جمعه, جنوري 23, 2026
Homeخبرونهمسوولان: د ترمذ ـ حیرتان لاره بیرته پرانیستل شوه

مسوولان: د ترمذ ـ حیرتان لاره بیرته پرانیستل شوه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګوني خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترمذ ـ حیرتان سوداګریزه لاره یې بیرته د تګ راتګ پر مخ پرانستې ده.

یادي خونې پرون (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی.

سرچینې ویلي چې، دغه لاره یې د مسافرو او ټرانزیټ پر مخ د پاسپورټ او وېزه لرونکو کسانو له پاره خلاصه کړې ده.

ازبکستاني چارواکي وايي، په دې سره به د افغانستان او ازبکستان سوداګري نوره هم زیاته شي او تمه ده چې، په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو سوداګري ۲،۵ ملیارډ ډالرو ته لوړه شي.

دغه بندر په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د یاد هیواد له خوا تړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

یوه سهارنۍ له استاد بختاني، پسرلي او اشرف غني سره داستاد شپون او جهاني پل تود و، استاد عبدالله بختانی او د غزل ستوری محمد...