د نومبر د وروستۍ اونۍ پیل و. په صنف کې وم. د ۹۰ دقیقو د لکچر ۶۶ دقیقې تېرې شوې وې. پام مې شو چې اصلا مې لکچر ته غوږ نه دی نیولی. کوښښ مې وکړ حواس راټول کړم، پروفیسر ته غوږ شم. لکه یو فلم چې له نیمايي پیل کړې، سترګې مې پروفیسر ته ځیرې نیولې وې خو په خبرو یې نه پوهېدم. د مفهوم سلسله شلېدلې وه. د کمپیوټرسکرین ته مې وکتل، د نوټ پاڼه سپینه وه. د ټولګي له کړکۍ مې بهر وکتل، د ونې طلايي پاڼې لمر ځلولې، باد تویولې. کمپیوټر مې بند کړ. صنف مې پرېښود. له پوهنتونه ووتم.
لمر سترګو بریښولې او باد تېز و. د جمپر خولۍ مې په سر کش کړه چې د دواړو له شره خلاص شم. د ټرم وای خوا ته مې منډې کړې.
******
اپارتمان راته سوړ غوندې ښکاره شو. د مرکز ګرمي درجه مې پینځو ته کړه. پرده مې کش کړه. په کوچ وغځېدم. لمر سترګې وړلې. د کوچ بلې خوا ته مې سر کیښود. سترګې مې پټې کړې.«په ورستي ځل مې څه وخت لکچر ته سم غوږ نیولی و؟..اصلا څه وخت مې کتاب پرانیستی و؟ د سمسټر د منځ په ازموینه کې، چې د هغې نتیجه هم طبعا ښه نه وه…نو د داسې درس ویلو ګټه څه ده. تر داسې پوهنتون ویلو خو یې نه ویل ښه دي.»
پزه مې کش کړه. اړخ ته د کتابونو له المارۍ سره په پیاله کې د پاتې شوې خرابې کافي بوی راغی. تېره اونۍ مې ورته پام شوي ول خو بیا مې له یاده ووتل چې پرې یې مینځم.
«ولې دقت نه شم کولی؟ اصلا ولې داسې شوی یم؟ زه خو داسې نه وم؟ ښايي دمې ته ضرورت لرم…»
پوهېږم چې د لمر د وړانګو او درک ترمینځ کومه اړیکه نشته خو په هغو شیبو کې وه. څومره چې مې د نومبر د کم یابه طلايي لمر وړانګو ته کتل، همغومره مې دا احساس قوي کیده چې وقفې ته ضرورت لرم. ته وا د یخ مني په زړه کې هغه ورځ لمر ځکه روښانه راختلی و چې راته وايي: تم شه. سم ژوند تل د حرکت په مانا نه وي، کله نا کله دریدل سم وي، ضرور وي.
د پښو ګوتې مې وازې ونیولې او په هغو شیبو کې چې لمر زما د ګوتو له مینځه تېریده پریکړه مې وکړه چې بل سمسټر ته داخله نه کوم. که ودریږم ښايي په منډو کې مانا پیدا کړم. که ودرېږم ښايي منډو ته دلیل پيدا کړم…
******
هغه سمسټر مې په یو ډول تر پایه ورساوه. بل ته مې داخله و نه کړه. پوهنتون ته مې ولیکل چې شخصي ستونزه لرم. د قانون په حساب محصل د وقفې حق لري نو پوهنتون چندانې و نه پوښتلم چې ولې او راسره یې ومنله. مور او پلار ته مې و نه ویل چې پوهنتون ته نه ځم. که مې ورته ویلې وای، پوښتلم یې چې ولې؟ ولې ته ځواب پیدا کول سخته کار نه دی خو د ځواب پیداکولو او ځواب درلودلو تر مینځ فرق وي. له ما سره ځواب نه و.
******
د وقفې په اوله اونۍ مې خپل د یوې کوټې اپارتمان پاک کړ. په خوله اسانه ښکاري خو پینځه ورځې ورسره پوره بوخت وم. له دانه دانه کتابه مې ګرد لرې کړ. د کتابونو او حافظې یارانه عمیقه ده. د دوتنې رنګونه، د یوې پاڼې په کنج کې په کوچیني خط لیکل شوی نوټ، تر څو جملو کش شوې کرښې هم امکان لري ډېر څه دریاد کړي. مخصوصا د کتابونو بوی، کتابونه لکه د انسانانو بدن هر یو خپل خاص بوی لري که دې ورسره وخت تېر کړی وي له بویه یې هم پېژنې.
په اتم صنف کې وم. زموږ په مکتب کې د کافکا لوستل او پرې لیکل جبري ول. ما “مسخ”ولوست. لوستل یې څو ساعته کار و خو لیکل پرې په لنډو نه کیدل نو اوږده پړپړه مې ولیکله. کله چې مې کورنۍ دنده استادې ته سپارله زړه نا زړه وم خو وروسته مالومه شوه چې ښه شی مې لیکلی و. د ادبیاتو معلمه یې په تعریف نه مړیده. اوس مې هم یادېږي د والدینو په کنفرانس کې مې معلمې مور ته وویل: « په ناول یې عالي تبصره لیکلې ده. په لیکنه کې نوی خبرې دي او ګرامر یې ډېر سم مراعات کړی دی. د لیکنې ساختار یې دقیق انتخاب کړی.. زوی دې عالي دی»
په هغه باراني مازدیګر چې له ښوونځي کور ته راتلو مور راته وویل: « درباندې ویاړم.» د مارچ په هغه مرطوب مازدیګر کې ظاهرا هر څه سم ول.. خو اوس چې پرې فکر کوم، ښوونکې راضي وه، مور ویاړیده، زه خوشحاله وم او دا ټول د دې لپاره ول چې یوه ګواګې غمجنه کیسه مې لا ډېره غمجنه تعبیر کړې وه او یو درجن دلایل مې راوستي ول چې کیسه یوازې غمجنه ده او پرته له غمه پکې نور څه نشته.
د کتابونو المارۍ چې مې پاکوله د کافکا د لنډو کیسو مجموعه مې د لوستو لپاره بېله کړه. د ده لنډې کیسې مې خوښې دي. په پیل کې مې ځکه خوښې وې چې فکر مې کاوه په لنډو کې ډېر څه د ویلو لپاره لري، اوس مې ځکه توجه جلبوي چې فکر کوم لیکوال د هېڅ شي د ویلو کوښښ نه کوي. د کافکا لوستل داسي وي لکه غره ته چې کیسه کوې ، لولې به کافکا خو څه چې اورې هغه دې خپل اواز دی…
د کور پاک کاري مې چې تمامه کړه. لوستل مې شروع کړل. پیل مې هم د کافکا له لڼدو کیسو وکړ. په خپل انتخاب پښیمانه وم د کافکا عیب او یا ښايي کمال دا دی چې ناممکنه ده ویې لولې او د انسان په برخلیک فکر ونه کړې. خو ما غوندې کس ته، چې پوهنتون یې پریښي، شپه ورځ په کور دی او په څو ویښت کلني کې دومره ګنګس او ستړی دی لکه له جګړې وروسته په روغتون کې فلج عسکر، فلسفي فکر خطرناک دی. ما رخصتي د دې لپاره اخیستې وه چې ځواب ومومم، نه دا چې په سوالونو کې بند شم، خو سوال عجیب شی دی، چې څومره ترې تښتې همغومره به تیغ نیغ کېږي. مثلا، ها بله ورځ مې یو جولا مړ کړ. په کاغذي دسمال مې پچق ونیوه چې مړ شي. غوښتل مې د وینې رنګ یې وګورم . یو وخت مې لوستې ول چې د جولا وینه ابي رنګ لري. دا مې هم لوستې ول چې جولا درد نه احساسوي. خو له وژلو وروسته مې ښه احساس نه درلود. د چت په یوه کنج کې چې زه هیڅ کار ترې نه اخلم ،اصلا ورته ګورم نه، ده ځان ته کور جوړ کړی و، څه ضرورت و چې واژه مې؟… بیا مې ویل، بابا په دومره چرت نه ارزي، اخر یو جولا و، دا یې یو جولا کم، له دنیا څه شی کمېږي؟ هیڅ! خو له هغه دنیا هیڅ نه کمېږي چې انسان تعبیر کړې ده. که مې دنیا د جولا له سترګو لیدای شوی ښايي کیسه به بل ډول وه. اصلا د انسان تحقیقات وايي چې جولا درد نه احساسوي، انسان د ځان په هکله سم تحقیقات نه شي کولی نو د جولا په تحقیقاتو یې څومره باور؟… د جولا وژل کافي ول چې دوه ورځې په دې فکر وکړم چې انسان ولې دومره خودخواه موجود دی؟
******
یو میاشت مې دغسې هوايي تېره کړه. بد احساس مې درلود. ما له پوهنتونه رخصتي ځکه نه وه اخیستې چې شپه ورځ نیټ فلکس ته کښینم، داسې فلمونه وګورم چې نه مې خندوي نه مې ژړوي… ما رخصتي ځکه اخیستي وه چې په خپل راتلونکي غور وکړم. خپله لار پیدا کړم. خپله خوشحالي وپیژنم… پوهېدم چې په کور کې پاتې کیدل هېڅ نه سموي نو پریکړه مې وکړه چې یو نیم وخته کار پیدا کړم.
د پوهنتون یوه ملګري مې راته ویلې ول چې د پراګ په سیاحتي سیمه کې د ډالیو په یوه دکان کې نیم وخته کار کوي.. و مې وپوښت چې ایا دکان کوم بل کارکوونکي ته اړتیا لري؟… او په دې ډول مې د ډالیو په دکان کې کار وموند. د اونۍ درې ورځې کار کوم. کله د سهار له نهو د مازدیګر تر څلورو، کله بیا د مازدیګر له څلورو د شپې تر لسو. هغه سیاحان چې پراګ ته راغلي وي او غواړي د پراګ یوه نښانه واخلي زموږ دکان ته راځي. کار اسانه دی ټول څلور خبرې دي: ښه راغلاست، سودا په نغدو اخلئ که په کرډیت کارت، مننه، خدای پامان او یوه تجارتي مسکا. طبعا چندانې معاش نه راکوي خو ما غوندې کس ته چې غواړي وخت واړوي، تر هېڅ ښه دی.
******
ترزا مې په همدې دکان کې وپېژنده. پوهنتون یې تازه پیل کړی دی. اروا پوهنه لولي. انتیک شی ده. مخ یې له حلقو ډک دی. یوه یې له پزې راځړیږي. څلور یې له غوږونو او دوه یې د چپې وررځې په بغل کې بندې کړې دي. د نارینه وو د سایز کالي اغوندي. د زرغونو سترګو شاوخوا یې دومره توره کړې وي چې ضعیف، کم رنګه باڼه یې اصلا ښکاري نه. که یې یوازې سترګو ته وګورې لکه تورې پیشو ته چې ګورې. د شونډو رنګ هم تور کاروي… ما فکر کاوه نجونې سینګار ځکه کوي چې ښایسته ښکاره شي خو لکه چې ترزا یې د دې لپاره کوي چې نمونه ښکاره شي. دا چې له خپلو شونډو او سترګو سره څه کوي دا یې خپل کار دی، څه شی چې ما په عذابوي، هغه یې لوړه خندا او د مجلس شوق دی. مخصوصا په هغو ورځو کې چې مشتریان ډېر نه وي او دکان کې یوازې د دې لپاره ولاړ یې چې ساعتونه پوره کړې د ترزا خبرې واقعا بوج شي.
******
تېره جمعه له ترزا سره د شپې په شفټ کې وم. مشتریان ډېر کم ول. ترزا په هر شفټ کې یو یا دوه ځلې د سېګرټو لپاره له دکانه دباندې ځي خو هغه شپه څو ځلې ووته… هغه شپه یې خندل نه، یوازې به مشتریانو ته د درواغو مسکه شوه. په دکان کې د چالانې مستې سندرې په ځای یې ارامه سندره ولګوله. دې کار یې خوشحاله کړم…
ویې ویل: «دا ښځه مې د خوښې سندرغاړې ده. د دې سندړې مې ټولې له یاده زده دي… عالي ده.»
– ما کله په غور نه ده اوریدلی. ارام اواز لري.
– فکر کوم د دې سندرې یوازې ښځې احساسولی شي.
– امممم کولی شم وپوښتم څرنګه دې سېګریت شروع کړل؟
– هههه د سګریتیانو په دنیا کې هیڅوک نه پوهېږي چې څه وخت سګریتي کېږې… په سر کې هسې تجربه وي، بیا ساتري شي او بیا ساتري عادت شي . زه هره ورځ دومره ډېر سېګریت نه څکوم، نن مې یو څه زړه ډک دی په دا ډول یې خالي کوم. پوهېږې له ښوونځي وروسته ژوند لږ بل رقم وي.. سېګریت هم پرېږدم خو د اوس لپاره ورته اړتیا لرم…هههه
د ترزا سترګو ته مې وکتل خامې اتلس کلنې سترګې یې راته پخې ښکاره شوې.
هغه شپه مو دکان په ۱۰:۱۵ بند کړ. د شپې سکون، د واورې خاموشي، د پراګ د سړک د غاړي ژېړو څراغونو او د پېړیو پخوانو تعمیرونو پلي تګ ته هڅولم. د پراګ تر نجومي ساعته چې ۷ دقیقې د پښو لار وه، پلی روان شوم. په ترزا مې فکر کاوه.« مهمه دا نه وه چې زړه یې څه ته ډک و، مهمه دا وه چې ډک یې نه ساته، خالي کاوه یې. د زړه یخونه باید ویلي شي حتا که د تمباکو په دود هم وي.»
******
په ۱۵ میلادي پېړۍ کې جوړ شوي ساعت ته تم شوم. ورته مې وکتل، نه مې شوی لوستی. په ښوونځي کې یې رازده کړې ول چې نجومي ساعت څرنګه ولولو خو اوس مې له یاده وتلی. دومره مې په یاد دي چې ساعت څلور ډوله زمان ښکاره کوي پخوانې چکي زمان، جرمن زمان، نجومي زمان او بابلي زمان… په بېلو وختو کې بېلو خلکو بیل زمان کارولی.
په هغو شېبو کې مې چې د نجومي ساعت شمېرو او رنګونو ته کتل یوازې مې یو شی احساساوه وه: تېرېدل..
په هغه واورینه شپه مې، چې د پراګ د نجومي ساعت ټول زمانونه روان ول، پریکړه وکړه چې بل سمسټر ته داخله کوم. او د دې لپاره چې له لاسه تللی سمسټر یو څه جبران کړم یو دوه مضمونه اضافه نیسم..
پای، پراګ
9-12-21
17-13
: « په ناول یې عالي تبصره لیکلې ده. په لیکنه کې نوی خبرې دي او ګرامر یې ډېر سم مراعات کړی دی. د لیکنې ساختار یې دقیق انتخاب کړی.. زوی دې عالي دی» زوی دې عالي دی او دليکوال نوم هيله پسرلی ده؟ نه پوهيږم ليکوال زوی دی او که لور؟