جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد طنز ليکلو تخنيکونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

د طنز ليکلو تخنيکونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

دوهمه برخه

۵: آيروني (Irony)

آيروني هغه طنز ته ويل کې چې د کنايې صنعت پکې کارول شوی وي. آيروني د طنز ليکلو لپاره تر ټولو غوره، موثر  او  ګټور تخنيک دی.  مشهور امريکايي ليکوال (چارلزبرسلر)  وايي چې  آيروني د کلماتو داسې استعمال ته وايي چې په ښکاره يو مطلب ورڅخه څرګندېږي، خو په واقعيت کې د دې کلماتو برعکس مطلب ورڅخه مراد وي. د آيروني اساسي ځانګړتيا د ظاهر او باطن تر منځ تضاد دی. په دې تخنيک کې يو کرکټر په خوله يو څه وايي، خو واقعيت هغه دی چې دی يې نه وايي. (۱)

(افغانستان ته د نوبل جايزه ورکول کېږي) طنز هم د آيروني تخنيک له مخې ليکل شوی دی.

ولسمشر  يو کميسيون ته وظیفه  سپارلې وي چې له فقر او بېوزلۍ سره د مبارزې کولو لپاره پلان جوړ کړي. د دې طنز يوه برخه داسې ده: ((د کميسيون مشر  د غونډې پر مهال لکه مار ته چې شپېلۍ ووهې غاړه اوږده کړه او ويې ويل : که

په افغانستان کې غريبي نه وای، نو غربت به هم نه وای.  زما په فکر ترڅو چې مو په افغانستان کې غريبي نه وي ختم کړي، غربت به هيڅکله ختم نه شي. له دې خبرې سره سم د کميسيون ټولو غړو د تائيد په ډول چکچکې وکړې.

د دفاع وزارت استازې د خپلې نيکټايي غوټه ټينګه کړه او ويې ويل : دا خو واقعاً ډېر ښه نظر دی، خو ايا امريکا به په دې کار کې زموږ ملاتړ وکړي؟ دکميسيون مشر په خندا اوږې پورته واچولې  او ويې ويل : ته هم عجيبه خبري کوې؟ امريکايان خپله هره ورځ پر غريبو خلکو بمبارۍ کوي او بل نو دا د غربت ختمولو لپاره  تر ټولو اسانه او ارزانه لار ده.  موږ وليدل چي کله موږ له شېرپور څخه غريب خلک وشړل، نو هلته غربت هم ختم شو. که موږ  له هغوی سره مرستې کولای، نو ملينونو ډالرو ته اړتيا وه، خو اوس يوازې يوه بلډوزر دا  اړتيا پوره کړه. له غربت سره د مبارزې کولو پلان اساسي ټکی دا دی چې  ټول وزارتونه مکلف دي چې بېوزله خلک وځپي، کله چې بېوزلان ختم شول، غربت خپله ختم دی. د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت استازي يو وار د کميسيون مشر  ته وکتل او بيا يې په ډډ اواز  وويل:  رئيس صاحب ډېر ښه وړانديز مو وکړ.  تاسي ګورئ نړيوالې ټولنې له دې دومره ډېرو مرستو سره سره  په افغانستان کي غربت ختم نه کړ، خو که موږ  په خپلو لږو امکاناتو دا  کار وکړ، زه باورلرم چې د سږکال د نوبل جايزه به خامخا افغانستان ته ورکړل شي)).(۲)

۶: تشبيه:

تشبيه عربي کلمه ده چې په لغت کې ورته والي ته وايي، خو د ادبي اصطلاح له مخې په يوه مانا کې د دوو شيانو ګډون تشبيه بلل کېږي. د تشبيه غرض يا هدف د مشبه تعريف، د حال بيان، ستايل او بديو  ښکاره کول دي، خو په طنزي تشبيه کې هدف يوازې د مشبه بدوالی او مسخره کول وي. د تشبيه په تخنيک کې مبالغه راځي،  مشبه له خپل تناسب څخه وزي او د خندا وړ ګرځي.(۳)

کله چې په طنز کې د يو منفي کرکټر ذهن، جسم او اجتماعي موقف له يو بد شي سره تشبيه شي، نو د خلکو سترګو ته هغه بد شی درېږي، له يوې خوا خندا ورځي او له بلې خوا يې منفي کرکټر په نظر کې سپک ايسي او قهر يې ورته راځي. د طنزي تشبيهاتو څو بېلګې ((د نصرو لالا واده)) نومي طنز کې موندلای شو:

نصرو لالا چې به پر لاره روان و، نو  لکه کباړ بايسکل ټولو پرزو يې کړپی او غړنجی کاوه. د زنګنو  تکليف يې هم درلود، لکه غورازه موټر بې له ټېله کولو نه چالانېده.  عمر يې تر اويا کالو اوښتی و، خو دا چې د تارياکو په پيسو مست و، نو  په ودونو نه مړېده او دا يې څلورم واده و.  که څه هم درې نورې ښځې يې ژوندۍ او جوړې وې، خو نصرو لالا لکه پوډري په ډېرو ودونو روږدي شوی و.

 کله چې د آئينه مصحف  وخت راغی، نو  ښځو نارې کړې چې  هلک راولئ. نصرو لالا لکه زعفران له شرمه تک ژیړ واوښت، پر يوه او بل انډي شو، لکه موټر چې ګېر ته نه لوېږي، خر خر او غور غور يې پورته شو،  خو بيا هم نه شوای ولاړېدای. په دې وخت کې يې  ځوان زوی راغی او هغه يې په غېږ کې د ناوي خوني ته بوت. په لاره کې يې پښې لکه د الوتکې ټايرونه چې نه ايله کېږي هماغسي ټولې پاته وې.

نصرو لالا د شپاړس کلنې ناوي څنګ ته پر تخت ناست و.  پر  ژيړبخونه  ږيره يې شنه نسوار داسې ځلېدل لکه د رسامۍ چټل نويسه کتابچه. لکه د پرتوګاښ لرګی داسې  ډنګر و،  د اس غوندې اوږد  اوربوز يې د ناوې خوا ته ورکوږ کړی و. اوږده غوږونه يې داسې ښکارېدل لکه د رکشې دوې دروازې چې خلاصي پاته وي.  د ناوي څنګه ته داسې ښکارېده لکه توره پيشي چې په سپينه نکلي پياله کې شيدې څټي.

نصرو لالا سګرېټی هم واهه، کله چې به يې خبرې کولې، نو د مستريانو خبره رينګ يې اواز کاوه  او سږو يې هم ښه په درز  کې شپېلۍ وهله.  آئينه مصحف لا نه و پيل شوی چې زوم  ټوخي شين کړ.  ټوخی يې وار په وار پسې ډېرېده.  له ټوخي سره به يې سر، اوږې او زنګنونه داسې په منظم ډول ښورېدل لکه ټرکټر چې چالان پاته وي او ميټکاټونه، ګېرونه او سټرينګ يې ښوري. د آئينه مصحف نندارچيانو، په تېره بيا خسرګنۍ ته دا اندېښنه ورولوېده چې داسي نه وي خدای مه کړه زوم له ټوخي سره  يو ځای له بلې خوا هم وټوخي او پزه مو راپرې کړي.

سهار ملا اذان د نصرو لالا مشرې مږور  د ناوي د خونې ور وټکاوه. د خونې له دننه څخه يوازې د نصرو لالا غړومبی اورېدل کېده.  د خونې ور له  ټکېدو سره سمدلاسه خلاص شو. د ناوي تر خوله د ځګونو نرۍ برېښنده ليکه د زرين بالښت  خوا ته تللې  او  په ګرېوان کې يې  په نسوارو لړلو پلاستيکي غاښونو يوه زامه نښتې وه.  نصرو لالا لکه مست اوښ تر خوله ځګان بادول، په دې ځګونو کې يو و نيم زرين خالونه هم برېښېدل، تور او پنډ شونډان يې وښورول او د مږکانو ضد دوا خالي قطۍ ته يې اشاره وکړه: ورته وګوره! دې بدمرغې ځان خپله وواژه. خپل شل منه تارياک مې ارمان دي چې په ولور کې مي ورکړل.(۴)

۷: مبالغه (Exaggeration) :

مبالغه د ټولو ملتونو په ادبياتو کې ليدل کېږي.  د دې صنعت لمن دومره لويه ده چې پر ادبياتو سربېره په مجسمه جوړونه، نقاشۍ او سينما کې هم کار ځنې اخيستل کېږي. کله چې يو شاعر يا ليکوال د يوه شي ښه والی يا بدوالی داسې حد ته ورسوي چې پېښېدل يې سخت، نادر يا ناممکن وي، مبالغه بلل کېږي. مبالغه پر درې ډوله ده لکه تبليغ، اغراق او غلو.  په تبليغ کې د يوه شي تصديق يا تکذيب په داسې ډول کېږي چې تر اوسه پېښ شوی نه وي، خو د عقل او عادت له مخې امکان لري. په اغراق کې بيا د يو شي ستاينه يا غندل په دومره شدت سره شوې وي چې د عادت له مخې امکان نه لري، خو عقل يې مني. غلو بيادې ته وايي  چې د يوه شي ستايل او غندل نه عقل مني او نه د عادت له مخې امکان لري.

څرنګه چې په طنز کې خلاف العاده انځور اساسي رکن دی، نو د مبالغې صنعت د دې کار لپاره خورا موثر او ګټور تخنيک بلل کېږي. په طنز کې مبالغه پر تبليغ، اغراق او غلو سربېره دوه نور ډولونه هم لري. دا ډولونه له دې دريو ډولونو سره تړاو لري چې يو لوی کول او بل کوچني کول دي. د دې تخنيک له مخې د ټولنې کوچني مسايل يا کوچني کرکټرونه خورا لوی ښودل کېږي او د ټولنې پام ورته رااړوي. طنز ليکوال له خپل قلم څخه ذره بين جوړوي او لوستونکو ته يوه کوچنۍ سپږه د فيل غوندې غټه ور ښيي. دغه ډول يو لوی زورواکی او شتمن سړی  خوار او سپک ښيي. دا  کار له  څو لارو کېدای شي. يو دا چې په الفاظو کې په نيم يا سپک نوم ياد يادشي، لکه وزيرګی، پاچاګوټی، والي ګی، چټل خان، ملک وشمه او داسې نور نومونه او  يا دا چې له  لويو حيوانانو سره يې تشبيه او په دې ډول هغوی سپک معرفی کړو. بله لار يې دا ده چې هغوی ته ځينې سپک اصطلاحات منسوب  کړو لکه  د کاغذه دېب، فيل دی په خولفه تړلی دی او داسې نور.  بله لار يې دا ه چې هغوی په خپل عملي موقف او ژوند کې ناکام،  کوچني او سپک وښيو.  (۵)

افغان طنز ليکوال ښاغلی حميد مفيد چې په المان  کې اوسېږي او په دري ژبه طنزونه ليکي، له دې تخنيک څخه خورا په ماهرانه ډول کار اخلي. د بېلګې په ډول به د نوموړي له  (ادم اوپن) اثر څخه يو طنز راواخلو: (( د المان د هامبورګ ښار په يوه مجلل هوټل کې پرتمينه او شانداره غونډه روانه ده. د هامبورګ ښاروال خورا په قاف او لام  او فاتحانه انداز خبرې کوي. په غونډه کې د ماسکو، رياض، نيويارک او نورو لويو ښارونو  ښاروالان مېلمانه دي. دوی د  چاپېريال ساتنې او خپلو ښارونو د پاک ساتلو په اړه بحث کوي.

په دې وخت کې د (يوهانس مولر) په نوم  يو اروپايي چې په واټونو کې يې عامه  تشناب نه و موندلی، د تالار  برنډې ته راغی او داسې فکر يې کاوه چې دا تشناب دی. له خپل جېب څخه يې کاغذي دسمال راوايست، پزه يې په پاکه کړه او بيا يې دسمال لاندې واچاوه. تر دې وروسته يې په ارامه د پتلانه ځنځیر پرانيست او پر اودس مات کښېناست. د ښيښې شاته د مسکو ښاروال لومړی سړی و چې دا صحنه يې وليده او په زوره زوره يې وخندل. تر دې وروسته د رياض ښاروال پوخ وهل او په زوره خندا يې شروع کړه. وروسته د ټولو ورپام شو او په ګډه يې خندا پيل کړل. د هامبورګ ښاروال له شرمه تک سور شو،  د غونډې برخه والو ته يې وکتل، ويې ليدل چې ټول دباندې ګوري او ده ته يې پام نشته. وينا يې پرېښوده او پر خپل ځای کښېناست.(يوهانس مولر) چې پر کومه لار راغلی و، بيرته پر هماغه لار ولاړ، بس يوازې د ښارونو د پاک ساتلو په خاطر يې د هدفمندو انسانانو د روزنې په نړيوال کنفرانس کې بولي وکړې. (۶)

۸: د ستاينې په بڼه غندنه ( الذم بما يشبه المدح) :

په دې ادبي صنعت کې یو شاعر يا ليکوال  په خپل کلام کې د يوه شي غندنه په داسې ډول کوي چې په ښکاره ستاينه، خو په حقيقت کې غندنه وي. لکه خوشال بابا چې وايي:

عادل پاچا پيدا شو

اورنګ شاه د دين غمخور

خپل پلار تړي په عدل

په فتوا وژني خپل ورور.  (۷)

موږ په پښتو ژبه کې د دې تخنيک پر بنسټ جوړ شوي ډېر داسې اصطلاحات ، محاورې، متلونه او کنايې لرو.  مثلا يوه اصطلاح لرو چې وايي: په پک چې ریشخند وهې، نو ورته ووايه چې څڼېوره. کېدای شي داسې بېلګه هم ولرو: د ښار په يوه ګڼه ګوڼه ځای کې درنه چاودنه شوې او سلګونو ملکي خلکو ته يې تلفات اړولي دي. ولسمشر  د وژل شويو خلکو خپلوان ارګ ته د فاتحې او تسليت لپاره وربللي دي. په وربلل شويو خلکو کې يو سپين ږيری د نورو په استازيتوب ولاړېږي او داسې وايي: ((جناب ولسمشره!  قربان مو شم، تاسې ډېر مهربانه ياست. زموږ لپاره مو شپه او ورځ پر ځان يوه کړې او ملت ته خدمت کوئ، په تېره بيا په امنيتي برخه کې ستاسې خدمتونه له هيچا هم پټ نه دي. له کومې ورځې چې تاسې ارګ ته تشريف راوړی، په ټول افغانستان کې يو ملکی سړی هم نه دی وژل شوی. تاسې د سولې اتل ياست، خدای مو سيوری زموږ له سر څخه مه ليري کوه، عمرمو ډېر شه، خدای مو تخت او بخت برقرار   لره)).

۹: انطاق او تجنيس:

تشخيص په لغت کې پېژندلو او انتطاق نطق او خبرو کولو ته وايي، خو په ادبي اصطلاح هغه صنعت دی چې يو بې سا شي ته سا ورکړل شي او بيا د هغه په ژبه خبرې ورسره وشي  يا بې سا شيان تر خپل منځ خبرې وکړي او انسان ورباندې پوه شي. (۸) دا صنعت په طنز کې تخيل پيدا کوي، يو شی له خپل تناسب او طبيعي حالت څخه باسي او په نتيجه کې د خندا لامل ګرځي. د بېلګې لپاره به د ښاغلي کاتب پاڅون (برخليک) نومي طنز راواخلو:

وړوکي وري له خپلې مور ياني مېږې څخه وپوښتل:  مورجاني! زما لالا چېري بيايي؟ مېږې چې دا ډول پېښې ډېرې ليدلي وې، په نيولي غږ وويل: وايي چې د کوز  او بر کلي د خانانو تر منځ جوړه کېږي او غواړي چې نور  د دوی تر منځ ويني و نه بهېږي، ستا لالا يې هم د جوړې لپاره بوت. وري د شنې جلګې له پاسه د خوښۍ په ډول څو ټوپونه ووهل او بيا يې مور ته مخ ورواړاوه: دا زما لالا څومره مهم دی چې د خانانو تر منځ جوړه کوي. د مېږې په سترګو کې رڼې اوښکې ډنډ شوې، خو نه يې غوښتل چې اوښکې يې وری وويني، په اندېښمن غږ يې وويل: هوکې بچيه!  ستا لالا ډېر مهم دی. که د انسانانو تر منځ بدۍ او تربګنۍ  همداسي رواني وي، نو يو وخت به ته هم د خپل لالا په شان مهم شې او د دوی تر منځ به جوړې کوې. څو شېبې وروسته وري د کلا په مخکې وليدل چې لالا يې په وينو کې لژند پروت او ترپکي وهي، څو ګامه ها خوا څو تنو د پخلاينې په ډول په غېږو کې سره نيولي دي. (۹)

۱۰:  طباق الاضداد يا تناقض(Incongruity) :

طباق په لغت کې يو ځای کولو او اضداد د ضد جمع ده، خو په ادبي اصطلاح کې هغه صنعت ته ويل کېږي چې يو شاعر يا ليکوال په خپل کلام کې دوې مخالفې يا متضادې ماناوي راوړي وي. دا تخنيک په طنز کې ډېر بريالی او د خندا لامل ګرځي. موږ وويل  چې کله انسان له داسې حالت سره مخ شي چې له تناسب څخه وتلی او خلاف العاده ښکاره شي، نو خندا ورځي، لکه د خبرو او عمل تر منځ تناقض، د صفت او موصوف تر منځ تناقض، د لفظ او مانا تر منځ تناقض، د موظف او وظيفې تر منځ تناقض او داسې نور. مثلا معمولا روغتون د روغتيا او شفا ځای دی. په روغتون کې اکثريت ناروغان تداوي او جوړېږي، خو که  موږ له رسنيو څخه داسې خبر واورو چې له فلاني روغتون څخه د لومړي ځل لپاره دوه ناروغان روغ ووتل، د خندا وړ خبره ده. په دې اړه د آغلي ملالۍ بشير يوه لنډه کيسه راواخلو چې (غلبېل او کوزه) نومېږي. د دې کيسې نوم هم جالب او د اضدادو د تخنيک ښه مثال دی. په کندهار کې اصطلاح ده چې وايي: غلبېل کوزې ته ويل سورۍ. هدف يې دا وي چې غلبېل خپله سوری سوری و، خو کوزې ته يې پېغور ورکاوه چې ته سورۍ يې. په دې کيسه کې هم يوه بوډۍ خپله چيلم څکوي، خو د نورو سګرېټ څکول لويه ګناه ورته ښکاري. کيسه په دې ډول ده:

((پر اوار ټغر ناستې بوډۍ د خټو دېوال ته شا ولګوله او  مخامخ ولاړ ځوان له پوښتنو ډکو سترګو ته يې وکتل: وۍ زويه مور يې داسې ښځه وه چې خدای دې ځنې ساته! د داسي مور به څه لور وي.

ځوان: ولې مورې؟ په مور يې څه شوي و؟ ښه خلک نه و؟ ژر  راته ووايه څنګه خلک و؟

بوډۍ:  زويه څه درته ووايم؟ که رښتيا راباندې وايې زما خو يې مور خوښه نه شوه.

ځوان:  ښه مور يې څه کوې، زه خو يې له مور سره واده نه کوم، لور يې څنګه وه؟

بوډۍ: هی زما ساده زويه!  د دې مور به څه لور وي. هر څومره چې ښه شي بيا هم د هغې مور لور به وي. پوهېږې چې مور يې څه کول؟ سګرېټ يې څکول، سګرېټ!بوډۍ په دواړو غوږو نيولو سره د لاسو چليپا جوړه کړه او بيا يې لمسۍ ته ورغږ کړه: لورکۍ هغه چيلم مې را سم کړه چې سر مې چوي، بيا يې له ځان سره وويل: توبه خدايه توبه! (۱۰)

۱۱: بدلون (Distortion)

په دې تخنيک کې د يوې کلمې يا عبارت شکل يا مانا ته د خندولو يا مسخره کولو لپاره بدلون ورکول کېږي. دا ډول بدلون پر درې ډوله دی لکه د الفاظو، مانا او ګرامر  بدلون.

الف: لفظي بدلون: په دې ډول بدلون کې د يوې کلمې، جملې يا پاراګراف  الفاظو ته بدلون ورکول کېږي. لکه اجماع په جماع، تحصيل په تعطيل، انتخابات په انتصابات، هنرمند په هنربند او صحت عامه په صحت خامه اړول. د دې ډول بدلون يوه غوره بېلګه به د درې ناپوهانو (Three  Idiot) نومي هندي فيلم څخه را واخلو. په دې فيلم کې  د محصلينو د فراغت د غونډې لپاره چمتووالی نيول کېږي. غونډه خورا پرتمينه په پام کې نيول شوې چې د هندوستان لومړی  وزير او نور لوړپوړې دولتي چارواکي هم ورته رابلل شوي وي. د پوهنتون د ادارې له خوا پرېکړه کېږي چې د محصلينو په استازيتوب به د دې پوهنتون يو بهرنی محصل (چيتور)  خبرې کوي. دکتابتون مسئول د چيتور لپاره بيانيه په هندي ژبه ليکي، خو ليکدود يې لاتين وي. څرنګه چې چيتور په هندي ژبه نه پوهېږي، نو پرېکړه کېږي چې بيانيه به  ټکي په ټکي يادوي او په غونډه کې به يې هم له ياده وايي. مخکې تر دې چې چيتور  ليکل شوې بيانيه ترلاسه او ياد يې کړي، د (رنچوړ) په نوم يو ډېر شوخ او ټوکي محصل په غلا او چل ول د چيتور کمپيوټر خلاصوي او په بيانيه کې د (چمتکار) کلمه په (بلتکار) اړوي. چمتکار  په هندي ژبه کې ابتکار يا کارنامه او بلتکار  جنسي تېري ته وايي. دا فيلم په کندهار کې ( پلار پروډکشن  کمپنۍ) په پښتو دبله کړی او(کارنامه) کلمه يې په (عِماله) اړولې چې په دې ډول يې دا بيانيه نوره هم د خندا وړګرځولې ده. د بيانيې  پښتو متن په دې ډول دی:

(( درنو حاضرينو، ښاغلو او آغلو! جلالتمآب لومړی وزير  پري پټي صاحب، درنو استادانو او  محصلينو!  السلام عليکم

نن که  زموږ د پوهنتون نوم  د لمر په شان ځلېږي، نو وياړ  يې يوازې  د يوه سړي دی چې هغه زموږ  د پوهنتون رئيس ډاکټر ويروس دی. دی ډېر  زيارکښ او ستر  انسان  دی. له تېرو دېرشو کاله راهيسې په  دې پوهنتون کې پرله پسې عِماله کوي، هيله ده چې بيا به هم عِماله کولو ته دوام ورکړي. د دې پوهنتون محصلين خو بيخي حيران شوی دی چې يو سړی په خپل ژوند کې دومره عِماله څنګه کولای شي؟ ښاغلي  ډاکټر وايروس تر ډېرو تجربو وروسته ځان دې ځای ته رارسولی دی. د وخت قدر  پېژندل او  وخت په مناسب ډول  لګول خو بايد سړی له ده څخه زده کړي.

نن موږ  محصلين په پوهنتون کې يو، خو سبا به په هيواد کې او له هېواد څخه دباندې خپاره شو، زه باور لرم چې په هر هېواد کې اوسو، نو هلته به هم عِماله کوو او د دې پوهنتون نوم به نور هم ځلوو. نړۍ ته به ښيو چې د عِمالې کولو کوم ظرفيت چې د دې پوهنتون په محصلينو  کې شته، هغه د نړۍ په هيڅ ځای کې هم نشته.

جلالتمآب  لومړی وزير صاحب!

کور مو ودان چې زموږ پوهنتون ته مو عِماله ورکړې ده، موږ عِمالې ته  ډېره اړتيا درلوده. که څه هم عِماله له هر چا سره شته، خو زموږ رئيس صاحب يې بيخي په جېب کې ګرځوي او هيچا ته يې نه ورکوي. جلالتمآب لومړی وزير صاحب! زه فکر کوم چې اصلا دا عِماله تاسې ده ته په لاس ورکړې ده، تاسې يې وګورئ چې دی دا عِماله څنګه پر ځای کاروي)).

ب: معنوي بدلون: په دې بدلون  کې يوه کلمه يا عبارت د خپلې اصلي مانا پر ځای داسې مانا يا تفسير کېږي چې د خندا وړ ګرځي. د بېلګې په توګه به د ښاغلي کاتب پاڅون (ورکشاپ) نومي طنز راواخلو: ورکشاپ ترکيبي کلمه ده چې له (ورک) او (شاپ) څخه جوړه شوې ده. (ورک) د پښتو ژبې د ورک او لادرکه مانا لري  او (شاپ) په لاتينه ژبه کې دوکان يا هټۍ ته ويل کېږي، نو ويلای شو چې ورکشاپ هغه هټۍ ده چې سامان آلات او هر څه پکې ورک وي. که ورک هم نه وي، نو د ترميم لپاره مياشتې مياشتې انتظار باسي. ډېر ځله داسې هم پېښېږي چې د سامانونو پرزې پکې ورکې شي.(۱۱)

ج: ګرامري بدلون: په دې ډول کې د يوه لغت ريښې او  ګرامري جوړښت ته بدلون ورکول کېږي، مثلا يو لغت  يا جمله په مصنوعي ډول عربي، انګرېزي يا پښتو بلل کېږي لکه الکمپيوټر، الموټر،  السورناچيه، الربابيه، ډوډيته الماښاميه، الکبابت الشاميه او ضمناً بولانيه او شلومبيت الترويه او تر خوراک وروسته پړمخې پرېوتيه.

۱۲: نوم ايښودل:

په دې تخنيک کې پر يوه شخص، ادارې، کار  يا فکر باندې داسې نوم ايښودل چې د خندا يا ملنډو وړ وګرځي. لکه لوېشتکی، جګلاښو، ډارن، تورمخی، فيشنتون، د تعرض وزرات، کېبل شاهي، سوټه کراسي، ټوپکسالاري او داسې نور. دا ډول نومونه هغه وخت ډېر د خندا وړ ګرځي کله چې له شخصيت سره سمون و نه لري، لکه بې سواد ته ميرزاخان، ډارن ته دلاورخان، په ونه ټيټ ته چينارګل، بدرنګ ته ښايسته خان او بوډا ته زلمی وويل شي. دغه ډول ځينو انسانانو ته د سپکاوي په نيت د حيوان نوم کارول لکه خر، سپی، سرکوزی، چرګ، مېږی، ګيدړ، سورلنډی، چنګاښ، چونګښه، خزدکه او داسې نور.

۱۳: ناسمه املا:

ناسمه املا لفظي تخنيک بلل کېږي چې يو شمېر طنز ليکوال يې د لوستونکو د خندولو لپاره کاروي. د خندا لامل يې دا دی چې د وخت په تېرېدو سره د انسان ذهن او سترګې له ځانګړي او مشخص  ليکدود سره اشنا کېږي او د ليکدود په اړه خپل ذهن ته يو تصوير او تناسب سپاري، نو  کله چې يوه کلمه يا جمله له طبيعي جوړښت او تناسب څخه وتلې ښکاره شي، انسان ته خندا ورځي. د اوبو او برېښنا وزير ښاغلي ممتازالحق لنډ ژوند ليک د ناسم ليکدود يوه بېلګه ده.

د هوبو او برېخنا  وظیر شاه خلي مومطاض الهک لانډ زوندليق

شاه خلی مومطاض الهک د مرهون صراج الهک  ژوی په ۱۳۴۸ه ش قال فه قابل قې دې نرۍ طه سترګې غرولي دي. ابتداعيه طاليماط يې د حلمند ولايط مرکز لښقرګاه قې فيل او د بقلوريا د پراغط صند يې د امريقا د جرثي هيالت لارنسويل شاونزي چخه ترلاثه کړ. فه  ۲۰۰۱م قال قې يې د بالطيمور فوحنتون چخه فه هيداره او طجارط کې د ماصټرۍ  صند تر لاثه کړ.

شاه خلي مومطاض الهک سانوي او ليصانث ذده قړي فه فاکسطان کې په خسوسي ډهول طرثره قړي جي. نوموړي د ذده کړې فه بحير کې له زينو موصصاتو سره هم قار کاوه. دغه ډول د امريقا فه ټيقثاظ هيالت کې له يوې غير انتفاهي موصصې ثره د وقيل او نړيوالو روابتو کې د هولسمشر سلاحکار حم فاته شوی دی.

ماخذونه:

۱: کوکه، داګلاس کالين، آيروني  ۱۳۸۹ش کال، تهران  ۳۸ –  ۴۷ مخونه

۲: همت، عبدالنافع، سياسي عينکې، ۱۳۹۰ کال، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ۵۲ – ۵۷ مخونه

۳: بېنوا، عبدالروف، ادبي فنون، ۱۳۹۰، کندهار، علامه رشاد خپرندويه ټولنه،  ۴۲ – ۵۰ مخونه

۴: همت، عبدالنافع، د نصرو لالا واده، ناچاپ اثر

۵: باختري، منيژه، انګبين نيشخند و شرنګ نوشخند   ۱۳۸۸ ه ش، انتشارات سعيد، ۵۵ – ۵۸ مخونه

۶: مفيد، حميد، ادم اوپن، ۱۳۹۱، انتشارات تاک، ۱۵۹ مخ

۷: همکار، محمد ابراهيم، بديع فن او پښتو شاعري ۱۳۹۲ش کال، مومند خپرندويه ټولنه، ۱۵۰ مخ

۸: شېرزاد، محمد اقا، ادبي فنون، ۱۳۹۲ش کال   ۹۷ مخ

۹: پاڅون، کاتب، پندونه او خوندونه،۱۳۷۶ ه ش کال دانش خپرندويه ټولنه، پېښور    ۲ – ۴ مخونه

۱۰: بشير، ملالۍ، غلبېل او کوزه، تاند ويبپاڼه  http://www.archive.www.archive.taand.com/main/archives/42426

۱۱: پاڅون، کاتب، د بنجاره هټۍ، ۱۳۷۶ ه ش کال، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ۸ مخ

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب