یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعردریمه سانده / عصمت قانع

دریمه سانده / عصمت قانع

کاڼي اوري توپان تم نه شو قیامت دی

زما وطن د محشرونو اقامت دی

عرب زما په سرو زخموکي جنت غواړي

فرنګ زما مرګ کي لیدلی جمهوریت دی

د فلک نوې نخره نوې کانه ده

پر دې خاوره را نازل نوی افت دی

د دنیا د لویې لوبي خوړین ډګر دی

ګام پر ګام یې د مرګونو تجارت دی

د میراث وطن وارث نه پیدا کیږي

دعوه دار یې د د پنجاب مغل محلت دی

بې صاحبه وطن کور دی دغد یو

پې را غونډ د ټول جهان شر او شدت دی

د پښتون حال دی دښمن ته خدای ور نه کا

حال یې څه دی ذلالت دی ذلالت دی

لا په خاوره پاکوي ککړه کونه

لا د ملا پر ډګه سپور افغان ملت دی

لا خرڅيږي په روپیو په بولیو

لا متاع ده د بازار جوړېې قیمت دی

لا په سوبو د پلرونو په غومبر دی

خو د حال افلاس یې ګوره فلاکت دی

د لاهور مغل د سیمي باداري کا

پښتون خان اجاره دار د جهالت دی

د فارس کور هم تر افغان څو ځله ښه دی

خو تر فارس الله ورکړی ډیر ثروت دی

قانع ګله د زړه وینې دی خوراک دي

پښتانه دی د دوژخ د اور خاشاک دي

7 COMMENTS

  1. قانع صیب ډیر ښه دې وویل چې

    د دنیا د لویې لوبي خوړین ډګر دی

    ګام پر ګام یې د مرګونو تجارت دی

    خو کاش چې په ملا پسې دې څه نه وای ویلی، نو ډیر خوند به یې کړې ؤ. مننه

  2. ډیر ښایسته شیعر دی قانع صیب رښتیا هم چی ټول فسات د ملا په کونه کی ده ملایی په سیاست ځه خپله وظیفه دی ټولوی او په جومات کی دی کیښنی.

  3. قانع صاحب د کلک فارسیوان ملا ورتړلی ده نه د پښتانه. د هغه بیچاره یو ټکی پښتو هم نه ده زده. خو ښاغلی قانع صاحب ملا تړلی ده چی هغه خوارکی ته لږ پښتو ورزده کړی. د نورو هیوادونو سفیرانو پښتو زده کړی ده او زمونږ هیواد د ملی ورځو په مناسبت په پښتو ژبی خبری کوی. نو زمونږ یو ولسمشری ته نوماند کاندید هم غواړی حداقل د افغانستان له اکثریت ولس سره په پښتو ستړی مشی وکړی او نوری خبری به د ترجمان له لاری کیږی. البته که د چا نوم په پښتو وی او په پښتو خبری ونه شی کړی هغه ته څوک پښتون نه وایی.

  4. ورور جانه دا وطن ټول ټپي ټپي دی، زما او ستا يوه بې مسووليته خبره دا وطن نور هم ټپي کولای شي نو ښه به دا وي چې خپلو خبرو ته لږ پام وکړو او هره خبره لږ ږسنجوو، قانع صاحب په خپلو ليکنو کې هيڅ وخت ملي ګټې له پامه نه دي غورځولي او نه يې غورځوي، که قانع صاحب پر پښتو ژبه سودا کولای نو نن به يې په جمعيت کې تر ټولو پښتنو لوړ مقام درلودای خو د پښتو خبره جې ته نن کوې نو ده دېرش کاله پخوا کړې ده. اصلي خبره دا ده جې ايا دا وطن به يوازي په پښتو ويلو جوړ شي او که ښه نيت او ابتکار ته هم اړتيا شته؟ که په پښتو جوړېدای نو اوس به ښاغلي کرزي دا وطن ګل وګلزار کړی وای، پښتنو ته خو د ده په وخت کې بدرد وويل شول، تاسي د کرزي په وخت کې څو پښتو مکتوبونه ليدلي دي، آن دا چې په کندهار کې هم ټولې دولتي ليکنې فارسي دي، ميرزايان فارسي خبرې نه شي کولای خو يو څو فارسي کليشې يې زده کړي او هره ورځ يې ليکي. د احمدشاه بابا کارټون خو دده په وخت کې چاپ شو، غازي امان الله خان ته خو دده په وخت کې بدرد وويل شول، د شمال ټلوالي خو د ده پر اوږو ټوپک ايښی او د پښتنو کور ورانوي
    پښتانه خو د ده په وخت کې د اويا فيصده پر ځای ديرش فيصده وبلل شول آن دا چې اوس يې خلک په تذکره کي د افغان په نوم هم شرمېږي
    که يوازي پښتو وي نو پښتو خو ډاکټر عبدالله هم وايي ایا ډاکټر عبدالله به دا وطن جوړ کړي او يا به يې د جوړولو نيت ولري
    که د چا په فکر کې د وطن د جوړولو نيت او نقشه نه وي نو ژبه يې هيڅ ګټه نه کوي ځکه ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده
    که چا بد نيت درلود که په هره ژبه دا نيت ښکاره او پلی کړي نو نتيجه به يې بده وي

    ارغند هاشمی

  5. چي د خاوري څه کار اخلي مجبوريت دی
    چي په ارګ کي ککړ ګرځي ذلا لت دی
    موږ ولی تنها په هغه پښتون پسې څراغ را اخستی دی چي هغه د مزدورو او فاسدو واکدارانو له خوا همداسي په تاريکه
    کي ساتل سوی دی او موږ د خپل شعر او داستان لپاره خوشحاله يو چي عجيبه سوژه مو پیدا کړېده راځی چي ټکوو ېې
    د دې ټکېدو مخالفت هيڅوک نه کوي٠
    جاهل خلګ په هر قوم او ملت کي سته او هغه چي د ملا پر ٠٠٠٠ سپاره دي هغه دغه بېچاره او غريب افغان ملت نه
    دی، هغه دغه د ارګ غاصبان او شرمښان دي نو که څه بد وايو او يا ګيله کوو بايد همدغه په هر فساد لغوړن چارواکي
    را میدان ته کړو چي د ټولو نا خوالو سرچينه هم دوی دي نه افغان ملت ٠

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب