جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهقانعمتولیان / لیکوال: عصمت قانع

متولیان / لیکوال: عصمت قانع

زموږ د کلي د جومات لویه چوتره چې په عامه ژبه به یې ورته دنګاچه ویله هر مازیګر د ستړو ستومانو بزګرانو د بنډار او دمې ځای وو.

د دنګاچې مخامخ زموږ د کلي د کاریز سرچینه پرته وه، چې شنې او شفافې اوبه ترې را خوټکېدلې. له همدغې سرچینې څخه پونده ګانو ژۍ ((مشکونه)) ډکول، بوټبنو، اوښبنو، درمو، شپنو او د لویې لارو مسافرو به په بوریو کې ګنډلي پتکونه له همدغې سرچینې څخه ډکول. د کاریز اوبه یخې او خوږې وې. همدغه وجه وه، چې کاریز په نږدې او لیرې سیمو کې خپل خاص شهرت درلود او ټولو به ورته دوعاوې کولې، چې شینکیه مه وچېږې!

د جومات د دنګاچې خواته د شنډه توت یوه لویه او زړه ونه ولاړه وه، چې زموږ د کلي ۸۰ کلن سپین ږیري مخامد کاکا به ډډه ورته وهله او بیا به یې د خپل تېر عمر کیسې کولې.

دده زیاتې کیسې به د وطن دوستۍ او ناموس دارۍ کیسې وې، خاوره یې ډېره سپېڅلې بلله. په هماغه وخت کې یې د جنوب او شمال خوا دواړې په بد شګون نیولې وې. اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته به یې ولي اذرت ویلو او د اویاوو ولیانو د مرتبې په باره کې به یې شک د کفر مترادف عمل بللو.

مخامد کاکا به ویل، چې متولیان د اسلام د پاچاهۍ څوکیداران دي او دا پاچاهي د خدای په پزل او د ولیانو په خاص کرم جای په جای ده.

د پاچایۍ په ساتلو کې د هر بسلمان وظیفه داسې مهمه ده لکه د خدای فرض لمونځ. مخامد کاکا مملکت ته پاچاهي ویله.

زما ښه یاد شي په هماغه وخت کې یې روسانو او د جنوب پنجابیانو ته په خپله خاصه اصلاح د پاچاهۍ دښمنان ویل.

ده یوې خواته د غجرو خطاب کاوه او دا بله خوایې مغل بلل، چې آن له وختوو، وختو راهیسې د افغانستان پاچاهۍ دښمنان دي.

ایرانیان یې هم د غجرو زامن بلل او د پاچاهۍ حفاظت یې د ناموس حفاظت باله. د ناموس لپاره یې ساده تعریف درلود.

زه د څلورم صنف متعلم وم، چې یوه ورځ له مکتبه راتلم مخامد کاکا شنډه توت ته ډډه وهلې وه او د مکتب د سبقو پوښتنه یې رانه کوله.

ما ورته د تاریخ او جغرافیې تعریف هماغسې چې یاد کړی مې وو لکه طوطي غوندې تکرار کړ، پر سر یې لاس راتېر کړ او بیا یې راته وویل، د ناموس تاریف یې درښودلی دی؟

زه وازه خوله ورته ودرېدم او کاکا په خاصه مهربانه لهجه راته وویل، بچکه ناموس دغه کاریز ته وایي، ناموس دغې خاورې ته وایي، ناموس دغه دېوال ته وایي او ناموس هغه شنه چنار ته وایي. دا ټول وطن ناموس دی، څوک چې وطن نه لري هغه بې ناموسه وي.

پاچاهي په همدې وطن جوړه ده او پاچاهي په دې ډول ساتل کېږي، چې څوک د پاچاهۍ ولیان او متولیان له ځانه خفه کړي.

د غازي صاحب جان خان تره کي کیسه یې راته وکړه. ویل یې، بچو د هندوستان لخوا یې غازي صاحب جان ته شنې روپۍ راوړې، دوه جواله به وې او غازي ته یې وویل، چې د مقر او قره باغ له لارې کابل ته لاره راکړه، چې پردی لښکر پرې تېر شي. غازي صاحب جان خان پر دواړو جوالونو چې له شنو روپو ډک وو متیازې وکړې او د پردي لښکر مخه یې ونیوله. د پاچاهۍ متولیانو د غازیانو صداقت ولیدو او پردي لښکرونه تارو مار شول. پخوا یې فلزي سکو ته شنې روپۍ ویلې، چې له نقرې او سپینو زرو به جوړې وې.

ډېره موده د متولیانو په معنی نه پوهېدم، کله به مې ویل، چې دا به خدای ته ورنږدې ډېر پرهیزګاره کسان وي، چې موږ ګناګاران به یې نه شو لیدلای.

د متولیانو په باره کې زما تلوسه ورځ په ورځ زیاتېدله ځکه د مخامد کاکا په وینا متولیان د پاچاهۍ څوکیداران وو او دا څوکیدران خو واړه او کمک�� کسان نه وو.

د وړکتوب یوه بله خاطره مې هم په همدې متولیانو پورې تړلې ده. زما کشر تره او د کلي شپږ تنه نور ځوانان عسکرۍ ته روان وو، خلکو ویل چې پچه یې ختلې ده او باید چې د پاچاهۍ خدمت ته ولاړ شي.

غرمه جلبیانو خپلې بسترې ت‍‍‍‍ړلې وې او د جومات په مخ کې زیات کسان سره راټول شوي وو. ټولو کلیوالو د جلبیانو د رخصتۍ په وخت کې هغوی ته یوه خاصه دوعا کوله. ملا کاکا د رخصتۍ په وخت کې دوعا وکړه: رب العالمین دې تاسې د خپلې پاچاهۍ په خدمت کې کامیابه کړي، د پاچاهۍ خدمت غزا ده. د اسلام د خاورې خدمت عین غزا ده.

په همدې وخت کې مخامد کاکا پر خپله زیړه لکړه تکیه ولګوه او جلبیانو ته یې وویل، کله چې د وطن د خدمت کمربند تر ملاتړئ، نو اول به اودس وکړئ تر اودس وروسته به دوه رکعته نفل لمونځ وکړئ، چې له لمانځه خلاص شوئ، نو بیا بیا به د عسکرۍ کمربند تر ملا وتړئ او خدای ته به دوعا وکړئ، چې خدایه ددې وطن په ساتنه کې مې مه شرموه، خدایه د پاچاهۍ د حفاظت متولیان راڅخه راضي وساتې.

د روسانو د هجوم اول کال وو له کوټې څخه په پټه کلي ته راغلی وم، د مخامد کاکا آخري وه، پوښتنې ته یې ورغلم.

ویل یې، د پاچاهۍ متولیان خفه شوي دي، ما ورته کړه، چې بابا دا متولیان څوک دي؟ هغه په بنده ژبه راته وویل:

متولیان هغه اخلاق وو، چې ستاسو پلرونو دا خاوره پرې ساتلې وه. زه فکر کوم چې په رښتیا هم د وطن پالنې اخلاق هغه ستر محافظین وو، چې دا خاوره یې په پېړیو پېړیو د پردو له منګلو ساتلې وه، خو اوس داسې څوک شته چې وطن ته د ناموس په سترګه وګوري؟ اوس داسې څوک شته چې یوه خوشحال خاني ته چیغه پورته کړي؟

که اوګره د بټو شته په شلومبو سپینه

د مغلو پلاو پاتو ښه پرې ډک یم

لکه باز په لوی لوی ښکار زما نظر دی

نه چې ګرزي ګونګټ نشي بادخورک یم

8 COMMENTS

  1. قانع صیب دا ډيره ښه لیکنه وه خدای شته چې ډېر ښه خوند او احساس يې راکړ،په قلم او ګوتومو برکت شه

  2. سلام
    څه موده مخکې په کومه ويب پاڼه کې ما ولوستل چې ولس مشر ځينو د هېواد د ننه ليکوا لان حضور ته د جايزې لپاره منلي وه او داسې ښکاريده چه ځينو کسانو ته ېې د ليکوالي جايزې هم ورکړې. زه نه پوهيږم چې تا په دې غونډه کې برخه اخيستې وه او که نه يوه پوښتنه بله پوښتنه داده چې ته د خپلو ټولو ليکونو لست يا مجموعه لرې او که نه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ستا د ليکنو په ارزښت پوهېږي او که نه؟ په تيره بيا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير باري جهاني چيرې دى؟ ستا په ټولو ليکنو کې زموږ د پښتونولۍ روح پروت دى که په چا ښه لګيږي او که بد . څوک ورباندې پوهيږي او که نه؟ خو ستا په ليکنه کې ډيرې ماناوې شته. د ټولنې اسرار، فرهنګي سياست، ،پښتني وقار،شجاعت، ديانت، توره او نارينتوب ورسره ملګري دى شک نشته چې ټولنه به تاپېژني او ستا ليکنې به په ټولو فرهنګي برخو او ميډ يا کې بايد انعکاس ومومي
    موږ په هغو احسا ساتو څه وکړو چې يوازې ګواښ دى، لاپې دى او تبليغات چې نه له ټولنې سره تړاو لري او نه له فرهنګ سره رښتيا! تا دناموس خبره کړې ده ناموس د پښتنو په قاموس کې کومو شيانو ته چې تا ګوته نيولې ده او له هغه څخه د پاسه هويت، برم، عزت، پوهه،رسالت ،امن، ايمان او مسوليت دى.تاسې وګوري چې چا د پښتنو د فرهنګ وژنې لپاره پښې را لوځې کړي دي دا مثلث ږيري او ګوټکان خو چا نه پېژندل چې د هر پروګرام په سر کې د کارپوه اوسياست پوه په نو پوزې او چڼې را ښکاره کوي.
    سېلاب واېې چې دا څومره تيارې دي، ځومره توره ورېځ ده په دې ټکنده غرمه کې دومره تياره ته به واېې چې د تروږمۍ ماښام دى!!!!! خو ولسه بيدار اوسي

  3. قانع ګله، سلامونه
    الله تعالی دی قلم تل پیاوړی لره
    د روسانو له جنایاتو، دلنډغرو ټوپکمارو دناغړیو، خودسریو او ورانیو، دطالبانو له وحشته تر اوسنی فساده، بداخلاقی او بی بندباری پوری دټولو بدمرغیو په اړه می ستاسی په زړه پوری لیکنی لوستی، هریوه یی واقعا چی په خپل خپل ځای کی دټولنی اصلاح لپاره ګټوری وی ، خو باور وکړی ستا ددی لیکنی دلوستو سره می بی واره له سترګو اوښکی راغلی، هسی می ستونی غریو نیولی غوندی شو، نه پوهیږم چی له هیواده می لیری والی زړه نازکه کړی اوکه ستا په دی لیکنه کی درد ډیر و، خو دعاکوو چی څښتن تعالی دی زموږ پر اولس ورحمیږی
    بابری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب