شنبه, اپریل 20, 2024
Home+مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم

مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم

لیکوال: نعمت الله صدیقي
پېژندنه:
د پوسټ مډرنېزم اصطلاح له (پوسټ) مختاړي مالومېږي، چې د مډرنېزم وروسته جریان ته ویلی شی؛ یعنې که پوسټ مډرنېزم تعریفېږي، د مډرنېزم پېژندنه یې لازمي ده. د مډرنېزم یو عام او ساده تعریف د نوي یا د زوړ ضد په مانا دی؛ مګر د اصطلاح په اساس بیا هغه اروپايي رنسانس دورې ته ویل کېږي، چې ګڼ فکري، علمي او فرهنګي تحولات پکې رامنځته شوي وو، مډرنېزم چې له رنسانس سره اوږه په اوږه روان و، له همدې رنسانس دورې لږ وروسته په منظمه توګه په نولسمه او شلمه پېړۍ کې رایج شو له دې وروسته په شملې پېړۍ کې د بېخي زیات او چټک علمي او فرهنګي بدلون په اساس پوسټ مډرنېزم شو؛ یعنې پوسټ مډرنېزم د مډرنېزم دوام او پرمختللي جریان ته وايي.
له دې تعریفونو واضح مالومېږي، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم اروپايي دورې، علوم او فرهنګي تحولات وو او په همدې اساس یو بیخې مناسب تعریف یې دا و، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د غرب د ورستیو پیړیو د علمي، فکري او فلسفي علومو مجموعو ته وايي.
کله چې دا ډول فکري او علمي تحولات زموږ ژبو او ادبیاتو یا په مجموع کې علومو ته هم راځي؛ نو له ځینو طبعي پوښتنو سره هم مخ کېږو او دا پوښتنې نه خو اوسنۍ دي او نه هم داسې پوښتنې دي، چې ترواسه پرې څوک نه دي غږېدلي؛ بلکې د شرق او غرب پر خواوو تقسیم شوي دي او دا تقسیم تقریبا په ځينو برخو کې منطقي هم دی. د (ځینوبرخو) له قید سره ــ سره ورته ځکه منطقي وایم، چې د بشرپه تاریخ کې هیڅ قوم، ملت او فرهنګ یو نه دی ان د تهذیب او تمدن تر کچې دغه بدلونونه ثابت دي. کله چې دغسې یو مختلف طبعیت هم موجود وي؛ نو ضروري خبره ده، چې په علمي او فکري راکړه ورکړه کې به دا ډول د پوښتنو، مخالفتونو او مزاحمتونو یوه څه تاملات موجود وي.
زموږ ژبو او ادبیاتو ته چې دغه بحثونه اوس اوس په راننوتلو دي، له نورو ژبو په تقلید په همغه بڼه معرفي کېږي، په کومه بڼه چې همدا مډرنونه زاړه کېږي، دا په خپله یو ډول د تعریفونو او پېژندنو پراډوکس دی، چې په زړو تعریفونو نوي جریانونه زاړه معرفي کېږي. بیا هم مشکل په پېژندنو کې دی، دا پيژندانې او تعریفونه څو مشکل لري، چې تقریبا خوله په خوله او ژبه په ژبه ګرځي.
  موږ وویل چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم علمي فکري او فرهنګي ان کلتوري حالات او تمایلات دي، کله چې یوه اصطلاح د دومره ډېرو خواو او علومو تعریف رانغاړي؛ نو ظاهر خبره ده، چې په تعریفونو کې به یې توپيرونه وي؛ مثلا علمي او فکري تعریفونه به یې له ادبي او کلتوري هغه تعریفونو سره فرق کوي. زه فکر کوم د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د ډېر شدید مخالفت یو مهم لامل دا هم دی، چې خلک یې په تعریفونو کې یوه خوله نه دي او یا هم سم ورمعرفي شوي نه دي. زموږ په ادبي بحثونو کې هم چې کله د ادبي مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم خبره کېږي، د ادبي مډرنیستي تمایلاتو پر ځای یې اکثریت بحث پر فلسفي او فکري اړخ وي او هغه هم داسې فلسفي او فکري خبرې؛ چې د یوه واقعي ادبې ډسکورس او ګټې پر ځای یې تاوان او سرخوږي ډېروي. زه د فلسفي او فکري مډرنېزم هم په هغه کچه مخالف نه یم، تر کومه چې د انساني مشترکاتو د کټې خبره کوي؛ خو کله کله بیا دا بحثونه زموږ د اصل بحثونو پر ځای پرحاشیوي بحثونو واوړي.
زموږ د مډرنیسټي تعریفونو بل مشکل دا دی، چې د زمان و مکان (وخت او جغرافیې) پر مسایلو یې سره تېروځو. مثلا دا سمه ده، چې دا اروپايي او د هغه وخت پیدا کېدونکي حالات او تمایلات وو؛ مګر د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم تعریف کله هم دا نه دی، چې د همغه وخت او جغرافیې اصول او ځانګړنې دې یې نن هم د تعریف برخه وي. د لا ښې پېژندنې لپاره یې پر تاریخي شالید خبرېدل لازمي دي.

 شالید:

 د مډرنېزم پيل همغه د رنسانس د دورې پېل و، چې په څوارلسمه میلادي پېړۍ کې یې د اروپا د هغه وخت د فکري، فرهنګي او مذهبي تسلط پر وړاندې یې د یوه نسبي نوي فکر خبره وکړه. عمومي تاثر دا و، چې اروپایي انسان له خپل طبعي مسیر اوښتی دی. فردي او اجتماعي ازادۍ محکومې وې. پاپ او کلیسا حاکم وو، د دین او مذهب ټولې چارې د همدوی تر ځاني خوښې او ناخوښې محدودې وې. چاچې د همدې کلیسا او پاپ د تقوا سند درلود، همغه د تقوا او سپیڅلتیا خاوند و. د نوي فکر پر وړاندې د زوړ هغه اهمیت ډېر زیات و. خلک له یوې مخې د یوه ډېر غیرموزون او فرلاسوده روایات په غېږ کې وو. ټولنیزه او فکري رواداري دا وه، چې هر څه وو؛ مګر مکالمه، فکر، استدلال او د علم جوهر نه و. دوه ډېر مهم ضرورتونه ورک وو، چې یو یې انسانپالنه او بل یې عقلانیت و.
موډرنېزم د همداسې یو فکر او فرهنګ د تشې د ډکولو او اصلاحاتو بهیر و، چې د هغه وخت د ضرورت او اړتیا په اساس رامنځته شو. دا د هغه وخت او عصر د مسایلو او ستونزو پر وړاندې یو طبعي عکس العمل و. چې په پایله کې یې د هغه وخت له مرکزه د ورک شوي انسانیت او عقلانیت بېرته پېدا کول وو، یا د دوی په وینا چې انسانیت او عقلانیت یې مډرن کړ.
که څه هم د مډرنېزم دغه جریان ډېر تېز نه و؛ خو شاوخوا درې ــ څلور پېړۍ وروسته د نولسمې پېړۍ د پای او د شلمې پيړۍ د پېل په کلونو کې اوج ته ورسېده. دا نو د موډرنېزم هغه دور دی، چې هم یې پېل ورته وايي او هم یې د زړو ارزښتونو د ماتولو او د نوي تمایل خپلونې لامله مډرنیسټي د یوه منفرد تمایل او غورځنګ بڼه خپله کړې ده. ادبي، هنري او فلسفي فکرونو او علومو ته یې منظم سرعت کړی او ګڼې خواوې یې تر خپل اغیز لاندي راوستي دي. پرحقیتونو باندې خبرې وشوې. عقلانیت بحث شو. د انسان د فردیت او د کایناتو د مرکز د تصوراتو په اړه مکالمې ترسره شوې. ماورالطبعي تمایلات او مذاهب ډسکس شول. شک مهم وګڼل شو. دې مډرنیسټي منظم حرکت چې څو لسیزې دوام وکړ، دا نو دومره تېز حرکت و، چې په خپله پر ځان راوګرځېده او ګڼ مخالفتونه او مزاحمتونه یې راولاړ کړل، چې په نتیجه کې یې څو لسیزې وروسته مډرنېزم په پوسټ مډرنېزم واوړېده؛ یعنې له مډرنېزم وروسته  پوسټ مډرنیزم شو. چې دا بیا د خپل دوراوعصرنورنوي فکرونه او تمایلات وو، چې څه خو له مډرنېزم سره په اختلاف کې وو او څه یې بیا بېخي نوي وو.
له دې خبرو مې منظور دا دي، چې مډرنېزم د وخت او جغرافیې دواړو له پلوه په کافي اندازه بدل دي او پوسټ مډرنېزم هم په همدې اساس له مډرنېزم سره فرق کوي. همدا ډول د فکر، فلسفې او ادبي خواو د نوي والي په اساس هم په ډېرو برخو کې اختلافي مسایل لري؛ بلکې دا ویل به بهتر وي، چې دا دواړه اصطلاحات د فکر او مهال له پلوه بېلا بېل تعریفونه لري.
زه د ملګري سمیع الدین ارمان له دې خبرې سره موافق نه یم، چې مډرنېزم د وخت او مهال په مانا اخیستل سطحیت دی.( نړیوال تنقیدي معیارونه۳۸مخ) بلکې د مډرنېزم تعریف له مهال پرته نېمګړۍ دی. دا بېخي له خلکو تاریخي شعور پټول دي، خپل هویت مسخه کول دي او ان خپل فرهنګ ته نورې لارې پرانیستل دي. خطرناکه یې لا دا چې تېر ته سنېدل دي او دا د مډرنېزم ضد او پراډوکس دی.

ادبي تړاو:

د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د ادبي اساس او بنسټ خبره هم د همدې اصطلاحاتو له پېژندنې او شالید سره غوټه ده. کله چې د اروپا په منځنیو پيړیو کې د مډرنېزم څرکونه ښکاره شول، نو پرادبیاتو یې اغیز طبعي و؛ خو د اردو ژبي نقاد او لکوال شمس الرحمان فاروقي په وینا تر شلمې پېړۍ پورې پرته له روسو چې د روماني غورځنګ خبره یې کوله، غرب هم منظم ادبي تحریکونه نه لرل.(تنقید کا جمالیات ٥ جلد ٨٦ مخ) البته ازاد ادبي نقد او بحثونه عام و.
د شلمې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې د نړۍ ادبیات په خورا منظمه توګه د یو څه څرګندو ادبي او هنري مکتبونو په ایجاد سره مډرن شول. دا مډرنیسټي که څه هم د یوې نظریې یا پر مطلقیت ګروهمن و؛ خو بېلا بېلو مکتبونو یې دغه مطلقیت بدل کړ. د مډرنېزم په تعریف کې ټولو هغو ادبي او هنري مکتبونو او تمایلاتو برخه واخیسته؛ کومو چې د عصري او مهالني ادبیاتو په اړه نوې خبرې وکړې. په دې مډرنو مکتبونو کې رغښتواله، فورمالېزم، نوې کره کتنه، وجودپالنه، فیمنیزم او یو شمیر نور لوی او واړه مکتبونه راځي، چې وخت په وخت دې هر مکتب له خپلو زاویو او لیدلوریو پر ادبیاتو بحثونه وکړل.
پرمډرنېزم چې څو لسېزې واوړېدې؛ نو دې علومو او پوهو لا نوره وده وکړه؛ مثلا رغښتواله په پسرغښتواله واوړېده. د فورمالېزم او د نوې کره کتنې بحثونو نوي اړخونه او بحثونه پیل کړل؛ دا دومره محسوس او بدل بحثونه وو، چې پخپله یې مډرنېزم په پوسټ مدرنېزم واړوه. دا نو داسې وخت دی، چې پوسټ مډرنېزم خپل تعریف د همدې ګڼو ادبي پوهو، علومو او تمایلاتو په اساس کوي، یوازې پسرغښتواله مډرنېزم نه دی او نه هم وجودپالنه او یا فیمینیزم ته یوازې د یوه مکتب د تعریف په اساس مډرنېزم او یا پوسټ مډرنېزم ویلی شو؛ بلکې ټول هغه ورستي ادبي مډرن او پوسټ مډرن ادبي او هنري مکتبونه، علوم او تمایلات، چې د خپل معاصر او نوي نظام او یا نوې او معاصرې خبرې کوي. مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم دي. دا چې دغه مکتبونه او هنري تمایلات څه دي؟ خورا لوی بحثونه دي؛ بلکې دا هره اصطلاح د خپلو ځانګړو فکري او هنري نظامونو بېلا بېل تشریح او شننه غواړي.

پایله:

د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم له دې مختصرې پېژندنې او شالید مو مقصد او موخه دا وه، چې د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم هغه مبهم تعریف اسان کړو؛ کوم چې تراوسه پورې په یوازې ډول په یو او بل مکتب او هنري تمایل پورې تړلی شي.
موږ وویل، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم یو مکتب، فکر او تمایل نه دی؛ بلکې  د هر عصر د خپلو علمي، فکري او فرهنګي مسایلو ژورې او نوې کتنې ته وايي، چې اساس یې په عصريتوب او د نوي والي پرتمایل ولاړدی.
کله چې یوه اصطلاح د دومره ډېرو مکتبونو، علومو او تمایلاتو ظرفیت لري، هغه اصطلاح د تعریف پر ځای تر ډېره د تشریح ضرورت لري، زه د پایلې په توګه وایم، چې مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم دوه هغه بېلا بېل اصطلاحات دي، چې تعریف یې د نویو فکري، فلسفي او ادبي تمایلاتو پر تشریح ممکن دی او دا تشریح د هر عصر او وخت له خپل نوي تمایل سره مل وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب