یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهکابل ته د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سفر او...

کابل ته د چین د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سفر او ملا متقي سره یې لیدنه

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال او د چین د کلتوري میراثونو د ملي ادارې له عمومي مشر لي چُن سره لیدلي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ په کلتوري اړيکو، د مس عینک په سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب او د طالبانو رژیم ته په ګڼو تخنیکي برخو کې د بشري ظرفیت روزنې په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

طالب وزیر هیله څرګنده کړه، چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب له تضمین سره د مسو کان استخراج او پروسس ژر پیل شي.

متقي همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د دواړو هېوادونو په نښلون کې مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د ياد دهلیز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

په ورته وخت کې د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې مثبتې وبللې او افغانستان ته په خپل راتګ او له ځینو کلتوري سیمو په لیدنه یې خوښي څرګنده کړه.

هغه همدارنګه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري همکاري کولای شي په ګڼو نورو برخو کې همکاریو ته لار پرانیزي.

د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال وویل، د مس عینک پروژه په خپله د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې او تفاهم یو مثال دی او زیاته یې کړه، چې د کانونو او کلتوري چارو متخصصین یې په دې سفر کې ملتیا کوي ترڅو د مس عینک د استخراج چارې په داسې ډول پیل شي، چې د لرغونو اثارو خوندیتوب هم تضمین شوی وي.

د چینایي کمپنۍ لخوا د لوګر د مس عینک کان د استخراج چارې روانه اوونۍ پيل شوې، خو ځینې فرهنګیان په دې کان کې د تاریخي اثارو د نه خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

طالب چارواکو بیا په دې اړه د پاملرنې او دقت خبره کړې ده.

3 COMMENTS

  1. د پاکستان لخوا افغانستان ته وړانديز وشو، دا وړاندیز پرته له کوم لاسلیک افغان حکومت ته ورکول شو او لیکل شوي و چې که دا 11 شرطونه ومنل شي، طالبان جګړه ختموي او سوله کوي.
    دا پټ شرطونه څه وه؟
    لومړی: پاکستان ویل تاسو باید هیڅکله ډیورنډ کرښه و نه وایي سرحد ووايي، د دې سرحد د امن لپاره باید ګډ کمېسیون جوړ شي.
    دویم: د اوبو په سر باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه شخړه نه وي، دواړه هېوادونه باید یوه هوکړه لاسلیک کړي چې کومه شخړه رامنځته نه شي، دا یوڅه معقول شرط و.
    دریم: د افغانستان د پوځ او امنیت دیرش سلنه روزنه باید پاکستان کې وګوري.
    څلورم شرط: پاکستان باید منځنۍ اسیا ته پرته له قید شرط لاس رسی ولري.
    پنځم: افغان حکومت باید سټراټيژیک تړونونه له لویدیځ هېوادونو سره لغوه کړي.
    شپږم: د افغانستان د کانونو او زیرمو کیندنه باید پاکستان، چین او افغانستان ونډه ولري او د انحصار حق ولري، نورو شرکتونو ته باید اجازه نه وي چې افغانستان کې کانونه استخراج کړي.
    اووم: د پاکستان او افغانستان د استخباراتو ترمنځ باید اړیکې جوړې شي، یا په بل عبارت د افغانستان استخبارات دې د ای ایس ای یوه څانګه وګرځي.
    اتم: که چیرې تاسو خپل سټراټيژیک تړون له لویدیځو هېوادونو سره لغوه کوئ او که تشه رامنځته کیږي نو ژمنه کوو چې چین، پاکستان او افغانستان به یو سټراټيژیکه هوکړه رامنځته کړو، که امریکایان وځي، نو ستونزه به پاکستان او چین حل کوي.
    نهم: هندوستان کونسلګرۍ چې ولایتونو کې دي، باید وویستل شي او هندي شرکتونو ته باید اجازه ورنکړل شي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
    لسم: هغه کسان، شخصیتونه، میډیا او نور چې پاکستان ضد خبرې کوي، باید چوپ شي، که نه چوپ کیږي باید وتړل شي.
    یوولسم: ډیورنډ کرښه هاخوا خپلې اړیکې پښتنو مشرانو سره پرې کړئ، که افغان حکومت غواړي پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړي چې پښتانه مشران افغانستان ته راشي، باید پاکستان حکومت څخه اجازه واخلي، موږ به هم همداسې کوو، هڅه دې وشي چې پښتانه سره بیل شي، کوز پښتانه خپله سیاسي قبله اسلام اباد ومني او د نورو پښتنو قبله باید کابل وي.

    • سید خان، دا صفت خوستي د حقانیانو ټالي څټي او کیدي شي د ډیرو بې ګناه افغانانو په وینو یې لاسونه سره وي. په یوه ویډیو کې چې، په یوتیوب کې موجوده دی د صفت خیستي په څیر ترهګرو د تیلفون په لیکه یو ملا ته چې، قاري ورته ویل وایې” د کانتین نینتل هوتل برید رسول ص رهبري کوي” . ته خپله فکر وکړه له داسې خلکو سره دلیل ویل د وخت ضایع کول دي. افغانستان اشغال دي ، د پنجابی د خوښي حکومت دي، او په دا کې بله خبره نسته. دا مادي د جمهوریت وخت کې وي. اوس خو یې خپل ناجایزه پرکټۍ د تخت پر مسند ناست دي.
      غنی خان وایې:
      زه غنی د ملا عقل ته حیران یم
      د دوزخ په لار روان او جنت غواړي.

  2. سلام
    سید جانه
    ستا خبرې پخپل ځای کېدای شي ګټورې وي
    خو…
    ستا پورتنې لیکلې مادې یوه هم په افغانستان کې پلې شوې نده
    نو
    څه فکر کوی چې ستاسې خبرې هسې تبلیغات ندي؟

    او بل داچې کوم فرهنګیان د تاریخي اثارو په اړه اندېښنې لري
    مهرباني دې وکړي
    د نظارت یوه ډله دې ورته ودروي
    چې په ښه توګه یې نظارت وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب