تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (O.C.H.A) وايي، د افغانستان له پاره په راتلونکي ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې ۱،۷۲ ملیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي، په دغه مرسته به په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته بېړنۍ روغتیايي او بشري مرستې برابرې کړي.
په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، که څه هم په یاد کال کې به ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ خو دغه اداره وایي چې دوی له ۱۷،۵ میلیونه کسانو سره په پوهنه، روغتیا، د خوړو او کرنې، پاکو اوبو رسولو او نورو برخو کې د مرستو پلان لري.
اوچا داسې مهال د دغو مرستو غوښتنه کړې چې، د نړیوالو ادارو د ارقامو له مخې افغانستان کې د بېکارۍ د کچې د زیاتوالي له امله د بېوزلۍ او اړمنو شمېر په زیاتېدو دی.