Homeخبرونهولسمشر غني د څلور سوه طالب بندیانو د ازادېدو فرمان لاسلیک کړ

ولسمشر غني د څلور سوه طالب بندیانو د ازادېدو فرمان لاسلیک کړ

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۰) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادیدو فرمان لاسلیک کړ.

پرون د سولې مشورتي لویې جرګې د څلور سوه طالب بندیانو د ازادولو پریکړه وکړه او ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې د جرګې پریکړو ته په احترام به دغه بندیان ازاد کړي.

ولسمشر غني دغه راز د حکومت په زندانونو کې د بندي امنیتي سرتیرو د خوشې کولو لپاره بل فرمان هم صادر کړی دی.

دغه دواړه فرمانونه نن په یوه رسمي مراسمو کې، چې په مرکز کې په لاره اچول شوي وو، د ولسمشرانو معاونینو ، قاضي القضات او د سترې محکمې قاضیان ، د لوی درستيزانو دفتر ، ولسمشر ته د کارمندانو رییس او د افغانستان حکومت لوی مذاکره کونکي پکې برخه اخیستې وه لاسلیک شول.

افغان ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴مې مادې په ۱۸مه فقره کې د محکومیت په تعقیب ، او د سولې مشورتي لویې جرګې د غړو غوښتنې په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۹لمریز کال د اسد ۱۷مه نیټه،ولسمشر د نظامي پرسونل بندیان چې د وروستۍ محکمې د پریکړې له مخې مجازات شوي وو، معاف یې کړل.

دغه راز د تخفیف او بښنې د فرمان ۱ ماده وايي:《 د جنایي کړنلارو د قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتر یخوالي د قانون د احکامو سره سم ، پرته له دې چې شرایط په پام کې ونیول شي، د نظامي پرسونل د بند د پاتې مودې پنځه کاله پورې په بند محکوم شول.》

د افغان ولسمشر دې اقدام عام افغانان سولې ته نور هم هیله من کړل او غواړي چې ژر بین الافغانی مذاکرات هم پیل او افغان وژنه بنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...