تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخند، نن (چهارشنبه) له غرمې مخکې په ګلخانۍ ماڼۍ کې د قطر د نوي سفیر، مردف بن علي القاشوطي باورلیک ومانه.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي، په دې مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم ګډون درلود.
د قطر نوي سفیر و ویل، د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې کوي.
رئیس الوزراء هیله څرګنده کړې چې د قطر نوي سفیر معرفي کېدل به د دواړو هېوادونو د موجوده ډپيلوماټیکو اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.