چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+پښتومتون سمېدل غواړي (۱) استاد محمد معصوم هوتک

پښتومتون سمېدل غواړي (۱) استاد محمد معصوم هوتک

یکنه، څېړنه اوژباړه

د محمدمعصوم هوتک

سریزه

    زیات وکم پنځه ویشت کاله کېږي چي د پښتو پخوانیو متونو له څېړني او چاپ ته له تیارولو سره مي سروکار دئ. په دې برخه کي مي تر کار پیل کولو وړاندي نه د متن په باب څه مطالعه درلوده او نه مي د متن برابرولو په برخه کي لازمه تجربه. د کار په پیل کي مي هغه چاپ سوي متون د لارښود په توگه ځان ته ایښي ول چي تر ماوړاندي نورو مشرانو او همزولو پوهانو تهیه کړي ول. ما ته د هغوی د کار میتود ځکه معتبر ایسېدی چي فکر مي کاوه هغوی تر متن برابرولو وړاندي د دغي علمي مشغلې په باب لازمي څېړني کړي وې او بیا ئې نو پر متن باندي کارونه پیل کړي ول.

 زه چي هر څونه د دغه علمي ډیسیپلین تَل ته ورننوتلم، هغونه د خپل ځان نارسایي او د نورو د کارونو نیمگړتیاوي راته څرگندېدلې او په رشتیا سره باید اعتراف وکړم چي د خپل کار نیمگړتیاوي مي تر بل هر چا ډېري مخي ته درېدلې. ما به لیدل چي زموږ له پخوانیو متونو سره په څومره بېباکۍ سره چلند کېږي، څونه په بې مسئولیتیو سره لاس پکښې وهل کېږي، څونه په جرئتمندۍ سره ځان ته دا حق ورکول کېږي چي د یوه کلاسیک شاعر په کلام کي په خپل زعم سره د اصلاح ؟ په منظور مداخلې وسي، د پېړیو پېړیو پخوانۍ ژبه په وچه سپین سترگي سره پر اوسنۍ لهجه باندي عیارېږي او تر ټولو ئې بده لا دا چي دغو ټولو بېباکیو او بې مسئولیتیو ته بیا د علم او پوهني او د معاصرو علمي پرنسیبونو او میتودونو پرتوگ وراغوستل کېږي. زړه به مي له شنوخته ډک سو، خو له کاره مي لاس نه کیښ او په دې هیله مي تعقیباوه چي نننی کار مي گوندي تر پروني او د سبا کار به مي تر ننني یو څه پر علمي موازینو برابر سي.

په دې لړکي مي یو وخت د شېراز د حافظ کلام کوت او په هغه کي مي سترگي پر دغه بیت ولگېدې چي ویلي ئې دي:

رشته تسبیح اگر بگسست معذورم بدار

دستم اندر ساعد ساقی سیمین ساق بود

(دیوان – ص ۲۸۰ چاپ ۱۳۸۵ش)

راته څرگنده سوه چي د حافظ شېرازي په دغه بیت کي د “ساعد” پر لغت باندي اختلاف سته او په ځینو نسخو کي ئې پر ځای “دامن” راغلی دئ:

“د ستم اندر دامن ساقی سیمین ساق بود”

په یو بل ځای کي مي ولوستل چي پر دغه یوه لغت باندي پراخ نظرونه ورکول سوي او اووه حاشیې پر کښل سوي  دي.

په یوه حاشیه کي ئې د “دامن” کلمه ځکه مناسبه بللې ده چي په دغه نیم بیتي کي د (سین) توری ډېر راغلی دئ او د “ساعد” کلمې سین چي هم پر سرباری سي، په بیت کي د بېخونده تکرار عملیه پېښېږي او دا کار بیا د شعر کیفیت ته تاوان رسوي.

په بله کي بیا د “ساعد” لغت تر “دامن” ښکلی بلل سوی دئ.

په بله حاشیه کي راغلي دي چي د پخوانیو متونو په تصحیح کي باید دا خبره په پام کی ونیول سي چي په خپله شاعر کومه کلمه یا کلمات استعمال کړي دي. د لغت ښایست یا بدرنگي د متونو په مصحح پوري اړه نه لري. موږ باید هڅه وکړو چي د اولنیو ادیبانو میراث د لرغونو تاریخي آثارو په شان وساتو او داسي ونه کړو چي هغه له خپلو سلیقو سره سم وتوږو او بدلون پکښې راولو. که مو دا کار وکړ، گویا اصل اثر مو له منځه یووړ.

د حافظ په یوه بیت کي د یوې کلمې په باب دغو څرگندوونو زما د دې اوسني کتاب د لیکلو له پاره پلمه جوړه کړه. له ځان سره مي وویل چي وگوره، د حافظ په کلام کي د یوې کلمې یا لغت په برخه کي څومره دقت په کار اچول سوی دئ. له بده مرغه موږ په پښتو متونو کي داسي په پراخ لاس مداخلې کوو چي گویا دا مو خپل شخصي ملکیت دئ، هر راز چي ئې اړوو، را اړوو، خپل حق ئې بولو. په زړه کي راوگرځېدل چي د بامیان د مجسمې الوزول او د خوشحال خټک په دېوان کي په بېباکۍ سره لاس وهل دواړه تاریخي گناه ده او د لرغونو آثارو محوه کول دي. دغو اندېښنو مي پر ذهن باندي دونه فشار راووست چي ایستل کېدل ئې په دې برخه کي له څه لیکلو پرته ناممکن ول. د دې اثر په لیکلو سره به مي اوږې لږ څه سپکي سي. زماد دې لیکني معنا دا نه ده چي گویا زه اول سړی یم چي په دې برخه کي قلم چلوم. نه، تر ما دمخه هم زموږ متنپوهانو دغه نیمگړتیا درک کړې ده او ښاغلي سرمحقق زلمي هیوادمل خو په دې برخه کي د خپلي رسمي پروژې په توگه یو تیزس “د متن څېړني میتودولوژي” هم کښلی دئ او په هغه کي ئې د یو شمېر هندي علماوو مقالې له اردو څخه په پښتو ژبه راژباړلي او خپلی تجربې ئې هم پر زیاتي کړي دي. خو نه پوهېږم چي د هیوادمل صاحب دغه کتاب به کوم چا د ځان د کار له پاره لارښود کړی وي که یا؟ ما ته د دې کتاب د مطالعې موقع هغه وخت میسره سوه چي د متن څېړني او متن خپروني په کار کي  مي ښه ډېرکلونه پر خپل سر مزلونه وهلي ول. د دې کتاب مطالعې راسره ډېره مرسته وکړه او ځان راته پر خپلو اندېښنو باندي حق په جانب ښکاره سو او په دې باب مي د نورو آثارو د لیکلو اړتیا لا زیاته محسوس کړه. د ۲۰۱۰ع کال په دوبي کي مي په کار پیل وکړ او د همدې کال د نومبر په سر کي مي له خپل خواخوږي دوست ښاغلي استاد حبیب الله رفیع سره زموږ په کورکي د خپل تر لاس لاندي کار په باب خبري وکړې او ورته ومي ویل چي د پښتو چاپي متونو ټول بهیر ته کره کتنه په پام کي لرم اوحتی المقدور به هر متن په ځانگړې توگه تر نقد لاندي ونیسم. هغوی هم د دې کار پر اړتیا د تائید مهر ولگاوه.

تر دغو مقدماتي خبرو وروسته دا دئ د خپل کار هغه برخه ستاسي مخي ته په دې نیامت  ایږدم، چي دوستان خبر سي چي د متن څېړني په برخه کي دغه شان کار روان او تر یوې اندازې بشپړ سوی لا هم دئ او که د ژوندپرمېنه وم، په کتابي بڼه به ئې هم د پښتو متنپوهني  علاقمندانو ته وړاندي کړم (انشاء الله الرحمن).

م. هوتک

اوکویل – ټورنټو

۲۳مه د جنورۍ ۲۰۱۱ع

متون

متن د لغت له مخي کلکي او لوړي مځکي ته ویل کېږي. جمع ئې “متون” یا “متان” ده. په مجازي معنا سره د یوه کتاب یا یوې لیکني عبارت ته ویل کېږي. په عبارت کي د کتاب یا لیکني حاشیې او زواید نه راځي یعني حاشیې او زواید (تعلیقات او نوري برخي) د لیکني د متن جزء نه دئ.

   د ادبي تیورۍ له مخي، متن د سمبولونو یوه پر له پوري او سره تړلې مجموعه ده چي د یو راز معلوماتي پیغام رسوونکې وي (ویکیپیډیا).

زیاتره پوهان په دې عقیده دي چي متن باید تحریري (لیکلی) وي. شفاهي کیسې او اولسي سندري د متن په کټگوري کي نه سي راتلای.

متون چي له یوه نقل څخه بل نقل ته رالېږدول کېږي، هرومرو ئې په شکل او مفهوم کي لږوډېر بدلون راځي. له دغه بدلون څخه هیڅ متن مستثنی کېدلای نه سي. اسماني کتابونه لا، له قرآن کریم پرته نور ټول په خپله اصلي بڼه پاته نه دي. د قرآن کریم د اصلي متن په ساتنه کي د پاک خدای ‘ پر ارشاد سربېره چي فرمایلي ئې دي: “انا نحن نزلنا الذکرواناله لحافظون” (الحجر: ۹ آیت)، د حافظانو رول هم ستر دئ. قرآن کریم د حفاظو په همت او برکت تر نن پوري په پوره امانتدارۍ سره بې له جزئي ترین توپیره خوندي پاته دئ. اسلامي پوهان د قرآن په معجزه توب کي یو دلیل همدا راوړي چي په متن کي ئې هیڅ تغیر نه دئ راغلی.

نور اسماني کتابونه لکه تورات، انجیل او زبور هیڅ یو په خپل اصلي شکل پاته نه دي او د نورو اسماني ادیانو پیروانو دغه تحریف او تصحیف پټ کړی هم نه دئ. دوی دا خبره مني چي د تورات او انجیل اوسني متون لاسوهلي متون دي.

  په ارکایيکو متونو کي د تحریف او تصحیف د همدغه جریان شته والي د متني نقد اړتیا رامنځته کړې ده او نن ورځ وینو چي متني نقد د یوه علمي ډیسپلین په توگه مطرح دئ او ځان ته خپل اصول او روشونه لري.

متني نقاد څوک دئ؟

متني نقاد (Textual Critic) هغه چا ته ویل کېږي چي یو متن دوهم ځل داسي ترتیبوي چي تر ممکني اندازې پوري د مؤلف په لاس لیکل سوي بڼې (original) ته نزدې وي. په اروپایي ژبو کي د اوریجنال (اصل) له پاره د (archetype) یا(autograph) لغتونه هم کارېږي له (archetype) څخه مراد د متن هغه نسخه ده چي نوري موجودي نسخې ټولي ورڅخه په مستقیمه یا غیرمستقیمه توگه کاپي سوي وي او (autograph) معمولاً هغي نسخې ته ویل کېږي چي د مؤلف په خپل لاس لیکل سوې وي. په دې ډول نو گویا د متني نقاد کاروبار هم له لیکلو (تحریري) موادو سره دئ. هغه څوک چي د خلکو له خولو څخه فولکلوري سندري او کیسې راغونډوي، د متني نقاد په تعریف کي نه ځايېږي. د متني نقاد غایی هدف د یوه داسی انتقادي متن برابرول دي چي اصلي نسخې ته ډېر نزدې وي.

د متني نقد له پاره اوس د (lower criticism) اصطلاح هم کارېږي او له هغې څخه مراد هغه هڅه ده چي نقاد غواړي د متن تېروتني پیدا کړي او له متن څخه ئې وباسي. د دې په مقابل کي د (higher criticism) اصطلاح هم سته چي هغه بیا د اصلي متن د تالیف، د لیکلو د نېټې او ځای مسایل څېړي. دا دواړي اصطلاحوي په متني نقد کي شاملي برخي دي.

په لوېدیځو ادبیاتو کي متني نقاد تر زیاتي اندازې له لاتیني آثارو، یوناني ادبیاتو (ډرامې)، بایبل او د شکسپیرله آثارو سره سروکار لري. د دغو لرغونو او کلاسیکو آثارو په سوو کاپۍ (نقلونه) د زمانې له توپانو څخه ژوندۍ راوتلي دي خو د هري کاپۍ ارتباط د هغې له اصلي نسخې سره څرگند نه دئ او کله کله خو لا مشکوک هم وي. متنپوهانو له پېړیو پېړیو راهیسي هڅه کړې ده معلومه کړي چي د دغو آثارو کوم نقل یا نقلونه له هماغه اصلي نسخې څخه راوتلي دي. متني نقاد دغه مسایل او له هغو سره نوري اړوندي موضوعگاني تر څېړني لاندي نیسي.

د کلاسیکو اروپایي متونو)۱( د برابرولو د انتقادي میتود په برخه کي واردواره درو الماني پوهانو په اساسي توگه کار کړی دئ چي فریدریک وولف، ایمانول بیکر او کارل لشمان نومېدل.

فریدریک وولف Friedric August Wolf (1759-1824) فیلا لوجیسټ وو. د ده نوم د کلاسیکي فیلالوجۍ په بنسټ ایښوونکو کي راځي.

ایمانول بیکر Immanuel Bekker (1785-1871) خپل اوږد عمر د یوناني متونو د انتقادي نسخو تهیه کولو ته وقف کړی وو. ده تر څلورو سوو زیاتي قلمي نسخې سره مقابله او پر کورنیو باندي ډلبندي کړې. ده د یوناني مؤلفینو شپیته ټوکه آثار چاپ کړل.

کارل لشمان Karl Lachmann (1793-1851) تر بیکر لا هم مخ ته ولاړ او د بېلابېلو نسخو د مقابلې له لاري ئې وښودل چي څه راز کولای سو د خپلو ورکو او لرغونو نسخو په باب قیاس وکړو، د هغو اصلي حالت ځانته معلوم کړو او حتي صفحه بندي ئې کړو.

  د پښتو آثارو د انتقادي متونو د برابرولو کار نه دومره اوږده سابقه لري او نه هم په دغه برخه کي له نړۍ والو منل سوو اصولو سره سمون. البته هغه کار چي په دې برخه کي تر اوسه پوري سوی دئ، غنیمت دئ خو بشپړ باید ونه گڼل سي. زموږ محققین د پښتو انتقادي متونو د برابرولو کار د ختیځ پوهانو (برنارد دورن، هنري راورټی، دارمستتر) په لاس پیل سوی بولي. په رشتیا سره هم د دغوختیځ پوهانو کار او زیار په دې برخه کي د ستایني وړ دئ خو د دوی کار هم پر هغو اصولو باندي سل په سلو کي ټیک نه خېژي چي د دوی په وخت کي  په اروپا کي منل سوي او معمول سوي ول. د دوی د کار په باب به زه د دې کتاب په څلرم څپرکي کي وږغېږم.

په افغانستان کي د پښتو متونو د برابرولو کار د علامه پوهاند عبدالحي حبیبي (۱۲۸۹ – ۱۳۶۳ش) پر لاس په کندهار کي پیل سوی دئ. لوی استاد حبیبي په ۱۳۱۷ش = ۱۹۳۸ع کال له کندهار څخه د خوشحال خټک (۱۰۲۲ – ۱۱۰۰هـ ق) کلیات د “خوشحال مرغلري” په نامه خپور کړ او هغه ئې له څلورو خطي او یوې چاپي نسخې له مخي برابر کړی وو. تر دې وروسته د پښتو متونو خپرېدل له کندهار، کابل، پېښور او کوټي څخه د رسمي موسسو او انفرادي اشخاصو له خوا روان دي، کله ئې سرعت زیات او کله کم وي. په دغه اوږده موده، څه دپاسه اویا کاله کي چي کوم پښتو متون خپاره سوي دي، هغو ټولو ته مي لاس نه رسېږي، خو کوم چي راته میسر دي، د هغو ټولو کره کتنه به د همدې کتاب په نورو راتلونکو څپرکو کي که د خدای رضا وه، وکړم.

خطي نسخې د متونو د اصلي منابعو په توگه:

 موږ چي کله په پښتوادبیاتو کي د متونو د تصحیح په باب ږغېږو، مراد مو تر ډېري اندازې پوري په لاس کښلي متون (خطي نسخې) وي. خطي نسخې د بشري پوهنو د ټولو څانگو له پاره اصلي منابع دي. د چاپ صنعت تر رواج مخکي د بشري علومو او په هغو کي د لیکل سوو کتابو د تکثیر او خپرښت کار د همدې خطي نسخو او د هغو د کاتبانو پر لاس سر ته رسېدلی دئ. د دوی د نه ستړي کېدونکي تلاښ نتیجه اوس دومره ستره ده چي د نړۍ زیاتره موزیمونه، کتابتونونه او علمي – تحقیقاتي مرکزونه په دغه راز آثارو ډک دي.

خطي نسخه څه ته وایي؟

په مروجو قاموسو کي نسخه (د لومړي توري په پېښ او د درېیم توري په زوَر) د لیکني، مکتوب، یادداښت، مسوده، … په معنا ثبت سوې ده او عربي لغت دئ. په دغه ژبه کي ئې نور معادل لغتونه یا شکلونه “نسخت، نخسة” دي. په پخوانیو کتابو او قاموسو کي ئې “نسخه” د مطلق کتاب په معنا کار کړې ده.

ځیني محققین  د نسخې د تسمیې په وجه کي لیکي چي دا لغت له “نسخ” (د نون په زوَر) څخه مشتق سوی دئ. “نسخ ” زایل کولو، د اعتبار له منځه وړلو او د کوم شي ردولو ته وایي (غیاث اللغات). کله چي یو کاتب کوم کتاب له کوم بل کتاب څخه رانقل کړي، په دې ډول گویا لومړی (منقول عنه) کتاب د نوي نسخې په منځ ته راتگ سره له اعتباره ولوېد او رد سو. ځکه نو دې نوي لیکل سوي متن ته “نسخه” وايي.

د “نسخه” کلمې منشاء چي هر څه وي خو مراد ورڅخه هغه مطالب دي چي په بڼکه، نل یا فلزي قلم سره په رنگ یا سیاهي پر یوه پاڼه باندي لیکل سوي یا له کوم بل کتابه رانقل سوي وي او په انگرېزي ژبه کي ورته د (manuscript) لغت کارېږي.

خطي نسخو ته له دوو زاویو څخه پاملرنه کېږي. د متونو مصحح له یوه نظره ورته گوري او هغه نسخه پوه چي سروکار ئې د نسخې له مادي ارزښت او د انتیک پلورني له مارکيټ یا له موزیمو سره وي، بیا له بل لوري ورته گوري. متن څېړونکي او نسخه پوه دواړو ته د خطي نسخې د کاغذ نوعیت، د لیک (خط) څرنگوالی، د نسخې د پوښ (وقایې)، تذهیب او میناتور په باب معلومات خورا ډېر اهمیت لري خو په دې اهمیت کي د دواړو دلچسپۍ جلاجلا استقامتونه لري. د متن څېړونکی د نسخې د کاغذ، د لیک د رنگ، وقایې او تذهیب څېړلو ته ښایي له دې اسیته مجبور وي چي تر کار لاندي نسخه به ئې د لیکلو یا د تالیف نېټه نه لري. خو نسخه پوه ته بیا دا ټول اړخونه هر یو په خپل ځای کي ځکه ډېر مهم دي چي د هغو له مخي د نسخې مادي ارزښت او بیه ټاکلای سي. د متن څېړونکي او نسخه پوه کار یو د بل بشپړوونکی دئ او یو بل ته گټه رسوي.

د پخوانیو متونو خپرېدل دا لاندي ژبنۍ گټي لري:

– متون د خپل عصر ژبه تمثیلوي:

ژبه لکه نوري پدیدې د زمانې له بدلونو او تحولاتو سره سم تغیر مومي او پر خپل حال نه پاتېږي. د زمانې په بدلونو کي ټول هغه ټولنیز، اقتصادي او سیاسي تغیرات شامل دي چي یوه ژبه ورسره مخامخ کېږي. پردیو ملکونو ته مهاجرتونه، له خپل پلرني او اصلي ټاټوبي څخه لېږدېدني، پر نورو ملکو باندي یرغلونه او د نورو له خوا پر ځایي خلکو باندي تاړاکونه او فتوحات، د ژبي د ویونکو د اقتصادي حالت لوړتیا او ځوړتیا، د سیاسي رژیمو او واکمنیو اوښتل رااوښتل او نوري دې ته ورته ژوري پېښي پر ژبه باندي اغېزه کوي. د دې اغیزې په نتیجه کي ژبي ته نوي لغات، نوي وراشې او نوي ژبني عناصر ننوزي او هغه چي د ژبي ویونکو ته د هضمولو او منلو وړ وي، په ژبه کي ئې ساتي. څرنگه چي ټولنیزي، اقتصادي او سیاسي پېښي هم تل “پښه پر ځای” نه پاتېږي او بدلون مومي، ځکه نو د هر عصر او هري تاریخي مرحلې ژبه ځانته خپلي ځانگړتیاوي لري، ځانته خپلي وراشې او اصطلاحات لري، ځانته خپل مروج لغتونه لري او په جزئیاتو کي ځانته خپل گرامري جوړښتونه لري. له یوه تاریخي عصر څخه بل ته د اوښتلو په جریان کي ژبه هغه ځانگړتیاوي، وراشې، اصطلاحات او لغتونه له ځان سره ساتي چي د دا بل نوي عصر ایجابات ئې د هضمولو توان ولري.

د همدې تحلیل له مخي د هر عصر متون د هماغه عصر د ژبي د سکښت او جوړښت ښکارندویي کوي. که په پخوانیو متونو کي د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم بدلونونه راوستل سي او لاسوهني پکښې وسي، گویا د متن روح او جوهر ته څوک صدمه رسوي. دا مسخه سوی متن نور نه د هماغه خپل عصر ژبه تمثیلولای سي او نه هم په خپل اصل لیکونکي، مؤلف یا شاعر پوري اړه درلودلای سي. دغه راز مسخه سوی متن بیا د یوه ژبپوه له پاره هم ستونزي پېښوي ځکه دی به د ژبي تحول او تطور د یوه داسي متن له مخي څېړي چي هغه متن به د خپل عصر د ژبي نمایندگي نه کوي بلکي د یوه بل عصر د کاتب لاسوهني به ئې رنگ و جوله ورالیشه کړې وي.

– متون د زړو لغاتو ذخیره لري:

لکه په تېر بحث کي چي مو ولوستل، هر متن د خپل عصروزمان د مسلطی ژبي نمایندگی کوي. د هر عصر مسلطه ژبه د خپلي زمانې پر مروجو لغاتو باندي ولاړه وي او همدا لغتونه کاروي. د عصر په تېرېدلو سره ځیني لغات مري او ځیني ژوندي پاتېږي او د نوي زمانې په محاروي ژبه کي کارېږي. د لغاتو مړینه دا معنا لري چي له محاورې څخه وزي او خلک ئې نور په خپلوخبرو کي نه کاروي. زاړه متون د هغو لغاتو د خوندي ساتلو ځای وي چي د نوي عصر په محاوره کي د بېلابېلو عواملو له اسیته له استعماله لوېدلي وي.

که متن له هماغه اصلي (Origin) حالت سره سم یا هغه ته په ورنزدې بڼه وساتل سي، نو دغه لغتونه د بیرته ژوندي کېدلو چانس موندلای سي او بیرته محاورې ته ورننوتلای سي. د متن د لغاتو اړول یا د چا خبره معیاري کول د خیانت تر درجې پوري دروند جرم او گناه گڼل کېدلای سي.

– متون د خپل عصر لیکدود راښیي:

که متن په خپل اصلي حالت باندي وساتل سي نو د هغه له مخي یو محقق د هماغه عصر لیکدود ځان ته معلومولای سي او د لیکدود په مرسته بیا د هماغه عصر د لغاتو تلفظ هم تر یوې اندازې پورې پېژندل کېدلای سي. د شرقي ژبو الفباوي د لغاتو د سم وینگ په بشپړ څرگندولو کي ډېري بریالۍ نه دي، خو محقق د خپلو تجربو له مخي له لیکنۍ ژبي څخه د هماغه عصر د لغاتو وینگ تر یوې اندازې پوري ځانته معلومولای سي. د وینگ معلومېدنه بیا د هماغه عصر د هماغي ټاکلي ژبي په لهجه باندي له پوهېدني سره مرسته کوي. د لهجو پوهېدنه د نوموړي ژبي د معیاریت د ودانۍ له پاره د خښتو کار ورکوي. د لیکدود ارتقایي او انحطاطي سیر څېړنه په ژببوهنه کي خورا مهم بحث دئ او تر سر تېرول ئې د ژبي په کره کولو کي پوهان  بې لاري کوي.

          د متونو ناقد یا تصحیح کوونکی د عادي ناسخ یا کاتب حیثیت نه لري، بلکي د ده مسئولیتونه د یوه امانتدار په توگه خورا ډېر دي. د مصحح له پاره لازمه ده چي په ځان کي دغه وړتیاوي او اړتیاوي  ولري:

د متن پر ژبه باندي تسلط درلودل.

د متن د ژبي د تاریخي تحول او تطور په باب معلومات درلودل.

د متن له ژبي سره د نورو تړلو ژبو پوهنه درلودل.

د مؤلف په باب معلومات درلودل.

د مؤلف د عصر د تاریخي و ادبي جریاناتو په باب علم درلودل.

د مؤلف د نورو آثارو په باب، که موجود وي، مطالعه درلودل.

(۱) دکلاسیک کلمه زموږپه ادبي حلقو کي یوازي د”پخواني” په معنازیات رواج لري خودکلاسیک مفهوم تردغه حدپراخ دئ اوکلاسیک آثارهغوپخوانیوآثاروته ویل کېږي چي پخپله نوعه کي دنمونې اوسرمشق درجه اوحیثیت ولري .

2 COMMENTS

  1. هوتک صاحب ستاسو دې لیکنې مونږ ته ډېر څه را زده کړل . هیله ده دې لړۍ ته ادامه ورکړئ . تاسو ته روغتیا او اوږد عمر غواړو.
    محمد ظاهر ورورته له سلامونو وروسته :
    متن عربي کلمه ده چې د یوې صفحې داخل کې لیکل شوې برخې ته وایی او حاشیه پکې شامله نه ده . بله معنی یې لوړې مځکې ته وایی .
    متل په پښتو ژبه کې یوې لنډې جملې ته وایی چې ډېر ښه او پراخ مفهوم ولري . مثلا هوښیار ته یوه اشاره بس ده .

    • سلام
      سمه ده به عربی ژبه کې متن یعنی نرمه یاپسته وتلې زمکه.زه له استاد سره په متون کې موافق نه یم دصرف او نحوئ پر بنسټ او دکلیمې دترکیب په اصولو.
      متن هغه شی ته وایی چې تاؤیل کیږی او لیکنه په ژوندۍ بڼه وښیې او یا بدله کړی.دواقعیتونو هغه مجموعه ده چې په یوه معین بافت کې ټاکل کیږی اوتنظمیږی. دمتن واقعیت باید ددرک قابلیت ولری. به ادبی نظریه کې هرڅه ته ویل کیږی چې دفهم معیار ولری یوازې په کلام نه محدود یږی بلکې په تفسیر اطلاق کیږی.. دبریال مثال سم دی او یا په دې عبارت کې ژوندون لوړې اوژورې لری!
      استاد ستا لیکنه به زړه پورې معلومات لری تا دیر زحمت ویستلی کور دې ودان او ژوندی اوسې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب