جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههلمند کې هغه کس ونیول شو چې، خپله مېرمن یې "څاه" ته...

هلمند کې هغه کس ونیول شو چې، خپله مېرمن یې “څاه” ته غورځولې وه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسؤلان وايي، هغه کس یې نیولی چې، خپله مېرمن یې په خپل کور کې څاه ته اچولې وه.

د یادې قومندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر رسنیو ته ویلي چې، دغه پېښه د هلمند د باغران ولسوالۍ په اندر چاغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې، نیول شوی کس له رواني پلوه ستونزې لري او وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

مهاجر وايي، یاده ښځه یې بیرته له څاه راویستې او د هغې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودلی دی.

هغه د یادي پېښي لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی دی.

د طالبانو د یادي قومندانۍ د مسؤلانو په وینا، دغه کس د یاد کار تر کولو وروسته دوی ته خبر ورکړی و چې، مېرمن یې تښتېدلې؛ خو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا د ده په کور کې په یوه څاه کې وموندل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب