شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبهنرونه او تخليقونه | سپين روان نورزی

هنرونه او تخليقونه | سپين روان نورزی

دا دستور دی چې زګيروی له درده خيږي

ګني څه و د رحمان او شاعرۍ

د رحمان بابا د همدې شعر په استناد د هنر او ادب ځينې تيوريسنان په دې نظر دي چې کله زړه درد وکړي، هنر پنځيږي، خو دا هنر کله د شعر په قالب کې، کله د کيسې په قالب کې، کله د مجسمې په قالب کې، کله د انځور، کله د تياتر، کله د نڅا او کله په نورو بڼو خپل حضور اعلانوي.

دا اړينه نه ده چې اثر د هنر په کومه څانګه کې پنځېدلی دی، اساسي خبره دا ده چې هنرمند خپل درد ته په کې انعکاس ور کړی وي، کله چې يوه پنځونه د هنرمند د درد انځورونکي شي، هغه هنر دی او د خلکو په منځ کې ځای پيدا کوي.

خو داسې هم نه ده چې هر سړی دې د خپل درد په اساس هنر ترسيم کړي، کله کله د نورو دردونه او انعکاسات انسان داسې اغېږمنوي چې له هنره يې هنر زيږيږي.

که موږ لومړی پنځونه د درد تخليق وبولو نو دويمه هنري فنپاره يې د هنر تخليق بللی شو، دلته ده چې هنر د هنر مور ګرځي او نور هنرونه د همدې هنر په محور څرخي او ځليږي، خو لازمه نه ده چې زيږيدلي هنرونه دې د اصلي هنر له کورنۍ وي.

په همدې دليل ويلی شو چې کله کله کيسې انځورونه زيږوي او کله کله انځورونه کيسې زيږوي.

په هنري چاپيريال کې دا ضروري نه ده چې هر انسان دې د هنرمند کېدو لپاره لومړۍ مينه وکړي او بيا دې په مينه کې ناکام شي، يا دې خدای ج اولاد ورکړي او بيا دې ترې واخلي، يا دې په ژوند کې يو ځل مالداره شي بيا دې په ځمکه وغورځي او سوالګر دې ترې جوړ شي، يا دې د صوفيانو په حلقو کې تر هغې تسبيهات ووايي ترڅو يې زړه ته د اشراق شغلې ورسيږي او يا دې په ميخانو کې تر هغې ورک وي ترڅو چې يې له خولې مستانه سندرې او له ګوتو مستانه موسيقي په وتو شي، يادې داسې يوه تابلو تخليق کړي چې نړيوال شهرت ته ورسيږي. اړينه خبره دا ده چې د هنري اثر په روح کې هنر درک کړي، د ګبينو د ميچۍ په څېر شيره ترې واخلي او ګبين توليد کړي.

ځينې هنرمندان په ډېر احسن ډول يوه کيسه په انځور کې وړاندې کړي، او داسې يې ترسيم کړي چې له اورېدلو يې ليدل سلګونه ځلې خوندور او اغېزناک وي، خو بيا ځينې هنرمندان د يوه انځور داسې کيسه وليکي چې د انځور له ليدلو، سل ځلې کيسه خوندوره او اغېزناکه وي. ماته په دې خبره پسې د صفيه حليم د ( نيګړي انځور) کتاب راياد شو؛ د نيګړي انځور کتاب په پښتۍ د يوې ميرمنې نيګړی انځور کښل شوی دی چې عادي ښکاري، خو کله مې چې په کتاب کې د اغلې صفيه حليم په قلم د ( نيګړي انځور) ليکل شوې کيسه ولوسته داسې ترې اغېزمن شوم، چې هغه نيګړی انځور به مې ټول عمر له ياده ونه وځي.

په همدې اساس ويلی شو چې هنرمند عادي واقعې په داسې شکل وړاندې کوي چې هغه د عامو انسانانو په زړونو او ذهنونو کې تلپاتې انځور ګرځي، دا مهمه نه ده چې موضوع په کوم قالب کې وړاندې شوې ده، مهمه دا ده چې واقعه هنري کړي او د خلکو زړونو ته يې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب