دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد مرداري موږی/ عصمت قانع

د مرداري موږی/ عصمت قانع

ما د لومړي ځل لپاره لمانځه ته تیمم وواهه .

تر دې وړاندي به په وړو وړو ویالو کي رواني اوبه بهیدې . زموږ د کاریز ویاله ځای پر ځای د اوداسه لپاره مساعده وه او پنځه وخته به په ډاډه زړه اودس پرې تازه کیدلو یعني په ټول ژوند کي تیمم ته نه وم مجبوره شوی.

د جومات ملا صاحب د شاه جوی د بازار صاحبزاده صاحب ، د کوټې د حضرتانو خلیفه صاحب او د پیریانو اخندزاده صاحب به پر استنجا باندي مین وو .

دوی به د ویالې په پای کي پر ډبرین ګودر ناست وو ا و په ډاډه زړه به یې استنجا وهله .

د کلي ملک محمد غفار  به ویل چي د خدای فضل دی چي بهانده اوبه شته که بهانده اوبه نه وای نو په والله که د ملایانو په استنجا پسي رسیدلي وای.

زموږ د کلي کاریز له شمال څخه سرچینه اخیسته او د جنوب په لور نیغ د ترنک د سیند پر ابي ځمکو ور روان وو.

د کلي د کاریز څا ګان ډیر ژور وو او سپین ږیرو به ویل چې کاریز دیبانو او پیریانو کیندلی دی . او دا دومره لوی لغم چې په رباطونو اوږد د بنیادم کارنه دی

د کلي د کاریز اوبه به په ژمي کي تودې وې او په اوړي کي به یخي وې.

کاریز نور ټول پوښلی غوندي لغم وو خو د کلي په منځ کي تر یوې ډبریني خولۍ اوبه راوتلې چې کلیوالو سردنه ورته ویل دغه سردنه ګودر وو .

چې سهار به شو نو د کلي ښځموني ذات به له خاورینو منګو سره پر ګودر رامات شول د سرو شنو تورو او ابي پوړونو یو کتار به وو چي د ګودر خواته به روان وو .

د غرمې خوا ته به د کوچیانو وار شو ، له ژیو او مشکونو سره د کوچیانو پیغلي ، ناویاني . ځواني او پخې بوډۍ میرمني ګودرته رارواني وې او مشکونه یی ډکول .

زموږ په سیمه کي دوه ګودره ډیر مشهور وو یو د شینکۍ ګودر چي ګڼه ګوڼه به پرې زیاته وه او بل د شاه جوی د کلاخیلو ګودر وو .

کله چې به مازدیګر د لمر وړانګي زیړي شوې نو د کلاخیلو د ګودر ګڼه ګوڼه به هم سیوا شوه په کوڅوکي به د میږو ، وریو ، وزو ، او وزګړو یو ړمبهار شو ژوند به دومره خوځنده وو چي عاجزه بنیادم به یې تعریف ته لاس تر زني شو .

او د حیرانۍ حد به یې تر شنه او زرغونه ور واوښت.

مازدیګر به له کاره وزګار خلک د اوداسه پر بهانه د کاریز د لښتیو پر غاړه باندي د شنو ونو سیوري ته ناست وو خپل صفت او د بل غیبت به یی کاوه.

د کاریز د اوبو  پر لښتیو به اکثره ناست کسان سیمه ایز بزګران وو او یا به هم محلي مالداران وو چي د حیواناتو ګلې او رمې به یې ځای پر ځای کړی وي او مازدیګر به بنډار راوتلي وو .

ددغو مالدارانو او بزګرانو په خبرو کي به اکثره وخت د مرداري د موږي خبري کیدلې او د بدۍ جړ په باره کي به یې بحثونه کول.

مثلا ! که به د دوو کورنیو تر منځ روابط او مناسبات بدو ته اوښتل نو د بدو حالاتو د جوړولو هغه اساسي سرچشمه او سرچینه به په ګوته کیده او بیا به یې د له مینځه تلو اجتماعي هڅي پیل کیدلې او دغې سرچینې ته به د مرداري موږی ویل کیدی

خبره د مردارۍ او د حالاتو د خرابۍ په باره کي وه او زه په مقدمه کي ډیر اوږد ولاړم .

اودس چې تازه کیږي نو هم یو نیت غواړي او په نیت کي دي باید دا خبره شامله وي چي غواړم د عبادت لپاره له ظاهري نجاست څخه ځان پاک کړم.

که د اوداسه لپاره اوبه نه وي نو بیا به تیمم وهل کیده .

زه د لومړي ځل لپاره له اوبو څخه جلا شوی وم لکه د اب او عزت څخه چي جلا شوی وم.

پر دروازګۍ جنګ وو او جنګ هم د پاکستان د ملیشو له پرتو تاڼو څخه پیل شو حکومتي عسکرو چي موږ پرې برید کړی وو د ا وبو چینې په خپل واک کي اخیستې وې ، او عسکرو هڅه کوله چي موږ څخه افغاني حریم وژغوري.

او موږ په دښته کي بیرته پر شا تګ ته مجبوره شو د ماسپښین د لمانځه وخت راورسیدو زموږ په لښکر مي ملا صاحب چیغه کړه چي تیمم ووهی په لښکر کي راسره ملګري حاجي میر اکا له موږ څخه څو ګزه لیري ولاړ ا و د یوې نړیدلي ګړنګ خواته کښیناست او د تیمم لپاره یې استنجا شروع کړل .

ما د ښځوونځۍ په دنیاتو کي لوستي وه چی د تیمم لپاره خو استنجا نه وي اما حاجي میراکا به خپل موټ له پستې خاوي ډک کړ او خپل محرم الات به یې په وویشتل .

زه مجبوره شوم ورچیغه مي کړه چی کاکا جانه په تیمم کي خو استنجا نشته هغه په ډډ ږغ جواب راکړ

چي د بدن تر ټولو مردار ځای خو همدغه دی نو ولي یې تیمم کولو حاجت نشته ؟

اوس اوس چي افغانان د یوې بلې ډیموکراتیکي تجربې په درشل کي دي باید چي د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره د پاکۍ او طهارت نیت وشي او بیا د سرنویشت د تعین لپاره اقدامات وکړي .

خو زه داسي فکر کوم چي طهارت او اودس لپاره اوبه نه وي بیا دي تیمم ووهل شي.

خو طهارت دي تر سره شي د پاکي تطهیر عمل دی پخوا تر دې چي د سرنوشت د ټاکلو لپاره سجده وشي بشپړ شي.

په افغانستان کي د مرداري موږی موجوده فساد دی او په دغه فساد کي د رڼو ، پاکو او داي انتخاباتو چي د افغان وطن د هویت ، عزت ، او حیثیت غرور وساتي امکانات معدوم دي ښه به دا وي چي د لومړي ځل لپاره یوه داسي اداره په ملي سطحه معرفي کړو چي وکولای شي د مردارۍ موږی یې له بیخه وباسي.

د سولي د نه راتګ اساسي علت فساد دی

د جګړې د تداوم اصلي سرچینه فساد دی

د تریاکو د کروندو د خړوب سرچینه فساد دی

د بیا رغوني په ټپه ولاړ حالات د فساد زیږنده ده

د هیواد بې باوري هم د فساد په کونه پوري تړلی دی

ترور ، غلا ، قبضه ، او په سلګونو نور جرمي جراثیم د فساد په لمن کي چاغیږي .

ښکلا د فساد په لومه کي بنده ده او بدرنګي د فساد د عثرت کرۍ نانځکه ده د هر څه منبع فساد دی .

او د تعام د وجود د غایطه موادو د خروج لاره د فساد لاره ده

مخکې تر دې چې بل کار وشي باید چي د فساد پر ضد ملي اراده راوچته شي

راځۍ دغي ارادې ته شکل ورکړو ، راځۍ دغه اراده د نجات د لاس د راوړلو له نیت سره ملګري کړو

 او د سلطان میر اکا په باور د تیمم په زریعه یې پاکه کړو

6 COMMENTS

  1. salamona ow neke hele me wamani, Qani sahib zma de zra khabara de wakra za dasi fakar kawam che de FESAD la manza waral baiad de har kandid de agenda pa lomri sarki zai walari, laka sanga che ta wawayal de FESAD de lamanza warlo na baghir hes yoo kar mumkin ow shony nada – la shaghli Qani Sahib ow Taand web pani sakha pa manani Allah de Qani Sahib rata zhwandi lara.

    Akhtar Muhammad Sahak

  2. یاره قانع صیب الله درته ډیر عمر درکړی، ډیر ښایسته موضوع دی راسپړلی دی مطلب می دادی چی ډیرو کاندیدانو چی بی اودسه دی او اوبه هم نشته نو د تیمم په چل نه پوهیږی خو بیا هم وردانګی چی اودس وکړی یعنی قدرت ترلاسه کړی، رښتیا هم باید د تیمم په طریقه ښه پوه شی او بیا دی تیمم ووهی ځینی کاندیدانو په خبرو کی د قرانکریم آیت غلط ولولی ځینی لا همدا اوس د افغانستان قانون نه منی، نو اوس ضرور نه ده که څوک د کلام شریف تلاوت نه شی کولای او بیا هم ددی لپاره چی خلک ځان خواته را کش کړی نو کوښښ کوی چی د کلام پاک آیتونه په خپلو خبرو کی استعمال کړی کله چی بیا غلط شی نو رسوا شی، په هر حال زه د ټولو افغانانو څخه دا غواړم چی د حمل تر ۱۶ نیټی پوری ډیر وخت دی که دوی نه پیژنی نو ددوی کمپاینونو، بحثونو او پروګرامونه تعقیب کړی او بیا به په ښه ډول وکولای شی فیصله وکړی چی چاته رایه ورکړی کیدای شی چی په پایله کی دا درته جوته شی چی هیچاته هم رایه ورنکړی

  3. سلامونه او احترامات و قانع صاحب ته وړاندی کوم
    قانع صاحب ډیری مهمی او په زړه پوری ټکی ته مو اشاره کړی ده په دی ورځوکی فساد ډیر زور اخیستی چی زه خپله ډیری وخت په دولتی ادارو کی کار کوم او هر څه ګورم پخوا (یو دوه میاشتی مخکی به چی کوم دولتی چارواکی درنه رشوت غوښته و لږ شرم او حیا به ورسره وه خو اوس چی ددی حکومت وخت مخ پر خلاصیدو دی شرم او حیا بیخی له منځه تلی ده ان تر دی چی افغانی نه غواړی چی ډالر نه وی .نو زما هیله داده چی د راتلونکی حکومت په کاری پلان کی تر ټولو د مخه ددغو غلو مخنیوی وکړی ځکه دا څه معمولی غله نه دی دوی ادعا کوی چی دا چوکی یی په پیسو اخیستی دی له لوړو مقاماتو سه.

  4. قانع صاحب د فساد د تاوان په اړه ښې خبرې کړې دی. خو دا یې نه دي ویلي دي چې په دې فساد کې لوی مسولان څوک د ي؟ ایا هغوی چې د کرزي تر شا ولاړ وو او که هغوی چې دغه غله اداره یې غندله او په غلا او درغلۍ یې تورنه کوله؟

  5. Mohtaram Qani Sahib,
    Monga tama laroo che toasoo ba da Aryan TV da Monaziri pa ara sa Lekana wakrii, zaka taso ham nast wayee, kho ter owsa staso de lekani kom sark wana lagida omida laram che yoo sa ba waliki, pa darana weee.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب