولې له اجازې پرته کوټې ته راننوتې ېې؟!
په خواشینۍ مې وویل :
ښاغلی «روچسټر» نه ګورې چې کوټه مو د اور په لمبو کې تباه کیدونکې وه… تاسو نه پوهیږئ چې له لوي خطر سره مخامخ وئ؟
له خپل کټه خوبولی راپاڅید او شاوخوا ېې وکتل …. د لوګیو له امله ېې سخت ټوخی وکړ کله چې په کیسه پوه شو سوکه ېې وویل :
باالاخره دې لیونۍ خپل کار وکړ…
او چې پوه شو زه ورته حیرانه جیرانه ګورم نو وېې ویل :
دا د «ګریس بول » کار دی… مهمه نه ده « جین» بښنه غواړم چې په کاوړ درسره وغږیدم… دا خبره هیره کړه …. له نیکه مرغه اور مړ شوی دی اوس چا ته په دې هکله څه مه وایه…
بیا ېې په داسې حال کې چې سر ېې ورو ورو ښوراوه وویل :
ما یوازې په کتابونو کې لوستي دي چې په دې دنیا کې هم مینه او عواطف شته ، جین تا زما ژوند وژغوره…. ډیر دې منندوي یم او کله به هم ستا دغه احسان هیر نه کړم… ورځه او ویده شه نوربه څوک درته مزاحمت نه کوي…
له دې پیښې وروسته ټوله شپه ویښه وم او راتلونکې څو شپې هم همداسې تیرې شوې… دو فکرونو خوب او کرار راڅخه اخیستی ؤ، یو دا چې په دې کور کې څه راز دی او په پورتني پوړ کې څه تیریږي… او بل دا چې زه یوه یتیمه او خواره نجلۍ وم او ټول عمر مې له سپکو سپورو پرته له چا ښه خبره نه وه اوریدلې … خو اوس ولې راته دومره پام کیږي …هغه هم د «تورن فیلډ هال » یو مخور او شتمن ښاغلی «روچسټر» دی چې زما قدر کوي…
بله اونۍ بادار له کوره ووت او ولاړ… څو ورځې وروسته د هغه له لوري یو لیک راورسید او لیکل ېې ؤ چې له یو شمیر میلمنو سره را روان دی … نو کور باید منظم او پاک شي او د میلمنو د هرکلي لپاره چمتو و اوسي…
له دې ووسته ټول مصروفه شول لومړی او دویم پوړ ښه منظم شول.. په ټاکلې ورځ کابو دوه ویشت میرمنې ماڼۍ ته ننوتې … زیاتره ېې بوډۍ او بدرنګه وې یوازې یوه پکې ښکلې او تانده پیغله وه…
میرمن« فاکس» دا پیغلې «بلانژ اینګرام» په نامه راته معرفي کړه او وېې ویل هغه یوازیۍ نجلۍ ده چې د بادار سترګې ور اوړي… غلې او ارامه ماڼۍ په لومړي شپه له شور او ولولې ډکه شوه… د ټوکو او خندا غږونه هره خوا اوریدل کیدل… د ماښام له ډوډۍ وروسته پیغله « بلانژ» پيانو ته کښیناستله او بادار په خپل بم غږ یوه ښکلې سندره وویله … بیا ټول په هال کې راوغونډ شول او مجلس او ټوکې ېې پيل کړې…
په دې شپه مې ښاغلی « روچسټر» ډیر خوښ او خوشاله ولید… ټول خوښ وو او د ارامۍ احساس ېې کاوه…خو نه پوهیدم زما اروا ولې پریشانه او په تیارو کې ډوبه وه… دومره مړاوې اوخواشینې وم چې نیمه شپه مې بادار مخې ته راغی او سر مې پورته نه کړ.
را نارې ېې کړې:
« جین ایر» پر تا څه شوي ؟ خیرت خو به وي ؟ولې دومره پر کاله ېې؟
لږ پاتې ؤ چې په ژړا شم…. زما پریشاني ېې درک کړې وه… شیبه وروسته ېې وویل:
چا درسره ترخه خبره کړې؟ جین مه خوابدې کیږه… دوي به ډیر ژر له دې ځایه لاړ شي اوته به بیرته خپل سکون ومومې…
په دې لویه ماڼۍ کې د میلمنو له اوسیدو اونۍ تیرې شوې … ښې میلمه پالنې او له ماڼۍ بهر د تفریح امکاناتو او وسایلو دوي دومره بوخت اوخوشاله کړي وو چې ته وا نه ېې غوښتل له هغه ځایه لاړ شي… یوه ورځ یو نوی میلمه له دوي سره یوځاي شو… هغه د « میسون» په نامه یو دنګ سړی ؤ او ویل کیدل چې د «کاماټیک» په نامه له یوه ټاپو نوی راغلی دی … ویل کیدل د ښاغلي « روچسټر» خپل دی … بادار ېې په لیدو خپه شو خو ځان ېې پوه نه کړ…
شپه چې پخه شوه او د خوب وخت ؤ… دا خبره راپورته شوه چې ښاغلی «میسون » به په کومې کوټې کې ویدیږي… باالاخره د پورتني پوړ یوه وړه کوټه ورته بیله شوه…له نیمې شپې وروسته چې چوپتیا هرځاي خپره وه نا ببره په یو بیرونکې چیغې له خوبه پورته شوم… دومره تیزه او ډارونکې وه چې لږ پاتې ؤ زړه مې ورسره ودریږي… یو سړي پرله پسې چیغې وهلې او د مرستې غوښتنه ېې کوله… په بیړه مې جامې واغوستې اود دریم پوړ د زینو په لور مې مڼده کړه… ځینې میلمانه د خپلو کوټو مخې ته او د دهلیز په څنډه کې راټول شوي وو او ښاغلي « روچسټر» هڅه کوله چې غلي ېې کړي… هغوي ته ېې وویل :
ملګرو خاصه خبره نه ده …یو مزدور په خوب کې خپسې نیولی او بیریدلی ؤ… هیله کوم ولاړ شئ او بیده شئ … هیڅ اندیښنه مه کوئ!
کله چې ټول کوټو ته لاړل زما لاس ېې ونیو او ور ېې د « ګریس بول » د کوټې په لور رهي کړم… هلته ښاغلی « میسون» ګډ وډ پروت ؤ او له لاسه ېې وینه بهیدله …. رنګ ېې تت اوښتی ؤ او د مرګ په حال کې ؤ…
بې له ځنډه مې بنداژ، سفنج او درمل تیار کړل او بیا بادار په خپله د کلي په ډاکټر پسې روان شو… کله چې ډاکټر راورسید او ټپ ېې وکوت وېې ویل دغه ټپ د غاښ لګولو دی د چاقو ټپ داسې نه وي …
لمر راوخوت چې ډاکټر له خپله کاره خلاصه شو او ټپ ېې وګانډه… بیا زه د ښاغلي « روچسټر» په امر راښکته شوم او دواړو څو شیبې د ماڼۍ په ګلخانه کې وګرځید… هغه یو سور ګل وشکاوه او ماته ېې ډالۍ کړ بیا ېې وویل :
جین… ډیر دې منندوي یم چې دومره لطف او مهرباني راسره کوې… اوس دا راته وویه چې خوا بدې خو نه ېې او هرڅه دې هیر کړي…
څو ځله مې هڅه مې وکړه چې د « ګریس بول» په هکله وپوښتم چې ولې ېې دغسې یو څوک په کور کې ساتلې ده… خو بیا به غلې شوم او خبره به مې بل وخت ته پریښوده…
له هغې ورځې وروسته ویرې مې په زړه کې ځاله کړې وه….په کوټه یوازې ویریدم دغه ویره تر دې حده وه چې تر سهاره به ېې خوب ته نه پریښودم… له نیکه مرغه دوه ورځې وروسته یوه پیښه وشوه چې مجبوره شوم د یوې مودې لپاره له ماڼۍ بهر شم…
له یوې ګاډۍ سره یو قاصد راپسې راغی او وېې ویل :
میرمن« جین ایر» ستاسو ترور ناروغه شوې او د مرګ په حال کې ده او د ژوند په وروستیو شیبو کې یوازې ستا نوم یادوي… ګاډۍ چمتوده چې تاسو نیغ په نیغه«کتیزهډهال» ته ورسوي… ایا غواړئ د ترور وروستی دیدن وکړئ؟
بله چاره نه وه د دوه درې ورځو لپاره مې له ښاغلي « روچسټر» څخه رخصت واخیست… هغه په نه زړه را سره ومنله … په لاره مې دا فکر کاوه چې بې رحمې او بې وفا ترور به مې تیر وختونه هیر کړي وي او اوس د مرګ په حالت کې غواړي له ما بخښنه وغواړي… خو بر عکس، کبرجنه او پر ځان مینه ترور نه غواړي چې له ما خپله کرکه هیره کړي…
د زنکدن په وخت ېې اعتراف وکړ چې پر ما ېې ډیر ظلم کړی دومره ظلم چې تصور ېې هم نه شي کیداي…
تر دې مخکې چې ما له خپله کوره وشړي زما د دریو کلونو د تحصیل او ساتلو خرچه ېې زما له تره اخیستې وه… زما مهربانه تره چې اوس د « ماډیرا» په ټاپو کې اوسي او هلته تجارت کوي ډیره هڅه کړې وه چې ما هلته وغواړي خو بې رحمه ترور اجازه نه وه ورکړې… حتي زما د زده کړې پیسې ېې اخیسې وې او زه ېې له کوره شړلې وم… دغه خبرې ټولې ترور راته وکړې او بیا مړه شوه… او دغه کرکه ېې همداسې له ځان سره ګور ته یوړه!
درې اونۍ هلته پاتې شوم… خوشاله دوبۍ مې تیر کړ… په دې سیمه کې ګرځیدو بیل خوند درلود کله چې بیرته د « تورن فیلډ»سیمې ته راغلم ، لمر په ډوبیدا ؤ او ښاغلی «روچسټر» د کور مخې ته په ډبرینوزینو ناست او کتاب ېې لوسته … چې زه ېې ولیدم چیغې ېې کړې:
مفرورې… دا دومره موده چیرته وې؟… ولې دې زه یوازې پریښودم لکه چې هیر کړی دې وم؟
بیا ېې تر لاسه ونیولم او تر هرڅه وړاندې ېې هغه ګاډۍ راوښودله چې نوې ېې اخیستې وه او وېې ویل :
دا مې خپلې راتلونکې میرمنې ته اخیستې ده!
ما څه ونه ویل او ماڼۍ ته ننوتم… تمه مې دا ده چې اوس به په ټولې ماڼۍ کې د بادار د راتلونکې میرمنې « بلانژ اینګرام» خبرې کیږي خو چا څه نه ویل …
حتي په خپله ښاغلی « روچسټر» په «تورن فیلډ هال» کې خپل هغه جایداد ته نه ورته چې په ارث ورسیدلی ؤ او شل میله لرې واټن کې پروت ؤ…. خواشینې وم خو عجیبه خبره دا وه چې له ما سره دهغه درناوي او مینه کې خنډ نه ؤ پیښ شوی … ترپخوا ېې زیات وربللم ا وله ما سره به ېې خبرې کولې… له دې سره سره مې یوه شپه پریکړه وکړه چې له دې ځایه لاړه شم… نور مې زړه نه غوښتل په دې ماڼۍ کې پاتې شم… ته وا ښاغلي « روچسټر» دغه پریکړه زما په څیره کې لوستې وه…
یوه ورځ د دوبي په منځ کې مازدیګر مهال له کوره ووتم… ګورم چې ښاغلی «روچسټر» لږ لیرې د ګلانو په یوې باغچه کې ناست او په کوم شي بوخت دی… هڅه مې وکړه چې ځان پرې ناګاره واچوم او په بل لوري لاړه شم خوناببره ېې همغسې ځوړند سر رانارې کړې… ورنیژدې شوم او وېې پوښتلم:
«جین» له موږ د تګ نیت لرې؟
په داسې حال کې چې لیرې ځاي ته مې کتل په کراره مې و ویل:
همداسې ده ښاغلی«روچسټر»…
په بم غږ ېې وویل :
ولې؟ په کوم شي خپه شوې ېې؟
غلې شوم… څنګه مې ورته ویلي واي چې په دې کور کې د واده زغم نه لرم.
ناڅاپه ېې وویل:
ولې خبرې نه کوې؟ په کوم دلیل غواړې ما یوازې پریږدې؟
په بیړه مې ورته وویل:
د ناوې په راتګ سره نه غواړم تاسو خوابدی کړم…
راوګرځید… او راته وېې کتل…په دغو کتو کې هرڅه څرګند ؤ، ترحم، تعجب، مینه او حتی زړه خوږی…
سوکه ېې وویل :
«جین» اوس چې غواړې له دې ځایه لاړه شې… یو کور مې درته لیدلی دی چې هلته اوسیدلی شې…
ومې ویل :
مننه ښاغلیه … له دې ځایه لیرې پروت دی؟
په ټیټ غږ ېې وویل.
له کوم ځایه جین؟… په خبره دې نه پوهیږم؟
ومې ویل :
هدف مې دا ځاي دی … دغه کور یادوم…له تاسو نه…
او بې واکه مې په سترګوکې اوښکې ډنډ شوې خو د اوښکو د توییدو مخه مې ونیوله… ورو ورو د غوزانو د یوې غټې ونې په لور روان شوو او تر ونې لاندې په یوې درازچوکۍ کښیناست او وېې ویل:
راځه دلته کښینه… غواړم درسره لږ خبرې وکړم….
زړه مې داسې درزیده ته وا نور دریږي… زموږ پر سر مرغانو سندرې ویلې اوطبیعت په ډیر ښکلي ډول خپل جمال نندارې ته وړاندې کړی ؤ…خو زه ناکراره اوبدبخته وم ځکه چې د هغه د پوښتنو ځواب مې سم نه شو ورکولی.
ورو ېې وویل :
تا وویل د ناوې په راتګ سره نه غواړې خوابدې شې؟
وزغونځیدم:
همداسې ده ښاغلیه…
وېې ویل:
کولی شې راته ووايي کومه ناوې؟
نا څاپه مې حالت بدل او عجیب شو له ځان سره مې وویل دا به بې انصافي وي چې دغه سړی ترې دې زیات زما له زړه او روح سره لوبې وکړي … نو ومې ویل :
ښاغلیه نور بس دی… تر دې زیات له ما سره لوبې مه کوه… زه باید له دې ځایه ولاړه شم او نور نه شم زغملی چې تاسو بل څوک دلته راولئ… داسې څوک چې ورسره مینه لرئ او غواړئ واده ورسره وکړئ… په داسې حال کې چې زه…بیا ولې له ما سره داسې وئ؟ … تاسو فکر کوئ چې بې وزله یم او ښکلې نه یم نو هیله او حساس زړه هم نه لرم؟!
وېې خندل او وېې ویل :
جین… ته څومره بې خبره ېې… په هیڅ نه ېې خبره… زما راتلونکې میرمن او ناوې ته ېې ، بل څوک نه دي!…کله ما له « بلانژ» سره ژمنه کړې چې واده به ورسره کوم؟ آیا ته پوهه نه شوې چې ته په سفر کې وې ما څومره یوازیتوب تیر کړ او څومره مې ستا انتظارایستی دی؟…
له بلې اونۍ زموږ د واده لپاره تیاری پيل شو… له ښاره څو ګڼدونکي راغلل چې د واده کمیس را وګڼدي او د ماڼۍ په کوټو کې ډیر شیان بدل رابدل شول… له ډیرې خوشالۍ په جامو کې نه ځایدم…د کړاو او ستونزو پړاو پاي ته رسیده …له واده دوه شپې مخکې مې یو یوږنوونکی خوب ولید… خوب مې ولید چې ماڼۍ په اور کې سوځیدلې او په کنډوالو بدله شوې ده او په تیارو کنډوالو کې ېې څو کونګانو او چرمي شب پرکانو ځالې کړي چې هیښوونکې غږونه لري. په خوب کې داسې وډاره شوم چې ترهیدلې له خوبه پاڅیدم… ګورم چې کټ مې د شمعې په رڼا روښانه او یوه ښځه چې سپينې جامې ېې اغوستي او شمه ېې په لاس کې ده په کوټه کې ولاړه او زما د واده جالي داره کمیس ته په ځیر ځیر ګوري… دا میرمن« فاکس » نه وه، « ګریس بول» هم نه وه … له مزدورانو هم کومه یوه نه وه… د اوږدو او رنګه ویښتو خاونده میرمن چې خونړۍ سرې او بیرونکې سترګې ېې وې…وحشتناکه څیره ېې درلوده… ناببره مې لاسونه په ریږدیدا او ژبه مې بنده شوه…
دې میرمنې زما د واده کالي په کاوړ سره ټوټه او تر پښو لاندې کړل ، بیا راوګرځیده او ما ته ېې وکتل… زه نوره په ځان پوهه شوې نه یم، بیهوشه شوم او پر ځمکه ولویدم…
سهار چې مې ښاغلي « روچسټر » ته کیسه تیره کړه ډیر انديښمن شو او ويې ویل :
د خداي شکر دی چې تا ته ېې تاوان نه دی رسولی… مه خپه کیږه … ورته وبه وایم چې نور او تر هغوښکلي کالي درته جوړ کړي… دغه میرمن« ګریس بول » ده تا نه ده پيژندلې… درسره ژمنه کوم چې یوه ورځ به ېې درته کیسه وکړم… اوس دا مه راته وایه چې ولې مې دغه لیونۍ په کور کې ساتلې ده؟
باالاخره د واده ورځ را ورسیده … د کلي په کلیسا کې ډیر خلک راِغونډ شوي وو… زه خوشاله او نیکمرغه له هغه سره لاس په لاس کلیسا ته ننوتم… کله چې پادري د نکاح خطبه پيل کړه نا څاپه یوه سړي په لوړ غږ نارې کړې:
ښاغلی پادري… دغه سړی ښځه لري او ښځه ېې لا ژوندۍ ده… څنګه ورسره منئ چې بله ښځه وکړي؟
د کلیسا په منځ کې چوپتیا خوره شوه… ټول د پادري له لوري د ځواب په تمه وو…
خوښاغلي روچسټر د چوپتیا فضا ماته کړه:
دا سمه ده ښاغلیو… زه ښځه لرم چې پنځلس کاله مخکې مې ورسره واده کړی او اوس د ماڼۍ د دریم پوړۍ په یوې کوټې کې بندیوانه ده… دغه ښځه لیونۍ ده… ټول په دې مسلې خبر دي او ښايي ځینې به حیرانه وي چې زما میرمن دومره موده چیرته وه… دغه ښځه « برټا- میسون» نومیږي… دا هغه ښځه ده چې کابو درې میاشتې مخکې ېې خپل ورور په غاښ کړی او سخت ېې ټپي کړی ؤ…تاسو ټول کولی شئ زما کور ته راشئ او هغه وګورئ… دغه ښځه باید مړه وبلل شي… هغه د « ګریس بول» په نامه یوه پالونکې لري چې تر هغو ژوندۍ وي د ساتلو او پاللو مسوله ده …
په بله ورځ سهار وختي زه له کوره وتښتیدم…هیڅ مې له ځان سره نه ؤ اخیستي … یو شلینګ مې چې درلود هغه مې هم د کلي ګاډیوان ته ورکړ چې څومره ژر کیداي شي له دې ککړ اوځوورونکي چاپریاله مې لیرې بوځي… له لومړۍ ورځې زما په مصیب له کړاو او بدبختۍ پرته بل څه نه ؤ…
څو ورځې په دښتو او ځنګلونو کې وږې او لالهانده وم تر دې چې یوه کور ته ننوتم چې راباندې ورحمیدل او لږ ډوډۍ او اوبه ېې راکړې…زما د اصل و نصب پوښتنه ېې وکړه… کله چې زما په نوم او برخلیک پوه شول، د خپلو خپلوان په هکله ېې پوښتنې ګرویژنې پیل کړې… له یوې مودې وروسته پوه شول چې تره مې وفات شوی دی اوما ته ترې ډیره شتمني چې د کابو شل زره لیرې ارزښت ېې درلود په میراث رارسیدلې ده …. په دې کور کې له کابو یوې میاشتې چوپړ وروسته مې ویروونکی خوب ولید… خوب مې لید چې یوې کنډوالې سره ولاړه یم او له کنډوالې څوک پرله پسې نارې راوهي:
«جین!… جین!… ما ته راشه!»
دغه غږ راته بیخي اشنا ؤ… دا زما د ژوند د ملګري او اشنا غږ ؤ… دا د «روچسټر» غوښتنه وه چې په ډیرې عاجزې ېې نارې راوهلې… بې واکه مې وویل :
«چیرته ېې؟ … درغلم…. لږ صبر وکړه »
سهار وختي ګاډۍ کې کیناستم او نیغ په نیغه« تورن فیلډ هال» ته روانه شوم… کله چې ماڼۍ ته ورسیدم هکه حیرانه پاتې شوم… ماڼۍ سوځیدلې او په کنډوالو بدله شوې وه او د مرګ له غږونو پرته بل څه ترې نه اوریدل کیدل…
ماڼۍ ته نیژدې میملستون ته ورغلم او دهغه ځاي له خاونده مې د ښاغلي « روچستر» پوښتنته وکړه…هغه راته وویل:
دغه کور تیر منی وسوځید… زه په خپله شاهد وم ډیرې هڅې وشوې خو د اور مخه ونه نیول شوه…یوې لیونۍ ښځې چې هلته ېې ژوند کاوه اور وراچولی ؤ او د «ګریس بول» په نامه ېې یوه نوکره درلوده… دغې ښځې د دې لپاره چې ارامه ویده شي د خوب درمل ېې خوړل… یوه شپه ېې ډیر زیات درمل خوړلي وو او په غرق خوب ویده شوې وه… لیونۍ د نوکرې له جیبه کونجیانې راایستلې وې او نورو کوټو ته ننوتې وه… لومړنۍ کار ېې چې کړی ؤ هغې کوټې ته ېې اور ورته کړی ؤ چې د بادار د ماشوم نوکره پکې څملاسته… بیا نورو کوټو ته تللې وه…
ښاغلي روچسټر او نورو نوکرانو هڅه کوله اور غلی کړي خو بریالي شوي نه وو… کله چې اور خپور شوی ؤ ښاغلی روچسټر تللی ؤ چې لیونۍ وژغوري خو دې میرمنې له وړاندې د ماڼۍ کټارو ته ځان رسولی ؤ… تردې وړاندې چې «روچسټر»ځان ورورسوي هغې ځان ښکته ګوزار کړ او ځاي په ځاي مړه شوه … خوار« روچسټر» ړوند شو… کله چې ماڼۍ په اور کې سوخیدله د یوې کوټې بل شوی تیر ېې په سر غورخیدلی ؤ او ړوند کړی ېې دی… موده وروسته ېې بلې سترګې هم کار پریښود…
په خواشینۍ سره مې وویل :
اوس چیرته دی او چیرته ژوند کوي؟
سړي وویل :
په «فرن ډین» کې په خپل یو کور کې چې له دې ځایه کابو دیرش میله واټن لري…
هوا ورو ورو تیاره کیدله چې دغه کور ته ورسیدم… دځنګله په خوا کې یوه جونګړه وه چې ته وا هیڅوک پکې ژوند نه کوي… څو شیبې هلته ودریدم او ورته کتل مې ….شیبه وروسته دروازه خلاصه شوه او یو کس د دروازې په درشل کې څرګند شو… یو ګام راوړاندې شو بیا ېې خپل لاس اوږد کړ چې وګوري باران وري که نه ؟…په همغه لومړي نظر مې وپیژاند… ښاغلی روچسټر ؤ… څیره ېې بدله شوې وه او په مخې ېې د سوځیدا داغونه څرګند وو…
کله چې کورته ستون شو زه هم ورپسې ورغلم او بیا د نوکرې په اجازه مې هغه ګیلاس واخیست چې اوبه ېې پکې غوښتې وې او دهغه په لور روانه شوم سوکه مې وویل :
ښاغلی روچسټر، اوبه تیارې دي…
ناڅاپه ېې ټکان وخوړ او یوه شیبه بې حرکته پاتې شو اوبیا ېې وپوښتل:
په کوټه کې څوک دي ؟
لاس ېې اوږد کړ… ما لاس ور وروغځاوه او تر لاسونو مې ونیو … نارې ېې کړې:
پاکه خدایه … دهغې لاسونه دي … جین ایر… جین ایر!
بې واکه مې له سترګو اوښکې وبهیدې او ومې ویل :
ګرانه روچسټره… هو … دا زه یم… جین ایر….تا ته ستنه شوې یم او د عمر تر پایه به له تا سره یم…
څو ورځې وروسته مې ورسره واده وکړ او خدمت ته مې ېې ملا وتړله … دوه کاله وروسته د یوه ډاکټر په معالجه او زما په پالنې سره ېې د یوې سترګې نظر بیرته وموند… او یو ځل بیا نړۍ ورته نیم ژواندې موسکه شوه….
https://taand.net/%d9%be%d9%84%d8%a7%d8%b1-%d8%b3%d8%b1%da%ab%db%8c-%d9%84%db%8c%d9%81-%d8%aa%d9%88%d9%84%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%8a%d8%8c-%d8%aa%d9%84%d8%ae%db%8c%d8%b5-%da%98%d8%a8%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%b9%db%8c%d8%b3/